د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حکمتیار ته یولنډ لیک

پروفیسور کابلی وال 25.09.2016 12:04

---------------------------------------
آمدی جانم به قربانت  ولی حالا چرا   ؟
بی وفا حالا که من افتاده ام از پا چرا  ؟
ډیرې تودې آوازې دي چې ګواکي تیاری دې نیولی او را ستنیږې ، ډیرتاوده خبرونه همدا اوس دختیزاو لویدیز په جاسوسي اداروکې کښته اوپورته کیږي  چې کواکي نور دچین دیوال دنړیدو په درشل کې دي ، سوړجنګ  تود شو ، او تود بیا سوړ شو . خو ستا له خوا په دغه  اړه رښتیاوې  دا ښکاروي چې جنګ سوړ شو او میري تود  ! که څنګه ؟   
         نیمه پیړۍ  منډې ترړې ،  په پردیو پسې او پردي پرتاپسې ، کله ته مخکې  دوی درپسې او کله هم دوی مخکې ته ورپسې ، نیمه پیړې ستا د بري په خاطر څومره خوانیو خپل ارمانو نه د شهادت تر دمه ځایه په پټوسترګو یووړل او څومره نور لاهم ستا دبري او ویاړ په پار ملاتړي بې توپ او ټوپکه  زما دلوی کاله دجنوب په دروازو کې تاته هیله من ولاړوو ... زه یو افغان یم ، داسې یوڅوک یم چې کله ظاهرشاه له واکه بې واکه شو ، ما افسوس وکړ چې زما دکاله یوه زړه خو پخه خښته زما دټولنیز بنسټ له زړه راووته ، دا خښته ډیرپخه وه او زما د کلي په بنسټ کې یې ځای ترننه هماغسې خالي پاتې شو ، کله چې سردار داود خان د شهادت پرلورد افغانی پرتم نیلی زین کړ ما وژړل او دده نشتون می د خپل کلي د پرتم  پرزړه  باندې د پردۍ  ایدې او طرحي  یو احساساتي تطبیق او تجربه وباله ، خو په څنګ کې مې کینه ناکو ځواکونو اوهیلو زما پرخپل لاس زما دخپل مټ پریکړون جشن وباله اودهغه په ویاړ یې ځانونه اتلان وبلل ... ، کله چې دتره کې پرستونی باندې د روسي کلاشینکوف برچه چوخول کیده ما بیا زما د کلي پرساده ګی باندې وژړل او لوی خدای ته مې عذروکړ چې دادریمه ټکه او دریمه توطیه وه چې زما په لاس زما پرمټ باندې لویږي او زه بیا هم د یوه نندارچی په توګه  له ناچارۍ ورته ګورم ... کله چې حفیظ الله امین ، له مځکې او آسمانه د سره توپان ترګوزارونو  لاندې شو ، ما بیا ښه وژړل  او له خپل ملګري  سره مې ووې چې  اوس پوه شوئ  چې دا کلي باید څنګه وران شي او څنګه یې باید هر څه  نور په واک کې ونیسې ، ما داسې فکر نه کاوه چې دیوې شیبې په نرخ مې  په یوه احساس سره  یوازې   دکفر او ناکفرۍ پر تله قضاوت کړی وای ، زما قضاوت  تردغو وړو  وړو خبرو ډیراوچت و ما دخپل باور دکتاب پرلومړۍ وینه  (رب العلمین  ) باندې هرڅه تلل او هرڅه ته مې کتل چې داچلن مې  تراوسه پورې د حق او حقیقیت په وړاندې له پامه نه دي غورخولی  پوه شوم چې  دروسانو د سترګود اغزي په لرې کیدوسره  خبره لاړه ډنډوره شوه ... ماخوارکي  کارمل له پردي پالی شان اوشوکت څخه رالوید لی ولید چې دکابل په مکروریانوکی به یې واړه ماشومان مخې ته ورغلل سلام به یې ور واچاوه ، خو ده به علیکم وسلام نه و ورته ویلی چی بیابه یی ورته وویل : « کاکا همو توبودي که وطن مارا سر روسا  فروختی ؟ » ده به سرکارته واچاوه او ترروان به شو ...  ماچی کله د ډاکترنجیب الله شهید جسد  د آریانا کارتې په سر کې د ترافیکی غرفې پرسر ځړولی ولید او دنیا یې ننداره کوله ، دومره مې وژړل چې ګاونډیان مې را ته حیران وو چي ګواکی هغه  زما دکورنۍ غړی و ... ما چې کله دمجددی او رباني بیواکي ولیده اوکله مې چې د رباني ساړه څانګونه  دامریکایی ترورستانو په لاسوکې ولیدل ، نورهم پوه شوم چې ږیره زما او واک یې دبل چا دی ... ما چې د کرزی خوارکۍ نارې سورې  واوریدې او په لسو کالو کې غږ تریوساده امریکایی عسکر پورې ونه رسید پوه شوم چې زه باید نورکله هم  دا ونه وایم چې زه اتل وم او یادی ، چې دادوې لسیزې موږ روسانو او امریکایانو پنجابیانو او ایرانیانو یو پربل باندې  په دغه اوهغه نامه چې نن نه یوازې موږ بلکی زموږ بچیان هم ورباندې شرمیږي ووژلو او لایی هم زړه یخ نه دی ...  
ماته نورې وړې کیسې هم رامعلومې دي ، یومهال سیاف دامریکایانو خلاف څه ویلي وو ، دامریکا دوخت افغان سفیرور غوښتي و او ورته ویلې وو چې ځان باید وپیژنې ، وینه او غوښه دې زموږ د پیسو له برکته پنځول کیږي  ... نور نو دجهاد خوبونه مه وینه اونه نور دهغو خرمستیووخت دی لکه چې تراوسه دې ترسره کړې ... ده په ډیره خوږه ژبه ورته ویلی وو :    « پوهیږم چې داسلام اوجهاد مو یوازې دا یوه ږیره را پریښې ده ، که غواړئ چې داهم درته وخریم ... نورمو آرام پریږدئ ... » ددې ټولو رښتیاوو ترڅنګ اوس راځم تاته چې ته باید زما یوڅوپوښتنو ته ځواب راکړې ... هو ، یو څو پوښتنو ته ،څنګه اوس راویښ شوې ، څومره دې دا خوارکي ملت د خپل شهرت، دخپل امریکایی  اخواني هویت او بالاخره  دامریکایی ساخت جهاد ترپرده لاندې دتباهئ  کندې ته ور ټیل واهه  ، آیا اوس چې  ددغې معاملې ډګر ته ور وړاندې شوی یې  له دغو خلکو د پوښتنه وکړه او یادې ورته ویلي چې  ته ګواکی دعه تصمیم لرې چې دا وکړې اویاهغه ، ستا پلاوې په کومه عامه غونډه کې دغه ملت خبرکړ چې  دغه اویاهغه معامله مو تر لاس لاندې نیولی ده ؟ تاخو کله هم دملت په وړاندې دا خبره ونه کړه چې  ای ګرانه ملته تاسې ماته هرڅه راکړل ، ستا سې په مټو له ما بې مسلکه  انجنیر حکمتیار جوړشو  اوس باید  تاسې خبرواست چې له امریکایانو او یا ستا په خپله وینا له صلیبیانو او یا دهغو له ګوډاګیانو سره دا کوم اویا هغه ....     زه او ما غوندې په سلګونو ستا راتګ ته هرکلی وایی ، ستا هرقدم به پرلیمو باندې ومنو خو یوازې دومره وایو چې آیا ستا راتګ به  دهغو پکتیاوالو ژغورونکو په شان نه وي چې کله سقاو کابل چورکړ ، دارګ سره او سپین یې تالان کړل ، دوی کابل ته راورسیدل،  یوه شپه یوه پیره دار پرخپل یو ملګري باندې غږ وکړ : « یاره بهادرخانه  نه کیږي چې نن  شپه د ګندني پردغه دکان باندې یوه حمله وروړو... » داسې ښکاریده چې د ګندني له دغه  دکانه پرته نور څه په کابل کې پاتې نه وو ، څه فکروکړو چې ته په داسې یوه حالت کې نه یې را ښکیل شوی ؟   