د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شيخ فاني : څلورمه برخه

سيدامرالله اميد 08.10.2016 01:52

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

څلورمه برخه
کوژده
زما قسمت ښه و، ډېر انتظار مې نه و ايستی، چې شيخ فاني راغی، هغه لکه زما ښوونکی، لکه ما ته چې څه رازده کوي، د راتګ په اړه په خپله ژمنه ټينګ ولاړ و، موسکی شو، راته يې وويل: نن درته د هغه وخت د کوژدې کيسه کوم. ژوند ډېر ساده و، موږ هم ساده وو او زموږ غوښتنې هم ساده وې، هغه وخت به چې څوک ځوان شو، يا به یې شونډه توره شوه، مور و پلار به یې ورته جنۍ خوښوله، زلمي به له شرمه د کوژدې او واده خبره نه شوه کولای، دا ورته بې حياتوب ښکارېده، مور و پلار به زوی ته ویل چې د فلاني لور مې خوښه ده، ستا رايه څه ده؟ هلک به له شرمه سترګې ښکته کړې او پټه خوله به يې له هغه ځايه پښې سپکې کړې، د اوس زمانې هلکان خو په زوره واده غواړي او سپين سترګي زياته شوې ده. زما په ياد دي چې ما ته پلار زما د تره لور کوله، نو زما له خولې دا خبره نه وتله، چې زه راضي يم. پلار څو ځله راته ياده کړې وه، خو ما زړه نه شو کولی. يوه ورځ مې مور ورټلم او راته يې بدې ردې وويلې، راته یې ويل چې پلار دې په سپين ږيره درته څو ځله وويل او ورته هو او نه نه کوې.
بيا مجبوره شوم ورته مې وويل چې څنګه ستاسې خوښه وي، زما خوښه ده. اوسني هلکان خو شل ځايه جنکۍ خوښوي او چې پلار و مور يې ورته ونه کړي، بیا وايي چې ځان له دې وطنه ورکوم، پرېږده چې د سمندر ماهيان مې غوښې وخوري، مور و پلار مجبوره شي د هغه خبره ومني، خو مونږ به د مور و پلار خبره منله او خپلې خوښې پسې چندان نه ګرځېدو.
چې هلک به راضي شو، نو بيا به یې ښځې د مرکې لپاره د جنۍ کور ته ولېږلې، د جنۍ مور به یې وګړوله او له غوږه به يې ورته تېره کړه، هغې به ورته يا دا يا هغه وکړل، يا به يې ورته وویل چې د جنۍ له پلار سره به مصلحت وکړي او بله ورځ به ورته د هو او نه ځواب ووايي.
د جلۍ مور به خبره له خپل مېړه سره شريکه کړه، که به په کور کې کومه مشره ښځه وه هغه به هم ورباندې خبره شوه، بيا به جلۍ ته مور ورغله او ورته به يې کيسه وکړه، چې نن دا ډله ښځې د دې مقصد لپاره راغلې وې، ستا خوښه څنګه ده. جلۍ به سترګې په ژړا سرې کړې، دا ورته غيرت ښکارېده چې مور ته د خپلې رايې خبره وکړي، اوس خو په ډېرو ځوانانو کې د هغه وخت د جنکيو هومره غيرت هم نه شته، زموږ جنکۍ هم غيرتي وې او ځوانان مو هم غيرتيان وو.
هو! بله ورځ به بيا ښځې په مرکه ورغلې، چې د جنۍ مور به ورته ښه وکړه، نور نو بيا د نارينه و کار و، د شپې به يوه ډله مشران، لکه ملا صيب، پاچا صيب، مياصيب، حکيم صيب، ملک صيب او څو کسه سپين ږيري د جنۍ پلار ته په جرګه ورغلل. د جرګې خلکو به پستې پستې خبرې ورته وکړې، اخر به د جنۍ پلار دې ته تيار شو چې ((هو)) وکړي او دې مشرانو ته ووايي چې له فلاني سره خېښۍ ته تيار دی.
ملا صاحب به سورت ووايه، ټولو به په ګډه دعا وکړه او ناستو کسانو به د مبارک مبارک غږونه پورته کړل، چې د جلۍ له کوره به ووتل، نو يو ځوان به د چقمق ټوپک شپېلۍ اسمان ته ونيوله، نورو به په غوږونو کې ګوتې ننيستې او درز به شو، پسې بل درز به وشو او بل درز به وشو، بيا به نو د هلک کور هم د ډزو په اورېدو يو او بل ته مبارکي ورکړې. دې ته به یې ((دسمال)) وايه، خلکو به ويل چې فلاني ته يې دسمال راووړ. جلۍ به چې خبره شوه ځان به يې په ژړا ستړی که. مور ته به يې ويل تاسې زما په ډوډۍ تنګ وئ، ما دې خدای ورکه کړي، ما خو تاسې نه څه نه دي غوښتي، خاورې هم مه راکوئ. پلار به يې راغی ورته به يې وويل: لورجانې! روزي د خدای سره ده، دا خبره مه کوه، ته خو زمونږ د بدن ټوټه يې، بس خدای همدسې روا کړي دي، ته دې دا مور وګوره دا هم د بل کور وه، اوس يې بچي دي او د دې کور څښتنه ده، يو شی چې روا وي، بیا پکې خبرې نه وي په کار.
