د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مرغلره د درياب له تله

شهزاده شيرين زوی 04.10.2016 17:23

مرغلره د درياب له تله: شهزاده شيرين زوی

«دويزه يا مثنوي»

ورته ځير شئ! عجيبه شان واقعه ده
په بدايع الظهور کې دا کيسه ده
د يمن تر خوا "عد" نومې قبيله وه
د بادشاه جلېجان وخت او زمانه وه
راوي وايي دغه خلک بُت پرست ول
د بتانو عبادت کې به بدمست ول
لورولي پرې الله عمرونه ډېر ول
څلورسوه کاله زيات و کم په شمېر ول
له څلويښت يي تر سل مترو قامتونه
خو په کې خدای ته ناخوښه عادتونه
يعنې ول ياغي، باغي دوی له اسلام نه
دين يې نه قبلوه هود عليه السلام نه
هود وه زوی د عبدالله، نيکه يې سام و
د الله له خوا عديانو ته انعام و
د څلويښت کالو په عمر پيغمبر شو
د حق دين د حقې لارې حق رهبر شو
د اختر په ورځ راټول هغه کسان ول
چې خدايۍ باندې منلي يي بُتان ول
حضرت هود ځان ته په پام په لوړ آواز کړل
بيا يې پوه دغه وګړي دغه راز کړل
زما قامه د يو لوی خدای تابعدار شئ
د بتانو عبادت ځنې کنار شئ
جلېجان بادشاه راپورته شو له تخته
له غوسي شو سور او شين دغه بدبخته
د قدرت لېونی دومره په غضب شو
چې حضرت ته په دې ډول مخاطب شو
زه پوهېږم، چې ته غواړې ښه خپل حال کې
زېږوو زر ماشومان مونږه په کال کې
مونږ په دې خبرو نه شي وېرولی
خپل اغېز لاندې مو نه شي راوستلی
حضرت هود په دعا پورته کړل لاسونه
ښځې شنډې شوې پرې بند شول اولادونه
تر دې وروسته وحي وشوه په حضرت بيا
چې خپل قام لره يو ځل ورکړه دعوت بيا
ورته ووايه عذاب دی په راتلو کې
شڼېدونکی باد به راشي په څپو کې
حضرت هود عليه السلام خپل قام خبر کړو
د عذاب د راتلو بد زېری يې ور کړو
اويا کال يې وکړل دوی ته بيانونه
تر دې وروسته پرې خدای بند کړل بارانونه
د اورښت د بندېدلو له امله
د کښتونو کرونده شوه معطله
 د غلو دانو کمی په کې پیدا شو
هر يو فرد په سخته ولږه مبتلا شو
په شمار سم نيم ځنې مړه شول ډېر وګړي
د قحطۍ په وجه وشول دغه مړي
جلېجان بادشاه راټول اويا کسان کړل
سوال زارۍ ته يې کعبي لره روان کړل
يو غلاف ځان سره وېوړو دې وګړو
په کعبې کړلو راخور الله ته پړو
باد راوالوته پرده يې راګوزار کړه
خدای د خپلې ناخوښۍ نښه اظهار کړه
بيا يې دوی ته وښوده ورېځ تکه توره
وړاندې نور د پاک الله تدبير ته ګوره
ورپسې يې سپينه ورېځ ورته ښکاره کړه
بيا يې سره ورېځ پرې له پاسه راخپره کړه
بيا پرې وشو دا غيبي غږ ناببره
دې درې ورېځو کې يوه کړئ ځانته غوره
دوې ترې خوښه توره ورېځ کړه خپل حالت  ته
اوس نو ځير شئ! د قادر الله قدرت ته
پاک الله پرې شڼېدونکی باد نازل کړو
هر وګړی يې اړ ترک ته د منزل کړو
له کورونو يې بهر زاړة، ځوانان کړل
مجنون حاله يې ټول مېشته په بيابان کړل
 اته ورځي او اووه شپې د باد دوران و
بد حالت کې د دې وخت هر يو انسان و
اسلحي را واخيستلي مشرکانو
خدای سره د جنګ په نيت دې جاهلانو
اوه قوي کسان ترې پاک خدای په هوا کړل
شل متري نه يې په ځمکه راخطا کړل
باد چې شل متره جګ کړي کوم کسان ول
په قامت کې د خرما د ډډ په شان ول
دا وګړي، چې هلاک په دغه شان شول
نور هم ستر د جهل ښکر د جلېجان شول
په غرور له خوندي ځايه را بهر شو
په سوږمو يې باد داخل جوړ پرې محشر شو
په سوږمو يې چې کوم باد ننوتلو
راوي ليکي بيرته شاته ترې وتلو
باد ترې ووته په ځمکه راګوزار شو
جلېجان بادشاه په دا ډول مردار شو
په همدې عذاب هلاک ټول مشرکان شول
تري خوندي پاتې ريښتيني مؤمنان شول
دا کيسه تحرير په نثر وه کتاب کې
مرغلره وه، خو وه تل د درياب کې
شيرين زوی په نظم ذکر دوباره کړه
هر انسان ته يې د پند ښه ذريعه کړه