د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له اداري فساد سره مبارزه

اېمل افغان 12.09.2016 11:07

د افغانستان ولس اود دولت فاسده اداره د پراخ فساد له شتون سره مخامخ ده.کارپوهان په دې نظر دي چې په افغانستان کې د ۱۶کلنې جګړې په جريان کې نړيوالې ټولنې د ميليونو ډالرو مرستو له لګښت سره سره، دا هېواد د اداري فساد بهرنيواوکورنيومفسدينو له ډېروستونزو سره مخ کړی دی. له دې کړکېچن حالت څخه د وتلو لپاره ډېرو هڅوته اړتيا ده. دلته په افغانستان کې مفسدين اوبه خړوي اوکبان په کې نيسي چې د دغو ناکراريو د لاپراختيا په نتيجه کې د اقتصادي اوفرهنګي پرمختګ پر وړاندې يولوی خنډګرځي.
لکه څنګه چې د اداري فساد د شتون په اړه د افغانستان ټول خلک اونړيوالې ټولنې سرټکوي زما په باور د افغانستان لومړۍ ستونزه يوازې امنيتي نه ده، بلکې د اداري فساد د موجوديت مسئله ده.
يوله هغوستونزواوپرابلمونوڅخه چې د افغانستان عام خلک اوعامه اداره ورسره لاس اوګريوان ده، هغه فساد دی. د فساد شتون په يوه ټولنه کې منابع ضايع کوي اوله منځه يې وړي، ښه حکومت داري له ګواښونو اوچلنجونو سره مخ کوي، اقتصادي اوفرهنګي پرمختيا تهديدوي اود عامه المنفعه خدماتو وړاندې کول له خنډونوسره مخ کوي بالاخره د ټولنې عام نظم اوامنيت تهديد اوګواښوي.
د فساد پروړاندې مبارزه په لومړي پړاوکې د دې غوښتنه کوي، چې د دې شومې پديدې په اړه دقيق، علمي اوعملي مطالعات اوڅېړنې وشي، ترڅو د فساد نننۍ اوباندينۍ رېښې اومنشاء په ټولنه کې په ښه ډول درک شي اود فساد علل اوعوامل په واقعي ډول د اجتماعي، اقتصادي اوفرهنګي شرايطو په تطبيق سره تحقيق او وڅېړل شي.
اداري فساد بهرنۍ رېښې هم لري، کله چې بهرني ځواکونه د امريکې د متحده ايالاتوپه مشرۍ افغانستان ته رادننه شول او د تروريزم، القاعدې او د مخدره توکو له کاروبار سره د مبارزې پرځای يې دموکراسي، د بشرحقوق د آزاد بازار غوړېدل اونړيوال کېدل هغه په زړه پورې شعارونه وو چې د جګړې اصلي موخې ګڼل کېدې. ليکن دغه پوځي ناروا يرغل د افغانستان د خلکو او ولسونو او د خاورې پرتماميت ښکاره بريد وو، چې ترخپل حاکميت لاندې راوستل، چې دا له تاريخي اعتبار، ملي هويت اومعنوي شخصيت څخه بې برخې کول د خلکو په تاريخي وياړنو، سپيڅلو عقيدو او دودونو ټولو اخلاقي اوفرهنګي شتمنيو د سپکاوي لړۍ تراوسه لا روانه ده، چې په دې لړکې بله ستره بدبختي د اداري فساد شومه پديده هم رامنځ ته کړه.
د پانګوالي نظام جرړې په اداري فساد خړوبېږي. په پانګوالي نظام کې له پانګې پرته بل هېڅ شی نقش نه لري. د شرافت، لوړتيا، هوښياري او اوچتوالي معيارپانګه ده. علم، پوهه، بشرغوښتنه او انسان پالنه هسې څنګزنې فردي خبرې دي. د ليبراليزم يوه ځانګړې پايله هم همدا ده، چې په پانګوالي نظام کې روښنفکران په دروغوځان ليبرال او آزاد ويني. خو د فيلسوف نيچه په ژبه: د نن ورځې روشنفکرسل ځله ترپخوا مريي دي اودا ځکه چې پانګې د هغه پښې، لاسونه اومغذونه ورتړلي دي.
