د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سوله او دمبارزې ستونزمن پړاو

محمدعمر(عادل) 26.09.2016 14:11

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

څرنګه چې حزب اسلامی دجهاد او هجرت په ډګر کی ترنورو ټولو ډلومخکښ وو او دژوند په هرډګر کی دخپل دردیدلی او مظلوم ملت لپاره یوه ښه اُسوه او بیلګه وه دارنګه دسولې او مذاکراتو په میدان کی هم دحزب اسلامی لخوا وړاندې شوی دبین الافغاني تفاهم طرحه دافغان قضیې په حل کې دټولو افغاني لورو لپاره نمونه او دلارې مشال وګرځید.
دسولې ټول کورنی اوبهرنی دښمنان بلاخره پدی سلاشول چې دافغان مجاهد ولس برحقې داعیې ته لبیک ووایې او دحزب اسلامی په ابتکار دبین الافغانی تفاهم په چوکاټ کې دحزب اسلامی او ددولت ترمنځ خبرې اترې استقبال کړي چې دا زمونږ دملت لپاره لویه او ستره لاسته راوړنه ده.
بین الافغاني تفاهم دحزب اسلامي هغه تلپاتې شعار وو کوم چې همیشه به دحزب په اعلامیو کې په مکرر ډول زمزمه کیده دا پداسې حال کې چی ډیرو نورو ډلو په بهرکی او دبهرنیانو په شمول په نورو لاروچارو فکر کاوو خودادی نن له ډیرې مودې وروسته دحزب اسلامی په ابتکار دلومړی ځل لپاره افغان قاموس او فرهنګ کې بین الافغاني تفاهم اغیزمن او بنسټیز ثابت شو.
حزب اسلامی خپل مجاهد ملت ته داثابته کړه چی افغانان کولای شي او دا وړتیا لري چې دخارجیانو دمداخلې پرته خپلې ستونزي په خپله حل کړي.
حزب اسلامی پداسی حال کی دمبارزې یو بل ستونزمن ډګر ته دداخلیدو په درشل کې دی چې لله الحمد دخپل مسلمان ملت دبشپړې هرکلی او ولسي ملاتړ نه برخمن دی داسې لکه ۳ درې لسیزی وړاندې چې دسره ښکیلاک پروړاندي دملت لویه برخه دهمدی قیادت تر چتر لاندې جهاد ته ملاوتړله نن هم دهیواد په ګوټ ګوټ کې دحزب اسلامی دمجاهد امیرد موقف او دریځ په حمایت او تایید پراخې ولسی غونډي ترسره کیږی او دا لړۍ جریان لري، دا ددی خبرې ښکارندوی دی چې حزب اسلامی دخپل مسلمان او مجاهد ولس دهیلو او افکارو ترجمانی کوي، نه یواځی دحزب اسلامی متعهدین بلکه ټول ولس دخپل ملی زعیم څرګندیدا ته سترګې په لار دی.
حزب اسلامی نن هم د پرون په څیر دټولو افغانانو مشترک کور، ددعوت او جهاد ستره مدرسه او دتقوا مسجد دی او دافغان مسلمان ولس ددښمنانو او ددضرار دمساجدو پروړاندی دمبارزی کلک فولادی سنګر.
حزب اسلامی دخپلې ۴۸ کلنې مبارزې په لوړو ژوروکی نن هم دتاریخ پدی حساسو شیبو او سختو شرایطوکې هماغه سپیڅلو اهدافو ته تسلسل ورکوی دکوم لپاره چی ددوی مجاهدین په سنګرونوکی پراته ول او دکوم هدف لپاره چی په لکونه شهیدان کونډې رنډی یتیمان وړاندې شول.
په مذاکراتو کی د حزب اسلامی انعطاف، خودګذری او قربانی یوځل بیا داخبره ټولوته جوته کړه چی دحزب اسلامی مبارزه نه پخوا او نه نن هم دقدرت او چوکی دلاسته راوړلو لپاره وه او نه هم دتغلب او ناروا سازشونو دلارې دکوم مقام په لاسته راوړو باور لرې بلکی دا یو منظم اسلامی دعوتی او فکری حرکت دی چې هیڅکله به هم داسلام پر اصولو دچاسره سودا ونکړی او په پوره بصیرت او حکمت سره دخپل مسلمان او مظلوم ولس دصلاح او خیر په نظر کی نیولو سره خپل دعوت او جهاد ته دوام ورکوي.
مونږ باید له خارجیانو داتمه ونلرو چې مونږ ته به سوله راولي، سوله، جهاد او مبارزه پیاوړی قوت او عزم غواړي.
افغان ولس نور دپردیو تحمیل شویو جګرو اوطرحو نه بیزاره دي افغانان باید پخپله خپل سرنوشت وټاکي
نن چی زمونږ ځوانان د بهرنیو هیوادونو په موخه دخپل ټاټوبی څخه تښتي یواځنی علت یی جنګ دی
نن چې زمونږ مکاتب او مدارس تړل کیږی علت یی جنګ دی
نن که زمونږ مسلمان ولس خپل تعبدي شعایر په ډاډمنه فضاء کی نشي ترسره کولای علت یی جنګ دی
څرنګه چی افغان مجاهد ولس دهیواد دخپلواکی لپاره مقدس جهاد وکړ همداسی به دصلحی دتحقق لپاره هم هر قسم قربانی ته چمتو اوسي.
یقینا چې تر سولې وروسته حزب اسلامی دمبارزی ستونزمن پړاو ته ورداخلیږی، حزب اسلامی، خصوصا ځوانان یې باید د اسلامی خوزښتونو دضعف او قوت د نقطو په نظر کی نیولو سره او د یو نوی تجربي سره راشي او د کوچنی حلقې څخه باید لوې دایری ته راووزی ځکه ملت ددوی په رابطه همداسی جامع فکر او لدوی څخه همداسی توقع لري دوی باید دلته دشرایطو، زمان او مکان په نظر کي نیولو سره او دنوی ټکنالوژی نه په استفادی سره خپله دعوتی تګلاره په پوره صبر او زغم سره عیار کړي، د حزب پروانډې دناروا تبلیغاتو، دخلګوپوښتنو او تشویشونو ته په سړه سینه ځواب ووایې او دهرقسم احتمالی خطرونو د مخنیوی لپاره احتیاطی او لازم تدابیرپه پام کي ولري، ډاډمن یو چی پدې سره به انشاالله نه یواځی دحزب اسلامی داخلي انسجام پیاوړی شي بلکې په هیواد کې دصالح زعامت تشه به هم ډکه شي او حزب اسلامی به دنورو اسلامی احزابو دمشورو، تفاهم او هماهنګی او ددوی دتجروبو نه په ګټه اخیستنې سره دټول مسلمان ولس لپاره یو ډاډمن محور وګرځي.