د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د هند او اسلام اباد شخړه او پښتانه

سرلوڅ مرادزی 01.10.2016 10:13

«د هند دفاع وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، چې پرون ماښام يې له پاکستان سره څېرمه په کشمېر کې د کنټرول پر کرښه د ترهګرو پر يوې ډلې بريد کړی، چې غوښتل يې په کشمېر کې پراخ عمليات وکړي. اعلاميه وايي، چې ترهګر سخت ځپل شوي او د دوی عملياتي ځواک له منځه تللی دی. روهي»
په دې وروستیو کې کله چې ترهګرو د پاکستاني پوځیانو په ملاتړ د هند پر یوې پوځي اډې برید وکړ او ۱۸ تنه هندي پوځیان يي ووژل، د هند او اسلام اباد ترمنځ تاوتریخوالی بېساري کچې ته لوړ شو. د حیرانتیا وړ دا ده له دې پېښې یوه ورځ مخکې او د پېښې په تړاو د هند له غبرګون څخه وروسته هم، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف، هندوستان په اتومي برید ګواښلی دی.
دا چې له پېښې یوه ورځ مخکې اسلامي اباد په اتومي ګوزار هند ګواښوي، څرګندوي چې داسې پېښه د اسلام اباد لخوا په لویلاس رامنځته شوې او په دې توګه د نوي تاوتریخوالي پړه ټوله د اسلام اباد پر غاړه لویږي.
هند ته د کشمیر شخړه او پښتنو ته د ډیورڼدکرښه په سهیلي اسیا کې هغه دوه کړکېچنې لانجې دي چې سیمه کې د دایمي کړکېچ په موخه، د انګریز په لاس جوړې او پنجاب ته په میراث پاتې شوي دي!
هند له پاکستان سره د کشمیر پر سر دایمي شخړه لري او تر اوسه د کشمیر په جبهه یو له بل سره درې ځلې جنګېدلي دي. لومړۍ جګړه يي په ۱۹۴۸ کال ، دوهمه يي په ۱۹۶۵ کال او دریمه هغه يي په ۱۹۷۱ کال کې وشوه چې په دې جګړه کې بنګله دیش د پاکستان له یو یونټ څخه جلا او د یوه خپلواک هېواد پتوګه د نړۍ پر نقشه راڅرګند شو. د هند او پاکستان په دریمه جګړه کې تش په نوم ختیځ پاکستان ړنګ شو او پر کنډوالو يي بنګله دیش اباد شو. د بنګله دیش په رامنځته کېدو سره د واحد پاکستان«پاکستان یو یونټ» انګریزي نظریه هم د هند په سمندر لاهو شوه!
بلخوا د بنګله دیش خپلواکي، د لویدیځ پاکستان نورو ولسونو لکه پښتنو، بلوڅو او سندیانو ته دا الهام وبخښه، چې دوی هم کولای شي د بنګالیانو پشان، ځانونه د پنجاب له مریتوبه خپلواک کړي.
د کشمیر پر سر د شخړې د داسې شالید ترڅنګ، د دې لیکنې غټه موخه دا ده چې د موضوع په یوه بل اړخ چې د هند او اسلام اباد ترمنځ په شخړو کې د ځینو افغانانو یا پښتنو دریځ څنګه وو او نن باید څنګه وي، وغږیږو.
هند سره په دریواړه جنګونو کې نه یوازې دا چې افغانانو له پنجاب څخه تر اباسین پورې د خپلې خاورې د غوښتنې دعوه نه ده وړاندې کړې بلکې د هند په وړاندې يي د پنجاب په ژغورنګ کې مرسته کړې ده.
