د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اهل السنت والجماعت د منهج اصول

مفتي عبدالولي 27.10.2016 12:00

د مکي حرم خطبه، خطيب: شیخ دکتور عبدالرحمن سدیس حفظه الله، نېټه: ۲۰ محرم ۱۴۳۸ هجري قمري
اوله خطبه
يقينًا ټولې ستاينې خاص د الله لپاره دي. مونږ د هغه حمد و ثنا بيانوو، له هغه نه مغفرت غواړو. او هغه ته توبې وباسو. مونږ د هغه د بې شمېره او كاملو نعمتونو په وجه، د هغه ستاينه كوو، يقينًا هغه ډېر پاك دى.
شاعر وايي:
الحمد لله مونږ ته زمونږ خالق څومره ډېر نعمتونه عطا كړي دي چې هيڅوك يې شكر نشي ادا كولى.
او زه ګواهي كوم چې نشته هېڅ حق معبود مګر الله دى، چې ايكي يواځې دى. هېڅ شريك يې نشته. مونږ ته يې داسې واضحه عقيده راكړې ده چې هغې په خپل لوړ والي او روښانتيا سره نړۍ منوره كړې ده.
او زه ګواهي كوم چې زمونږ نبي او سردار محمدﷺ د الله بنده او د هغه رسول دى. هغه د تهذيب او تمدن د ترقۍ اصول څرګند كړي او د تمدن د لارې اصول يې قايم كړي دي. اى الله! درود راولېږه پر هغه باندې او د هغه په آل باندې چې د سيرت په لحاظ په مخلوق كې غوره او پاكيزه دي. او د هغه په صحابه وو باندې چې عزتمن، او نېك دي. چې په بزرګۍ او نېكۍ كې له ثريا نه هم بره تللي دي. او پر تابعينو باندې او پر هغه چا باندې چې د هغوى پېروي يې كړې ده، تر قيامته پورې او سلام دې وي پر دغو باندې اى ربه! سلام پاكيزه، مبارك او نه ختمېدونكى.
اما بعد! د الله بندګانو! له الله نه ووېرېږئ. چا چې د هغه تقوا اختيار كړه، هغه به يې په خپل حفاظت او نګهبانۍ كې ډېر ښه وساتي.
الله تعالٰي فرمايي:
’’اى هغو کسانو چې ايمان يې راوړى دى! تاسو له اﷲ نه ووېرېږئ او خبره کوئ ډېره سمه (درسته) خبره. هغه به تاسو ته ستاسو عملونه درست (او صالح) کړي او تاسو ته به ستاسو ګناهونه وبخښي او هر څوک چې د اﷲ او د هغه د رسول اطاعت وکړي، نو يقينًا دغه کامياب شو، ډېر لوى کاميابېدل.‘‘ (الاحزاب71,70:33)
شاعر وايي:
ته د رحمن له تقوا سره ملګرى اوسه. او له هغه نه مدد غواړه، هغه به په حيرانوونكې طريقې سره ستا مرسته وكړي، ځكه چې تقوى د متقيانو لپاره مضبوطه كلا ده او داسې زغره ده چې په سختو مصيبتونو كې ساتنه كوي.
اى د مسلمانانو ډلې! د نني عصر د شديدو چيلنجونو او مشكلاتو تر سيوري لاندې او د نويو سختو بدلونونو او مقابلو په فضا كې پر ځينو زړونو باندې د شبهاتو تورې پردې او له سمې لارې نه كاږه شوي خيالونه راپرېوتي دي چې د امت د فكري او تهذيبې تګلارې لپاره خنډ جوړېږي. نو دا حالت لازموي چې يو سنجيده قيام وشي د منهج د اصلاح لپاره، د حقو نښو د څرګندولو لپاره، او د ځلېدونكي واضح منهج د بيان لپاره، هغه چې پر هغه باندې زمونږ سلف صالحين اهل السنت والجماعت وو. الله دې له هغو ټولو نه راضي شي.
يقينًا هغوى په ټولو عصرونو كې او په ټولو خلكو كې تر ټولو غوره وو.
اى اسلامي امته!
يقينًا چې له مضبوطو تاريخي حوالو او ژورو تهذيبي رابطو نه دا خبره ثابته شوې چې يواځې اسلامي عقيده دا خور او منتشر هار راغونډولى شي او همدا عقيده ده چې اختلاف او نفرتونه ختمولى شي او له يو بل نه لرې رايې او فكرونه سره جمع كولى شي.
