د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طیب آغا او د افراطي طالبانو بې انصافي

صاحبزاده مشرقي وال 28.10.2016 20:26

طیب آغا او د افراطي طالبانو بې انصافي

دا چې دا ډیر وخت وروسته د اسلامي امارت په صف کې د تور او سپین تمیز شروع شو او د عبدالمنان نیازي او د طیب آغا د پایې مشرانو خپله خوله بیرته کړه او حق ته یې حق او باطل ته یې باطل وویل نو د یو شمیر سرناخلاصو او افراطي طالبانو او فیسبوکي اتلانو عکس العمل یې راوپاروه او د امارت نه د دفاع په پلمه یې په میډیا کې داسې چټیاټ لیکل او ویل شروع کړه چې نه په یو مذهب روا او نه هم معقول دي بلکې پخپله د طالب مخلوق د ادعاو هم منافي دي .دغو فیسبوکي اتلانو هم د اخلاقو لمن له لاسه ورکړې او هم یې دا خبره ثابته کړه چې طالب یو سر ناخلاصی مخلوق دی او امارت داسې یوه مقدسه غوا بولي چې هغه کې د هیڅ قسمه کمي یا نقصان قایل نه دي .په حقیقت کې دغه بدبخته افراطیان دي چې د اسلام،جهاد او د اسلامي امارت سپیڅلي نومونه یې بدنام کړي او په حقیقت کې همدغه بدبخته د اسلامي امارت او خلافت په لار کې خنډ او د اسلامي امارت د حقیقي مفهوم نه ناخبره دي او د امارت ریښتوني خیرخواهان او مصلحین نه پيژني.
حقیقت دا دی چې په هره ډله کې افراطیان د خپلې ډلې حقیقي منهج ، مفهوم او هدف له منځه وړي او ډیر ځل په ډیرو اسلامي ډلو کې د افراطیانو له آمله ډیر مخلص،مصلح او پاک خلک بې وسه او په ډډه شي .هغه افراطیان چې امارت یو مثالي او د هر قسم غلطۍ څخه پاک تنظیم او ډله بولي او یا دا چې امارت ته وفادار او په تنظیم کې داخل خلک مطلق فرشتې او معصوم بولي په حقیقت کې امارت ته خدمت نه بلکې د امارت بیخ کني کوي. دغه بې خونده اخوندان په اصل کې د اسلام د تاریخ او د پیغمبر او صحابه کرامو د ژوند نه ناخبره دي او دا خبره هیروي چې د وحي دصاحب په خوا کې منافقین موجود وو او الله پاک ورپه ګوته کول الله پاک ورته فرمایي چې تاسې دغه منافقین نه پیژنی بلکې مونږ یې پیژنو .نو څنګه کیدای شي د یوویشتمې پیړۍ په امارت کې دې منافقین او د استخباراتو مهرې نه وي .بلکې حقیقت دا دی چې پاک او سپیڅلي طالبان اکثریت یا د منځه لاړل او یا هم په جیلونو کې دي او اوس سوچه او خالص د پنجابي استعمار مهرې د امارت قیادت کوي او دا ډیر د خوښۍ ځای دی چې د امارت په مشرانو کې د طیب آغا او عبدالمنان نیازي په څیر مشران راووتل او د پنجابي استعمار یرغمال کړ ي امارت په اړه یې حقایق ویل شروع کړل .اوس وخت راغلی چې نور حقیقت خوښونکي مشران هم میدان ته راووځي او هغه یرغمال شوی اسلامي امارت نور وژغوري چې نور د مسلمانانو د برم او عزت پر ځای مسلمانانو ته عار او شرم ګرځي.
دا چې په دې وروستیو کې د طیب آغا په امارت نقد او لیک د ځینو افراطي طالبانو افراطي عکس العمل راوپاروه نو ضرور ده چې د طیب آغا د اته مادیز لیک ته یوه کره کتنه وشي او د دغه لیک ښه او بد حقایق په ګوته شي.
