د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تـورې دې لالا وهي …نوڼۍ دې عبدالله وهي

ډاکتر رحمت ربی ځـیرکیار 22.10.2016 09:20

دریــمه برخـه

د کــابـل جګـــړه
داچې د سقاویانو روحیه ګړبیدلې وه، وروسته له جرګې په دوه بجو ټول لښکر له زرغون ښار نه د کابـل په لوري و خوځید. محّمدګل مومند موظف شو چې د احمدزیو کوچیانو او د رود د احمد زیو  سره دې د موسهي لـوګر له لارې د کابل په خوا وخوځیـږي او پاتی نور لښکر دې  د چاراسیاب له لارې کابـل ته ورنـنوځي. سردار شاه ولیحان د جرنیل(جنرال) غلام حیدرخان په کور کې دیره شو.  د ۱۳۰۸ د میزان په ۱۴[۶ اکتوبر ۱۹۲۹]، ولسي جنرال یارمحّمد وزیري د خپل لښکر سره د بچه سقاو په مقابل کې  د کابل په هسکو کې مورچلونه ووهل  او په هغه ورځ یې د سقاویانو سره جګړه پیل کړه او په لــږ وخت کې یې څـلور مورچلونه ورنه ونـیول .  کرنیل شاه ولیخان په چهلستون کې «دربار غـوړولــی و، سـپاه سـالار صاحب محّمدنـادرخان د ځاځـیو په علیخیلو کې زما[جرنیل یارمحّمد وزیري] د جنګیالیـو د ماتې او بــري » خـبر ته ستـرګې په لار و(۳۰۴-۲۹۲ مخونه). کـرنیل شاه ولیخان مخکې له دې چې د ژغـورنې (نجات) د لښکر مـورچـلـونو ته ورشي، د سقاوي سـور جرنـیل [جنرال] محّمد عمر خان سره یې لیـدلي وو. داچې  سور جنرال «څه ورته ویلی وو، د هغه څخه زه [یارمحّمد خان وزیری]ناخبره وم». سردارشاه ولیخان چې له چهلستون نه د منګلو د مشر (ځلمی خان منګل)، د ځدراڼو  د مشر (زمرک خان ځدراڼ) او د ځاځیو د مشر (ملک جانخان)   په بـدرګه د لیکـوال جنرال وزیري د لیدنې لپاره په اس سپور ورغلی و، «مـا او زما ملګرو ته د مایوسۍ او ناامیدۍ تلقیـن کاوه»(۳۰۷-۳۰۴ مخونه). جنرال یار محّمد خان وزیري ورته وویـل چې د ژغورنې د لښکر د مشرانو په پـریکړه به یـې خبر کړي
 پـریکړه داسې شــوه چې د وزیرستان جنګیالي به ځانونه «نــن شپــه» د ارګ هـر لوري ته رسوي. د کومانـدې په  مرکز کې پخپله جنرال وزیري او ملګري یې  انګور خان ، دلبازخان، شیرمحّمد خان، شیرخان تـڼـی، ښادیـن خیل دوړ، ملک ګل خان،  او ملک ډنډ خان ناست وو. د ژغــورنې لښکر د سهــار په اووه بجو د کابل ښار مــرکز ته ننوت،درې ګيـڼـټې وروسته ارګ ته ورسید، بچه سقاو یې هلته محاصره کړ، او له ارګ نه بهـر د سقـاو ټولې مورچلــې یې ړنګې کړې وې. د ۱۳۰۸ لمریز د میزان په ۱۸[۱۰ اکتوبر ۱۹۲۹]، سـردار شــاه ولی خان په اس سپــور د خــپلوځاځــيو او  ګردیــزیـو پیره دارانو او یو شمیر قـومي مشـرانو ســره د کابـل ښار ته راورسید، او «موږ» ته یې د کابل د نیولو مبارکي راکړه، او دومره خـوښ و چې د ژغورنې د لښکر هر کوماندان او مشر به یې «په ږیـره او مخ بانـدې څو څو ځله ښکـولو.» یو چا ورته د ده دوه کلـن ځوي عـبدالـولي راوړ. د کابل ښار « ټــول مخــورین ټول په کــورونو کې وو او یو کس مو هم و نه لید چې موږ...