او دا زمونږ د غوره سلفو، چې له الله نه وېرېدونكي صحابه او د وفا په لاره تلونكي تابعين وو اصل او علامت دى او د دې اهم اصل تاج د الله خالص توحيد او الله لره په قول او عمل دواړو كې اخلاص دى.
د الله ارشاد دى:
’’حال دا چې دوى ته حکم نه و ورکړى شوى مګر په دې چې دوى دې د الله عبادت کوي، په داسې حال کې چې دين (عبادت) دغه (الله) لره خالص کوونکي وي (او) حنيفان (له باطله حق ته راګرځېدونکي) وي.‘‘(البينة 5)
همدارنګه د دې اصل تاج قرآن كريم او پاكو سنتو ته په هر واړه او غټ كار كې رجوع كول دي. الله تعالٰى فرمايي:
’’اى هغو کسانو چې ايمان يې راوړى دى! د الله خبره منئ او د رسول خبره منئ او د خپلو د امر د خاوندانو، نو که چېرې تاسو په خپلو كې د څه شي په باره كې جګړه وکړئ، نو هغه (شى) الله ته او د هغه رسول ته وګرځوئ که چېرې تاسو په الله او په ورځ د اخرت ايمان لرئ، دا (کار) ډېر غوره دى او د انجام په لحاظ ډېر ښه دى.‘‘ (النساء 59)
شاعر وايي:
په خپلو ټولو كارونو كې د وحي پيروي كوه، په بې هوده او له فريبه ډكو خبرو پسې مه ځه.
د الله د كتاب او د هغه د رسولﷺ سنتو مدد كوه، همدا د حق او باطل تر منځ فرق كوي.
نو الله مو حفاظت وكړه، له دې ځايه څرګندېږي چې د اهل السنت والجماعت د اصطلاح په تحديد كې هېڅ اشكال نشته، دغه اصطلاح الحمد لله، ټولو هغو مسلمانانو ته شامله ده چې د كتاب او سنت اتباع كوي. اهل السنت د فرقه پرستۍ، مسلك بازۍ او تعصب او تنظيم پرستۍ نه ډېر لوړ او اوچت دي. دا د تصور او نظر قصور دى او د معرفت كمزوري او د ادراك كم والى دى چې دا ځلېدونكى منهج اهل السنت له يو معين مذهب سره خاص كړى شي يا له كوم خاص علم سره ځانګړى كړى شي. يا له كوم خاص مكان او زمان سره ونښلول شي. نه بلكې اهل السنت والجماعت طايفه منصوره ده، او نجات موندونكې فرقه ده د دوى ضابطه د نبي مصطفىﷺ دا قول دى:
’’څوك چې پر هغه طريقه وي چې زه پرې يم او زما اصحابان پرې دي. (دا طبراني په اوسط كې او حاكم په مستدرك كې په صحيح سند سره روايت كړى دى)
اى زما د اسلام وروڼو!
د اهل السنت والجماعت رحمهم الله په پړقېدونكو اصولو او تګلارو كې د دوى يو خاص شعار دى چې د دوى تر ټولو ځانګړى خصوصيت بلكې د دوى د سپين روښانه منهج واضح علامت دى، هغه د مسلمانانو له جماعت او اجتماعيت سره لازم اوسېدل دي او د خپل حاكم اطاعت او فرمانبرداري كول دي. او دا يو داسې علامت دى چې په ده سره اهل السنت پېژندل شوي او ده ته منسوب شوي دي.
الله تعالٰى فرمايي:
’’او تاسو د الله په رسۍ (ټول) په جمع سره منګولې خښې کړئ او سره بېلېږئ مه او د الله (هغه) نعمتونه راياد کړئ چې په تاسو باندې شوي دي، کله چې تاسو دښمنان وَئ، بيا الله ستاسو د زړونو تر مينځ جوړښت راوسته، نو د هغه په (دې) نعمت سره تاسو وروڼه شوئ او تاسو له اور نه د ډکې کندې په غاړه وَئ، نو تاسو يې له هغه نه وژغورلئ، همدارنګه الله تاسو ته خپل ايتونه بيانوي، د دې لپاره چې تاسو نېغه لار ومومئ.‘‘
عبد الله بن مسعود رضي الله عنه وايي: د الله رسۍ همدا د مسلمانانو جماعت او اجتماعيت دى.
