د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ښاغلی حامد کرزی د بین الافغانی صلح په هکله درست وایی، مګر یوازی دا "وییل" کافی او یا بس نه ده!

افغان تحرک 05.09.2016 14:50

په ګران افغانستان کښی پس له څلویښت کال جګړه د سولې فرهنګ وده دقیق او علمی کار ته اړتیا لری!


د افغانستان پخواني ولسمشر ښاغلی حامد کرزی د بین الافغانی صلح په هکله وایی چی: "د افغانستان لانجه په جنګ نه، په سولې هوارېدای شي"، او د ښاغلی کرزی دا خبره درسته ده!

نوموړي پرون (۴ اګست) په لندن کې د افغانانو يوې غونډې ته د وينا پر مهال زياته کړه چې "د افغانستان د نجات يوازيني لار د ښکېلو غاړو تر منځ سوله ده" او پر افغانانو او نړيوالو غږ کړی چې له جنګه لاس واخلي او د سولې لار خپله کړې.

ښاغلي کرزي وويل چې "طالبانو زما ورور راووژی او په زرګونو نور افغانان يې په بريدونو کې مړه شول". خو د ده په وينا، دی بيا هم هغو ته "وروڼه" وايي او هيله لري چې هغوی له جنګ څخه لاس واخلي او د هېواد په ابادۍ کې رول ولوبوي. ښاغلی کرزی مېشتو افغانانو غونډې ته يې وویل، افغانستان په هېواد کې مېشتو ټولو قومونو ګډ کور دی او ولس بايد د دې اجازه ور نه کړي چې د قومونو منځ تفرقه او درزونه پيدا شي.

د بین الافغانی صلح په هکله د ښاغلی حامد کرزی دا خبره بلکل درسته ده، مګر متاسفانه یوازی دا "وییل" کافی نه ده، بلکی مونږ "د سولې پیدا کول"، "د سولې جوړول" ، "د سولې بشپړ کول"، "د سولې آفرینی"، " د سولې آفریدن" او د سولې جوړوونکی لپاره دقیق پروسو او دقیق عملی کار ته اړتیا او ضرورت لرو چې باید ژر تر ژره پکشی پیل کړو!

ای کاش چې د ښاغلی حامد کرزی یوازی دا "وییل" کافی او یا بس وه!


مثلا په ګران افغانستان کی "د سولې جوړول" پروسو لپاره لا اقل باید ژر تر ژره دا لاندنی نکات ته رسیده ګی صورت اخلی.

١- په ګران افغانستان کی، بلخصوص د جګړې په سیمو کې د سولې لپاره د زده کړې پيل، سولییز فضا ایجادول.
٢- میدیایی سولییز فضا ایجادول: ژورنالیستی د راپور ورکولو رغنده ، حل لرونکې د راپور ورکولو د چلولو او د دې روش،
٣- علمی سولییز فضا ایجادول.
یعنی: په علم په دګر کی: علمي سولییز میتودونو څخه استفاده: د جګړې د بدلون او په راټولولو نړۍ میتودونو او د هغوی اغیزمنتیا معاینه،
٤- ټولنیز سولییز فضا ایجادول. په افغانی ټولنه کی: سولییز ټولنیز افراد او سولییز ټولنیز سازمانونه او سولییز ټولنیز موسسات، سولییز ټولنیز شبکه ګانی یو بل سره مرتبط کول.

-------------------------------------------------------

به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و هر چه دقیقتر در راۀ مبارزه با فساد اداری!

به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و دقیقتر با ایران محوری ها و پاکستان محوری های مخرب در افغانستان عزیز!

به امید دقت به کوچکترین واحد های کاری در هر ساحۀ کاری ما!

به امید اتحاد و وحدت هر چه بیشتر اقوام شریف افغانستان!

به امید صلح، ثبات، عدالت اجتماعی، قانونیت، ترقی و رفاه برای مردم رنجدیدۀ ما