ته د کابل د نیولو مبارکي ووایي.» «یــواځـې» د کابــل غـریــبـو خلکو نارې وهلې چې: «زنده باد فاتحین کابل...زنده باد غـازی امان الله خان». ۳۰۶ تر۳۱۴مخونه. د۱۳۰۸ د تلې په ۱۸[۱۰ اکتــوبر ۱۹۲۹]، سـردار شاه محمود خان د کابل له شـوربـازار نه پــه اس سپور د کابل د سیند په غــاړه د ژغـورنې د لښکر ساحې ته راورسید. «تـر حده زیات وارخطا و» او لیکوال جنرال یارمحّمد خان وزیري ته یې وویل چې: «حالات ډیر خطر ناک دي. پردل سپه سالار د شپـږزره جنګي افرادو سره د خیرخانې د کـوتـل څخـه هـجـوم راوړی دی[او]د هغه په تعـقـیب نـور مسلح افـراد هـم د شمالي څـخه راروان دي....» جـنرال یارمحمّد خان وزیري ورغبرګه کړه چې: «جرنیل[جنرال] صاحب! غم او فکـر مه کـوه!» بچه سـقـاو د ژغـورنې د لښکر له خـوا په ارګ کې محاصره شـوی دی، او دهغــه دوه تــکړه جنرالان (پیـردل خان اوسور جرنیل [جنرال] ناصري) د ژغورنې د لښکر له خوا ځغلول شوي دي. جنرال وزیري، انګـور خان، بجان خان،عبدالله خان د ملک ډڼډ خان ورور، او شیر محّمد خان «دلښکر په مخکـې روان شـوو.» د ژغــورنې لښکـر د ده افغـانـان له لارې د کـلـوله پشــتې «پـه طرف د پـیــردل مـقابـلې تــه وخـوځــیـدو» او په بي بي مهــرو کې د پــیردل خان د سقــاوي لښکر ســره پــه جــګــړه اخــتـه شــــو. سقاوی سپه سالار پیردل خان له درې ګيڼــټې جګــړې وروسته د ژغــورنې د لښکر له خـوا ووژل شــو او پاتــي لښکر یې هرې خوا ته وتښتید. غالبو جنګیالیو، ماتې خوړلی سقاوي لښکر د قلعه حسیـن کــوټ او قــلعه مرادبـیګ پـورې دومره وځغـلاوه چې د خلکو کورونو ته یې پناه ویـوړه. د هغــې سیمې «پـاک لمنـو میـرمنو د جنګي فراریانو د امن او شفاعـت لپاره قرآنـونه  په لاسونو کې نیولي وو. د هغه افغاني بیبیانو په لیدلو سره ما خـپل جنګـیالي واپس د کابل په لـوري راروان کــړل». پــه کابل کې ارګ همغــه شان د محاصــرې لانــدې و
 ولسي  جنرال یارمحّمد خان وزیري  تـه محّمد ګل خان مومند ، زمرک خان ځدراڼ، عـبدالغـني خـان ګردیـزی، مـولـوي الله نـوازخـان، شـاه محمود خان او شاه ولی خان د مبارکۍ لپاره راغـلل.« د ټولو څخه لومړی محّـمــدګل مـومـنــد چې د ډیـر حساس فکـر خاونـد و» او زمـرک خان ځـدراڼ( د غــیـرتي ببـرک خان ځدراڼ ځوی) د جنرال  یار محمّد خان وزیري نظر ومانه چې زر تـر زره دې پــه ارګ بـریــد وشي، مخکې له دې چې له کندهار، مشرقي ، جنوبي او شمالي نه سقاوي لښکــرې کابل تـه راورسیـږي او دوی د ناکامۍ سره مخامخ کړي. ورپسې نورو ټولو ومنله چې د ۱۳۰۸ لمــریز د تـلې (میزان) پـه شلمه[۱۲ اکتوبر ۱۹۲۹] دې سهار وختي د ارګ عــملیات پـیل شــي. شاه محمود خان او شاه ولیخان په «ظاهره څه اظهار نه کاوه» ځکه چې د کورنۍ غړي یې په ارګ کې بندیان وو. د پریکړې سره سـم  په ارګ باندې  د توپـونو برید وشو او له غـولي نه یې د اور لمبې او لـوګي جګ شول. ولولئ مخونه ۳۱۵ تر ۳۲۲.