ابن عمر رضي الله عنهما وايي چې رسول اللهﷺ فرمايي: زما امت به كله هم پر ګمراهۍ باندې جمع نشي، نو پر تاسو لازم دي چې له جماعت او د مسلمانانو له اجتماعيت سره لازم اوسئ، ځكه چې د الله لاس پر جماعت باندې دى. دا هم طبراني په صحيح سند سره روايت كړى دى.
نو له سلفِ صالح نه مراد اهل السنت والجماعت دي او هغه څوك دي چې د هغوى پر لاره او سيرت تلونكي دي. اهل السنت له ډله بازۍ، مسلك پرستۍ او د امت تقسيموونكو او ټوټه كوونكو اختلافاتو نه ډېر لري او جدا دى.
اى د ايمان امته!
د اهل السنت والجماعت د منهج تر ټولو لويه نښه او امتياز دا دى چې په اقوالو او افعالو كې ميانه روي او اعتدال كوي او خالص اعتدال دا دى چې د انسانيت د رهبر محمدﷺ د سيرت په ظاهر او باطن دواړو كې التزام وشي او د هدايت يافته خلفاء راشدينو او نورو ټولو صحابه كرامو د لارې اتباع وشي. او په دين كې له بدعاتو نه ځان ساتل وشي. او د ګمراه او خواهش پرستو خلكو مخالفت وشي.

الله تعالٰى فرمايي:
’’او له مهاجرينو او انصارو نه هغه وړانديني اولني (ايمان لرونکي) او هغه کسان چې په نېکۍ سره يې د دوى پيروي کړې ده، الله له دوى نه راضي شوى دى او دوى له هغه نه راضي شوي دي.‘‘
په دې ايت كې واضح دلالت دى چې د سلفو صالحو صحابه كرامو چې انصار او مهاجرين وو، د هغوى پيروي واجب ده، ځكه چې هغوى د دې امت تر ټولو عادل او غوره خلق وو، د الله پر دين تر ټولو زيات پوه وو.
دا هم ياد ولرئ چې د سلف صالحينو پر منهج باندې د تللو مطلب دا هېڅ كله نه دى چې مونږ به د ننۍ زمانې له نويو وسايلو او آلاتو نه ګټه نه اخلو، د نوي عصر له جديد ذرايعو او ايجاداتو نه فايده اخستل نه دي منع، بلكې د دغو وسايلو كارول ضروري دي د دې لپاره چې د زمانې د تقاضو مطابق تګ وكړى شي.
د ايمان وروڼو!
د غم په ډېروونكو څيزونو كې يو دا هم دى چې زمونږ څه مسلمانان وروڼه په اوسني عصر كې د سلف صالحينو په منهج كې په افراط او زياتي كې واقع دي. هغوى د ګمراه خلكو لاره غوره كړې او د خپلو نېك سيرته سلفو له لارې نه اوښتي دي او د هغوي روښانه منهج يې پرېښى دى. هغوى خپل ځانونه د فتنو په ړندو كوهيانو كې غورځولي دي او د امت ځينې افراد يې د فتنو او جنګونو ښكار ګرځولي دي. د ړوندو جنډو له لاندې او د جاهليت د نعرو په بدرګه كې.
د هغوى چلن د ميانه روي له اصولو نه بېخي لرې دى. دغه كسان د اسلام اوچتې څوكې جهاد في سبيل الله او شرعي قوانينو ته نقصان رسوونكي دي.
دغو خلكو په خپلو وحشت خوروونكو عملونو سره خلك په دوكه كې اچولي دي. دوى د مسلمانانو ملكيتونه ورانوي، جوماتونه ړنګوي، په سكولونو، پوهنتونو او روغتونو كې بمونه الوځوي. يقينًا دا كارونه له عقل، نقل او د سلفو صالحينو اهل السنت له منهج نه ښكاره خلاف دي او لوى جرمونه دي.
دغه خلك د شريعت په مقاصدو او په شرعي سياست او راهنمايۍ باندې نه اګاه دي او نه يې لحاظ ساتي.
او څه داسې خلق هم شته چې د هغوى محنت د دنيا په ژوند كې ضايع شوى دى.
په دې حال كې چې دوى خيال كوي چې دوى ډېر ښه عمل كوونكي دي.