اول دا چې که د طیب آغا نیت د اصلاح نه وو نو دغه لیک یې په کوټه کې میشت متنازع مشر هیبت الله اخنذاده ته ولې لیږه دا چې لیک رسنیز شو دا هم د امارت د موجوده مشرانو بې بندوباري او د اسرارو د ساتلو نه وړتیا ښایي. دوهم دا چې که طیب آغا د افراطي طالبانو په نزد ګمراه او بې لاری دی نو بیا ملاهیبت الله اخون ولې په امارت کې بیا د کار کولو دعوت ورکاوه .بل د طیب آغا او د نورو ناقدینو د حقانیت دلیل دا دی چې دوی امارت مقدسه غوا نه بولي او نه امارت تل تر تله په پټو سترګو غیر مسؤل او واجب الاحترام بولي بلکې امارت د شریعت په تله تلي اود اصلاح لپاره یې وړاندیزونه هم لري دغه مشران د شخصیت پرستۍ او تنظیم پرستۍ پر ځای د حق پرستۍ ثبوت ورکوي.
اوپه طیب آغا دبعضی اخونانو دااعتراض چی که دطالبانو د امارت لاره سمه نه وه نوبیا طیب آغا اوعبدالمنان نيازي وغیره تراوسه ولی امارت سره ملګرتیا کوله؟ نوداخو ډیر احمقانه سوال ځکه دی چی مخکني جهادي تنظيمونه هم په ښه نیت جوړ شوي وو خو چی کله منحرف شو نومونږ ټولو پریخودل او دطالبانو دهغه وخت په اسلامي تحریک کی شامل شو اوطالبان کوم داسمان نه نه وو راکوز شوي بلکه دمشرملاصاحب ملامحمدعمر رحمه الله پورې ټول دهمدغو زړو جهادي تنظیمونو غړي وو بیا خوبیا خو زاړه جهادي تنظیمونه پریخودل هم جرم وو؟؟؟ نوداثابته شوه چی هرې ډلې سره ملګرتیا ترهغه وخته پکار ده ترڅو چې هغه ډله په حق ولاړه وي او دجهادي ډلې دپاره اولنی شرط دادی چې دغه ډله به دهرطاغوت سره دملګرتیا نه پاکه وي اوامارت اوس داسلام اوافغانانو دازلي دشمن پاکستان په رحم وکرم اواشارو چليږي.
د طالبانو په لمن تر ټولو غټ داغ دا دی چې د پاکستان د پنجابي استعمار غلامان دي نو د طیب آغا په دې وړاندیز کې کومه بدي ده چې د طالب مخلوق دې د پنجاب د غلامۍ نه ځان خلاص کړي .که کوم سر ناخلاصی طالب دا ګڼي چی داسی نه ده نو ملا هیبت الله اخند دې د پنجابي استعمار پر خلاف اقلا یوه ورځ یو ویډیویي بیان ورکړي خو غلام دا کار هیڅکله نشي کولی.
اګرچه د طیب آغا په لیک کې په دې مادې چې بهرني مسلمان جنګیالیان باید بند شي د دنیا ډیر مسلمانان خفه شوي خو دغه ماده خو په امارت کې د پیر پرستو اخونانو او صوفیانو او د پنجابي استعمار د خواهش عین مطابق ده نو له دې آمله په دغې مادې هیڅکله یو امارتي هم عکس العمل نه دې ښودلی او دا د امارت د بطلان بل دلیل دی .خو د همدې مادې په تایید د طیب آغا د لیک په مادو کې بله ماده مخکې راځي چې باید د امارت مشر ته امیرالمؤمنین نه بلکې د (مشر) لفظ وکارول شي او امارت ته د (تحریک) لفظ وکارول شي.د طیب آغا د لیک دغه ماده هم بالکل د امارت دځمکنیو حقایقو مطابق او د امارت د عقیدې او مسلک سره تطابق خوري .

