د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ورکه سوله

اېمل افغان 04.10.2016 18:24

درنوهېوادوالو! څلورلسيزې کېږي په افغانستان کې سوله راڅخه مروره اونادرکه شوې ده، تر غرونو، کليو، ښارونو، ارګ اوامريکا ورپسې وګرځېدم پيدا مې نه کړه اونه يې چاه په سمه توګه معلومات راکړ، چې هغه مې پيداکړې اوخپل هېواد ته راوستې وی، که په دې اړه دوستانوچاته معلومات وي اويايې څوک په راوستوکې مهارت لري، نومهرباني دې وکړي موږته دې خبر راکړي اويا دې له موږ سره لاس يوکړي ترڅو وکولای شودغه سوله له څلوېښت کاله جګړې وروسته يوځل بيا خپل هېواد ته راولوچې د دې کار په کولوبه په دې خاوره کې ډېرو ناخوالوته د پای ټکی کېدو، ډېرې وينې بهېدل به بندشي، خوشحالي به رامنځ ته شي.
په هرصورت له ډېروپوښتنو، زنګ وهلو، فيسبوکي اړيکو نيولو وروسته مې سوله په پرديو هېوادونو هغه هم په اروپاکې پيدا کړه له هغې مې پوښتنه وکړه، چې سولې ته ولې افغانستان ته نه راځي؟ ټوله ورځ په افغانستان کې جګړه حاکمه ده، په نتيجه کې ورسره وينې بهېږي، که ته هېواد ته راشي، جګړه به خپله کمپله له دې خاورې ټوله کړي ځکه هغه د تا توان نه لري ولس له تا سره پوره همکاردی، ولس تاته سترګې په لاره نيولي دي چې سوله به راځي اوموږ ته به هېواد ابادوي، وينې بهېدل به بندوي، د هېواد ښاماران به له منځه وړي، جګړه ماران به په کورکښېنوي، د شيرپورغاصبين به د تورو تمبو شاته اچوي، رشوت اخيستونکي به په لويه څارنوالي اوسترمحکمه کې له دندې ګوښه کوي، کار به اهل کارته سپاري، قوانين به په خوار، غريب انجنير، دوه ډاکټرانو، ملا، طالب رهبر او داعش يوډول پلي کېږي.
په هرډول دا هغه خبرې اوغوښتنې دي چې ولس يې د سولې لپاره په ذهن کې لري، چې سوله به داکار زموږ لپاره کوي او دا به که انشاءالله ژوند وه اوخلکو ورسره کلک هوډ وکړ، نو هرڅه به مخ په وړاندې ځي اويو يو به په خپل وخت اوځای کې عملي بڼه خپلوي خوکه موږ ځوانان ورته کار وکړو، نه سپين ږيري سياسي لوبغاړي، ځکه هغه ډېرحريص خلک دي موږ يې هم په دې څلور لسيزوکې پرې نه ښودلو اوخپله يې هم څه په وس کې پوره نه دي، نوسولې هم ترې مخ وګرځولو، څومره چې د يوځوان په مټ کې قوت دی فکرنه کوم چې د سپين ګيري په وجود کې دې وي، نو د سولې په راوستوکې هم همدومره اثرات لري.
لنډه داچې سوله مې له ډېرو پوښتنوکولو راپيدا کړه هغې راته وويل چې په يوه شرط زه افغانستان ته راځم اوهغه شرط به هم ډېرساده اود ټول ولس لپاره به په ګټه وي اود هغوی به ډېرخوښ هم وي چې شرط به داوي له دې وروسته به لومړی د افغان ولس وينې بهېدل بندېږي، کاربه اهل کارته سپارل کېږي، د پوهنې په برخه کې به لوړ اوپه زړه پورې کارونه کېږي، کار به ځوانانو ته په خپله خاوره کې پيدا کېږي، وژنې به بندېږي، دښمن به محکمه کېږي، کار به په دولتي اداروکې په وخت خلاصېږي، سرپرست وزيران به دومره نه ځنډول کېږي، د ملي يووالي حکومت به نورځان ته د اوړو پزه ږدي ځکه په دې څه باندې دوه کالوکې خو دوی فکرکوم هېڅ هم ونه کړل، کوم ځوانان چې د اروپا په لور له بېکارۍ وتښتېدل هغه به بېرته راولي د هغوی لپاره به دکار زمينه برابروي، لکه څنګه چې دې دواړوکانديدانو د خپلوکمپاينونو په وخت کې ولس ته د دروغو اوبې ځايه، له عقل نه لوړې ژمنې ورکړې اوځان يې هم د سبا ورځې په تاريخ کې مسؤل حساب کړو اوخلکوهم ترې نن مخ ګرځولی دی.
څومره چې اوس وينوهماغومره کارپه دې خلکوکې فکر کوم شته دی، دوی غريبان ملامت نه دي په ارګ کې ناست دي بيرون له ولس څخه خبرنه دي، چې هره ورځ د هر افغان له غوږ اوپزې سره درې اوڅلورمرمۍ تېرېږي خو په پنځمې سره په شهادت رسېږي، دا مرمۍ که دوی بندې کړي، بيابه زه (سوله) دې هېواد ته راځم که نه نومشکله ده چې زه دې دې ملک ته راشم اودلته دې خلک زما په ارزښت پوه شي ځکه هغه يوازې اروپا او امريکا دي چې ځانونه يې زما د(سولې) په ارزښت پوی کړي اوهېواد يې هم د پرمختګ په لور روان کړی دی.
زه (سوله) خپلوخبروته د پای ټکی ږدم هغه دا چې په افغانستان کې نوره د وينو تويولو ډېره سخته مخالفه يم که څوک وينې تويوي د سبا ورځې مسؤليت به يې په غاړه وي اوتاريخ به هم ورپسې نغارې ډنګوي ځکه څوک چې په ځان کې د يوکار د کولو وړتيا نه لري نوپکار نه دی چې دی هغه کارته لاس اوږدکړي اوشل منه بارپه خپلو اوږو بارکړي چې سبا ورځ يې پښې هم سستې وي اوملک هم ورسره د بحران په لور روان وي لکه د نن ورځې اداره چې بې ځايه خپل وخت تېروي.