د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دينی احکام، قانون، اخلاق او تهذيب

پوهاند محمد موسی معروفی 02.11.2016 17:12

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

په دې عنوان کښي راغلی مفاهيم د سياسی فلسفې ، حقوقی علومو او سياسی سوسيولوژی يا ټولنپوهنی بنسټی مضمونونه او ټيرمينالوژی يا مصطلحات جوړوی او له همدې کبله له زياتو نورو داسی مضمونونو، مصطلحاتو، تعريفونو، تيوريو، پرينسيپونو او بحثونو څخه ترکيب سويدی چه دهغو ځايول په داسی يوه لنډه مقاله کی که ناممکن نه وی خو مشکل به خاماخا وی چه په پايله کی اصل مطلب ورک او غير له دې چه د ليکونکی علمی کمظرفی او تظاهر ښکاره کی بله گټه نه لری. نو اجازه غواړم چه په ډيره لنډه توگه بيله اوږدو شنلو يوازی او يوازی دهغو په پيژاندلو سوده وکړم.
دينی احکام:
     هغه لارښودنی او دستورونو دی چه د بشر تر ټولنی او واک پورته د يو الهي قدرت له خوا د بشری تولنی د تنظيم او د افرادو د عقيدې او کردار د هدايت او پرځای کولو د پاره د پیغامبرانو په ذريعه امر سويدی. په اوسنۍ نړۍ کښی
د لويو اديانو شميره ۱۹ او له هغو نه د پيدا سويو مذهبونو شميره په يو روايت و ۳۲۰۰ او په بل روايت و ۴۲۰۰ ته رسيږی. دا اد يان د دينی فلسفې او احکامو په هکله له يو بل نه په ځينو برخو کی کلی او په نورو برخو کی په مقايسوی لحاظ لږ توپير سره لری. خو په دې جمله کی د اسلام مبارک دين چه په نړۍ کی د معتقدونو د شمير له کبله دوهم ستر دين دی له دې کبله په علمی مرکزونو او بحثونو کی د خاصی پاملرنی وړ دی چه هغه يوازی اخروی
لارښودنی نه بلکه په نړۍ کی د سياسی، حقوقی، اقتصادی او مدنی ژوند د تنظيم او مديريت له پاره هم دقيق
او عملی قواعد او دستورونه لری چه د قرانی لارښودونو او نبوی سنتونو په رڼا کی د جيدو امامانو له خوا د اسلامی
ټولني لارښود وگرزيدل او د شرعی احکامو په حيث وپيژندل سول. په دې توگه نو په اسلامی فلسفه کی قران او سنت
د قوانينو اساسی منبع وبلل سوه او د همدې قواعدو او دستورونو نافذول او عملی کول د يو اسلامی دولت لومړنۍ او
بنسټی دنده و گرزيده.
 قوانين:
     د دينی احکامو برخلاف، قوانين الهی منبع نه بلکه بشری منبع لری. په ديکتاتوری نظامونو کی د يو پاچا يا يو گونډ يا يو اشغال کونکي قدرت امرونه او احکام دی چه قوانين او د هغو بچيان يعنی قواعد او لوايح او تر هغو را لاندی دولتی لارښودنی مينځ ته را وړی. په عيسوی نړی کی رومنکاتوليک کليسا يا واتيکان په دې بهانه چه الهی اکام پرځاي کوی د څو پيړيو به اوږدو کی د احکامو وضع په خپل انحصار کی وساتل او داسی ناوړه اعمال او ناروا گټه اخيستنی يې پيل کړې او دومره مذهبی جگړې او تباهۍ يې پيښی کړې چه زياتی نو د زغمولو وړ نه وې او نو ځکه د شپاړسمي پيړۍ په پيل کی د رومن کاتوليک د قدرت په وړاندی پاڅون او انقلابونه پيل سوه چه په پايله کی په ۱۶۲۰ کی يو شمير اروپايانو د ميېفلاور په کښتی کی شمالی امريکاته مهاجر سوه او دنن ورځی د امريکاېي سيکولار يا د دولت څخه د دين او کليسا د بيلتون بنسټ يې کښيښود. د شپاړسمی پيړۍ په پای کی د يوې ديرش کلنی اروپايې جگړی په نتيجه کی د کليسا قدرت دونه کمزوری سو چه د عيسويت په چوکاټ کی د پروټيسانټ په نامه د رومن کاتوليک رقيب مذهب را پيدا سو او عيسوی يو موټی قدرت يې څو موټي کړ.۱ د دی تاريخی بدلون اهميت په دې کی دی چه د دينی احکامو او موضوعه دستورونو يعنی هغه قوانين چه د يو دولت له خوا د يو ټولنی د اړتياو او عامه خوښی يا مرضا له
مخی مينځ ته راځی او د دينی احکامو سره په مخالفت او ان ضديت کی وی، انحصاری حاکميت وگاټه.
