د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شيخ فاني

سيدامرالله اميد 01.10.2016 11:12

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

درېيمه برخه:
الکاسبُ حبيب الله
مازيګر مهال بيا شيخ فاني له خپلې امسا سره په شمار قدمونه پورته کول او د هغه چينار پر لور د دمې په نيت رهي و، چې تر څنګ يې بهانده وياله روانه وه، د زاړه چينار کومه پاڼه چې به ښکته پريوتله، نو د اوبو پر مخ به د کشتۍ په څېر وچورلېده او د حال په ژبه به يې د خپل حيات او ژوندانه د پای اعلان وکړ. شيخ صاحب چينار ته تکيه شو، لږه شېبه يې ساه و صورت پر ځای کړ، ويې ويل: ځوانه ښه دی چې راغلی يې! نن درته نوې کيسه کوم. دا وخت يې بره چينار ته وکتل ويې ويل: دا چينار زما د دمې ځای دی، په کلي کې مې همزولی نه دی پاتې، همدا چينار زما همزولی دی، بلکې څو کاله رانه مشر هم دی، پلار مې دې خدای وبخښی هغه کېنولی و، موږ چې ځوانان وو دا چينار هم ځوان و او د دې سيوري ته به مو په روانه وياله کې لمبل، زه بوډا شوم، دا چينار هم بوډا شوی دی، ته ګورې چې نور منډان او څانګې نه کوي، منځ يې ګوړ او د سکرو په شان ايره شوی دی، بس د خدای په توکل ولاړ دی او زما ساه هم د خدای په توکل ښکته پورته کېږي، په موږ دواړو کې پخوانۍ ځواني نه ده پاتې، چا ته هم ځواني نه پاتې کېږي، کاش دې چينار خبرې کولای اوس به دا ټولې کيسې ده درته کړې وای، دا زموږ د کلي چينار و او د دې چينار د ځوانۍ ستاينه ډېرو شاعرانو په خپلو شعرونو کې کړې ده. اوس هغه شاعران مړه دي او دا چينار هم نور د مرګ شېبې شماري.
ښه زه به نن درته په کور کلي کې د کسبونو خبره وکړم، ملا صيب به ويل: (( الکاسبُ، حبيب الله)) زموږ عجيبه ژوند و، هر څه ساده وو، هر څه اسانه او ارزانه وو، زموږ سل کوره کلی و، په دې کې د هر کسب سړی معلوم و، ترکاڼ به د خپلې ترکاڼۍ کار کاوه، يوې، جغ، بېل او بېلچې ته لاستي، دروازې، کړکۍ، او اورسۍ به ترکاڼ جوړولې، کټونو ته بازوګان به ترکاڼ جوړل، د هر کور د ترکاڼۍ کار به چې پيدا شو، نو ترکاڼ به کاوه، بيا به ترکاڼ د هر کور نه په فصل کې غله ټولوله او نغده چا نه ورکوله. پخوا شيشې نه وې، زمونږ کورونو به اورسۍ لرلې، اورسۍ له لرګيو جوړېدې، ترکاڼ به د اورسيو په جوړولو کې ډېره خواري کوله، نقشونه به يې ورباندې کاږل، ډېرې ښې ښکارېدې، چې به دې غوښتل کوټې ته رڼا يا هوا ننوزي، نو پورته به مو کړه او بره به مو وتړله، د شپې به مو اورسۍ ښکته کړې په آرامه به ويده شو، په لرګیو پورې تړلی کار د ترکاڼ و او مدام به د خلکو په خدمت کې ستومانه و. يو کس به په کوڅو کې ګرځېده او چاينکونه او پیالې به يې پترې کولې. رنګرېز به کالي رنګول. نايي هم همداسې درواخله، نايي ته خو لا د طبابت کار هم تر غاړې و، نايي به کور په کور ګرځېده او د ماشومانو، مشرانو، ځوانانو او کشرانو وېښتان او ږيرې به يې جوړولې، سنت ګيري به يې هم کوله، په غم ښادۍ کې به ديک نايي پخاوه، د بر او کوز کلي خلک به په غم او ښادۍ کې نايي خبرول. غاښ به هم نايي ايسته او مدام به ورسره غټ انبور په بکسه کې پروت و، د ځېنو کسانو پر ځانونو چې به دانې راوختې او يا به د سرې مخې ناروغي ورته پيدا شوه، نايي به ورته ښکر ولګاوه او ناپاکه وينه به يې ترې وايستله، سبا به هغه کس خدای جوړ کړ او سکړک سابه به يې جومات ته د خیرات په نامه وايستل. په کلي کې پښ هم و، تبر، ترخځه، کولنګ، مارتول، لور، اره ګۍ، يوې ته سپر، دروازې ته ځنځير او زلفۍ د پښ کار و، سړه اوسپه به ورته مونږ پيدا کړه او جوړول يې په هغه وو، هغه به هم په فصل کې د نايي او ترکاڼ په څېر غله اخيستله او خلکو به کسبه و ته دعاګانې هم کولې.
