د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په زده کړې کې دښوونکي رول !!

زمرد خان منګل 30.10.2016 19:26

په زده کړې کې دښوونکي رول !!
( دښوونخی لومړی دورې ښوونه او روزنه )
پيلیزه :
دلوی او متعال خدای (ج) په سپیڅلي نوم
لکه څرنګه چې تاسې پوهیږی ګران هېواد افغانستان لسیزې لسیزې جنګ جګړو ځپلی اساسات يې وران ویجاړشوي دي په هره برخه کې درانه درانه زیانونه لیدلي دي رسیدلو زیانونو جبران کونه ډيره اوږد مهاله پروسه ده ، ډير کار او لوړې ارادې ته ضرورت دی ترڅو افغانستان دموجوده حالت څخه راوزي اوپه خپلو پښو ودریږي د متحمل شوو زیانونو په منځ کې د هېواد پوهینز نظام او بهیر ته دومره لوی زیان رسیدلی ، چي هېواد یې پیړۍ پيړۍ د ترقۍ او پرمختګ له کاروانه شاته پاتې کړی د جګړو ورانیو او ویجاړیو په پایله کې ښوونځي ، پوهنتونونه ،مدرسې مسجدونه او نورې دعلم خونې ورانې شوي ، دهېواد پوهینز بهیر مړژواندی شو کورنه ، کلي او ښارونه له وګړو خالي شول ، په لوی اکثریت افغانان په هجرت کولو مجبور شول ، ښوونکي ووژل شول ، وشړل شول ، دنوور اشخاصو ، وګړو په څير زندانونو ته ولیږل شول زده کوونکي په ورته برخلیک اخته شول ، یو بل دروند ګوزار چې دمعارف په تندي وشو هغه دپوهینز بهیر تعلیمي نصاب سیاسي کول و، هر رژیم چي واک تر لاسه کړی نو لومړی یې دخپلو پالیسو او موخو دپاره تعلیمی نصاب کارولی ، ددې پرځآی چی زده کوونکي په ملي وطني ، انسان دوستي په سپیځلي روحیه وروزل شي ، خو په بیلابیلو روخیو او مفکرو وروزل شول ، چې تاثیرات یې په ډير شدید ډول لیدل کیږي ، اوس مهال چې په هېواد کې بدلون راغلی دیو مترقي او متمدن افغانستان د جوړولو لپاره هڅي روانې دي د پوهنې په برخه کې هم ډيرې مرستې کیږي ، څرنګه چې پوهنه دیوهېواد د ملاتیر حیثیت لري نو اړینه ده ،چې پدی برخه کې ټول وطنوال رغنډه ونډه واخلي په ځانګړي ډول اهل معارف کسانو فریضه او وجیبه ده ، چې داهڅې په مثبت لوری سوق او رهنمايي کړي . ښکاره ده چې دبوهنې بهیر سره زمو د پوهنې بهیر په لوی واټن کې دی خو یوه خبره باید یاده شي چې له ښه شامته افغانان د استعدادهیڅ کمی نلري او دې کار وړتیا لری ولي ؟ په انکشاف او پراختیا کې امکانات یا شونتیاوې نلری نو اړتیا ده چې پدی برخه کې اوږد مهاله لنډ مهاله پروګرامونه ، په لاره واچول شي یو ګړیزې او ټولنیزې هڅې وشي ، ترڅو دهېواد پوهنیز بهیر په سم لوري سوق شي .
او دیو با کیفیته معارف ځښتنان ووسو ، دا دی پدی لار ه کې مې د ښوونځي دلومړي دورې ښوونه او روزنه تر سرلیک لاندې کتاب لیکلو ته ملاو ټړله ترڅو پدې برخه کې هر اړخیزه مالومات په مختصر ډول وړاندې شي خپلې او دنورو علماوو تجربې راټولې اوستاسو محترمو سره یې شریکې کړم . لومړي دوره دښووني او روزنې بنسټيز پړاو دی که چیرې دیو کار بنیست یا تهداب درست پیل نشي نو هرو مرو راتلونکی کارپایښت نلري پدی هیله ، چې داکتاب ستاسو د پام او استفادې وړ وګرځي دګران هېواد د پوهینز بهیر د سمونې او دباکیفیته زده کړې دپاره چوپړ په موخه ستاسو مشوروته اړتیا ده ، هیله داچې په هیواد کې باکیفیتې زده کړې د ښوونې او روزنې بهیر د لا چڼګتیا شاهد ووسو
په خورا درناوي