     دلته اساسی پوښتنه داده چه په يوه دولت کی چه دينی احکام نه وی نو قوانين او قواعد او نور ملحقات يې له کومه کيږی؟
په غير دیکتاتوری سياسی رژيمونو کی د قانون منابع دادی: اساسی قانون، د پارلمان هغه فيصلې چه د مربوطه دولت د مشر لاس ليک ولری او رسما" اعلام سوی وی، تقنينی فرمانونه  (هغه احکام چه د پارلمان د تړل کيدو په وخت کی د اساسی قانون د حکم سره برابر د دولت د مشر د خوا صادر سوی وی) په ځينو خاصو حالاتو کی قضايې يا د محاکمو فيصلې او د اجرايه قوې هغه امرونه چه د يو وزارت يا ښاروالي په څير د کوم بل رسمی مقام د چارو د پرځای کولو د پاره د قانون مطابق ورکړه سوی وی. دلته ښايې چه په ياد ولرو چه که څه هم قوانين د يوې ټولنی د زړو او نويو اړتياو د له مينځه وړلو د پاره جوړيږی خو د هغو په خټه او ماهيت کی د يوې ټولنی تاريخی او کلتوری هويت، چه عقيدوی او اخلاقي ارزښتونه هم پکښي شامل دی، بې اغيزی نه وی.
اخلاق:
د ديني احکامو او قانون توپير د اخلاقو څخه په دې کی دی چه اخلاق دستورونه نه بلکه ارزښتونه دی. په بل عبارت
قانونی احکام ، او په هغو نظامونو کی چه دين او دولت نه وی سره بيل سوی، دينی احکام د دولت له خوا جبرا"
تطبيق کيږی. يعنی سر غړونکی ته د قانون سره برابر جزا ورکول کيږی چه ښايې د جريمې يا حبس او ضبط په
توگه وی. هر کله چه يو دولتی اورگان و يو اخلاقی سرغړونکي ته د همدې تخلف له کبله جزا ورکړی دهغه سرغړونه
د اخلاقياتو له ډلی يا تعريف څخه وزی او په قانون تبديليږي په دې معنی چه امنيتی مقامات (پوليس) او عدلی او قضايې مقامات (څارنوالی او قاضيان ) د هغه د نيولو او مجازات کولو اجازه نه لری. په ساده ژبه چه وويل سی: هر هغه څه چه په مکتوبه قانون کی ممنوع نه وی بلل سوې هر څومره چه يو عمل غير اخلاقی وی بيا هم غير قانونی عمل نه گڼل کيږی او غير رسمی مقامات يعنی عوام الناس هم اجازه نه لری مرتکب ته د يو دولتی مقام په ډول جزا ورکړی.
له دې کبله و هرهغه چاته چه په يو اسلامی ثقافت او قضايې نظام کی روزل سوی وی په ذکر سوی مطلب پوهيدل
يوه ساده خبره نه ده. علت يې دادی چه په يوه اسلامی نظام کی د شرعی احکامو برخه دومره پراخه ده چه اکثره هغه اعمال او حرکات او سکنات چه په  غيراسلامی نظامونو کی مشروع بلل سويدی په اسلامی نظامونو کی حرام او نا مشروع دی.  د مثال په توگه په اسلامی حقوقو کی تر شرعی نکاح د مخه د ښځی او نارينه هر راز تماس ممنوع دی (هغه لوی خبری خو لا څه کوې) خو په غير اسلامی ټولنو کی دا راز اړيکی نه يوازی گټوری بلکه د يو بل د ښه پيژندلو او د ښه اړيکو د ټينگولو د پاره اړين بلل کيږی. په اسلامی ټولنو کی و اسلامی احکامو ته د مسلمانانو ټينگه عقيده او د زړه د کومی مينه د دې سبب سويده چه د څو پيړيو د مطلق اطاعت او پيروۍ په نتيجه کی شرعي احکام په عين حال کی د اخلاقی ارزښتونو حيثيت وگټي. له همدې کبله کله چه حکومت يا حتی د ايله جاريانو يوه ډله په زنا متهمه يوه ښځه سنگساروی نو سيل کونکی د احتجاج په عوض کی خوشحالی څرگندوی. همدغه د خوشحالۍ موضوع زموږ څخه پوښتی چه بلاخره نو اخلاق څه ته وايې؟
د دينی او شرعی احکامو او همدا راز د قانوني احکامو برخلاف اخلاقی ارزښتونه نه کومه واحده او مشخصه منبع
لری او نه هم له هغو نه تيرې او تخلف مادی او جسمی جزا گانی لری. اخلاقی ارزښتونه په يو فرد کی له يوې خوا د د هغه د بشری جوړښت يعنی انسانی عاطفې او وجدانی انفعالاتو څخه او د بلی خوا د يوې ټولنی د عقيدوی، معنوی ارزښتونو او همدا راز ثقافت، عتعناتو، رسم او رواج او ان تاريخی پيښو او جغرافيوی موقعيت څخه را زيږی او د اوږدو پيړيو په تيريدو سره ځانته بيل او خپلواک قدرت مومی. د بد اخلاقه کس څخه د کورنۍ، کوڅگۍ، ټولگۍوالو، هم مسلکانو او ټولنی کرکه او په بده دهغه يادونه او دوستی نه کول دومره تاثير لری چه په ځينو حالاتو کی تر جريمه او حبس ډير دردونکی وی. همدا سبب دی چه اخلاقی ارزښتونه له يوې ټولنی نه تر بلی ټولنی يا په
بل عبارت له يوې کلتوری حوزې څخه تر بلی حوزې پوری زيات تو پير ښکاره کوی چه کله کله ان د جگړو سبب گرزی.