د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر نصیر الله بابر په کال ۲۰۰۲ کې د وطن نومې مجلې سره په یوه مرکه کې وايی،«د لمړی ځل لپاره په کال ۱۹۴۸ کی کشمیر ته جنګ ته ولاړم، له ما سره د وزیرو او مسعود و لښکری وی. حقیقت دا دی چی د کشمیر کومه علاقه چی اوس له پاکستان سره ده، دا همدی قبایلو او افغانانو فتح کړی. هغه وخت له پاکستان سره پوځ نه و. نو پاکستان د قبایلو او د افغانستان د خلکو (ځدران، وزیر، سلیمان خیل، مسعود او ...) د مرستو منتبار دی.»
دلته د پاکستان د کورنیو چارو د یوه مهم وزیر پتوګه د بابر په پورته خبرو کې ډېر پاخه حقایق پراته دي. دغې حقیقت سره سره چې بابر وايی، د پاکستان برخه کشمیر افغانانو فتحه کړی، نوموړی په دې هم اعتراف کوي چې وزیر، مسعود او نور قومونه د افغانستان خلک دی او بویه پاکستان د دوی د مرستو منتبار دی. دلته د ډیورنډکرښې بره غاړه قومونه لکه ځدراڼ، سلیمان خېل او کوزه غاړه قومونه لکه وزیر، مسعود او نور په یوه شان د افغانستان اتباع ګڼل کیږی او تر اباسین پورې د افغانانو د واحد افغانستان اندیښنه او غوښتنه د بابر په اعتراف کې ښه څرګندیږي.
د کشمیر له ګټلو سربېره، په نورو برخو کې هم افغانانو اسلام اباد ته د پام وړخدمتونه ترسره کړی.
کله چې پر پاکستان کومه بلا نازل شوې، د پاکستان له پنجابیانو مخکې افغانانو د بلا په خوله کې ځان ورکړی، پنجاب يي بچ کړی او خپل ځان يي په بلا ژوبل کړی دی. نن چې بیا د کشمیر پر سر د دواړو هېوادو ترمنځ اړیکې د یوې بشپړې جګړې تر بریده رسېدلي، د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشرعمران خان چې د رایو غټه برخه يي په پښتونخوا ایالت د پښتنو په وټونو کې پرته ده، د پنجاب او نوازشریف پرځای هند ته د غچ ګوته خوځوي او غواړي شخړه د تودې جګړې کچې ته لوړه کړي. په بشپړ ډاډ ویل کېدای شي، که جګړه پیلیږي دلته بیا به پښتانه له پنجابیانو مخکې هند سره د پنجاب د ګټو لپاره جنګیږي.
همدارنګه د ډیورنډ کرښې پر بره غاړه هم افغانان، پنجاب سره په دوستۍ او د دوستۍ په خوږلنۍ کې د کرښې د کوزې غاړې پښتنو څخه وروسته نه دي او د افغانستان په وړاندې د پنجاب له هراړخیزې دښمنۍ سره سره بیا هم پنجاب نازول شوی او له هرې بلا ساتل شوی او دا لړۍ له بده مرغه لا دوام لري. دا چې پنجاب وايی« جهاد افغانستان، دفاع پاکستان» بېځایه او پوچه ادعا نه ده. که افغانانو د شلمې پېړۍ په وروستیو کې له پنجابه دفاع نه وای کړی، نن به پنجاب د سیمې پر نقشه، نه وو شتون!
پخواني ولسمر حامد کرزي هم د زړو اړیکو پر بنسټ او د اسلامي ورورګلویزه تبلیغاتو(نه د ملي ګټو پر بنسټ) تر اغیز لاندې ویلې وو، که د امریکا او پاکستان جګړه شي، افغانستان به د ده په وینا د امریکا پر وړاندې د پاکستان د ملاتړ په سنګر کې ودریږي.
