لونګۍ
09.10.2016 14:05لونګۍ
لونګۍ شان د هر افغان ده
هم یي ننګ هم یي ویاړ ده
د لونګۍ دستور به پالو
دا خو نښه د افغان ده
زلمو هسکه شمله ګرځۍ
دا دستور دا مو رواج ده
زمونږ خاوره د جرګو ده
د باتورو او زمرو ده
شمله هسکه مونږ ته پاتي
په میراث کي له نیکو ده
لونګۍ نښه د خوشحال ده
د میرویس او احمدشاه ده
ارزښتونه خپل ژوندي کړﺉ
دا مو ویاړ دا مو ښکلا ده
زلمو خپل دودونه خپل کړﺉ
په خپل دود کي مو بقا ده
د غیرت لونګۍ په سر کړﺉ
دا میړانه او وفا ده
٫کوچۍ٬ خپل دودونه ستایه
په هر دود کي ستا ښکلا ده
کوچۍ احمدزۍ