دوى تشې دړكې وركوونكي دي، د تعصب او ترهګرۍ په كندو كې غورځېدلې دي. په خپلو ګمراهيو او ړوندوالي كې غرق دي، خبرې يې په كبيره ګناهونو كې او افعال يې په واضحو جرمونو كې راځي.
ايا دا عقل او دانش دى او حكمت او تدبر دى چې يواځې د سياسي مقصدونو لپاره او د نظرياتي تړاو په وجه مشكلات او فتنې راوپارول شي، د فتنې شعارونه وركړل شي، الزامونه او تهمتونه ولګول شي؟!
دا لوى ظلم او زياتى دى، حال دا چې د الله دين خو ميانه روي او اعتدال ښيي.
او دا ياد هم لرئ چې د امت د مصالحو خيال جاهل او احمق خلق نشي ساتلى او نه دا كار خاين، نفرت خوروونكي، ښاپېرك او ناكاره خلق كولى شي، يقينًا څوك چې تشدد او سختي كوي هغه نفرت خوروي او څوك چې نرمي كوي نو هغه جوړښت راولي. او د سلفو په اتباع كې ټول خير دى.
د اسلام امته!
د اهل السنت والجماعت يو اهم اصول دا هم دى چې د دوى عقيده له اخلاقو او اقدارو سره نښتې ده. د دوى په نيز د مسلمانانو وينه محترمه ده. اهل السنت له ترهګرۍ، تشدد، د تكفير، د حاكمانو په ضد بغاوت كولو او د مسلمانانو له قتل او وژنې نه ځان ساتي. له خپل حاكم سره كړى شرعي بيعت نه ماتوي. په تنګۍ، فراخۍ كې، په خوښۍ او غم كې، په هر حالت كې دغه بيعت ساتي او دا عقيده، عبادت او قربت ګڼي. د مادي شيانو لپاره او د فكري اختلاف په بنياد بيعت نه ماتوي.
شرعي اصول دى چې د حكمران خپل رعيت ته حكم په مصلحت او ګټو پورې تړلى دى. او دا چې دوى به د خپل او پردي، دوست او دښمن ټولو په باره كې پر حق، انصاف او عدل باندې عمل كوي.
الله تعالٰى فرمايي:
’’او د يو قوم بغض دې تاسو دې ته راپورته نه کړي چې تاسو عدل ونه کړئ، عدل کوئ، دا تقويٰ ته ډېر نژدې دى.‘‘
د اهل السنت علامت دا دى چې د دوى ژبې د فتنو له پارولو نه محفوظې وي، دوى ګمراه كوونكې نعرې نه رواجوي، د امت د معاملاتو د حلولو كوښښ كوي، د نړۍ د مسلمانانو د مشكلاتو ورته احساس وي، بالخصوص كوم چې نن سبا په شام، عراق او يمن كې روان دي. دوى د هغوى لپاره دعا كوي. دوى د كتاب او سنت په ضد هر شي ردوي.
الله تعالٰى دې امام شافعيa ته اجر وركړي، هغه څنګه ښايسته خبره كړې ده، فرمايي: د نبيﷺ د حكم په ضد هر شى د اعتبار وړ نه دى د نبيﷺ د فرمان په موجودګۍ كې د بل هر چا راى او قياس مردود دى.
ځكه چې الله تعالٰى د نبيﷺ په فرمان سره د هر چا عذر ختم كړى دى. امام شاطبيa وايي: د شريعت له وضع كولو نه شرعي مقصد دا دى چې انسان د خپلو خواهشاتو له پيروۍ نه راوباسي او خالص د الله بنده يې وګرځوي.
شاعر وايي:
يقينًا ذلت او رسوايي په اصل كې د خواهش پرستۍ نوم دى نو كله چې ته خواهش پرسته شوې، ذليله شوې.
اَعُوْذُ بِاللّٰهِ مِنَ الشَّيْطٰنِ الرَّجِيْمِ
’’يقينًا يقينًا تاسو لپاره په (کار د ) رسول اﷲ کې ډېره ښه اقتدا ده، د هغه چا لپاره چې د اﷲ او د وروستنۍ ورځې امېد لري او اﷲ ډېر زيات يادوي.‘‘ (الأحزاب21:33)
الله تعالٰى دې ما ته او تاسو ته په قرآن او سنت سره بركت راكړي، د هغو له ايتونو او حكمتونو نه دې مونږ ته فايده راكړي. زه پر همدې خبره خپلې خبرې ختموم او د خپل ځان او تاسو لپاره د عظيم او جليل الله نه د هرې ګناه او خطا بخشش غواړم. تاسو هم له هغه نه بخښنه غواړئ. يقينًا هغه د رجوع كوونكو لپاره ډېر بخښونكى دى.

