د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نور نه غواړم چې د ماجر کلیمه واورم!!

امین الله عادل 10.09.2016 10:11

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

ماجره، ... کابلیه... او ګیلم جمه.... دا هغه ټکي وو، چې هره ورځ به مو د پېښوریانو لخوا اورېدل... لومړی خو په کېمپ کې اوسېدو خو کله چې ښار ته را کډه شوو نو یو او بل ځای به کرايي اوسېدو او تر ډېره به خپلو ګاونډیانو زموږ اصلي نومونه نه پېژندل او نه یې دا هڅه کوله، چې زموږ نومونه زده کړي بلکې زموږ د وړو او زړو نوم ماجر ؤ. (او ماجره، او ماجرې)
زموږ ښه نوم هم ماجر ؤ او بد نوم مو هم ماجر ؤ. که به څوک را ته غوسه شول هغه به هم ویل [ورکشه ماجره، کابلیه] او که به  پر چا ګران شوو هغه به هم راته ویل [یره ماجره..!]. موږ به خبره یا په خندا را اړوله یا به مو خپل ورمېږ وګراوه ځان به مو ناګاره کړ. وروسته بیا عادت هم شوو. هېڅ د ناراحتۍ احساس مو نه کاوه. ویل به مو چې ځه ماجر خو یو. خپل کور کلی مو پرې اېښی او دلته په پردي وطن کې اوسېږو.
محمد نادر د لوګر ولایت اوسېدونکی او ډېر کلونه مخکې پېښور ته کډه شوی ؤ او د ببو په کمېپ کې یې هستوګنه کوله. خو وروسته ښار ته کډه شو او په پېښور ښار کې اوسېده. کله چې په افغانستان کې د حامد کرزي حکومت رامنځ ته شو، په جپو جپو خپل افغانان خپل هېواد ته را ستانه شول او ډېر نور چې په کمېپو کې اوسېدل ښار ته را کډه شول. نادر وايی زه هم ښار ته را کډه شوم او د پېښور په بورډ بازار کې مې د سبزیو کراچۍ چلوله، وایی چې د ترافیکو او پولیسو ښه کار را باندې جوړ ؤ. له هغه خوا نه به هم چې ترافیک را پېښ شو پیسې به یې را نه واخیستې او له دې خوا به هم چې را غبرګ شو پیسې به یې را نه واخیستې. له سپکو سپورو سره خو یې داسې عادي ؤ لکه څوک چې مړي ته سپکې سپورې وايي.  
داسې پېښې خو ډېرې وشوې، چې په یوه مهاجر څو پاکستاني را چیغه شوي او هغه یې زموږ په مخکې وهلی او ډبولی دی او موږ به په رڼو او رډو سترګو ورته کتل او هېڅ مو هم نه ویل.
نادر وايي په تېرو پنځلسو کلونو کې زموږ ژوند په هوا کې د بڼکې په شان ؤ که به د افغانستان او پاکستان سیاسي وضعه نورمال وه موږ به هم لږ په کراره باد اخوا او دغه خوا وهلو او که به د پاکستان او افغانستان ترمنځ سیاسي وضعه خړه پړه شوه په همغه ورځ به باد په طوفان بدل شو. د پولیسو ځورولو، بندي کولو، پوښتنو او ګروېږنو به زور واخیست. موږ به هم ګنهګار غوندې وار له مخه سر کښته کړی ؤ او خپله ملامتي به مو مخکې له مخکې منلې وه. ویل مو بس [مهاجر یو] هرڅه چې کېږي حق دي په سترګو مو منلي!
نادر زیاتوي: داسې ورځ دې ناروا شي، چې تلویزون دي چالان وي او موږ ته دې دا خبره ذهن ته نه وي راغلي، چې د افغان کډوالو د پاتې کېدو او یا وتو موده لنډه شوه او که اوږده شوه.  بس دا پنځلس کلونه په همدې کې را باندې تېر شول.
نادر وايي نن مې له ځان سره وویل چې یره ډېر مرغان وزر لري خو ځیني باز غوندې الوت کوي او ځینې بیا د چرګې غوندې له لښتي هم نه شي تېرېدلی. له ځان سره مې هوډ وکړ، چې زه نور چرګه نه بلکې د باز غوندې خپل هېواد ته الوزم. دا چې هلته مې په وچ ډاګ سر کېږي او که په شنو درو دا به په افغانستان کې ګورو خو نور [ماجر] نه یم. که د پاکستان شناختي کارټ هم را کړي په کار مې نه دی. نه غواړم چې د[ماجر] کلیمه واورم. خپل وطن ګل وطن!