د حضرت اغـاګـل مجـد دي په مشرۍ د بچه سقـاو د سـولې هـیئت
حـضرت اغــاګل مجددي چې د حضرت نورالمشایخ مجددي ورور و، بچه سقاو ته به یې« سلا او مشــورې ورکـولې». حضرت نورالمشایخ «ځانته سلطنت او پادشاهي غوښته او پر ځان باندې يې غــلجي ټبــرونــه راټــول کــړي وو»( ۳۴۳ مخ).  پـه ارګ باندې له برید نه څو ګيڼـټې وړاندې، د ۱۳۰۸لمریز د تلې د نولسمې[۱۱ اکتوبر ۱۹۲۹] د شپې نهه بجې وې چې حضرت اغاګل مجددي د دوه نـورو ملایانو او حکمران  سردار علیشاه خان سره یو ځای، د بچه سقاو او دهغه د خیلخانې د امن د غــوښتلـو په شفاهي هـیله د ژغورنې د لښکر مورچلونو ته له ارګ څخه په مـوټـر کـې چې سپـیــن بیرغ ورباندې رپـانده و راغـلل. مشرانو خپلمنځه جـرګه وکړه چې وزیـر محّمدګل مـومنـد، ســردار شاه ولی خان، او سردار شاه محمود خان هم پکې برخه لرله. لیکوال جنرال یارمحّمد خان وزیري  خپله پریکړه حضرت اغاګل مجددي او د هغه ملګرو ته په ډاګه کړه چې «د ملت قاتل» بچه سقاو ته د امن او یا په  امـن د فــرار اجازه نـشي ورکولی. پریکړه دا وه چې د بچه سقاو نه به «قدرت په زور اخلو او هلته په ارګ کې به یې لاس تړلی نیسو....» سردار شاه ولی خان  «فــوراً د څو کلمو ویـلو اجازه» وغــوښته او پــه « ډیــره عاجــزانه وینا سره یې موږ ته »  داسې وویل چې: جنرال یارمحّمد خان وزیري «هغه څه وویل چې زموږ ټولو مشرانو د واحد زړه او فکر خبرې وې. اوس به موږ د حبیب الله سره په څه توګه جنګ وکړو. هغه[حبیب الله بچه سقاو] په ارګ ګې دی او زموږ د کورنۍ نارینه او ښځینه غــړي ...یــې په ارګ کې یــرغمل کــړي دي. زموږ د لــوري په حبیب الله باندې فــشار، زموږ د کورنۍ د غــړو ژونــد په خطر کې اچــوي. ولې بیا هم د وطن د نجات په هیله تاسو د قوم مشرانو چې هــرڅه پــریکړه وکړه په هغه باندې زما او د شـاه محمـود موافـقه ده.» لیکوال جـنرال وزیری وایــي چې دواړه سـرداران وروڼــه «پــریـشانـه او ماڼـیجـن ښکــاریــده».  
محّمدګل مومند چې یو «حکومتي او قـومي  هوښیار او ځیرک  شخصیت و او د جـرګې چاپیـریال یې ډیـر ښه څاره»، ټولو مشرانو ته وړاندیـز وکړ چې د حبیب الله د امن پریکړه دې دوه سردارانو وروڼـو (شاه ولی خان او شاه محمود خان) ته وسپـارله شي په دې دلیل چې د دوی ناموس د حبیب الله له خـوا یرغـمل شوی دی. محّمـد ګل مومـند چې د نامــوس او پـت خبرې ته ګوته ونیوله، ټولو مشـرانـو د هغــه وړانـد یــز ومانــه. سـردار شاه ولـیخان بـچه سـقاو تـه داسې ولیکل: «حبـیب الله وروره! ته د افــغانستان د حکــومت غـاصب یې او د افغانستان مظلوم ملت دې ټـوکر ټـوکر کړی دی، اوس تـه امـن غــواړې.  زمـوږ له لــوري څخه تــاتـه امـن دی او د خـپل ال و عـیال سره [د ارګ] د شمالي  دروازې له لارې نه کـوهدامــن ته ولاړ شه، په بیت المال او جبه خانه باندې لاس مــه وهــه». د شـپې لس بجې وې چه دغـه لیک حضرت اغـاګل مجددي او دوه ملایانو ته وسپارل شــو، خو د ژغـورنې د لښکـر د مشرانو جـرګې  سردار عا لیشاه خان د ځان سره وساته.  دا هغه  نمک حرام سردار و چې  په کند هار کې د والي  په حیث یې د هیواد د نجات په اتلانو د کندهار زندانونه ډک کړي وو- د کرنیل پایو خان ساه  په زندان کې وختله. په هغه شپه حضرت اغــا ګل مجــددي د خـپلو دوه ملګرو سره په خپل موټر کې  سپور شو او د ارګ په خوایې حرکت وکړ. څه کم یوه ګيڼټه وروسته د جرګې مشران خبر شول چې بچه سقاو د ارګ د شمالي  دروازې له لارې «فرار کړی دی. د دې خبر اوریدلو موږ ټول حیران او په سخته اندیښنه کې  واچولو....د شپـې په یولس بجـو ارګ ته د خپلو جنګیالــیو  سـره  داخل شوو.» او هلته «مو د چور او چپاول د مخنــیوي لپاره پیــرې او ګزمې مقرر کړې او په هغه تیاره شپه مو د حبیب الله د بندیخانې  څخه د ســپه سالار محّمد نادرخان، شاه ولی خان، شاه محمود خان، سر دار اسد الله خان،د  سردار علیشاه خان دکورنۍ غړي او د اعلیحضرت امان الله خان ورور راوویستل». پــه کابل کې به د ژغــورنې جنګیالیــو پــیرې او ګــزمې کــولې او مشــران بــه هــم په ګــزمـــو او پیــرو ګـرځیدل.  