سبا به د ټول کلي ښځې ډله ډله ښځې د هلک کور ته راروانې وې، غوزان، پلۍ، نينې کړې موشتا او ممپلي به ويشل کېدل او ښځو به د هلک مور ته مبارکي ورکوله. څو ورځې وروسته به بيا د خوږه کونډۍ، څوک ورته خوږه کاسه او څوک ورته ګوړه ماتی وايي رسومات شروع شول. اول به د هلک کور د جلۍ د کور خلکو ته ډوډۍ (مېلمستيا) وکړه، ټول به د هلک کور ته راغلل، يوازې جلۍ او يوه بله ښځه به په کور کې پاتې شول، د هغې برخه به يې بېله ورولېږله، ژوند ساده و، غريبي ډېره وه، خو بيا به هم په ډوډۍ کې وطني چرګان او فيل مرغان حلال شوي وو، پولاوونه به پاخه شول، يخني ښوروا به ورسره پخه شوې وه، که به ژمی و نو د لاندي غوښه به يې هم ورسره پخه کړه. ژوند ساده و، خلک په ډېرو شيانو پسې نه ګرځېدل، د منګي يخې اوبه به وې، خو اخلاص به پکې زيات و، اوس خو شربتونه، انګور، انار، ام، خټکي، هندوانې او د خدای نعمتونه په دسترخوان پراته وي، ته به وايې چې باچا د چا مېلمه شوی دی. موږ دا شيان نه لرل، خو موږ چې څه لرل، اوس يې خلک نه لري.
شيخ فاني موسکی شو، ويې ويل: د هلک کور به د ګوړې شربت جوړ کړی و، د جلۍ د کور خلکو ته به يې يو يو کنډول ورکړ، دا د دې لپاره و، چې دا خپلولي خدای خوږه کړي، په ډوډۍ کې به تر خپلې وسې هر څه وو، خو مرچک به پکې نه وو، دا بد فال ګڼل کېده، بيا به بله ورځ د جلۍ کور همدسې ډوډۍ تياره کړه او د هلک د کور خلک به يې وغوښتل، هلته به هم ټول ډوډۍ ته ورغلل، خو هلک به نه ورته.
څو ورځې وروسته به بيا د هلک او جلۍ د کور خلکو خبره غوټه کړه، چې په فلانۍ ورځ به ګوژده کوي، بيا به نو مشران، نوابان، ملکان، د کلي مخور او د دواړو کورنيو خپل خپلوان سره راټول شول، د هلک کور به په حساب د پتاسو دسمالونه جوړ کړي وو، ملاصاحب به خطبه وويله، نکاح به یې وتړله او خلکو به يوه نيمه پياله چای وڅښه او بيا به روان شول.
د ملا صاحب، ملک صاحب او د جنۍ د ماما د ستمالونه به غټ وو او پتاسې به پکې زیاتې وې، نور ټول دسمالونه په يوه اندازه وو، رابلل شوو مشرانو ته به يې دسمالونه ورکړل او ښځو به د جلۍ په کور کې بنډار جوړ کړی و، د هلک مور به جلۍ ته د سپينو زرو ګوته، نتکۍ، ټيک يا کوم بل څه په لاس کړ د داريالونو ګړزار به پورته کېده، ښځو به پکې ټيکۍ اچولې او سېل به جوړ و، د هلک د کور ښځو به په د وړې کاسې په پيمانه ممپلي وويل او د بنډار ښځې به يې ورباندې خوشحاله کړې.
بيا به نو د جوړې بندوبست کېده، جلۍ به چې د پلار په کور ناسته وه، نو د برات او اخترونو ناری به يې کور ته وروړ، کله به جوړه هم ورسره ملګرې وه، دا به نو يو يا دوه کميسه، چرګ چرګوړی او څه خوړه وه. د نوي کال د ورځې ناری هم همداسې درواخله.
د واده تر وخته پورې هلک چا د خسر د کور په وره نه شو ليدلی، د هلک کور ته به د کلي ښځو د خپل وس سره سم چرک، چرکه، هګۍ، ګوړه، وريجې، نکريزې او داسې نور شيان په مبارکۍ کې وروړل، د ګوژدې له ورځې تر واده پورې به د دواړو کورنيو تر منځ په ډېره خوشحالۍ سره تګ راتګ کېده او د هلک کورنۍ به کرار کرار ځان واده ته جوړاوه.
شېخ فاني، چوپ شو، بيا يې وويل: ځوانه دا کيسې به ستا خوښې نه شي، ځکه چې موږ هم ساده وو او زموږ ژوند هم ساده و.
نور بيا