د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سوله غواړو

اېمل افغان 25.09.2016 13:03

له نيمې پېړۍ راپه دېخوا په افغانستان کې یوه بې سرحده اونه تمامېدونکې جګړه د دغه هېواد دښمنانو د خپلوشخصي موخولپاره د حکومت په دننه کې د افغان سیاسي لوبغاړوپه مرسته ښه په نره روانه کړې چې په پایله کې دغه ولس بې ځايه په شهادت ورسیدو، له زده کړې بې برخې شو، تورسرې کونډې شوې، په ځانګړې توګه دکابل ښارد همدغو افغاني سياست مدارانو له خوا د بهرنيو په ناوړه مشورو په وینو ولمبېده، د خلکوکورونه ړنګ شول، شخصي ودانۍ اوسرمایې چورشوې، تردې پورې چې د خلکو په عزت اوناموس ډول ډول لوبې همدغوخلکو د خپل واک په وخت کې وکړې، دکابل په ښارکې د مکروریانوله پنځم پوړڅخه پېغلو د خپلوعزتونو د ساتلولپاره ځانونه راګوزارکړل چې بې عزته نه شو، ولې دې ښامارانوته يې خپل عزت په لاس کې ورنه کړ.
دا هغه ناوړه کړنې اود نه منلوظلمونه ووچې د تاریخ په اوږدوکې په افغانانوپه دې خاوره کې د دې خلکوله لاسه وشول اودا لړۍ اوس هم په دې خلکوکې روانه ده چې په نتیجه کې به اوس یوه مورهم د خپلو وژل شوو اولادونوڅېره اووینې بهېدل د خپل ژوند تراخري سلګۍ پورې هېره نه کړي چې په دې خلکو ترسره شول اود یو ارامه اوسوکاله ژوندکولولار يې ترې ورکه کړه چې څنګه له دې داړه مارانو په امن او امان کې پاتې شي؟
د لته له یادوشووستونزو زموږموخه په خپل وران اوویجاړهېوادکې له دې وروسته سوله اويوه ارامي غوښتل دي، د هغې لپاره کارکول دي چې همدغه افغان سياسي لوبغاړي په ځانګړې توګه دغه دوه تنظيمه چې يوحزب اسلامي اوبل جمعيت اسلامي دی سوله راولي، ځکه که دکابل اوپه مجموعوکې د ټول هېواد د ورانولونتيجه اود يوميليون افغانانووژل په ټول هېوادکې د همدغو دوه تنظيمونوله لاسه وشول چې هېواد يې د بهرنيوپه ناوړه مشورو وران کړکابل دوی په وينولمبولی ووپه کار وه چې شپاړس کاله وړاندې دې خلکو سولې ته غاړه اېښې وی، همدارنګه د ډېرومرګونواوچاودونو مسؤليتونه هم په دې شپاړس کلنه دوره کې دې خلکوپه غاړه واخيستل خوپه هرصورت جګړه بايد په سوله بدله اوحکومت د خلکو د زړونو په لاس ته راوړلو سره وکولای شي چې سوله راولي اوجګړه ماران اود وطن دښمنان له دې خاورې ورک او لاسونه يې پرې کړي.
اوس همدغوسياسي لوبغاړواوسياسي څېروته په کارده چې د سولې لپاره ځانګړي پروګرامونه او ځانګړې تګلارې په مخ کې ولري. د سولې لپاره قرباني ورکړي، داسې قرباني چې نړیوال او د افغانستان ټول دښمنان ووايي افغان ولس اوپه ځانګړې توګه ځوانان یې د دې وړتیا په ځان کې لري چې دوی په دې هېواد کې له څلوېښت کاله جګړې اووینو تویولو وروسته سوله ټینګه کړه اود دې سولې په راوستو سره به وکولای شوپه خپله خاوره کې ډېروناخوالوته د پای ټکی کېدو اوخپل هېوادوال به مو نورله دې غربي اوشرقي دښمنانوڅخه خلاص کړي وي.