دويمه خطبه
ټول ثنا صفت د الله لپاره دي چې نعمتونه يې پر مونږ پرله پسې نازلېږي. هغه د مومنانو په مينځ كې فتنه خوروونكو ته خبردارى وركړى دى. د الله تعالٰى پاكيزه رحمتونه او ښكلي كامل سلامونه دې وي په نبي مصطفٰىﷺ باندې او د هغه په اٰل، صحابه وو او تابعينو باندې او پر هغه چا باندې چې په نېكۍ سره يې د دوى پيروي كړې ده او د دوى په منهج تللي دي.
اما بعد!
اى د الله بنده ګانو! له الله نه ورېرېږئ، يقينًا تقوٰى غوره ګټه ده او د هغه اطاعت اعلٰى نسبت دى.
زما د ايمان وروڼو!
په دې ملك بلاد حرمين شريفين سعودي عرب باندې د الله خاص فضل دى چې د اهل السنت والجماعت مركز يې ګرځولى دى او د ټول عالَم اسلام د نګاه مركز يې ګرځولى دى. بلكې د ټولو مؤثرو نړيوالو قوتونو د توجه مركز يې ګرځولى دى.
الله دې ملك ته شانداره او روښانه تاريخ وربښلى دى. چې هغه سلفي عقيده، اصلاحي او تجديدي دعوت او ميانه رو او معتدل منهج او تګلاره دي.
دې ملك د نبيانو د سردار محمدﷺ، صحابه كرامو او د وفادارو پرهېزګارو امامانو طريقه غوره كړې ده. كتاب او سنت يې په نافذ كړي دي.
بدعتونه، خرافات او ناكاره اراوې يې ترك كړې دي.
دا ملك په صحيح معنا سره د عظيم دين نافذوونكى دى. ده د ټول عالَم لپاره ثابته كړه چې دغه د سلفو اهل السنت طريقه په هر ملك كې او په هر وخت كې د تنفيذ وړ ده. دې ملك دا سلفي لاره يوه روښانه، ځلېدونكې او قابل فخر نمونه وګرځوله.
ځينې نوې رسنۍ او په ټولنيزو شبكو كې ځينو دښمنانو دا هېواد خپل هدف ګرځولى دى. دغه خلك د دې هيواد، د دې هېواد د قيادت، د علماوو او نوموتو شخصياتو په خلاف دروغجن تبليغات كوي او افواه ګانې او اوازې خپروي. په دې كار سره د دغو حاسدانو تور مخونه نور هم بربنډ شول. د دوى دغه عمل په حقيقت كې برښېنايې ترهګري ده خو د الله په فضل و كرم سره د مسلمانانو تر مينځ د ورورۍ او وحدت په فضا كې اضافه روانه ده ان شاء الله.
ياد لرئ چې د دې ملك خير خواهي د اهل السنت والجماعت خير خواهي ده، د ده په امن او سكون باندې حمله پر اهل السنت والجماعت باندې حمله ده.
اما بعد!
اى مسلمانانو! زه تاسو ته د زړه له تله دعوت دركوم چې په ټولو كارونو كې د الله لپاره اخلاص كوئ. پر دين قايم اوسئ. پر شريعت عمل كوئ. د رسول اللهﷺ سنت او د صحابه كرامو طريقه د سلف صالحينو د فهم مطابق راخپل كړئ. د دين په عظيمو اصولو باندې سره جمع شئ.
د تعصب او فرقه پرستۍ نعرې پرېږدئ.
زه پر ټول اهل السنتو باندې غږ كوم چې خپل منځي اختلافات، فرقه بازي او جنګ جګړې پرېږدئ.
الله تعالٰى فرمايي:
’’او تاسو د الله او د هغه د رسول اطاعت کوئ او په خپل مينځ كې جګړه مه کوئ (ګنې) نو بې زړه به شئ او ستاسو زور به لاړ شي.‘‘
او دا چې د اختلاف په صورت كې د ادب لحاظ وساتئ، د شريعت د وړو او فروعي مسايلو په وجه خپل مينځ كې جګړې مه كوئ. د خپلو وروڼو په باره كې خپل زړونه پاك ساتئ، ځكه چې زمونږ د داسې اختلافاتو ګټه دښمن ته رسي. او هغوى خو هر وخت زمونږ د غلطيو په انتظار كې ناست دي.
