د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

آيا افغاني دولتي ځواکونه مسلمانان نه دي ؟

مولوي عبدالرحمان افغاني 22.10.2016 07:18

زمونږ په هيواد کي د بېسيوادۍ او بې علمۍ د زياتوالي له کبله  ډېري
ناخوالي شتون لري، يوه له هغو نه دا ده چې ډېری هغه خلگ چي جذبه لري خو
تحقيق او تجربه نه لري، د افغاني اردو او پوليسو وژل  ور ته ډېر د ثواب
کار ښکاري او پدې اړه خورا زياتي هلي ځلي کوي، هغه څوک ځان ستر غازي گڼي،
چا چي ډېر افغان سرتېري وژلي وي .

 را ځو دې خبري ته چي د دوی دا خبره  تر کومه بريده سمه ده ؟

ايا افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه کافر دي ؟ او  د دوی  وژل په  رښتيا
دومره زيات ثواب لري لکه د کافرانو د وژلو  ثواب او  که خبره بل ډول ده ؟

راځو دلومړنۍ خبري ځواب ته چي ايا افغان ځواکونه کافران دي او که مسلمانان ؟

پدې اړه به د دې په ځای چي خپله  فيصله ليکم د پيغمبر اسلام عليه  الصلوة
والسلام فيصله به وليکم او په هغې به اکتفاء وکړو .

عن أَنَسٍ بْنِ مَالِكٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ
عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَنْ صَلَّى صَلَاتَنَا وَاسْتَقْبَلَ قِبْلَتَنَا
وَأَكَلَ ذَبِيحَتَنَا فَذَلِكَ الْمُسْلِمُ الَّذِي لَهُ ذِمَّةُ
اللَّهِ وَذِمَّةُ رَسُولِهِ فَلَا تُخْفِرُوا اللَّهَ فِي ذِمَّتِهِ –
بخاری  شريف .

ترجمه : د حضرت انس رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه
وسلم وفرمايل : څوک چي زمونږ په شان لمونځ کوي، زمونږ د قبلې خوا ته مخ
کوي، زمونږ ذبيحه خوري'( په اسلامي طريقه حلال سوی حيوان حلال گڼي ) نو
دا هغه مسلمان دی چي د ده دپاره  د الله او  د هغه د رسول ذمه واري سته (
امن ورته سته او د ويني تويول، د عزت او مال لوټول ئې او په  بله توگه
تاوان ور رسول حرام دی ) نو تاسو د الله  په ذمه واري کي غدر مه کوئ . دا
حديث په بخاري شريف او د حديثو په نور ډېرو کتابونو کښي راغلي دی .

د دې حديث څخه د دواړو مسئلو جواب معلوم سو او هغه دا چي افغان اردو او
پوليس خو ټول  هم لمونځ کوي، هم د قبلې خوا ته مخ کوي په لمانځه کي او هم
د مسلمانانو په طريقه حلال سوی حيوان حلال گڼي .

نو معلومه سوه چي دوی ټول پرته له کوم شک او تردد څخه په يقيني ډول مسلمانان دي .

او هم دا حکم معلوم سو چي د دوی وژل په اسلام کي څنگه دي ؟

کله چي مسلمانان دي، نو د دې حديث څخه هم او د نورو اياتونو  او  حديثونو
څخه هم په واضح ډول معلوميږي چي د دوی  وژل ناروا دي او د دوی سره روانه
جگړه  جهاد نه بلکي زمونږ د دښمنانو په گټه او  لارښودنه جگړه ده .

چي بايد ځان ور څخه په کلکه وساتو .

پای