څرنګه چې د تاریخ په اوږدوکې د افغانستان دښمنانوله موږڅخه سوله خپله کړې اود جګړې اوريې له هرپلوه په دې خاوره کې موږ ته بل کړی اوتل په کې افغانان د دې اور د لمبوښکارشوي چې ښکاره بېلګې يې موږ هره ورځ په خپل هېوادکې وينوچې له هرپلوه پرموږ دښمنان تېری اوحملې کوي ولې افغان ولس هم د تاريخ په اوږدوکې دوی ته ماتې ورکړې چې بيا وروسته دغه بريا زموږ دخپلومشرانوله خوا په جګړه بدله شوې چې ښکاره مثالونه يې موږ د روسانو ماتې يادولی شوچې د هغوی له ماتې نورجګړې ته کومه اړتيا نه ليدل کېده، ولې همدغه اته نهه رهبران اوتظيمونه ووچې له افغان حکومت سره د چوکۍ په سرجوړ نه شول اوله کابل څخه يې سرې لمبې پورته کړې اوهغه ښکلی ښاريې په کنډوالو بدل اوهېوادوال يې مهاجرت ته اړکړل چې اخر اوس لومړی ځل دی په تاريخ کې چې زموږ مشران خبرو اوسولې ته کېني اوغواړي چې هېواد جوړکړي اوهېوادوال له بې ځايه وژنو اومرګونوخلاص کړي هغه هم زما په ګومان خدای خبرچې د پردې ترشاه به بيا څه پاخه شوي وي؟
په هرصورت دغه سياسي څېرې ځکه د افغان ولس په زړونوکې ځای نه لري چې دوی د خپلۍ واکمنۍ په وخت کې په هغه وخت کې په خپل هېوادکې د یواوبل قوم غوږونه اوپزې دچوکۍ د ګټلولپاره د بهرنیومنل شوو مداخلوپه ترڅ کې پرې کړل، سوداګريزي معاملې يې له خاوروسره خاورې کړې، اقتصاد يې په صفرکې ضرب کړ، ملي اردو يې ړنګه کړه داکار يې د نورو په لمسون وکړ، سوله یې نه غوښتله چې په افغانستان کې خپل دایمي ځای ونيسي اودوی يې ترسیوري لاندې ارامه ژوند وکړي، ترڅود دې کار په کولوهېواد له هر پلوه د پرمختګ په لور روان شي، خو داکار يې ونه کړ، هېواد يې د نورو هېوادونو په پرتله یوه پېړۍ شاته واچولوچې اوس به د دې جنایت اوملي اونړیوال خیانت پوښتنه له دې خلکوڅوک کوي؟ او د دوی لپاره به د قانون په وړاندې کومه سزا ټاکي، چې زه داکار لومړی خپل ولس او بيا راتلونکوحکومتونو ته په غاړه اچوم ترڅوهغوی د دې کار اوخیانت پوښتنه له دې قهرمانانوڅخه اود هغوی له وارثانوڅخه نن وکړي؟
په دې ځای کې زموږ موخه سوله راوستل، هغې ته په پوره اخلاص کارکول دي، له دولت څخه د هغو کسانو اوډلولرې کول دي چې هغوی د ملت په زړونوکې ځای نه لري اونه هم نننۍ سولې ته ليوالتيا لري او د ملت په وینو يې لاسونه سره دي، د ادارې د مخ په وړاندې وړلو وړتیا په کې نه ليدل کېږي، چې هغه له کارڅخه ګوښه اوپه کورکينول شي، ترڅود هغوی ځای هغوکسانو ته پرېښودل شي چې هغوی د دې وړتیا ولري، ترڅو ددې کار په کولو دغه هېواد د یوې ښې راتلونکې په لور روان اوخلک هم نور له دې بې ځایه وینو تویولوپه امن کې شي.
سوله هغه نیک نوم اوښه کار دی، چې په راوستلو یې موږځوانان کولای شو له خپلو اوږوڅخه د ټوپکو شپيلۍ کوزې کړو، د ژوند ډېرې بریاوې اوپرمختګونه به ور سره ترلاسه کړو، ملک به ورسره له هرپلوه د بریا په لورچټک ګامونه واخلي، په رښتينې توګه که له دې وروسته سولې ته کار وکړو، هغه لاس ته راوړو، ورانکارو ته د سر په کاسه کې د زهرو اوبه ورکړو اوپرې نږدو چې نور په دې خاوره کې د سولې خنډ جوړشي نو د دې کار په کولو به موږ هم په خپله خاوره کې د یوه ښه اوغوره ژوند اوخوشحالۍ خاوند شو.