تهذيب:
تهذيب د اخلاقو هغه برخه ده چه د يو کس په طرز د کلام، حرکاتو، سکناتو او د خلگو سره گذاره او راکړه واخله اړه لری. په اصل کی بد اخلاقه کسان هغه بې وجدانه کسان دی چه هغو ته انسانی شرف هيڅ مفهوم نه لری. د نورو په ضررکی خپلی گټی پلټی او نه يوازی د شريفو او معصومو کسانو پر عزت او نيک نوم تيرې کوی بلکه د خپل غرض او حسادت او دښمنۍ د پټولو له پاره نور معصوم مگر ساده کسان د خپل رقيب د معنوی ځپلو له پاره استعمالوی. بې
تهذيبه کسان لکه بد اخلاقه کسان د دې پروا نه لری چه د مثال په توگه و غريبانو او بيوزلانو ته طعنه ورکول يا د کمزورو کسانو خاصتا" زير دستانو پر حيثيت او کورنۍ يا قوم او وطن ملنډی وهل و هغوته څومره روحی عذاب پيښوی. مهذب کسان د نورو خلگو په وړاندی په خپلو خبرو او حرکاتو کی له ډير احتياط څخه کار اخلی او سيرت
النبی به خپل ذهن کی حاظر ساتی. په خبروکی د پوچو الفاظو کارول، په باټو او دروغو د ځان غټ ښکاره کول، د چا د مرستی د يادولو پر ځای پر هغه يا د هغه په کورنۍ مربوطو کسانو ملنډی وهل يا د دوستانواو ملگرو په تيره بيا د نجونو د هغو رازونو  رسوا کول چه پر هغه يې اعتماد کړی وو او داسی نور د يو اخلاقی او مهذب شخصيت خاصيت نه بلل کيږی.  

 
--------------------------------------------------------------------------------------
   ۱- زما د "زړونو او رازونو" په مجموعه کی چه ځينی يې د "ټول افغان" په وياړني ويب پاڼه کي هم خباره شويدی داسی شعرونه سته چه پر همدې تاريخی، دينی او فلسفی مفاهيمو او موضوعاتو لاس ايږدی. د مثال په توگه لاندنی شعر چه عنوان يې دی "فلسفی کاروان" لطفا" وگورۍ:  "جگړې د دين دولت جوړ کړ تاريخ د اروپا ــــــــ. څوک غندی سلاطين، څوک وای گناه خو کليسا ته ده" همدا د اخلاقو د نسبيت موضوع زما په يو انگليسی شعر کی چه عنوان يې دی 'The wonderland of cultural relativism'  زما په "ډريمز انډ ريالاټی" نومی مجموعه کی هم طبع
سويدی.
     نوموړې شعر زما پر په سترگو ليدلی حال بنا سويدی:   نژدی شل کلونه پخواما په يوه مصری ورځپاڼه کی چه په ياد می نه دي چه الاهرام وو که الاخبار ، و لو ستل چه يوې مصری کورنی خپله پيغله لور په دې گناه چه د خپلی خوښی ميړه کور ته شنگری تللې وه غرغړه کړه. تصادفا" څو ورځی وروسته يې زه د سويس د ژنيو ښار ته د خپل ورور کورته په شپو ولاړم. يوه ورخ زما د ورينداری يوه سويسۍ دوسته د هغې ليدلو ته را غله. د ژوند څخه د دی ميرمنی يوازنې شکايت دا وو چه څرنگه چه پيغله لور يې د زلميانو سره د شپې و وتلو يا ډيټينگ ته هيڅ رغبت نه لری نو هغه مجبوره سويده چه خپله لور د روحياتو د ډاکتر تر معالجی لاندی کړی.
     اوس نو که تاسی دا دوه حالته سره پرتله کړی و به گوری چه په داسی حال کي چه د جغرافيوی فاصلې له مخی مصر او سويس د الوتکي په سفر نژدې درې ساعته سره ليری دی د فرهنگی او اخلاقی ارزښتونو په لحاظ د بيړيو
فاصله سره لری.