اوریدلي مې دي چې امریکایانو ستا لپاره هم یوه ځانګړې بودجه ونډه کړې ، څه فکرکوئ چې دا به هغه مستعمري نه وي چې انګریزانوزموږ امیرانو ته دملک د جغرافیایی برخلیک سپارلو په بدل کې ورکوله ؟ ، یوازې مهرباني وکړئ دا راته ووایاست چې  ستا دا ځیره به له هغې سره کوم توپیرلري ؟  په دغه اړه یوازې داباید ووایو چې که امریکایان همدومره پیسې  په مافیا یې دود کله تاته ، کله کرزي صاحب ته او کله هم د شورای نظاراو هزاره پلورل شویومشرانو او کله هم سیاف صاحب ته وخت ناوخت ورکوي ، بالاخره به ددغه هیواد د بیاجوړونې ، دولت او حکومت سرنوشت څه کیږي او د وطن د بیا جوړونې کار  به څنګه کیږي ؟ زه نه پوهیږم چې یرغلګر امریکایان ولې بیاهم له تیرو درس نه اخلي، سیګار او نوري جاسوسي تفتشي اجنسۍ ولي مخکې له مخکې  خپل دولت ته  نه وایي چې دغه امریکایي تیروتنې ولې مخکې تر وقوع  نه څارل کیږي ، که حالت همداسې وي نوښه خبره داده چې خپل احسان به په نړیوالو ټولنوکې د افغانستان  دخلکو پرځای پرهغومعاملو اومعامله ګرو ورواچوي چې دم اوقدم یې په معاملو کې ښکیل دی ، پرهغو معاملوکې چې په هغوسره یې افغانستان دتیرو پنځلسوکالو په ترڅ کې په دغه اوهغه پلمه  په مادي او معنوي لحاظ تالان اوچورکړ او موږ تراوسه هم خولي پټې پرنیولی دي  یرغلګرو موږ په  خونړۍ دموکراسۍ  او خونړي عدالت لوټ کړو ...    
یوبله پوښتنه ، د روښاني مبارزې په تاریخ کې مې لوستي چې کله د روښان لمسي  مغلي واکمنۍ ته سلامي شو،  په هغه ورځ يی چې پنځه هزارۍ منصب له مغلي حکامو څخه تسلیماوه ، آس یې په قبضه کې نه تم کیده ، ټول ورته حیران ول ، یوروښان مبارز ورته راوړاندې  شو او ورته ویې ویل چې  خان صاحب  وګوره  ترتا ستا آس  روښاني اصولو ته وفادار دی ، تا ځان آرام نیولی خو دغه  بې ژبې څلوربول ستا برعکس  نارامي کوي او نه غواړي چې هغه لړۍ چې په روښاني ا یمان سره  تر دغه ځایه په رښتیاینې سره را رسیدلې وه ، په دومره نامردۍ اوتسلیمۍ سره پای ته ورسوي  .... څه فکرکوئ چې ستا معامله به کټ مټ یوله شرمه ډګ پریکړون نه وي ؟ څه فکرکوئ چې  ځان وړونکي بولئ او  با یلونکي ؟  
زه خو فکرکوم چې یرغلګره امریکا غواړي چې له تاهم لکه نورځیره خواره یو ځیره خور جوړ کړي  او هغه نیښ چې دهغه په لرلو سره دوی تاته د نه ایل کیدونکي ښامار لقب درکړی و درڅخه وباسي او په دغه تورغوبل کې  چي د ددوی تر مادي  او پوځي محاصره لاندې دی تا هم ایله کړي چي ځه نور نو ستا له خوا هم هغه خطرنشته چې پرهغه به پښتون مسلمان  قام ونازیږي او یا به د هغه خاطر د یو خپلواک او آزاد راتلونکی خوبونه وګوري ...     
