د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانه نجلۍ ( د افغانستان پېژندني نخښه )

سردارولي پښتون زوی 02.11.2016 12:17

کله چي په ۱۹۷۹ع کال کي پخواني شوروي يرغلګرو پر افغانستان بريد وکړی، سمدلاسه لوېديځ د خپلو شومو موخو د پاره  په مِکر سره د افغانانو تر شا ودرېد او افغانان ئې خورا مظلومان او د زړسوي وړ ښوول، يو له مکرجنو تبليغاتو څخه د افغاني نجلۍ ننۍ د بحث عکس دئ چي په سترکو کي ئې خواري او بې وسي له ورايه نارې وهي، هغه عکس چي لوېديځ غوښتل د روسانو څخه د کرکي د پاره ئې د هر چا په سترګو ورننباسي، لوېديځ د خپلو تبليغاتي دستګاوو په زور دا عکس د نړۍ هر کونج ته ورساوه، ددې عکس تر شا خورا لوی داستان هم پروت دئ چي نن به ئې وشنو.
 سټيو ټیم مَک، د نړۍ د نوموتو عکاسانو څخه دئ چي د مشهوري مجلې ( نيشنل جیوګرافیک ) سره کار کوي، مک په خټه امريکايي دئ چي ۵۲ کاله د مخه د امريکا په پنسلوانيا ايالت کي پيدا سوی دئ، نوموړی هغه وخت د نړۍ په نوموتو عکاسانو کي حساب سو چي په ۱۹۸۵ع کال ئې د پېښور په ناصر باغ کېمپ کي د يوې افغاني نجلۍ ( شربت ګلي ) عکس  واخست، دا عکس وروسته خورا ډېر نوم وکړ چي ان يو کال وروسته د نيشنل جیوګرافیک مجلې پر لومړي مخ د «افغاني نجلۍ» تر نامه لاندي چاپ سو.
هغه مهال شربت ګله ۱۲ کلنه او د کډوالو د ښونځی زده کوونکې وه ( دغه عکس هم د ښوونځی د خېمې مخ ته ځيني اخستل سوی دئ ) هغه مهال چي مک له شربت ګلي څخه عکس نيوه د نامه پوښتنه نه وه کړې نو ځکه د « افغاني نجلۍ » اصلي نوم تر ۱۷ کلونو پوري نامالوم وو. د یاد عکس اخیستونکی او ورسره نور ملګري ئې په نيوي یمو کلو کي څو ګښته د شربت ګلي په لټون پسي ناصرباغ ته ورغلي خو بریالي سوي نه وه.
شربت ګله پښتنه او ننګرهار ولايت د پچير او اګام اولسوالۍ د سپين غره د توري بوړي اوسېدونکې ده، دا شپږ کلنه وه چي د پخواني شوروي اتحاد له لوري ئې په بمبارۍ کي مور او پلار له لاسه ورکړه او له هغه وروسته د خپل ورور، درې خوندو او انا سره د پېښور ناصر باغ ته راکډه سوه، دې د ۱۹۹۰ع کال په پای کي له رحمت ګل سره چي پېښور ته نژدې ئې په يوه تنور کي کار کاوه واده وکړ، اوس شربت ګله درې لوڼي لري، چي روبینه، زاهده او عالیه نوميږي او څلورمه لور ئې په کوچنیوالي کي مړه سوې ده.
دغه عکس په داسي حال کي اخيستل سوی چي د شربت ګلي سور پوړنی پر سر، او اوبو ته ورته شنې سترګي ئې کمرې ته مخامخ نیولي، دا عکس د افغان جګړې او په ټوله نړۍ کي د کډوالو د حالت انځورګري کوي. د عکس بل اړخ دا دئ چي شربت ګله شنې اغېز لرونکي شنې سترګي لري چي تر اوسه په بل عکس کي نه وې ليدله سوي.
کله چي د نړۍ په ټولو نامتو رسنيو کي د شربت ګلي عکس لاس پر لاس سو نو د ۲۰۰۲ ع کال په جنورۍ کي نيشنل جیوګرافیک ټلوېزیون د شربت ګلي د  بيا پيدا کولو د پاره د سټو مک په مشرۍ یوه ډله پاکستان ته واستوله چي له عکاس او خبریال سره ژورنالیست رحیم الله یوسفزی هم د شربت ګلي په پيداکولو کي ددوی ژباړن او لاروی وو، دوی د پېښور د ناصر باغ افغان کډوالو کېمپ کي د شربت ګلي د پيداکېدو د پاره کور په کور وګرځېدل، او هر چا ته ئې د شربت ګلي عکس ورښکاره کړ، که ئې څرک ولګول سي، له دوو ورځو وروسته د ښوونځۍ یوه ښوونکي وویل، چي دا انجلۍ پېژني، خو اوس ئې خلک علم بي بي بولي، کله چي مک کري ولیده، هغه نجلۍ شربت ګله نه وه، پلټونکي ډلي داسي فکر وکړ چي په غالب ګمان شربت ګله بيرته خپل هيواد افغانستان ته څو کاله مخکي کډه سوې، چي ښايي د توري بوري په څنډو کي خپلي غرنۍ سیمي ته تللې وي؟
درې ورځي وروسته د ډلي ښځينه غړو چي کله شربت ګله د خوني په لور د تګ پرمهال ولیده، وویل، همدغه شربت ګله ده، شربت ګله اوس د ۳۰ کالو وه او تر دې مهاله دخپل عکس په مشهورتيا نه وه خبره خو کله چي د مجلې کارکوونکو خبره کړه، دا ډېره حيرانه سوه، د پخوا په پرتله د شربت ګلي پر مخ ډېري ناخوالي ليدل کېدې.
په ۲۰۰۲ع کال کي پر شربت ګله د لومړي ځل له پاره نیشنل جیوګرافک ټلویزيوني رسنۍ یو مستند فلم جوړ کړ چي له هغه وروسته شربت ګله دافغان جګړې « مونالیزا » په نوم په ټوله نړۍ کي مشهوره سوه، د فلم وروسته نيشنل جیوګرافیک د هغې د کورنۍ د روغتیا ټول لګښتونه په غاړه واخيسته او همدا راز ئې ګله د حج د ادا کولو لپاره مکې ته ولېږل.
شربت ګله وايي :
"..هغه وخت ئې په یاد دئ، چي بهرني عکاس ئې د پېښور په یوه کېمپ کي عکس اخيسته، خو زه نه پوهېدم چي همدغه عکاس به مي ۱۷ کاله وروسته نور عکسونه هم واخلي.".
عکاس وايي :
".. د شربت ګلي لومړی عکس مي په داسي وخت د پاکستان په یوه افغان پنډغالي کي واخیست، چي ګلي په یوه خېمه کي ژوند کاوه.".
دغه عکس، هغه مهال د نيشنل جیوګرافیک مجلې په تاریخ کي، تر ټولو غوره عکس ګڼل سوی وو.
شربت ګله په ۲۰۱۴ع کال کښي، دا عکس ئې د پاکستاني پېژندپاني د پاره اخيستی دئ.
شربت ګله اوس ۴۷ کلنه او په پاکستان کي د هجرت شپې او ورځي ګالي، اوس په رسنيو کي غالمغال دئ چي د پاکستان دنفوسو د ثبت ادارې یا ( نادرا ) د حیات اباد ( پېښور ) دفتر له خوا خپاره کړی مالومات په ډاګه کوي، چي د غه ادارې افغان مهاجر رحمت ګل او د هغه ماينې شربت بي بي ته د پاکستان پيژندپاڼي ( شناخت کارډ ) ورکړی دئ.
مک په دې عکس ځان ته نړيوال شهرت پيدا کړي او اوس لکه امريکا چي د روس له ماتېدو سره موږ ته شاه کړه، ده هم همداسي غوږنه د شربت ګلي په اړه ګاڼه اچولي دي.
پاي


