د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

داعش او طالب دیوې سیکې دوه مخه !

کریم ثابت 18.10.2016 18:12

د کابل د کارته سخي په عاشورا مراسمو باندي برید پداسې حال کې ترسره کیږي چې د روسانو او امریکایانو تر مینځ په منځني ختیځ په ځانګړي ډول د سوریې په هیواد کې منفعتي او نیابتي جګړې زور اخیستی دی . روسان او ایرانیان د سوریې هیواد د رژیم مخکښ ملاټري او په ټول توان د بشرالاسد د بقا لپاره هر ممکنه حربه استعمالوي چې په قدرت کي پاتي شي، خو بلخوا غربیان د امریکا په مشرۍ د بشرالاسد د ژر راپرځېدو په موخه د بېلابېلو فشارونو او دیپلوماسۍ څخه کار اخلي او په دې هڅو کې د بشر الاسد د نظام ضد افراطي ډلو ټپلو سره- سره ، ښايي د داعش ډلې نه هم ملاتړ شامل وي تر څو په سوریي کې دغه میراٍثي واکمنۍ له مینځه یوسي.
دې لوبې هم دا فغانستان په سیاسي او جګړیز ډګر باندې هم سوری غوړولی دی او پا کستان د تل په څېر دلوبې د یو مهم ماهر غړي په توګه بې برخې پاتې نه دی. په افغانستان کې دداعش تحرکات ډېر پیچلي دي او برعکس دطالبانو دپاره یوه زمینه سازه او تبلیغاتي بڼه لري او کوښښ کېږي طالبان دیوې ګټونکې ډلې په څیر وښيي ، ځکه د افغانستان دولت په دې ورستیو کې په ځینو جګړیزو ډګرونو کې د لاسته راوړنو نه بې برخې ؤ او د عامو وګړو د ژوند د خوندیتوپ په برخه کې د دوی کړنې کمزورې بلل کېدې. د داعشیانو زياتره غړي چې د تحریک طالبان پاکستان پخواني مشران او د القاعدی غړي دي او دپا کستان د نظامیانو سره د مستقیمو اړیکو خورا تاریخي سابقه لري.
په افغانستان کې د عاشورا په مراسمو بريدونو نه يې هدف د طالبانو تحریک ته د روسانو او ایرانیانو پام راواړول دي تر څو طالبان نویو مالي سر چینو ته لار ومومي او د روسانو او ایراینانو مالي مرستې ترلاسه کړي ان تردې چې په دی معاملو تر يوه بريده کار هم شوی دی، ځکه د طالبانو سره د روسانو وروستۍکتنې او همکارۍ سړی ياد شک ته رسوي او دا پیچلی لوبه د تل په څېر پاکستاني نظامیان رهبري کوي.
روسان تل پدې لټه کې دي چې په يو ډول نه يو ډول د خپل دایمي حریف امریکا متحده ایالاتو نه خپل غچ او انتقام واخلي او ښايي اوسمهال طالبانو ته نږدېوالی او ددوی نه استفاده د روسانو لپاره یو مناسب فرصت وي. څرنګه چې امريکايان غواړي په سوريه کې روس پلوه رژيم د بېلابېلو ياغي ډلو په وسيله راوپرځوي نو په ورته ډول روسان هم اوس په دې فکر کې دي چې په افغانستان کې د طالبانو ياغي ډله د امريکايانو په وړاندې د فشار د الې په توګه وکاروي.
دغه ډول ایران د نور هیوادونو لکه عراق او سوریی په څېر په افغانستان کې خپلې ګټې د شیعه مذهبو مسلمانانو په وجود کې لټوي او شیعه مسلمانان هم په مذهبي تړاو د ایرانیانو خواخوږي دي. دلته د داعش برید د شیعه مسلمانانو په مذهبی مراسمو باندې يوه سياسي انګېزه لري چې ایران په افغانستان کې د خپلو سياسي ګټو د ترلاسه کولو لپاره د طالبانو ملاتړ ته وهڅوي. روښانه بېلګه يې په بامیانو کې د هزارګانو لږکیو چې شیعه مسلمانان دي د طالبانو سره په دې وروستيو کې خپلې اړیکې ټینګې کړې دي. پدی ترتیب سره طالبانو په زغرده د هغو ټولو بریدونو چې په هزاره توکمو ترسره شوي دي نه يواځې ترديد کړې بلکې غندلې هم دي.
دافغانستان په ځینو سیمو په ځانګړي ډول ختيځو ولایتونو کې د طالبانو او داعش تر مينځ د خونړیو جګړو دوام او په بېلابېلو سیمو کې د حکومت کمزوری يا نه شتون طالبانو ته د خلکو د تمایل یو لامل کېدلی شي ځکه عام خلک د داعش لخوا سخت وځورول شول او په عین وخت کې محلي ادارې و نه توانیدې چې دخلکو لاسنیوی وکړي نو ولس له خپلې ناتوانۍ اړ اېستل شو چې طالبانو ته مخه کړي.
په تېره بیا پا کستان پدې لټه کې دی چې طالبان دفلم اصلي لوبغاړي ثابت کړي او د افغانانو او ځینو هیودانو ته وښيي چې طالبان کولی شي افغانستان ته امنیت راوړي او د طالبانو په شتون کې د يادو هیوادنو (روسيې او ايران) ګټې تامین کیدای شي، نو ځکه وېلی شو چې داعش او طالب دیوې سیکې دوه مخه دي چې د یو بل لپاره صحنه سازي او زمینه سازي کوې خو ناببره د طالبانو بيا راڅرګندېدل دیوې بلې اوږدې ، پیچلې او دوامدارې جګړې څپرکی پرانېزي او د تل په څېر زبر ځواکونه او سيمه يیز هیوادونه به یې لوبغاړي او غریب افغان ولس به یې قرباني وي.