که سولې ته کار ونه کړو، د هغې له ګټې څخه همداسې بې خبره پاتې شو، هغې ته په لوړ ارزښت قایل نه شو، فکرنه کوم، چې سوله دې بهرنیان او افغان دښمنان موږ ته په لاس کې را کړي، په افغانستان کې ټول خلک د سولې هرکلی کوي اوغواړي د سولې ترسیوري لاندې ښه اوغوره ژوند د خپل ځان لپاره اختیارکړي، هغوی نن سوله پېژندلې، سوله په خپل هېوادکې راوستل غواړي، د سولې له ګټو څخه خبردي، ځکه سولې ته بایدکار وکړو، جګړه چې یوه دومخې ډمه ده اوټولې کورنۍ اومورګانې یې د غم په ټغرکېنولي اوتل د خپلو وژل شوو بچیو لپاره اوښکې تویوي اوهغه تنکي اولادونه هېڅکله هم اوس په لاس نه ورځي.
په کارده سوله وپېژنو، د سولې لپاره په خپل هېوادکې زمینه برابره کړو، سولې ته باید موږځوانان په خپل ذهن کې له دې وروسته ځای ورکړو، د سولې په ارزښت باید خپله ټولنه پوې کړو، سوله باید نوره راشي، سوله باید زموږ مشران اورهبران خفه نه کړي، سوله د هرچا په ګټه ده، د هغې لپاره باید تګلارې په لاره واچول شي، د هغې لپاره همدا موږځوانان یوچې په راتلونکي کې یوه ښه زمینه برابرولی شو، ترڅو لومړی هغه د خلکو په زهنونوکې پياده اوبیا وروسته ورته عملي بڼه ورکړو، چې د دې کار په کولو به مو جګړه او د سولې قاتلين وژلې وي اوسوله به مو په واک کې پاتې وي.
داچې د تل لپاره پښتنوځوانانود سولې په خوښولو او راوستلوکې غږ اوچت کړی اود هغې لپاره کار کړی فکرنه کوم، چې نوروځوانانو دې خپل غږ پورته کړی وي، هغوی تل د افغانستان د دښمنانو په ګټه د نفاق اودهېواد د تجزیه کولوغږ پورته کړی، خو په وړاندې بیا پښتنوځوانانوخبره ترننه پورې رد کړې اوویلي چې دا ټول یو افغانستان دی اوموږ سوله غواړو، سوله بايدحاکمه شي اوهرجنایتکار محاکمه شي، خو دا به کله اوڅوک به دا کارکوي؟ دا بیا وخت اوپه هېواد مین حاکم ته اړتیا لري، چې د افغانستان د ورانولو او د بې ځایه خلکو په شهادت د رسولو په اړه پوښتنه وکړي، هغه شخص به داکار مخ په وړاندې بوتللی شي.
ښکاره خبره ده چې په هېوادکې همدا اوس موږ داسې څېرې وينوچې هغوی خپل منصب اوخپلې چوکۍ په خطرکې ویني، هغوی کله سوله خوښوي، که سوله رامنځ ته شي بیا چوکۍ اوماموریتونه هم په استعدادونو وېشل کېږي، نه په واسطو اوزور لکه نن چې هرچا په خپله چوکۍ خوله ښخه کړې او وايي چې ما خو جهاد کړی، وطن ته مې خدمت کړی، دا چوکۍ زما ده زه وایم تا به جهاد نوي کړی تا به خوب اوخپلې نېشې کړې وي، جهاد چې چاه کړی، هغه نن ټول په کورناست دي، هغه په دې اداره او دومخي سوله کې کار نه کوي، هغوی په دې ښه پوهېږي چې په دې اداره کې موږ بدنامه کېږو، اړينه هم نه ده چې کار دې په کې وکړو.
خوزه خپلوسياستمدارانو اوځوانو وروڼوڅخه هیله کوم چې موږ اوتاسو باید د سولې په فکرکې شو، د سولې لپاره قرباني ورکړو، د سولې لپاره مبارزه وکړو، د سولې لپاره نورځوانان وروزو، سوله خلکوته تشریح کړو، د سولې په ارزښت خلک پوی کړو، د جګړې په ځای د سولې کلمه مروجه کړو، په سوله کې زموږ بریا شته، په سوله کې موږخوشحالي وینو، داکار به څوک کوي؟ دا به انشاء الله زموږ مشران اوموږځوانان له دې وروسته کوو.