د طالبانو د امارت حقیقت دا دی چې په خوله یې دا خوښیږي چې د ټولې دنیا مسلمانانو نه غیږه راتاوه کړي او خپل مشر ته د امیرالمؤمنین په شان غټ لقب ورکړي او عالي قدر یې هم کړي خو په عمل کې دا ده چې د طالب واک به د داسې سر ناخلاصه پیر پرستو صوفیانو او اخونانو په لاس کې وي چې نه به هیڅ سیاسي بصیرت لري او نه به اهل السنت کې دننه بل مذهب ته عملي کوم احترام لري او نه به یې عملي په امارت کې منلو ته تیار وي. په امارت کې بهرني جنګیالي خو پریږده خو په امارت کې د افغاني سلفیانو ،حنفي پنجپیرانو،اخوانیانو او عادي اهل السنت افغانانو ته هم ځای نشته بلکې امارت په خپله لایحه کې لیکلي چې امیرالمؤمنین به (نارینه،افغانی،او حنفي)وي. د نارینه خبره خو په شریعت کې د منلو وړ ده خو په افغاني او حنفي کوم آیت نازل شوی؟ نو د طیب آغا د دې مادې ولې مخالفت کیږي چې د طالبانو مشر امیرالمؤمنین نه بلکې فقط یو امیر یا مشر دی. باید چې د امارت مشر ته امیرالافغان او امیر الاحناف وویل شي او عملا د امارت ډله امارت نه بلکې یو دچوکۍ وږی تحریک دی،ځکه چې په عمل کې خو په امارت کې حالت دا دی چې په امارت کې د هیڅ تعلیم یافته مسلمان ځای نشته بلکې په طالبانو کې دا ضروري ده چې طالب مشر به یو سر ناخلاصی دشوروا اخون،د درب اخونزاده ،مرچ اخونزاده ، د پیر سباق او یا هم د کوم بل پیر مرید وي، یو خاص د جنوبي ولایت لباس اوږد قمیص او پګړۍ به لري او د اکوړي یا د کوټې کومې مدرسې نه به فارغ وي او دآیی ایس آيی دکرنیلانو په لاس به دتشناب دکاغذ په شان مستعمل وي .
د افغان او د طالب په خلاف د پاکستان د دومره مظالمو باوجود به د پاکستان خلاف یو لفظ هم له خولې نه اوباسي او یو ږیرور بدمعاش به وي.د عالم اسلام او ملي مصالح به نه پیژني او فقط خپله ډله به چوکۍ ته رسول غواړي .که د طالب په صف کې رواداري وای او طالب مشرانو واقعا د اهل السنت و الجماعة ټولو مکاتبو ته دروازه خلاصه کړې وای نو د داعش په څیر افراطي ډله به منځ ته ولی راتله.
د دې برعکس د امارت په قطر کې دفتر خلاصول ، له امریکایانو سره مذاکرات کول ، او بالاخر د روس او چین په شان د اسلام دښمنانو سره لاس ورکول او د عبدلله ابن سبا د پرکټیانو او د اهل السنة ازلي دښمنانو شیعه ایرانیانو سره لاس یو کول او هغه هم د پنجابي استعمار په لاس او فرمایش او آخر په بامیانو کې مرتدو شیعه ګانو ته جبهه خلاصول هغه بې حیا او بې شرمانه حرکات دي چې د شریعت په چوکاټ کې هیڅ ځای نه لري او په طیب آغا او عبدالمنان نیازي د فتوو لګولو افراطي طالبانو ته په کار دي چې په خپل ګریوان کې وګوري.بل د طیب آغا په غوښتنو کې دا خبره چې باید د طالبانو سیاسي دفتر اصلاح شي او عامو تعلیم یافته افغانانو ، د پوهنتون استاذانو او د امارت په نوم تنظیم یا ډلې نه بهر مسلمان ته باید په درنه وکتل شي او د هغوی د علم او بصیرت څخه باید استفاده وشي او باید چې ملي مصالح وپیژندل شي نو په دې خبرو کی څه بدي ده . دعالمي جهاد او د دنیا د ټولو مسلمانانو امیدونو ته ځواب ویل او یو ریښتونی امیرالمؤمنین جوړیدل خو هسې هم عملي پر ځای پاتې شو.

بل د امارت د صف نه د استخبارتي مهرو پاکول هم یو ښه وړاندیز دی اګر چې دا د ګډې شوو وریجو او میو بیلول دي او له هیبت الله اخون نه د دې خبرې مطالبه کول داسې دي لکه د چین له مشر نه چې وغواړې چې کمونستان ختم کړه او یا هم د پښتو په متلونو کې له مړي نه د بعضې کارونو غوښتل دي. د مالي مسایلو اصلاح هم ناشونی ده ولې چې د طالب په صف کې د زور او ویرې او د حرامو د افینو (تاریاکو) او هیروینو د چندواو د عشر آمدن خوندونه طالب مشران نه شي هیرولی.او د بې ځایه چاودنو او ویرې خورولو او د خپلې ډلې د ږیرورو بدمعاشانو په بدو اعمالو پرده اچول او هغو ته توجیهات لټول که تیرو یوې نیمې لسیزې کې اصلاح شوي وي نو اوس به هم اصلاح شي.