نو اى اهل السنتو ډېر محتاط اوسئ. داسې نه چې تاسو خپل اختلاف د سرو زرو په پليټ كې دښمن ته وړاندې كړئ.
يقينًا په نني دور كې اهل السنت والجماعت ته د اتفاق او وحدت ضرورت تر هر بل وخت زيات دى. نن خو د مسلمانانو ټول دښمنان سره يو شوي دي خو ان شاء الله چې نصرت او غلبه به د مومنانو لپاره وي.
د الله بنده ګانو! د اهل السنت والجماعت او سلف صالحينو پر لاره ټينګ ودرېږئ.
د مديني امام امام مالك رحمه الله فرمايي: د دې امت د اخر اصلاح هم په هماغه طريقه ممكن ده چې د اول اصلاح پرې شوې وه.
او د الله فرمان خو له دې نه هم ډېر اوچت او بالا دى، فرمايي:
’’او دا چې بېشکه دا زما لار ده، چې نېغه ده، نو تاسو د دې پيروي وکړئ او د (نورو) لارو پيروي مه کوئ، نو تاسو به (د نورو لارو پيروي) د هغه له لارې نه تار په تار کړي، دا (حکم) دى چې هغه (الله) تاسو ته د دې کلک حکم کړى دى، د دې لپاره چې تاسو پرهېزګاره شئ.‘‘
پر خپل امي نبيﷺ باندې د هغه د شان لايق درود او سلام ولېږئ ځكه چې الله د دې حكم كړى دى، فرمايي:
’’بېشکه اﷲ او د هغه ملايک په نبي درود واييﷺ اى هغو کسانو چې ايمان يې راوړى دى! تاسو په دغه(نبي) باندې درود وايئ او سلام وايئ، ښه سلام ويل.‘‘
او نبيﷺ فرمايي: چا چې پر ما باندې يو ځل درود وويلې الله به پر هغه باندې لس رحمتونه نازل كړي. (صحيح مسلم)
د الله بې انتها رحمتونه او سلامتۍ دې نازل شي، په عالي نسب نبي كريم محمدﷺ باندې او د هغه په اٰل او غوره صحابه وو مهاجرينو او انصارو باندې.
’’اى الله درود ولېږه په محمدﷺ او په اٰل د محمدﷺ، لكه څنګه چې تا درود لېږلى وو په ابراهيم عليه الصلاة السلام او په اٰل د ابراهيم عليه الصلاة السلام باندې، بېشكه ته ډېر ستايل شوى او بزرګۍ والا يې، اى الله بركتونه ولېږه په محمدﷺ، او په اٰل د محمدﷺ لكه څنګه چې تا بركتونه لېږلي وو په ابراهيم عليه الصلاة السلام او په اٰل د ابراهيم عليه الصلاة السلام، بېشكه ته ډېر ستايل شوى او ډېر د بزرګۍ والا يې.‘‘
اى الله! ته له څلورو واړو خلفاء راشدينو ابوبكر، عمر، عثمان او علي نه راضي شه، له ټولو صحابه كرامو او تابعينو نه او له هغه چا نه چې تر قيامته پورې په نېكۍ سره د دوى پيروي كوي او له هغوى سره زمونږ نه هم راضي شه په خپل رحمت سره اى ارحم الراحمين ذاته.
اى الله اسلام او مسلمانانو ته عزت وركړه، اى الله اسلام او مسلمانانو ته عزت وركړه، د دين د حوزې ته ساتنه وكړه. دا ملك او د مسلمانانو ټول ملكونه دامن او سلامتۍ والا وګرځوه. اى الله! مونږ ته زمونږ په ملكونو كې امن راكړه. زمونږ د حكمرانانو او مشرانو اصلاح وكړه او توفيق ورته وركړه. اى الله! دوى ته نېك مشاورين او معاونين وركړه، زمونږ حكمران ته د هغو اعمالو توفيق وركړه چې ته پرې راضي كېږې، اى الله ته يې هدايت والا او پرهېزګاره جوړ كړه. اى الله! ته ورته نېكه كابينه نصيب كړه چې د خير د كارونو ښودنه كوي او په نېكو كارونو كې يې مرسته كوي.
