د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د وینو ډنډ

خالد څرنګد 08.09.2016 10:31

 روانه اونۍ افغانستان د خونړیو پیښو شاهد وو چې په ترڅ کې زموږ په لس هاوو هیواد والو خپل ژوند له لاسه ورکړ، چې یو له دغو خونړیو پیښو څخه د دفاع وزارت ته څیرمه دوه مرګونې چاودنې وې چې په نتیجه کې ۴۱ تنه مړه او تر ۱۱۰ تنو زیات ټپیان شول.
دا په خپل ذات کې لومړنۍ او آخرنۍ پيښه نه ده، بلکې دا د هغو پیښو د اوږدې لړۍ څخه یوه وه، چې هره ورځ د لس هاو  انسانو ژوند اخلي او په لس هاو میرمنې کونډې او ماشومان یې یتیمان کوي. دې ته ورته په هلمند کې د طالبانو په هغه زندان چې په کې افغان سرتیري ساتل کیدل، د امریکایې الوتکو له خو برید وشو چې په کې شته ټول ۳۰ تنه افغان سرتیري و وژل شول...نو، که د وژونکو پیښو ارقامو ته مخه کړو، نو د لیکنې له حوصلې څخه وځي او په همدغو څو بسنه کوو. اما، ولې زموږ وینه نه دریږي؟ ولې زموږ وینه ارزښت نه لري؟ که دغه مړینه په اروپا او امریکا کې وای، نو بیا به دوی څه حال اچولی وای؟ تاسو قضاوت وکړئ
دا په ډاډ سره ویلی شم چې د دې ټولو بدمرغیو چې په دې هیواد او سیمه کې روانې دي، تر شا یې په ټینګه د امریکا او د هغې د سیمییزو قراردادي کمپنیو لاس دی او دا امریکا وه چې افغانستان یې دې حالت ته ورساوه. امریکا له یوې خوا افغان لاس پوڅی دولت په داسې حال کې ساتي چې نه مړ او نه هم سم ژوندی وي، له بلې خوا سیمییزو استخباراتي کړیو ته زمینه سازي کوي چې افغانستان څخه د خپلو سیالو د تجربوي مرکز به توګه کار واخلي. په همدې توګه، امریکا په سیمه کې خپل اوږد مهال حضور غواړي، تر څو سیمه له افغانستان څخه تر نظارت لاندې ولري او منځنۍ آسیا باندې خپل تسلط حاصل کړي؛ نو د دې موخې لپاره باید افغانستان په همدغه حال کې وي او له بلې خوا یې جنګ داسې مدیریت کړ چې خپله د خیر په غونډۍ کیناسته او افغانان یې داسې سره اخته کړل چې د جنګ دواړه خواوې افغانان دي او امریکا یې ننداره کوي، له بل پلوه یی خپل مالي لګښت صفر ته راټیټ کړ، چې له دې پلوه تر سخت فشار لاندې وه.
له بلې خوا، د ملي وحدت حکومت په هره برخه کې تر دې حده ناکاره او نا اهله دی چې سړی یې له تحلیل کولو څخه حیا کوي. د دوه سره حکومت  مشران او ټیمونه یې په فساد کې تر دې حده ډوب دي چې خپله یې اقرار کوي او دوی خپله د فاسد منبع دي. د افغانستان له ګټو څخه دوی د امریکا ګټو ته ډیر ژمن او وفادار دي، دا په دې خاطر کوي چې امریکا د دوی شخصي بقا او قدرت ته ګواښ پیښ نه کړي، نو د هیڅ ډول خبرې جرئت د امریکا د ټولو جنایتونو په وړاندې نه لري او نه یې کوي. په دروغ ویلو او غولونکو وعدو ورکلو کې هر ډول اخلاقي مرز تر پښو لاندې کړی، له درواغو او تشو وعدو یې پرته بل کار نه شته؛ خلک د وینو په ډنډ کې ژوند کوي او وینه یې د سیل آب په توګه روانه ده، خو د حکومت مشران وایې چې خیرو خیرت دی...
څه وکړو چې له دغه ډنډ څه ځان و باسو؟
زه وایم، له کومې ورځې چې امریکا افغانستان او سیمه کې پښه ایښې، له هماغې ورځې څخه خلکو ښه ورځ نه ده لیدلې او تر مختلفو نومو او عنوانو لاندې وژل شوي، کورونه یې وران شوي، کډوال شوي او حتی له بې عزتۍ سره مخ شوي؛ نو تر څو چې دغه د دوست په جامه کې پټ دښمن له ځان څخه لرې نه کړو، او خلک په خپل فکر او باور باندې ولاړ نظام رامنځ ته نه کړي، دغه له مصیبوتونو او دردونو ډک حالت به تغیر نه شي. دا ځکه چې زموږ خلک مسلمان او په عقیده ولاړ ولس دی، او د همدې باور لپاره یې په سل هاو کلونه قرباني ورکړې او په همدغه عقیدې سره راټولیږي او له دې پرته هیڅ کوم څیز نه شته چې زموږ خلک پرې راټول شي، تاریخ د دې خبرې ستر شاهد دی.