د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

یو تور تاریخ تکراریږي

سپین کانوال 03.09.2016 14:07

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

پخوا به ویل کیدل چې تاریخ نه تکراریږي. که دې موضوع ته د تاریخي نیټو د واقع کیدو په رڼا کې وګورو چې کومه ورځ څو کاله یا څو پیړۍ د مخه واقع شوې وه، د تاریخي نظره هغه نیټه بیا نه تکراریږي. خو که چیرې د یو هیواد د  اقتصادي او سیاسي تیرو تاریخي پيښو ته، د هغوی د تکرار او پيښیدو له نظره پام وکړو نو بیا دا نظریه چې تاریخ نه تکراريږي، سرچپه ثابتیږي.
د هیواد لرغونی او معاصر تاریخ د ډیرو لوړو او ژورو څخه تیر شوی دی. که له یوې خوا د دې خاورې اصیلو او میړنیو بچیانو د خپل هیواد او ولس د ساتنې لپاره سترې کارنامې او اتلولۍ کړې او ویاړونه يې ګټلي دي، نو د دې تر څنګه يې د غلامۍ او بدمرغۍ تورې ورځې هم تجربه کړي دي. دلته زه نه غواړم چې د هیواد د تاریخ ټولو ویاړلو او ټولو ویرجنو او تورو ورځو ته په مفصله توګه اشاره وکړم، ځکه دا کار ډیرې پوهې، تجربې او وخت ته اړتیا لري او دا چې زمونږ د معاصر تاریخ سره اړوند پيښو څخه هیوادوال ښه خبر دی نو ځکه يې تکرار هم ډیر اړین نه بولم.
د هیواد د تاریخ په بیلا بیلو پړاونو کې په دې خاوره ستر ستر تاړاکونه شوي خو په ډیره میړانه يې ځواب ورکول شوی دی. کله کله بیا داسې هم پيښ شوي دي چې د هیواد د بچیانو سرښندنې او اتلولۍ په ډیر ناچیزه بیه د څو ځان پلورونکو او وطن پلورونکو له خوا په پردیو او بهرنیو پلورل شوي دي. دې ډول ځان پلورونکو عناصرو د غلامۍ تور زنځیر په غاړه کړی دی چې په پایله کې يې ولس او هیواد ته بدمرغي او بدنامي په ارمغان را وړې ده.
دلته د تکراري پيښو په لړ کې د هیواد د معاصر تاریخ د دوه بیلګو یادونه کوم:
کله چې د ۱۲۹۸ کال د زمري د میاشتې په ۲۸ نیټه افغان اتل او خپلواکۍ خوښونکي ملت د غازي امان الله خان په مشرۍ د انګریزي استعمار څخه خپلواکي اعلان کړه، نو د هغه مهال ستر ښکیلاکي دښمن ځواک لپاره زمونږ د هیواد او ولس دا حالت د زغملو او منلو وړ نه وه، نو يې زمونږ د نوي خپلواکۍ ته رسیدلي ملت او دولت پر خلاف دسیسې پیل کړې. د دې دسیسو لپاره ښه بهانه د ځوان پرمختګ خوښونکي پاچا بیړني اقدامات او پروګرامونه وو (چې د افغانستان په څير یوه وروسته پاته ټولنه کې لا شرایط ور ته ډیر مناسب نه وو)، نو ځکه يې د هغه پر وړاندې په توطیو لاس پورې کړ. په دې اړوند د ملا په جامه کې اصلي انګریز ګوډ ملا او د شور بازار د حضرت یادونه کولای شو، دې ګوډ ملا، د شور بازار د حضرت او محلي ملګرو يې د نوي خپلواک دولت پر وړاندې دسیسې پیل کړې. ګوډ ملا او ملګري يې تر ډیره بریده په خپلو پلانونو کې بریالي شول، ځکه چې تر شا يې د هغه مهال ستر نړیوال ښکیلاکي هیواد یا انګریزي امپراتوري ولاړه وه. له بله پلوه د هیواد اوسیدونکي چې د لږ سیاسي شعور او پوهې خاوندان او افغاني ټولنه هم یوه مذهبي ټولنه وه،  نو انګریز او داخلي نوکرانو يې وکولای شو خپل منفي تبلیغاتي کمپاین په بریالي توګه پرمخ یوسي. د دې پروژې د عملي پلي کولو لپاره يې یو بدنام کس د حبیب الله کلکاني په نوم غوره کړ، او دا ځکه چې هر یو غل د ډیرو لږو امتیازاتو په بدل کې چې انګریز دې ډلګۍ ته برابرول ډیر ناوړه کارونه تر سره کړل چې پایله يې د ۱۹۲۹ کال د جنورۍ د میاشتې په ۱۷ نیټه د غازي امان الله خان تر مشرۍ لاند ې د نوي خپلواک شوي هیواد د نظام د سقوط څخه عبارت دی.  
