د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سترګي: نظم

پردېس 21.09.2016 12:57

سترګي هم ناداني هم هوښیاري دي
سترګي چي بې لارو ته پر لاري دي
سترګي هم د حُسن خرڅوونکي دي
سترګي هم د حُسن خریداري دي

ستوري د اُمید يي، رڼې سترګي دي
یاده! ستا تیارو ته ډېوې سترګي دي
ښکلي ځلېدونکي چینې سترګي دي
ژوند چي پرې تکیه کړې مړې سترګي دي
ښکلي د لیلا پښتنې سترګي دي
ځم په انتظار راته دوې سترګي دي
بیا د چا په اوښکو لندې سترګي دي؟
توري دي که بوري که شنې سترګي دي
ومنه د زړه دروازې سترګي دي
خوښي مي د وږو مَړې سترګي دي

سترګي په بڼو کي را ایساري دي
سترګي د یار ښکلي دي، بې ساري دي
نه لري په لاس کي د رانجو قیمت
سترګي يي غُربت وهلي خواري دي
سترګي ډوبوونکي دریابونه دي
سترګي د نرګس رنځور ګلونه دي
سترګو کي د میني پټ رازونه دي
سترګو کي نالوستي کتابونه دي
سترګو باندي ښکلي محفلونه دي
سترګو کي د ژوند ښکلي رنګونه دي
سترګو کي د عمر ارمانونه دي
سترګو کي راوړي مي سوالونه دي
سترګو دي له ما وړي خوبونه دي
سترګو دي راکړي ډېر غمونه دي

سترګي دي دیدن غواړي خُماري دي
سترګي دي بې خوبه دي بیداري دي
ځان او ارمان دواړه پکښې وینمه
سترګي دي زما مخ ته هنداري دي

سترګي د ښکلا شکر په څه باسي؟
سترګي خپل مئین له ژوندانه باسي
سترګي چي د اوښکو قافله باسي
سترګي مسافر پسې اوبه باسي
سترګي ښايي بیا شوګیر ته شپه باسي
سترګي ستا د یاد سره مېله باسي
سترګي د نفرت تر زړه نیزه باسي
سترګي د نقاب څخه هغه باسي
سترګي دي زما له سینې زړه باسي
سترګي دي د هیچا نه څوک نه باسي

سترګي دي په کوم غم کي ګلناري دي؟
سترګي دي په څه باندي بیماري دي؟
سترګي دي تصویر ته د پردېس ژاړي
سترګي دي بېشکه وفاداري دي