د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د طالبانو ماما او امنیتي مشکلات یې !

زوریدلی طالب 01.10.2016 11:13

د طالبانو ماما او امنیتي مشکلات یې !!!
لیکوال: زوریدلی طالب ( ملا صوفي زاده مشرقي وال)

د طالبانو درژیم د سقوط او د امریکایانو د افغانستان د اشغال او احتلال وروسته په پاکستان کې د اسلامي امارت په اصطلاح روپوشو مشرانو یو کار دا وکړ چې ځانونو ته ې مستعار او مشفر نومونه کیښودل تر څو په تیلیفوني مکالمو او د عامو خلکو په مخ کې معروف او مشهور طالب مشران افشا او د خطر سره مخ نه شي.په دې سلسله کې یو مشهور طالب مشر خپل مستعار او مشفر نوم ځان ته ماما انتخاب کړ کوم چې زمونږ د دې لیکنې قهرمان دی.
په دغه وخت کې واقعا هغه ساده او مخلص طالبان د نیولو خطر سره مخ وو چې د پاکستان د فوځي څارګرې ادارې آيي ایس آیي  سره یې رابطه نه لرله او فکر یې کاوه چې ګنې دوی ریښتیني قهرمانان او اتلان دي.الله جل جلاله دې دوی ته د خپل نیت ښه بدله ورکړي.په دغه وخت کې پنجابي استعمار د نړیوال فشار له کبله  په له طالبانو مخ واړوه او ډیر عادي او ریښتیني طالب مشران یې د دې لپاره قرباني کړل چې نړیوالو ته وختي طور سره اقلا  دا وښایي چې ګویا پاکستان واقعا د ” تروریزم“ خلاف د نړیوال اتحاد برخه ده.په دې کې شک نشته چې د اسلامي امارت په لاندې سطح جنګیالیان او ډیر مشران واقعا د اسلام په مینه مست او په ظاهره د اسلامي امارت د سپیڅلي هدف د نفاذ شریعت لپاره جنګیدل او لا جنګیږي.ولې په امارت کې د پاکستاني استخباراتو داسې ځنې مهرې وې او لا شته چې د امارت د سقوط نه وروسته پنجابي استخبارتي شبکو دغه ښاغلي او نازولي ایجنټان په هر صورت کې بچ کول غوښتل ځکه چې یو طرف ته د دغه ایحنټانو د نیولو سره د پنحابي استعمار رازونه افشا کیدل او بل طرف ته دغه ایجنټان دوباره د افغانستان د ورانولو لپاره په کار وو.د دغه ښاغلو نازولو په سر کې د اولې درجې مهره هم د طالبانو د وخت د مشرقي زون مشر دی.دی چې لا تر اوسه په ” ماما“ سره شهرت لري.او په تیرو  ۱۵ کلونو کې رالوی شوي او د حنګ صحنې ته راداخل شوي بیچاره شازلمیان لا د خپل ماما ماضي او حال نه خبر نه دي.
لوستونکو ته به معلومه وي چې د ۱۱ ستمبر وروسته د غربي اتحادي قواو د یلغار په نتیجه کې ډیر مسلمانان شهیدان،زخمیان،او د باګرام،پاکستان او کوانتنامو زندانونو ته وغورزیدل او حتی چې د اسلامي امارت د دفاع وزیر مولوي عبیدالله اخوند او استاد یاسر په شان شخصیتونه د پنجابي استعمار په جیلونو کې شهیدان شول.او د اختر محمد عثماني او ملا دادالله رحمه الله په شان قهرمانان د پنجابي استعمار د شریکو دسیسو ښکار شول ځکه چې هغوی د دغه تورمخو غلامانو غلامي نه منله.خو یو ” ماما“ دی چې لا تراوسه نه نړیوال کفر ته مطلوب شو او نه هم د هغوی پنجابي غلامانو ته.
د ماما په باره کې د طالبانو په منځ کې دا مشهوره وه چې که د ماما نه چا په ماشومتوب کې باغګۍ(توشلې) هم ګټلې وي نو هغه هم نه هیروي او د وړکتوب د لوبو حریف ته هم کندې کني او په ډیر مهارت يې کندې ته غورزوي ولې خوله سمه خوزوي د خپلو پنجابي استاذانو په څیر چا سره د ښکاره دشمنۍ حماقت نه کوي او د دغه مهارت په برکت ماما د امارت د سقوط وروسته د حالاتو د خرابیدو  نه په استفادې سره د امارت د وخت ډیر حریفان پاکستان کې کندې ته وغورزول خو په ظاهره ماما د امارت په مجالسو کې سر ټیټ ټیټ کوي او وایي چې حالات ډیر خراب دي او ساده لوحو عادي طالبانو ته دا ښایي چې ګنې دی ډیر امنیتي مشکلات لري.
پاتې دې نه وي چې ما هم  ګوانتنامو زندان نه د راوتو وروسته ډیر مستعار نومونه بدل کړل خو لا تر اوسه په پاکستان افغانستان کې ځمکه ځای نه راکوي او د کورنۍ څو کسان مو همیشه په زندان کې وي خو په ظاهره څوک دا نه مني چې ګواکې مونږ د ماما په اندازه امنیتي مشکلات لرو.