تر دغــه مهاله  محّمـد نادرخان په ځاځــیـو کې و، امان الله خـان له هــیواد نـه بهــر و او هیــواد ته بـیــرتــه راتــګ یـې زر نـاشـونـي و. خــو محــّمد نـادرخان د ژغـــورنې د جنــګــیالــیو د مشــرانــو ســره قــرآن مجــیــد لاسلــیک کـړی و چــې د بــري پــه صــورت کې بــه د«اعـلیحضرت غازي امان الله خــان یا د سراج دکــورنۍ کــوم بل غـړي ته تاج و تخـت سپاري»،  مخونه: ۳۲۴ تر ۳۲۹    
سیـــاســي لــوبــــــه
 د ارګ له نـیولـو نه درې ورځې وروسته، محّــمد نــادرخان کابل تـه راغئ او د ژغورنې د لښکر هـر مشر یې پـه غــیـږ کې داسې «ټــینګ نیـوه» لکه د بیت الله حاجي چې «حجـر اسـود پــه غـیـږ کې نـیسي». هغــه د کابل د نیولو څلورمه شپه په  چهلستون ماڼۍ  کې تیره کړه. د ۱۳۰۷ لمریز د تــلـې(میزان) په ۲۳[۱۵ اکتوبــر ۱۹۲۹] «مــوږ قـومي مشران» او محّمدنادرخان له چهـلستــون
نــه د ارګ سلامخــانې ته ورسـیدلو. هلته د کابــل مخـور او سـرداران د سپه سالارمحمد مادرخان  هـرکلي تــه راغلي وو او د سفـارتـونو «یوشمیر غړي»هم لیدل کیدل. محّمدنادرخان حاضرینو ته په خپــله« لڼډه وینا» کې «خپل زحمتونه اوتـلاشونه بیـان کړل، د وطن د نجات ټـولې کارنامې يې په ځان او خــپلو وروڼــو پورې وتــړلې ....ولــې زموږ د خدمتونو او هڅو یې لـږ شانـته یادونه ونــه کړه...اود اعلیحـضرت غازي امان الله خان د بیا راوستو تـش وړاندیـز یې وکړ.» سم د لاسه د کابل « د مال او مقام وږو او تږو چاپلوسو افـرادو»  او «یوشمیـر»قـومي مشرانـواو د امان الله خان ورور( ســردار امـیـن جان[د نـادرخان خوری])، نادرخان ته بیعت وکړ. خو د وزیـرو، مسیدو، دوړو، ځدراڼو او تـڼیـو مشران غــلي پاتي شـول او له دې لارې یې نـادرخان پـوه کړ چې دوی ناراض دي. دغه مشران د غوڼډې پــه پــای سره له ارګ نه ووتل او په ښار کې یې خپلو مورچلونو ته ځانـونه ورسول. په سبا ورځ دوی  پــه جــرګـه وو، پــه پکــتیــا کې د ځــنګلـونو رئیس او د امـان الله خان کـلک پلـوي فـقیـر مـحّمد مـومـند، جـنـرال وزیري تــه وویـل:«یارمحّمـد خانـه! ما په ګــل غــوڼــډۍ کې ستـا تــرغـوږ رسـولې وه چې محّمـد نــادرخان دې تیــر نــه باسي، دتـیرې ورځې بـیعت ښـه سیاسي لـوبـه وه.» جـنرال یار محّمد خان وزیري ورغبـرګه کړه:« اوس هم د کابل اداره زما په لاس کې ده ...هغــه شخص چې تا ســو د سلطنت د معـین  په توګه په ګل غوڼـډۍ کې راته په ګوته کړی و، تا ولید چې هغه ډارن لومړی فـرد و چې د محّمد نادر خان سره یې بیعت وکــړ. ما د هغه د خانــدان او د هغــه د ورور په خــاطر دا ټــولې وینې وبهـولې ، اوس به هم د وینو ویـالې جاري کـړم ولې کاشکې د خپـلواکۍ محصل را لـره نژدې وای.» د مشرانو د دغې غوڼډې راپـور کوم چا محّمــدنـــادرخان تــه رسولـی و. په سبا (۲۵میزان ۱۳۰۸) [۱۷ اکتوبر ۱۹۲۹]شاه محمودخان او محّمدګل خان مومند د وزیرو او مسیدو مشرانو ته ورغلل چې احوال یې واخلي او د محّمدنادرخان  «هیلـه» ورته ورسوي چې «نن ورځ [به]په ځانګـړې توګـه ستاسو سـره وګـوري». لیکــوال جنـرال یـارمحّمـد خان وزیری دغه بلنه ومنله او د شاه محمو خان او محّمدګل خان مومند سره یـوځای د ســردار فتــح خان کورته ورغــلل چې محّمدنادرخان پکې دیــره و
