د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

یو "کلیوال" اختریز غزل

افغان تحرک 13.09.2016 15:37

د ښاغلی محترم انجنیر کلیوال صاحب یوه اختریزه غزل:

اختره که راځې، نو د جانان کلي ته راشه
یوځل لکه پخوا، بیا د افغان کلي ته راشه


ولاړ درته په لار کې دي بي پلاره ما شومان
هر چا په مخ وهــلي، یتـیمان کلـي ته راشه


وران کړی زور اورو، څوکرت د مینې کور
ودان ګوندې په تاشي، دغه وران کلـي ته راشه


لوګی ترینه ختلی خو، خرڅ شوی په چا نه دی
ایمان په کې ژوندی دی، د ایمان کلي ته راشه


بیګا یې هـم ژړلـي، تر نا وخـته پـورې ډیـر
چې و خاندي یو بل ته،ما شومان کلی ته راشه


راټول د کلي بڼ کې، په خوښۍ کړه کلیوال
چی غاړه په غړۍ شي، عزیزان کلـي ته راشه