شمشيرګر به بيا چاقوګان او چړې جوړولې او په جوارو او غنمو به يې خرڅولې، ځوانانو به د بادرنګ، خټکي يا هندواڼې لپاره شوقي چاقوګان له ځانونو سره ګرځول، خو ما کله نه دي اورېدلي، چې فلاني ورباندې فلانی وواهه، اوس خو دا خبرې ډېرې دي او د دې زمانې انسان د انسان لپاره چړې ګرځوي، پخوا به ځوانانو چرګ هم نه حلالاوه، کوم مشر سړی به چې په لاره تېرېده، نو چاړه په لاس ځوان به ورته وويل چې کاکا، يا ماما دا چرګ راته حلال کړه، خو اوس انسان انسان د چرګ په شان حلالوي او زړونه کلک شوي دي.
شيخ سلطان دوه ځله خپلو غوږونو ته ګوتې وروړې او څو څو واره يې توبې وايستې، بيا يې وويل: په کلي کې به جولا خامتا، سان او کشميره جوړوله، ډېرې سنګينې ټوټې وې، مونږ به په جوارو يا غنمو ورنه واخيستلې او بيا به مو درزي ته وروړې، درزي هم په غنمو او جوارو کالي ګنډل، هغه وخت ماشينونه نه وو، په لاس به کالي ګنډل کېدل، بيا وروسته دا شيان پیدا شول او خلک اسوده شول، اوس خو د انسان کالي په ماشين ګنډل کېږي او بخۍ په ماشين وهل کېږي، خو کاش چې د دې زمانې انسان د انسان سينه د ماشین په ګوليو نه بخۍ کولی.
نداف به خپله ندافي کوله، مالوچ به يې ټکول او د خلکو د خير لپاره به ستومانه و، دووړ به ليمڅي او ټغرې جوړولې، تېلي به له شړشمو، کونځلو او پندانې تېل ايسته، پاده وان به سهار د کلي څاروي په مخه کړل او د غره لمنې ته به لاړ، په کور-کلي کې حکيمان هم وو، د سونډ او سپېرکۍ کار به يې کاوه، ګلقند به يې جوړاوه او خلکو ته به د خير په لاره کې فکرمند وو، اوس خو ډانګتران ډېر دي، سبقونه يې هم ډېر ويلي، خو اوس د پيسو مينه ده او د ناجوړ په غم کې څوک نه دي، اوس که دې جيب ډک و دوا به دې وشي او که دې څه نه لرل، نو اوږدې تبې به کوې، پخوا داسې نه وه، حکيم به پيسې نه اخيستې او چا به چې څه ورکړل هغه به يې په خوشحالۍ واخيستل. پخوا دا غټ مرضونه چا نه پيژندل انسان چې رحم لاره رحم ورباندې کېده او چې بې رحمه شو، نو خدای هم ورباندې مرضونه غټ کېښودل، چې د سرکشۍ نه لاس واخلي.
زه منم چې مرضونه وو، خو چا نه پېژندل، خو خدای زمونږ نيتونو او غريبۍ ته کتل، ځکه به نو زمونږ ناجوړ په سونډ او سپېرکۍ ښه کېده، خو ستاسې ناجوړ بې د ډانګتر له دوا نه جوړېږي، زموږ نيتونه سم وو، نو کارونه هم سم وو، ستاسې نيتونه ناسم دي، ځکه مو کارونه نه سمېږي.
ښه نو د کسبونو خبره وه، په کور کلي کې خټګر، موچي، قصاب، دوکاندار، جاله وان، کولال، ټټار، رنګرېز، مسلي، ميرآب، زرګر، بزګر او نور کسبیان وو، چې د خلکو خذمت به يې کاوه او د ژوندانه آرابه ورباندې روانه وه. اوس کسبونه په ورکېدو دي، هر څه ماشيني شول او نوي نوي کسبونه راغلل، دا تګ راتګ به وي، خو چې د انسان په ضرر نه وي او د انسان د خير لپاره وي.
شېخ فاني چوپ شو، موسکی شو ويې ويل: ځوانه! دا اوږدې کيسې دي، داسې په اسانه نه تمامېږي، بيا به نورې کيسې بله ورځ درته وکم، اوس دې خدای مل شه. هغه دا وويل او سر يې په زنګنونو کې ننيست او په بې پروا حالت يې ځان د چوپتيا نړۍ ته وسپاره.
نور بيا