په دغه کور او لارو کې د ګــردیــزیــانو، ځاځـیـو او موسـی خیلــو د ســړیـو پــیــرې او ګـزمې وې. کــورتــه په ننــوتــلوسـره، محّمدنادرخان یې روغـبـړ تـه ور ووت، او داسې یې ورته وویل چې: «دافغانستان ملت او زه شخصا ستاسو قهـرمانانو مـدیـون یم. د وطن د نجات په لارکې ستاسو هریو خدمت به انشالله په دنــیا او دیــن کې ضایع نــه شي....زه نــن هـم په هغه عهد او پیمان ولاړیم چې موږ او تاسو په ځاځیــو کې وربانــدې دُعا کــړې وه.» له دې ویــنا نه وروستـه، الله نــوازخان، ځلمی خان منګل، عبدالغــني خان ګــردیزی او محّمد ګل خان [مومند] هم څه یادونې وکړې.» ورپسې لیکــوال جــنرال یار محّــمـد خا ن وزیــري  د وزیــرو او مسیـدو «د ټـولـو مشرانـو» په استازیتوب د امان الله خان بیا راوستلو ته ګوته ونیوله: «سپه سالار [محّمد نادرخان] صاحب! د الله په نصرت او د قـومي مشرانو پــه همت او میـړانــه کابل فتح شو، د حبیب الله [بچه سقاو] شر او فساد د هیواد د یـوې برخې څخه ټـول شــوی دی؛ په کنـدهار، مشـرقي اوشمالي کـې  اوس هـم د هغه پـلویـان فعال دي او بهانې لـټـوي. اوس مـوږ ټــولــو تــه پــه کار ده چې [د ځاځیو] د علی خــیلو په پیــمان بانــدې عمل وکـړو چې د نــورو ویــنــو تویــولـو جـلوګــیري پـه هــمدې کار ســره وشــي.» محّـمد نـادرخان ورغــبرګه کــړه: «....نـن زه[دځاځیو] دعلی خیلو پـر هغه عهد او پیمان ولاړ یـم...پــه وطــن کې د ارامۍ او امنــیت راوستــلو وروستـه ستاســو عـزیزانو هــره فـیصله زمـوږ د وروڼــو فــیصله ده....انـشا لله وتعـالی چې درست کــارونه بــه قـدم په قــدم درســت شي. د اعلیحضرت امــان الله خان ســره بــه مــوږ پـه تماس کې شـو چې خــپل وطـن تــه راستـون شي او دا کـار څـه وخت غــواړي.» ولولئ  مخــونه: ۳۳۰تر ۳۳۶
د مجـددی په ریاست د ارګ په سلام خانـه کې جــرګه راوبلــل شوه چې لاندینـیو اشخاصو پکې ګډون کړی و: حضرت نـورالمشایخ مجددی، محّمدنــادرخان، محّمــد هاشــم خان، شاه محــمود خان،  د وزیرو او مسیـدو دقـومــونو ۹۷ مشــرانو ،او د پکـتیا ولایت ۳۳ تنه مشرانو(علی خیـلو،ســلیمان خــیلو او انــدړو). ولــولئ   ۳۳۹ تــر ۳۴۲ مخـــونــه.
د  ژغورنې د جګړې په څلي څه لیکل شوي وو؟
«به یادګار فداکاریها و مجاهدات وطنخواهانه یګانه قاعد [قائد]معظم و نابغه بزرګ اعلیحضرت محّمدنادرشاه افغان که به استماع  فریاد وطن از ګوشه مملکت فرانس خود را برای نجات واستخلاص  وطن در سمت جنوبی رسانده و بعد از قیام به عزم استیصال  سارقان در طی اقدامات  هشت ماهه خود با دلیران جنوبی و بهجوم وزیرستان  ۱۶میزان  ۱۳۰۸هجری شمسی  مرکز سلطنت سنیه افغانیه را  فتح و تسخیر وبچه سقاو را به اراکین خاینش  از  صفحه افغانستان معدوم  نمود، این خاطره استوار و آبده ثابته بنیاد ګذاشته شود، تا  در  بادی النظار اهل بصیرت، شجاعت و علو همت این نجات دهنده وطن ثابت بوده، ملت افغان ین[این] خدمت عالیشان را  تقدیر و اینګونه ایثـار و فداکاری  را  درتامین سعادت حیات اجتماعی خویش تاسیس وتعقیب کند.» دا اقـتباس د ډاکتر نبی مصداق په لیکنه کې خوندي شوی دی. خو چینه یې نه ده ښودلې.
 په دغه وینا کې باید د جنرال یارمحّمد خان وزیري، او د غوڼـډمشر او سیاسي شخصیت محّمد ګل مومنـد نومونه هم  خونـدي شوي وای! په دواړه جګړو کې وینه د  پښتون توی شوې ده، خو د ژغورنې د څلي وینا په فارسي لیکل شوې ده؟ ایا پښتو د افغانستان د پیژاند ژبه نه ده؟ ولې دربارخیل په هـر څه کې صفوي مزاجي نیغه نیغه کوي؟ د ژغورنې او د خپلواکۍ د جګړو څلي دې په پښتو واړول شي. په  تیرو نږدې ۲۵۰ کالونو کې، د افغانستان په دربارونو کې ټول ټال شپــږ کالونه او ۷ میاشتې پښتو کارول شوې وه: ۱۹ میاشې د نور محّمد تره کي او حفیظ  الله امین په مهال او پینځه کالونه د ملاعُمر اخوند په مهال! پاچا محّمد ظاهر شاه به یواځې د  ایران سفیر ته په پښتو بلنلیک استاوه، د دې لپاره چې خپله صفوي مزاجي پرې پټه کړي. دیته سړی سیاسي شیزوفـریني ویلی  شي. که پاچا محمد ظاهرشاه په خپله ۴۰ کلنه واکمنې کې هـر کال د لوي اختر او د خپلواکۍ د جشن  ویناګانې په پښتو اورولې واې، له پاس نه کښته(ټاپ ډَون) به د پاچا صدراعظمانو، وزیرانو، جنرالانو، والیانو...پوهاندانو،او معلمانو پښتو ویلای.