زمونږ ډیر خوږ ملګری (عباس رحمه الله)  چې اخر هم ډرون حمله کې شهید شو امارت کې زمونږ د ډیرو داسې مجالسو شاهد وو چې په هغې کې به ماما او د هغه امثالو سرونه ټیټ ټیټ کول چې هغه ځایونه به سرکاري نګراني لاندې وو او هیڅ یو عاقل دا نشو قبلولې چې ګنې دغه مجلس دې د پاکستاني شبکو پټ وي ماما او د هغه ملګري به د تورو شیشو موټرو کې مجلس ته رانږدې کیدل او ماما به هر وخت د خپلو محافظینو سره د پیښور، کوهاټ،پنډۍ،او د ایبټ اباد د چاوڼیو په حدودو کې لیدل کیدل خو په مجالسو کې به یې د امنیتي مشکلاتو شکایت کاوه نو عباس رحمه الله به چې ما سره کله د مجلس نه راووت په خندا به يې وویل چې ” عجب امنیتي مشکلات دي کاش چې مونږ هم د ماما په څیر امنیتي مشکلات لرلی“.
په پاکستان کې د ماما امنیتي مشکلات دومره زیات شوي چې په دې وروستیو کې د امارت د ” استخباراتو“ هغه نابینا مشر (چې د مائین په چاودنه کې يې خپلې سترګې له لاسه ورکړي)  لخوا خبر شوم چې د هغوی د معلوماتو مطابق په پاکستان کې د ماما امنیتي مشکلات دومره زیات شوي چې خپلو پنحابي بادارانو ماما اول د پیښور په ګورنر هاوس کې او بیا په دوبئ کې د راغلو سرو میلمو سره کینولی او هغوی ته یې اطمینان . ورکړی چې ماما یوازینۍ مهره ده چې د اصلي تروریستانو دشمن،د پیر سباق مرید او د تصوف د جهان ستوری دی او همدغه میانه رو مسلمان کولی شي چې په آینده کې د سخت دریځو مسلمانانو د غولولو لپاره په کار واچول شي.
نو همدغه وجه ده چې د ابن سلول سکه د تره ځوی او د اندلس د غرناطې د تاریخ ابو داود سکه ورور د پردې لاندې ژور کار شروع کړی او د لر او بر دواړو شبکو سره ډیر ښه تعلق لري.او عجیبه خبره دا ده چې عادي ساده ګان طالبان او د هغوی کورنی وژل کیږي او په زندانونو کې کلونه کلونه کړیږي او څوک  د هغوی او د هغوی د پس ماند ګانو پوښتنه نه کوي خو د ماما ملګري د والیانو په سطح که کوز یا بر ونیول شي راخلاصیږي او نازول کیږي نو ځکه د امارت د استخباراتو نابینا مشر ویل چې د ماما پر خلاف خبره کول یا د هغه خلاف کوم اقدام کول د ده یا د نورو مخلصینو طالبانو د وس نه بهر خبره ده.
یوه عجیبه خبره خو دا ده چې عادي طالبان او ډیر مخلص مشران د افغانستان او پاکستان په سرحدي قبایلي سیمو کې پاتې کیږي او افغانستان یا پاکستان  ته تګ راتک هم د همدغو قبایلو له لارې کوي خو ماما د امارت د سقوط نه راپه دیخوا تر اوسه قبایلو او خصوصا وزیرستان او اورکزو ته او یا داخل د افغانستان ته د سفر کولو حماقت نه دی کړی.بلکه ماما د عربي تروریستانو او د پاکستان د طالبانو د تحریک کلک مخالف دی خو په خوله خوږ موئید دی. همدغه ماما وو چې د امارت د سقوط پر وخت یې طالبان او عرب مجاهدین په توره بوړه کې د بمبارۍ لاندې پریښودل او ځان یې اسلام اباد ته ورساوه.هو کې د هغه امنیتي مشکلات دومره ډیر شوي چې یوه پښه یې په دوبۍ کې او بله په اسلام اباد کې وي. او پنجابي استعمار د مسلمانانو او مخلصو طالبانو د غولونې ټولې مشورې له ”ماما“ سره کوي.
