د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پاکستان که چټلستان؟

ډ.حمیدالله زړه ور ساپی 21.09.2016 13:34

له هغه ورځې چې جوړ شو پاکستان
ښه ورځ نه ده ليدلې افغانستان
چې `جناح `په ریفرانډم کې جنجال وکړ
بګیل پاتې سول بلوڅ او پښتونستان
خدای بخښلو غفارخان او صمد بابا
هڅې وکړې د آزاد پښتونستان
انګریزانو،فیرنګیانو زړونه ډک ول
توریالو ته له پخوا؛له انګلستان!
ګندمک او د ډیورڼډ کرغیړن کرښې
کشلې وې چې انګلیس و په هندوستان
افغانانو، پښتنو نه دي منلې
نه ېې مني پښتونخوا ،وزیرستان
پنجابیانو تل پر خلکو ظلم کړی
پر پښتون،سندهي،کشمیر بلوچستان
ولسونه آزادۍ غواړي پخپله
آبادئ هم ؛نه په تش چټلستان
اوبه ټولې پښتونخوا نه،ګاز د بلوچ
شولې،وریجې او جامې د سندستان
د کشمیر وادي شینکي باغونه،غرونه
تورلینګیو بګیل کړي د سلطان!
د افغان چارواکو ځینو بیعقلیو!!
افغانان مهاجر کړي و فارسسستان

څوک جهاد او څوک په نوم د طالب جان!
وژني وروڼه مسلمان پر قبرستان!

زړه ور حمیده! صبر! وخت به راځي
افغانان که شي یو موټی د انسانستان!