پـایـلـه
محّمدنـادر خان په یوه وینا کې ویلۍ وو: د کور جوړول په دې نه کیـږي چې د کور د بیخ په ځای دې د کور لوړ پـوړ لومړی جوړ شي: «امان الله خان هـڅـه وکړله چې د خـلکـو ذهـن د هغـوی د خـولـیـو  د بـدلـولـو له لارې واړوي.» یعنـې
“You can not build a nation anymore than you can build a house by starting at top.. Amnullah tried to change the house by starting at top. Amanullah tried to change the minds of people by changing their hats.”

د ارواښاد جنرال یار محّمد خان  وزیري مونه  ۴۸ کالونه وړاندې په ۱۳۴۷لمریز/ ۱۹۶۸ زیـیز کې

د نادرشاه بهرنئ سیاست په ناپـیـیلتوب ولاړ و. د دغه ډول سیاست ګټه دا وه چې افغانستان د کوم بل هیواد ګوډاګی نه دی. خو برتانیې د نادرخان حکومت ته په ۱۹۳۱ کې لس زره ټوپکونه، پینځه ملیون کالتوس، او نږدې یوسل اتیا زره پوڼـډه د مرستې په ډول ورکړل. مخکې له دې چې قدرت ته ورسیـږي، نادر خان د ریچارډ مکونکي سره لیدلي و چې پخوا په کابل کې د برتانیې  پـه سفارت کې قـونسل و او بیا د پښتونخـوا په کـُـرم ایجنسي کې د برتانیې سیاسي ایجنټ و. له دې امله ځینې خلک په دې عـقیده ووچې برتانویانو نادرخان ته امتیاز ورکړی و چې په خپل هیواد کې واکمن شي. خو نادرخان د دغه شک په مقابل کې داسې استد لال کاوه چې د ذکرشوو برتانوي مرستو سره شرایط نه دي تړل شوي او دغه ډول مرستې د امان الله خان سره هم شوې وې.
عـبدالغـفار خان (۱۹۸۸-۱۸۹۰) مشهور په «باچا خـان» او «فـخرافغان» په خپل ۷۸۸ مخیـز ژوند لیک کې د خپل پرځنګ (مبارزې) تنسته غـځولې ده. باچاخان په خټه محّمدزی پښتون/افغان وـ هغـسې محّمدزی چې افغاني (پـښتـو) پرې ګرانه وه! په ۱۹۲۰ کې  یې په کابل کې د امان الله خان سره ولیدل. « ډیرې خبرې مې ورسره وشوې، په خبرو خبرو کې» یې امان الله خان ته داسې وویل:« تا له ترکي درځي، فـارسي درځي او نورې ژبې هم درځي،خو خپله ژبه [پښتو] نه درځي». وعده یې ورسره وکړه چې زده کوي به یې.
 په ۱۹۲۹ زییز  کې باچاخان خبر شو چې امان الله خان افغانستان پریښی او کویټې ته رسیدلی و. هڅه یې وکړه چې لیدنې ته یې کویټې ته ورشي، خو انګریزانو له نیمایې لارې نه ستون کړ او بیرته پښاورته راغی. بیا ډهلي او له هغه ځایه بمبۍ ته لاړ او هلته یې د امان الله خان سره ولیدل. «هلته یې ماسره پښتو کې خبـرې وکړې.» باچاخان د امان الله خان سره «افـغانستان ته د بیرته تــلــلو خبره وکړه، لیکـن هغه د افـغانستان نه مایـوسه شوی و...او د پښتـنو نه ډیـر مـوړ معــلومیده». باچا خان د سـقاوي ګډوډۍ په مهال، د افغانستان لپاره په پښتونخوا کې چـانــده یانې بسـپنه ( طبي مواد او نغـدې پیسې) راټــولې کــړې وې.  لـه امان الله خان نه یــې په بمبۍ کې د ملاقات په مهال  پوښتنه کړې وه چــې دغــه« حساب» (بسپنه) چا ته وروسپاري؟ «نـو پــه جواب کې ده راتــه ووې چې تاســو یـې نــادرخان ته ورکـړئ او د نــادر خان امــداد وکــړئ[.] ملاقات ختم شو ، په ډیر خـفګان ســره مونږ د یو بل نــه جــدا شــو.»