د امارت په وخت د امارت په استخباراتي څانګه کې یو مسؤل راته د ”ماما“ د امارت د وخت امنیتي مشکلات داسې بیان کړي چې ” د امارت په وخت به هم مشر ملا صاحب ته وخت په وخت د ماما نه شکایتونه راتلل چې ګویا کې د هغه وخت د (مشرقي زون مشر)او اوسنی (ماما) د پاکستان د آيي ایس آي سره کلک روابط لري.او د امارت په کارونو کې د پاکستاني شبکو دستور اخلي.د امارت متقاعد چارواکی وایي ”چې مشر ملا صاحب به آمر وکړ د دې خبرې پلټنې وکړئ چې دا خبره څومره صحیح ده نوموړی مشر وایي چې دغه وخت کې مونږ د ده تعقیب شروع کړ او په پیښور او اسلام اباد کې مو د ماما او د آي ایس آي د کرنیلانو او جرنیلانو ملاقاتونه،ناستې او د هغې تاریخونه او وختونه په یو فایل کې راټول کړل په دغه ملف ( فایل) کې دا تفاصیل هم راغلل چې ماما که زکام هم شي نو د پیښور او پنډۍ د (سي ایم ایچ CMH) په فوځي شفاخانو کې یې علاج کیږي او حتی د آي ایس آي د کرنیلانو او جرنیلانو سره کورنئ تګ راتګ هم لري خو چې هر ځل به مو د شواهدو او اسنادو فایل او ثبوتونه د مشر ملا صاحب مخکې کیښودل او هغه به په خپل خوا کې د ماما په شان نورو مشاورینو سره خبره شریکه کړه نو د ډیر شکایات نه وروسته به یې زیات نه زیات د ماما د مشرق نه بل سمت یا پوست ته د تبادلې مکتوب راواستاوه نو هغه مکتوب به ماما څیرې کړ او آي ایس آي ته به ې شکایت وکړ آي ایس آي به د پیښور مولوي حسن جان،مولانه فضل الرحمن،مولانه سمیع الحق او داسې نور ملایان مشر ملا صاحب ته واستول او هغه به یې دې ته قانع کړ چې د ماما په خلاف شکایتونه ونه مني دا ټول درواغ دي.مشر ملا صاحب به د خپلو استاذانو په خبرو قانع او غلی شو او دغسې به هر شکایت رفع شو“.
زمونږ محترم ماما لکه مخکې چې ذکر شو ډیره پسته خوله لري او خپل ماتحت او مجبور سره هم محتاطانه او غیر متصادمه پالیسي لري خو د خپلو ما فوقو مشرانو سره بیا متملقانه او عاجزانه رویه لري او د طالب علمی له وخت نه د خپل ما فوق په تملق، لاسونو ښکلولو او بوټانو سمولو نه شرمیږي.په اسلامي امارت کې د ځان نه په مشرانو کې د اوداسه نه پس روی پاک او دست پاک په دواړو لاسونو په احترام نیول د ده معمول عادت وو او د امارت د لوړ پوړو مشرانو خوا کې خپل کسان ځای پر ځای کول او د هغوی سره خپل تائید زیاتول د ده خاص مهارت دی.او همدارنګه د دغو مشرانو د مجالسو معلومات خپلو تورمخو بادارانو ته ورپاس (انتقال) کول د ماما د چپ لاس همیشنی کار دی.د دغه مهارت نه په استفادې سره یې د مشر ملا صاحب سره یې مسلسله رابطه او هغه قانع ساتل هم د ماما خاص مهارت وو.خو څوک خبر وو چې د ماما امنیتي مشکلات به دومره زیات شي چې اخر به مشر ملا صاحب هم داسې غیر محسوس هضم کړي چې نه به یې جنازه معلومه شي او نه قبر.
ماما د کوزې پښتونخواه د پیر سباق او د باړې د پیر نه هم لاس نیوی لري او د خپلو خصوصي مریدانو په مجالسو کې د سلفیانو ډیر مخالف دی خو د سعودي او د اماراتو د سلفیانو نه د طالبانو په نوم  چندو راټولولو کې هم کم مهارت نه لري.او د هغه وطنونو په سلفیانو د امارت اسلامي د شیخ اسامه رحمه الله نه د دفاع تاریخچه (کیش)کول د ده خاص مهارت دی. د دې نه علاوه د موقع پیژندل او د وخت موقع او محل سره مطابق تشریحات ورکول. او په هر مجلس کې خپل بړاس ویستل او د زړه د ټولو خبرو د ښکاره کولو حماقت ماما هیڅکله هم نه دی کړی.راز ساتل مخلص مسلمانان په ځان ګرم ساتل خپل مریدان په هر مناسب ځای کې استخدامول او د آمدن ټولې ناوې په ځان راسپرول او د خپلو پیرانو په څیر زږه شړۍ په خوله راکشول ساده ګانو ته د عاجزۍ،فقیرۍ،طریقت،اخلاص،انفاق،قرباني،ایثار او فداکارۍ په شان اصطلاحات ورمخکې کول د ماما د ژوند بل کامیاب اړخ دی.
نو همدا لأمل دی چې د پورتنیو کامیابو صلاحیتونو په لرلو سره ماما وکولای شو چې د امارت په وخت د شرقي زون ټول آمدن ،بیا د سقوط په وخت په پاکستان، افغانستان او عربي نړۍ کې ډیر په اخلاص راجمع شوې چندې، د کوزنیو استخبارتي کړیو زاړه او اوسني مکافات او په اوس وخت کې د افغان پارلمان د غړو د پنجابي شبکو سره د وصل کولو مکافات او حتی د غربیانو لخوا بالواسطه مکافات یې په ډیر مهارت کړل او خپل فقیرانه ژوند ته یې ادامه ورکړې.او خپلو مریدانو او معتقدینو ته یې باور ورکړی چې دی اوس هم ډیر امنیتي مشکلات لري او د هر طرف نه ورته خطر متوجه دی ..........