د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

امام حسین(رض) څه کول او موږ څه کوو؟

خالد څرګند 14.10.2016 12:30

عشورا یا د محرم میاشتې لسمه هغه ورځ ده چې د حضرت محمد(ص) لمسی حضرت امام حسین(رض) له خپلو ۷۲ ملګرو سره د عراق په کربلا سیمه کې په۶۱ ام ه.ق کال کې د یزید بن معاویه د خلافت په دور کې د یو شمیر لنډغرو له خوا په شهادت ورسیدل.

امام حسین(رض) د حضرت معاویه له مړینې وروسته د عراق د خلکو په بلنه دغې سیمې ته سفر وکړ تر څو هغو ظلمو او ناخوالو ته د پای ټکی کیږي دي چې د راشده خلافت له پای ته رسیدو وروسته را منځ ته شوي وو او مسلمانان د هغو ظالمو له منګولو خلاص کړي چې اسلامي شریعت یې د خپل هوا او هوس تابع ګرځولی وو.  

د امام حسین غوښتنه د ظلم مخنیوی او د ظالمو لاس لنډول وو له ظلم څخه، او د همدې موخې لپاره قرباني شو. هغه هیڅ کله هم ظلم ته سر ټیټ نه کړ او د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې و جنګید او مردانه شهید شو چې ډ ټول اسلامی امت لپاره  یې په زړه تور داغ پریښود.

خو د حسین مینه وال څه کوي؟ که حسین ژوندی وای، همدای یې کول چې د ده مینه وال یې کوي؟

که حسین (رض) ژوندای وای، نو لومړی کار به یې د اسلامي شریعت بیا اقامه کول وو، دا ځکه چې دا سنت ورته له خپل محبوب نیکه(رسول الله ص)   په میراث پاتې وو. امام حسین د ظلم او بې عدالتۍ په وړاندې هیڅ صبر او زغم نه درلود، تر دې کچې چې د همدې ظلم د له منځه وړلو په مبارزه کې شهید شو؛ خو ورته تسلیم نه شو. د حضرت امام حسین په وخت کې خو لا څرګند کفر په نظام او دولت کې اصلا شتون نه درلود، شریعت په پوره توګه د دولت له خوا تطبیق کیده او هرې خوا ته د اسلامي نظام د خپراوي لپاره د دولت له خوا دعوت روان وو.  

نن خو په ټوله اسلامي نړۍ کې غیر اسلامي نظامونه حاکم دي، ښکیلاکګرو ډیری اسلامي خاورې لادې کړي، د اسلامي خاورو چارواکي په بر بڼده توګه د دوی لاس پوڅي دي، د الله ج د قوانینو په ځای بشري قوانین تطبیق کیږي، فحشا او بې حیایې نور خپل اوج ته رسیدلې؛ امریکا او روسیه د ایران، سعودي او ترکیې په ملګرتیا د مسلمانانو په وژنه کې په سوریه، عراق، یمن او افغانستان کې  سیالي کوي.  

اما، د امام حسین (رض) مینه وال د دې ټولو پورتنیو ظلمونو او نارواو په وړاندې چپ دي، حتی په دې ظلمونو کې عملا له غربي ښکیلاکګرو سره شریک دي او هره ورځ له مجرمې امریکا او روسیې سره د شام، عراق، یمن او افغانستان مسلمانان وژني. د حسین مینه وال د طاغوتي نظامو(ډیموکراتیک) په وړاندې چپ دي، ور سره ملګري دي، دفاع یې کوي او بلنه ورته کوي... آیا که حسین ژوندی وای همداسې کول؟ آیا حسین له یرغلګرو سره دوستي کوله؟ له کفارو سره په ګډه مسلمانان وژل؟  

وشرمیږئ اې د امام حسین(رض) درواغجنو یارانو! اې د امام حسین مکارو مینه والو!   

عشورا او د حضرت امام حسین  په شهادت کې دا درسونه پراته نه دي چې ځانونه په سوکانو و وهو او له سره چلتارونه وتړو او له ځانه وینې و بیه وو، او د ژوند په عملي ډګر کې د طاغوتي او ابوجهلي نظامو ساتنه او پالنه وکړو.  

د عشورا او حضرت امام حسین د شهادت پيام دا دی چې د الله ج نظام او قانون د الله ج په ځمکه پلی کړو، د بشر له بندګۍ څخه بشر خلاص کړو او د الله ج بندګۍ ته خلک را وګرځوو. د عشورا پیام دا دی چې د حسین له عظمت او شهامت څخه کاذبانه ګټه وانخلو، د ژبې او قوم په نامه سره خلک را ټول نه کړو، د حربي تجاوزګرو سره به ګډه مسلمانان و نه وژنو، او د سیاسي اسلام تر چتر لاندې هر ډول ظلم او طاغوت ته د پای ټکی کیږدو.