اى الله! د ده دواړو نايبانو ته او وروڼو ته يې د هغو اعمالو توفيق وركړه چې په كې د هېواد او ملت خير او فلاح وي. يقينًا مونږ ټول تا ته درتلونكي يو، اى الله! ټولو مسلمان حكمرانانو ته په خپل كتاب او سنتِ رسولﷺ باندې د عمل كولو توفيق وركړه. دوى د مومنانو لپاره رحمت وګرځوه.
اى الله! زمونږ نه ګراني، وباګانې، سود، زنا، زلزلې، ازمايشونه، پريشانۍ او ښكاره او پټې فتنې لرې كړه، له دې ملك نه بالخصوص او له ټولو مسلمانو ملكونو بالعموم دغه فتنې او پريشانۍ لرې كړه. اى الله! په هر ځاى كې چې ستا په لاره كې ستا د رضا لپاره جهاد كوونكي وي د هغوى مدد وكړه، د دين په و جه د تنګ كړى شويو خلكو ته مدد وكړه. اى تل ژونديه، اى تل ژونديه، اى تل ژونديه اى د عزت او لويي خاونده! مونږ ستا د رحمت سوال كوو، ته زمونږ ټول كارونه سم كړه، او د سترګو د رپ هومره هم مونږ خپل ځان ته مه سپاره.
اى الله رب العلمينه! په فلسطين كې زمونږ د وروڼو مدد وكړه، اى الله! مسجد اقصٰى د يهوديانو له شره ازاد كړه.
اى الله! په شام، عراق او يمن كې زمونږ د وروڼو مدد وكړه، د هغوى احوال سم كړه. د هغوى د نفسونو ته حافظ شه، هغوى ته امن او سكون وركړه، د هغوى محاصره ختمه كړه، بيمارانو ته يې شفا وركړه، ازمايشونه يې ختم كړه او وفات شوي يې وبښه.
اى الله! له امتِ محمدﷺ نه فتنې لرې كړه، او په كتاب او سنت سره يې يو ځاى كړه.
اى الله! زمونږ د فوځ ته حفاظت وكړه، زمونږ د سرحدونو ته حفاظت وكړه. زمونږ د سرحدي ساتونكو ته حفاظت وكړه، زمونږ زخميانو ته شفا وركړه. او كورونو ته يې په سلامتۍ سره ورسوه.
اى الله! د پرېشانه مسلمانانو پريشاني ختمه كړه. د مصيبت زپلو مصيبتونه لرې كړه، د مقروضو قرضونه ادا كړه او ټولو مسلمانانو مريضانو ته شفا وركړه.
اى الله! ته واحد يې: ستا هېڅ شريك نشته، ته بې نياز يې، او مونږ فقيران او محتاج يو، پر مونږ د رحمت باران ووروه. مونږ له نا امېدو مه ګرځوه. اى الله د رحمت باران پر مونږ نازل كړه، اى تل ژونديه ذاته! د لويي او عزت والا ربه! د رحمت باران راكړه، پر مونږ د رحمت والا، نرم، مفيد او تيز باران نازل كړه، اى الله پر مونږ باران ژر ووروه. الله فرمايي:
’’او په دوى كې بعضې هغه څوک دي چې وايي: اى زمونږه ربه! مونږ ته په دنيا كې نعمت راکړه او په اخرت كې (هم) نعمت راکړه او مونږ د اور له عذابه وساته.‘‘ (البقرة 201:2)
اى رب العلمينه! ته يې زمونږ نه قبول كړه، يقينًا ته اورېدونكى او عالم يې. زمونږ توبه قبوله كړه، يقينًا ته توبه قبلوونكى يې، مونږ، زمونږ مورو پلار او ټول ژوندي او مړي مسلمانان، ښځې او سړي ټول وبښه، يقينًا ته اورېدونكى، قريب او د دعاګانو قبلوونكى يې.
’’ستا رب لره پاکي ده چې د عزت (او غلبې) مالک دى، له هغو خبرو نه چې دوى (مشرکان) يې بيانوي. او سلام دې وي په رسولانو باندې. او ټول د کمال صفتونه خاص الله لره دي چې د عالمونو ښه پالونکى دى.‘‘ (الصافات 182-180:37)