د مک د نورو عکسونو د پاره د ده پاڼه کتلای سئ: 

http://stevemccurry.com
 

  ډېر لیکوالان د عکس/فوټو پر ځای د انځور کلمه کاروي. انځور د رسم یا نقاشي معادل دئ. ليکوالان بايد دې ځای ته پام وکړي، کنې نو د اوینچي د شهکار اثر، او ورځني عکس توپیر به څنګه کوو؟

  نيشنل جیوګرافیک : د امریکا د جغرافیه پوهني ملي اداره ده، چي په ۱۸۸۰ع کال رامينځ ته سوې ده، چي راپورونو ئې د جغرافیې د نصابونو په پرمخ بېولو کښي له لسیزو راهیسې مرسته کړې ده، دې ادارې په انساني تاريخ کښي ځيني نادري وکړې، لکه د نوح (ع) د کښتۍ ټوټې پيدا کول، په ځنګلي سيمو کښي د حيوانانو کورنۍ ژوند ثبتول او داسي نور، خو متاسفانه په دې ورستيو کښي ئې يو مخ د څارګرۍکار ته ملا تړلې ده چي روسانو او ځيني نورو هيوادو ئې پر کار بنديزونه ولګول
  مونالیزا چي په خندرويه نجلۍ هم اوڅاره ده، د ايټالوي انځورګر(ليونارډو داوینچی) هغه انځور دئ چي ده په روغنو د سپېدار پر لرګي انځور کړی دئ، ويل کېږي چي ښايي دا به د اوينچي د وخت تر ټولو ښايسته نجلۍ وه.