باچا خان پیښور ته راستون شو او بله ورځ خبر شو چې محمدنادر خان هم د خپلو وروڼــو سره پیښورته راغلی و. با چا خان او دهغه مشر ورور ډاکتر خانصیـب  د نـادر خان لیدلــو ته ورغـلل.  باچا خان په نادرخان شکمن شوی و چې نادر خان به د خپل هغه خوریي لپاره سلطنت ګټي چې [د سردار امین جان په نوم] دحبیب الله خان ځوی و. خو نادر خان پخپله باچاخان ته وویل:«ته به هم ژوندی یې او زه به هم ژوندی یم، که چیرې ما هغه بادشاه کـړ یا پخپله بادشاه شوم، نو ته راشه او مخ راله تورکړه او راته ووایه چې نادرشاه خپله وعده دې پوره نه کړه.».څو ورځې وروسته، هاشم خان  جلال اباد ته وخوځید او نا درخان او شاه ولیخان ځاځیو ته، او نادرخان له باچاخان نه «وعده واخیستله» چې سبا دې په ټل کې د نادرخان سره وویني. باچاخان سبا ټـل ته رسیـږي ، خو نادرخان« په مخه تللی و.» حکیم نومې یو سړی یې په موټـر کې ولید چې د نــادرخان د لیــدلو لپاره ځاځیو ته روان و. باچاخان ورته د نادرخان په نوم یــو لیک ورکــړ: « اوله وعده خو دې پوره نه کړی شوه، نو د بلې وعـدې به دې څه حال وي؟».
باچاخان چې له بمبۍ نه  پښتونخوا ته راستون شو، انجمن هلال احمـر (د ســرې میاشتې ټولنې) ته یې راپـور ورکړ. ډیـر خلکو چې نه یــې غــوښتل د نـادرخان سره مرسته وکــړي،  خپله چانده یې بیـرته واخیستله. «بیا هم موږ نادرخان لـه پنځــوس زره نغــدې روپـۍ او هغـه ټــول سامان ...ورولیـږه.» باچاخان کاږي چې «د نادرخان تـار ما له راغی چې کابل فتح شو او چې خلک خبر شو چې کابل فتح شو نو یوقسم خوشحالي په خلکو راغله چې بــیان یـې کولی نــه شـم.» خو کله چې نادر خان خپله پاچاهي اعلان کړه، «په دې خبره باندې مونـږ ډیر  حیران شـو، ولې چې داسې کاریې وکړ چې زمونږ په خواب او خیال کې نه و، ځکه هغه خو» د بـاچـاخان عبدالغفار خان سره په پـیـښور کـې وعـده کړې وه چې پخپله به دی نه پاچا کیـږي.
 ولولئ: عبدالغفارخان (باچا خان)، زمـا ژونـد او جـد وجـهد. خپرندوی: د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه- جرمني، چاپځی: دانش خپرندوی ټولنه- پیښـور،هجري۱۳۸۷لمریز=۲۰۰۸ زییز، مخونه: ۳۳۹تر۳۵۴
 کـه انګــریــزانو خپلې ملي ګټــې پـه افغانستان کې د محّمد نــادرخان پــه واکمنۍ کې لــيدلې، شوروي روسیې/شوروي اتحاد خپلې ملي ګټې په افغانستان کې د امان الله خان پـه واکمنۍ کې لیدلې. په هغـو شرایطو کې  افغانستان د دواړو ځامنو کفایتونو ته اړتیا لـرله. که د غلواکۍ په مهال محّمد نادر خان  او وروڼه یې نه وای، چا به د «خادم دین رسول الله»( بچه سقـو) ځای نیولې وای؟ د دواړو(امان الله خان او محّمد نادرخان) په ګډ کار سره به افغانستان ډېـر پر مخ تللی وای!

د خپلواکۍ د جګړې د وزیرستان د سرتیرو د راتلونکي څـلي لیست  