ګران حکمتیارصاحب ، زه پوهیږم چې تاته څوک دیوه فاتح اوبریمن  مبارز په توګه  نه قایل دي او نه غواړي  په رښتیاینه تا او ستا ډلې ته  دیوه ملي ځواک په توګه په یوه ملی پرتم سره لاره پرانیزي ، ستونزې ډیرې زیاتې دي ، افغانستان تا جکستان نه دی چې مخالفان یې په یوه  قومانده  دې ته حاضرشول چې کورنۍ ستونزه  یې حل کړه او وطن ته یې  آرامي ور وبښله ، دلته  چنجی ماران شوي ، ماران ښاماران شوي اوښاماران په څو سرو طلسمي  ښامارانو باندې اوښتي دي ، ژمنه او تعهد د ډالرو په مینه کې  له یوې خوا مسخه شوي او له بلی خوا نور په هراړخیزه توګه له منځه تللې دي. ایمانداری  په یو ه تظاهر بدله شوې ،  هغوی چي تر پرون پورې د بی خدایه او کافر په تله  تلل کیدل  نن  پر منبر باندې ولاړ دي او دهغه د وارثت ادعا کوي ،  نن هغوي د خرڅلا و پرمعامله باندې اخته دي . آیا ته به پرهمدغه ګودر باندې پرهمدغه خړ سیلاب باندې ورلاهو نه شې ؟  آیا ته به په هغه دام کې را ښکیل نه شې چې بیا به  دوتو لاره نه شې پیداکولای  او چغې په وهې چې :  
له دامه که دخلاص کړم په قفس کې د ایسارکړم       صیاده ما خو څو رنګه زندان لیدلی دی    
 حکمتیارصاحب ګله  ! ډیره اوږده لاره دې ووهله ،  ډیرچې درسره وو هغوی نور دتګ توان له لاسه ورکړ خکه یي تر تا دمخه دغرب او په تیره بیاد خونړۍ امریکا  له دغې تودې خو په زهرولړلې  شوروا څخه ستا ترسیوري او نامه لاندې ښه چشکونه هم وکړل  ،  له هغوی څخه یې  دخپلواکې ارادې او مبارزې هغه نیښونه ایستلی ، هغه چې دغه ملت ته یې د آزادې او خپلواکۍ ، ایمان او تعهد په نامه بریښول او ځلول ... او د ملت د ارادې  جنده  به یې په خپلو وینو او خپلو هیلو لیکله او رپوله ...  وطن د غلامانو دمعرکو ډګر ګرزیدلی دی ، هغه غلامان چې تاریخ به یې ونه بښې ،  دوی د آزادۍ ، هیواد پالنې معیارونه  بیاهم  د ښکیلاک له ښوونکو زده کړې اود هغو په لارښونه او لمسه یې پرهرچا باندې عملی کوي . دوی به تاته هم هرکلی ووایې ، تا به هم  د یوه اتل په توګه هرکلی کړي ، هغه هم په دې خاطر چې نور به  د دوی ډول ته  د دوی دنورو ګمارلو په شان سرښوروې ...   
حکمتیارصاحبه ، زه دانه وایم چې ته مه راځه ، دا وطن ستا کور دی ، راشه ، په خیرراشې خو پام چې د غلو او سقاوي بقاوو په شان  دمعاملو او سازشونو په ترڅ  کې راوړاندې نه شې  او نه  ددغو مافیایی اړیکو قربانۍ شې  ، ته باید دیوه فاتح او بریمن افغان  په تو ګه  په افغانستان  کې راڅرګندشې ، افغان ملت باید ستا ترمخ روان وي  ، نه داچې خارجیان  دې هرکلي وکړي ، او غلامان  د ې په مخ کې سرونه ټیټ کړي او له شا د بیا د عمر او علي په شان پرنا پاکواو درغلو تورو باندې سر ووهې ...   
                هو یاره ، که ژوندی یې او رښتیاهم پردغه خونړي او اورني واټ باندې ګام را اخلې  هوښیار اوسه ...  هوښیار ... په هوښیارې سره   ګام را اخله ځکه چې  دامونه  دومره نری او موشګاف دي چې  لیدل یې  ستا تر دیدهم ځیرلید ته اړتیا لري ... نوره دخوښه   !! ؟    
په درناوي     
پروفیسور کابلی والا – هند