په ۱۹۷۱ کال له پاکستانه د بنګله دیش د خپلواکۍ د جګړې په مهال، سید قاسم ریښتیا چې هغه مهال د اعلیحضرت محمد ظاهرشا( د ملت بابا) د کابیني غړی وو پخپل کتاب«خاطرات سیاسی سیدقاسم ریشتیا» کې لیکي:
«هنوز یک هفته از بازګشت ما از شوروی نګذشته بود که جنګ عظیمی بین پاکستان وهند اغاز ګردید که دنیا را تکان داد. اما برای افغانستان ازهمه بیشتر تشویش انګیز بود زیرا از یک طرف عناصر رادیکال و هوا خوا پشتونستان این پیشامد را به حیث یک شانس تاریخی جهت عملی کردن پلان تاسیس افغانستان بزرګ تلقی میکردند و ازطرف دیګر عقل سلیم و مقتضیات سیاست بین المللی و ازهم ګذشته انګیزه های اسلامی و افغانی حکم می کرد که افغانستان از چنین موقع درګیری واختناق پاکستان برای مقاصد سیاسی استفاده نکرده وبه اصطلاح از پشت سر به حریف خنجر حواله نکند. صفحه ۳۴۳» هغه وړاندې ځي او زیاتوي «از همه ګذشته نباید فراموش کرد که پاکستان یک کشور مسلمان وحریف ان هندوستان است و افغانستان با این عمل خود نه تنها عنعنات ملي و باستاني خود را زیر پا میګذارد ، عنعناتی که هیچګاه حمله از پشت سررا بر حریف مجاز نمیداند، بلکه برعلاوه با درګیری یک کشور مسلمان با یک کشور غیر مسلمان در حقیقت به کشور غیر مسلمان اعانت مینماید که چنین عمل بی سابقه هیچګاه از طرف کشورها وملت های اسلامی بخشیده نخواهد شد، در صورتیکه این اقدام موجب غلبه کشور غیر اسلامی ګردد.
این لکه خدای نخواسته همیشه به دامن کشور وزمامداران امروزه ان باقی خواهد ماند. روی این حقایق می خواهم توجه رفقا را به این نکته جلب نمایم که در اتخاذ تصمیم دراین مرحله تاریخی از نهایت احتیاط و واقع بینی کار ګرفته زیر تاثیر احساساتی که همه در ان شریک میباشیم، قرار نګیرند. بالمقابل پیشنهاد من اینست که با استفاده از این فرصت به جای تهدید، از حسن نیت وهمدردی خود به حکومت پاکستان اطمینان داده و ضمنآ تفاهم ان هارا در قضیه پشتونستان وحل مسالمت امیز این یګانه اختلاف بین دو کشور مسلمان به مقصد نزدیکی و همکاری همه جانبه اینده تقاضا نمایم وهر وعده که دراین فرصت در زمینه از طرف انها ابراز شود مارا یک قدم بسوی مقصد نزدیکتر خواهد ساخت ویقین دارم که ملت پاکستان هم ازین ژست بزرګ منشانه ما در اینده تقدیر خواهد نمود. صفحه ۳۴۳ و۳۴۴»
د نوموړی لیکوال په پورته پراګراف کې څو خبرې د زیاتې پاملرنې وړ دي: لومړی دا چې د پښتونستان په اړه رادیکال او هواخوا عناصر له دغه تاریخي چانسه ګټه وا نخلي او خپله داغوښتنه چې لوی افغانستان دې جوړ شي، پلی نه کړي. بله دا پاکستان چې د جګړې په سختو شرایطو کې ښکېل دی د افغانستان لخوا د پورته هدف د لاسته راوړلو لپاره، تر ګواښ لاندې را نه شي. بلخوا دلته چې نوموړی د «اما برای افغانستان» نوم اخلي په حقیقت کې نوموړی خپله او د خپلې ډلې خبره کوي او خپله غوښتنه پلي کول غواړي، که نه د ده په اصطلاح هغه رادیکال کسان هم چې لوی افغانستان غواړي، افغانان دي!
