د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د هيلو هديره

زلفانه 08.10.2016 00:52

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

هیڅ کله مو پر شنه اسمان د هیلو لمر را ونه خوت، تل پرې ورېځو خپله غېږ تاو کړې وي، د ژوند هیلې مې د خزاني شوې پاڼې په څېر د هیلو له خاښ څخه راپرېوتلې او د نفرت سیلۍ په مخه کړې دي، هره شېبه د وخت جابر زموږ د هیلو په لو پسې د رمبې لور رااخیستی وي.
زموږ له شونډو د مینې موسکا مروره ده، کلونه کېږي، چې خوښۍ راپېښه کړې نه ده، د نفرت بلاوو بچي راوړي دي، د مینې او هیلې استازي یې له کلي شړلي دي، د ژوند په روښانه لار یې د تیارو سپاهیان کېنولي او د رڼاګانو قاصدان د مینې په تور سنګساروي.
زموږ په کلي کې بلا کیسې شته، څلوېښت کلونه کېږي، چې د خوښۍ په هیله لاسونه لپه کوو، څلوېښت کلونه کېږي، چې د سولې او ارامۍ لپاره لاسونه اوچتوو، څلوېښت کلونه وشول، چې ګران وطن ته د امن راتلو دعا پر ژبه لرو، زما د کلي ډېرو ځوانانو له جنګ نه هدیرو ته پنا وړې ده، زما د کلي بورې مېندې د زوی پر ویر ساندې وایي او ورارې خورکۍ د خپل ځوانیمرګ ورور جسد ته په سلګو دي، زما د کلي کونډو شمېر سلګونو ته رسېږي، زما ګلالي ورېرونه د خپل شهید پلارجان د راتلو په تمه دي.
زما د کلي د ګودر ملکې اوس کتار، کتار ګودر ته نه درومي، زموږ د کلي ګودر د وینو رنګ اخیستی او دنګ چینار یې په ویر ساندې وايي.
زموږ کلی اوس د تورسرو ډک دی، ترهګرو د خپل ژوند د پايښت په موخه د کلي ځوانان سنګسار او سپین ږیري یې بېګار کړل، علما ورته د مرګ او ژوند فتواوې ورکوي، پت لرونکې مېرمنې بې پته شوې، په صحرایي محکمو کې ورته سزاګانې ورکړل شوې.
زما په نیم وجود اور پورې دی،زما نیم وجود ناسور ګرځېدلی دی، زما نیم وجود فلج شوی دی، سامراجیانو او ستمیانو زموږ ځواکمن وجود بې سېکه کړی دی ، تر کومه چې زموږ وجود پله پوري نه شي، تر کومه مو چې د مینې او یووالي فضا رامنځ ته نه شي، تر هغو به زموږ په کلي کې د ویر او غم کمپلې هوارې وي، د خوښۍ په تمه به غم او درد ته غاړه ورکوو.

زموږ په کلي کې ډېرې ناویلې کیسې پاته دي، چې نه يې زه د بیانولو لپاره په ژبه راوړی شم او نه يې هم اورېدونکي د اورېدلو زړه لري.

کلونه وشول، چې په زه په بر کې د دښمن د ناوک ښکار ګرځېدلی یم او ته يې هم په بر کې د پټان او تر هګر په نوم وژلی يې، زما او ستا د غميزې وحشي کرکټر يو دی، چې هم پر تا ټاپې لګوي او د مرګ وړ دې بولي او هم يې زموږ وژونکو ته له مخکې مخکې د جنت ټکټونه ورکړي.

تر کومه به مېرمنې د خپل خاوند بې سېکه وجود ته اوښکې تويوي، تر کومه به سپين سرې مور د زوی وير ژړوي، ترکومه به پښتنې خوېندي د خپلو وروڼو په مرګ سلګيو نيولې وي.

د لر او بر کې د جنګونو کيسې دي، د بارودو بوی، د ترهګرو بې درېغه ستم او د سامراجي لښکرو بمبارۍ زموږ او ستاسو د نابودۍ څرګند ثبوت دی، نن يو ځل بیا د هيلو هديرې ته درومم او هيلې ته مې ژوند ورکوم، د لر اوبر تر منځ غځېدلي سيمونه لرې کوو، د نفرت کرښې د نړۍ له نقشې ورکوو، خپلې لويې خاورې ته د تعظيم سر ټيټوم او د لوی وطن په نوم د لوی افغانستان مبارزې ته نوی رنګ ورکوم، بې سېکه وجود به مې فعاليت پيل کړي، نه به زه په پېښور کې مهاجره يم او نه به ته کابل کې پېښوری يادېږې.