جنرال  یــارمحّمد  خان  وزیری په خپل  کتاب کې د افغانستان د خپلواکۍ  د جګـړې  ۶۳ «اصلي  او رښتیني  قهرمان جرنیلان اوکرنیلان» راپیـژني چې باید راتلونکي افـغــان نسل ته یې نومــونه وښـودل شي: ۱-  انګور خان، ۲ـ شیرمحّمدخان، ۳ـ عبـدالله جان خان، ۴ـ سیـد خان، ۵ـ حـاجی  امیرخان، ۶ـ حاجی  ګل  خان  خونیخیل، ۷ـ قـاضي  صاحب شکي، ۸ ـ دلـباز خان،۹ ـ عــصمت  خان(د فرنګیانو  صوبد ار میجر)، ۱۰ـ جلات خان توچي خیل، ۱۱ـ زرمیــن، ۱۲ـ اسلـم خان، ۱۳ــ جرنیل  موسی  خان عبدلی، ۱۴ـ  شاه بران خان، ۱۵ـ سدو خان،۱۶ـ ملا فضل الـدین اخنــد مشهور په شهزاده صاحب(د ملا پونــده  اخند زوی)،  ۱۷ـ غازی مشوخان مریاڼـی (د فـرنګیانـو میجرصوبـدار)، ۱۸ـ  غازی اجمیر خان مندوخیل(د فـرنګیانو  میجر صوبدار)، ۱۹ـ غازي نعمت  خان خروټی،  ۲۰ـ  شیرجان خان خروټی،۲۱ـ   ملک سردار فتح خان سلیمانـخیـل، ۲۲ـ زرخان، ۲۳ـ زقوم  خان، ۲۴ـ نصیب  خان، ۲۵ـ ګل خان، ۲۶ـ ترانی  خان، ۲۷ـ  مـلا همـزالله اخـونـد(د وزیرو  په  ملا مشهور)، ۲۸ـ غازی قـایم خان، ۲۹ـ  ماما خان، ۳۰ـ مهربان خان تاجیخیل وزیر، ۳۱ـ ملا  شاه غازي، ۳۲ـ سردار ګلا خان، ۳۳ـ  سردار رحیم خان کاکړ، ۳۴ــ  قـایـم خان کاکـړ، ۳۵ـ شیرک خان کاکړ، ۳۶ـ سردار حسن خان  کاکړ، ۳۷ـ  قـاضی صاحب امیرشاه خان قــریش، ۳۸ـ زنګي خان ملاخیل وزیـر، ۳۹ـ ارسلاخان ملا خیل  وزیر،۴۰ـ  ملک دند خان ملاخیل وزیر، ۴۱ـ عبدالله  ملاخیل وزیر، ۴۲ـ نـورمحّمد خان پـیـپلی کابل خیل  وزیـر، ۴۳ـ اختي جــان خـان، ۴۴ــ سلیم  خان تاجیخیل وزیر، ۴۵ـ پایوخان جه خیل وزیـر، ۴۶ــ سلا شاه، ۴۷ـ ملک زقـیم شاه خان، ۴۸ـ اصل خان خوني خیل وزیـر، ۴۹ـ موسی خان شارني مسود، ۵۰ــ قــطب خان د پاچــا خان زوی، ۵۱ـ حیات خان، ۵۲ـ ملک هـفته خان ککه خیل وزیـر، ۵۳ـ  تـریــن خان تـوریخــیل اتمانزی وزیر، ۵۴ــ علی بت خان ملکي  جرنیل، ۵۵ـ اخترمحّمد خان منـدوخیل، ۵۶ـ مـشرف خــان، ۵۷ـ  نواب خان سلیمان خیل، ۵۸ـ نصرالله خان سلیمانخیل کوچی، ۵۹ـ عبدالله خان سلیمان خیل کوچی، ۶۰ـ  ملا خیرالدین مریاڼی، ۶۱ـ دولت خان مریاڼی کوچی، ۶۲ـ عبدالرحمن  مریاڼی، ۶۳ـ (زه ) یارمحّمـد مـریـاڼـی[د کتاب لیکـوال: جنرال یارمحّمد  خان وزیــری،د افــغـانـستــان د خپلواکۍ او نجات تاریخ. پیښور، پـښتونخـوا،۱۳۷۹لمریز/۲۰۰۰زییز، مخونه ۹۵ـ۹۷. [مـریاڼ د جنرال وزیري د سیمې نـوم و].
 که لیکوال، شاعر او تاریخپوه حبیب الله رفیع په پټ نوم(خپلواک) د ۱۹۶۸م د  سپتمبر په ۱۰(۱۹ وږی ۱۳۴۷) د جنرال یار محّمد خان وزیري مرکه په افغان ملت کې نه وای خپره  کړی او هغه  یې د خپلواکۍ او غلواکۍ په اړه د کتاب لیکلو ته نه وای هڅولای، نن به موږ د دواړو جګړو په اړه کره معلومات نه لرلای او نه به پخپله د جنرال وزیري په خدمتونو خبر وای! زما وړاندیزز دا دی چې د  ښووانـد حبیب الله رفـیع نـوم دې هـم  په دغـه لیسست کې ونیـول  شـي.
زما ځیـرکیار په آند، تر دې ګړۍ د هـر هیواد عـزت د هغه په خپلواکۍ کې پروت  دی. ویښ ولس د هغه چا درناوی کوي چې پخپلو وینو او/یا کړاونو یې د خپل هیواد خپلواکي ساتلې وي او د خپلې ټولـنې کلتور، پرمختـګ او د وګـړو حقوقـو ته یې لار هـواره کړې وي. څـلي جوړول د دې تـومنه لري چې ژوندیان د تیـر وخت د  خاطـرو کـړکیچـن ډکون ته راوبلي، یایې کره/انتقادي فکر ته وهڅوي او پخوانۍ سرتیرتیاوې د اوسني وخت په سیاسي او ټولنیز ډکون  کې ولـټوي. ګوندې په  کابل ښار کې د پښتونستان واټ او د اوسني ارګ د ختیزې دړې په مخ کې د خپلواکۍ د جګړې د وزیرستان د اتـلانو په درناوي یوڅلی جوړشي او د پاس ذکر شوو میـړنیانو په نومونو ګلالی  شي! که افغانانو ته  خپل هیواد  ګران  وي، نو باید چې خپلو رښتینوسـرتیرو ته درناوي وکړي!