زموږ فيوډالي يانيمه فيوډالي هېواد ته د پانګې همدغه له رېښو وروسته، زړه اود فساد چنجو وهلې ونه د پردو له خوا د پردو په توره راوړل شوې دی، چې د افغانستان اوعراق په شان جګړو ته را دانګي اودلته خپل لاسپوڅي اومافياغړي په مهمو پوستونوکې مقرروي، چې د دوي له خوا روزل شوي اوتربيه شوي دي.
اداري فساد د بهرنيو په مرسته جوړ شوی اود حامدکرزي حکومت په وخت کې د دوی په لاس جوړشوی دی، چې تراوسه پورې همدغه فسادګر دغني د يووالي په دولت کې هم خپلې دندې اورېښې ځغلوي.
د حامدکرزي هغه شعارهرڅه چې کوۍ کوۍ يې، خو خپلې پانګې بهرنيو هېوادونوته مه وړی د حامدکرزي له خوا دا يو شپيلک د چور اوچپاول اوتاوان اواز وو، چې د حکومت چارواکوهم په دې چور اوچپاول کې ښه برخه واخيسته.
- فساد څه ته وايي؟
- فساد يوازې اداري دی اوکه نور ډولونه لري؟
- اداري فسادڅه ته وايي؟
- د اداري فساد څېړلو ګټه او اهميت؟
- په افغانستان کې اداري فساد؟
- په افغانستان کې د اداري فساد علل اوعوامل کوم دي؟
- اداري فساد اوپه ښې حکومتدارۍ باندې د هغه اغېزې؟
د فساد لغوي معنی
فساد په لغات کې ويجاړولو، ګنده ګي اوتباهي په معنی دی فساد چې په انګليسي ژبه کې ورته ((Corruption)) وايي، د لاتين Crupper څخه مشتق شوی چې د ماتولو په معنی دی)).
فساد يوه ويجاړونکې اوماتونکې پديدې څخه عبارت دی، يا فساد هغه پديده چې د هغې په واسطه يوشی ماتېږي، کېدای شي، چې دا ماتېدونکی شی اخلاقي ارزښتونه وي ياهم ټولنيز اساسات وي ياهم اداري اصول وي.
د فساد کلمه په ابتداء کې يوازې د اخلاقوپه ساحه کې په کار وړل کېده اوهرکله به چې يوشخص د اخلاقي سرغړونه کوله، نوبيا د اخلاقي فساد مرتکب شوی دی، خو د وخت په تېرېدو سره دغه د فساد لفظ د اداري اومديريتي برخې لپاره هم په کار وړل شوي اوهرکله چې شخص د اداري اومديريتي اصولوڅخه سرپيچي کوله، نوبيا اداري فساد لفظ ورته استعمالېده.
نن ورځ دغه لفظ ترډېره بريده د اداري فساد لپاره استعمالېږي نه د اخلاقي فساد لپاره.
اداري فساد د يوه ويجاړونکي سرطان د ناروغي په شان ټولنيزه ناروغي ده، چې د نړۍ د ګڼ شمېرهېوادونو په اداري نظامونوکې لږ يا زيات ليدل کېږي. دغه ستونزه لکه د ريچو ياحسکو په شان د دولت اوټول ټولنيز سيستم کې خپلې رېښې ځغلوي اوټولنه له مادي اومعنوي نظره د لا پراخېدونکي فساد خواته بيايي او راز راز ټولنيز فسادونه لکه الف: اداري فساد، ب: اقتصادي فساد، ج: سياسي فساد، د: ټولنيز فساد، ح: اخلاقي فساد اومالي فساد ورڅخه پيداکېږي.