په هغه شرایطو کې د ډیورڼد د تپلې کرښې د ماتولو او د لوی افغانستان د بیا احیا د مخنیوي لپاره د پنجاب په ګټه افغان دولت کې پنځم ستون، د داسې کسانو او دغو طرحو په بڼه کار کاوه. داسې کسانو افغان دولت ته چې دې ملي غوښتنه کې خپله هم لټ او سست وو او څرګند دریځ يي نه درلود، سلا او مشوره ورکوله. دوی دولت ډاروه که وخوځیږي او حرکت وکړي، د ګټې پرځای به ګنې لویه تباهي رامنځته شي او د خپلو ځانګړو سیاسي ملحوظاتو له مخې چې له چا پټ نه دي، په داسې مشورو يي د دې ملي داعيي د پلیتوب مخه نیوله. که نه مناسب شرایط چې داسې کسان يي هر وخت طرحه کوي، څه ته وايي؟ د خاورې او تاریخي دښمن په وهلو کې مخ او څټ څه ته وايي؟
ویل کیږي هغه مهال اعلیحضرت هم د پنجاب واکمنو ته لیک استولی وو او په هغه کې يي ډاډ څرګند کړی وو چې افغانستان به د پنجاب په وړاندې له هند څخه ملاتړ ونه کړي.
ډېرو پښتنو مشرانو پنجاب سره په اړیکو کې د ملي ګټو پرځای اسلامي ورورګلوي، د ګاونډیتوب خیال او ځینې نور دودیز اندونه پاللي چې هغه پخپل وار جلا ځای لري. د هېوادونو ترمنځ اړیکې د ملي ګټو پر بنسټ رغیږي او دا ګټې باید د نورو چارو قرباني نه شي. پنجاب هیڅکله افغانستان ته د اسلامي ورورۍ او ښه ګاونډي په سترګه نه دي کتلی او تل يي د خپلو ملیتاریستي او ترهګریزو ګټو پر بنسټ د مسلمان او ګاونډي افغانستان ملي ګټې ترپښو لاندې کړي او تازه خو د افغانستان په وړاندې نیابتي او نا اعلان شوې ترهګریزه جګړه پر مخ وړي.
نن سبا رستم شا مومند، په کابل کې د پنجاب پخواني سفیر د نورو هغو پنجابي پښتنو لکه اختر عبدالرحمان، اسد درانی، جنرال حمیدګل، نصیرالله بایر، عمران خان او ډېرو نورو پشان د ډیورنډکرښې پر بره غاړه د پنجاب د ګټو لپاره ډګر ته راوتلی او په زهرجنو تبلیغاتو يي پیل کړی. نوموړی پخپله وروستۍ تبصره کې وايی،«پاکستان غواړي د حکمتیار په مرسته د هند مخه ونیسي»
دلته رستم شا چې ځان په قوم مومند پښتون راپېژني افغانستان سره د خواخوږۍ تر پردې لاندې غواړي د افغانانو، افغان دولت او حکمتیار ترمنځ واټن رامنځته کړي او پرینږدي چې افغانان پرکابل راټول شي. داسې پښتانه چې خپله قبله يي اسلام اباد او پنجاب ټاکلی په خورا ځېرکۍ د کابل په وړاندې غږیږي او د پښتنو ترمنځ د بېلتون اور پاشي.
نن چې د ملتونو د هیښتیا او ویښتیا وخت دی، پښتانه باید د پنجاب او نورو هېوادو بړیڅې څېرې وپېژني او له خپله منځه يي وشړي.
که دا ځل د هند او اسلام اباد ترمنځ جګړه نښلې، پښتانه باید د خپلو ملي ګټو په پوهه د اسلام اباد او پنجاب پرځای د کابل په پلازمېنه راټول شي او تر اباسینه پورې خپله خاوره د پنجاب له واکمنۍ خپلواکه کړي او د لوی افغانستان ځمکنۍ پراختیا بشپړه کړي.
د همداسې ورځې په هیله