د هیواد د اصیلو بچیانو د سرښندنې په بدل کې د تر لاسه شوې خپلواکۍ ورځ چې د زمري د میاشتې ۲۸ سره سمون لري د هیواد د خپلواکې د ورځې د جشن په نامه نمانځل کیږي او د ټولو په وطن مینو افغانانو لپاره یوه له ویاړه ډکه ورځ ګڼل کیږي (له بده مرغه د سترې لوبې د یوې برخې په توګه د مجاهدینو د بري څخه وروسته د دې ورځې پر ځای د ثور اتم ورځ نمانځل کیږي). خو حبیب الله کلکاني یعنې هغه څوک چې د افغان خپلواک نظام په را پرزولو کې يې ستر لاس او مهم نقش در لود، د افغان تاریخ یو له هغو تور مخو  څهرو څخه ګڼل او د یو ستر خاین په سترګه ور ته کتل کیږي.
تاریخي پيښې څنګه تکراریږي؟
په ۱۳۵۷ کال د ثور په اومه د غويې کودتا تر سره شوه. دا کودتايي حرکت د بیلا بیلو دلایلو له مخې د ملت لپاره د منلو او زغملو وړ نه وه.  ملت د دې نظام پر وړاندې پاڅون وکړ او ملت د ولسونو په محاصره کې راغي. نظام او بهرني ملاتړې يې وار خطا شول، چې په پایله کې شوروي اتحاد د سیاسي مداخلې تر څنګ نیغ په نیغه زموږ پر هیواد نظامي تیری وکړ.
ملت سرتاسري ملي پاڅون ته اړ شو. د ملت له دې پاڅون، سرښندنو او سپیڅلو احساساتو څخه د تیر په څير ځینو داخلي کړیو او د هغوی بهرنیو بدنیتو او ښکیلاک ګرو کړیو بیا ډیره ناوړه ګټه پورته کړه او هغه دا چې په ټوله کیسه کې يې افغان ملت څخه د قربانۍ ګډوری جوړ کړ تر څو له یوې خوا د افغان ملت څخه بیا ځلې تاریخي غچ واخلي او هم خپل یو نړیوال سیال د افغانانو پر مټ مات کړي.
په دې ستره لوبه کې د جګړې یو لورې ماته و خوړه خو ور سره بل لورې ته د خپلو ګوډاګیانو په مرسته د لا نورې مداخلې لاره هواره شوه. په لوبه کې غربي ښکیلاکي ځواکونو خپل کړۍ پر غوږ غلامان ښه و نازول او په ډول ډول نومونو يې و ستایل. لکه د بیلګې په توګه آمر، آمیر، ستر مجاهد، د شهیدانو سردار او داسې نور. ټول واک يې همدې پلورل شوو ډلګیو ته ولیږداوه. په یوه او بل نامه يې کورنیو جګړو ته لمن و وهله. ولس يې له خپل واک او ټولو انساني، افغاني او اسلامي حقونو څخه بې برخې کړ.  
اوس په افغانستان کې د دښمن اصلي موخه څه ده؟ ځواب ډیر روښانه دی او هغه دا چې غربي ښکیلاک غواړي چې زمونږ په هیواد کې د جګړې اور بل و ساتي او له دې وضعیت څخه د ګټې اخستلو له لارې له افغانستان څخه د خیز د یوې تختې په توګه کار واخلي. جګړه يې په داسې بڼه ژوندۍ ساتلې چې د جګړې دواړه لورې د سطرنج د لوبې د پیاده ګانوپه توګه په لوبه کې برخه اخلي. بهرنیان او له هغوی سره تړلې داخلي کړۍ غواړي چې اوبه خړې کړي او هر لوری په کې د ځان لپاره  کبان ونیسي. د دې چارې د ښه تر سره کولو لپاره يې دوه ډوله لوبه پیل کړې. یو د هیواد په داخل کې د مخالفتونو زیږول او بل له بهر څخه د یوې نیابتي جګړې په بڼه د بهرنیو بربنډې سیاسي او نظامي مداخلي. دا دواړه ډوله چارې په افغانستان کې ښه په درز کې او په بریالیتوب پر مخ روانې دي. د داخلي مخالفتونو د زیږولو او رامنځته کولو لپاره يې د افغانانو تر منځ سیاسي، مذهبي، ژبني، سمتي مخالفتونو ته لمن وهلې ده. چې همدا برخه يې زما  لپاره د پاملرنې وړ ده.
تاریخي پيښې تکراریږي. هغه پيښې او بدنامې څهرې چې د هیواد د بدمرغۍ سبب شوي دی، په بله بڼه را ژوندۍ او ستایل کیږي چې سړی ورته د تاریخ تریخ تکرار ویلای شي. د مخه مې د حبیب الله کلکاني نوم ته اشاره وکړه د چا بدنامه او غلامه څهره چې د هیڅ افغان څخه پټه نه ده او بیا هم ځينې خاینې کړۍ او ډلې د حبیب الله کلکاني د دې تاریخ ځپلې او بدنام شخصیت ستاینه کوي او غواړي چې د هغه تاریخي خاین هډوکي په رسمي او دولتي اعزاز د شهر اراء په غونډۍ کې خاورو ته وسپاري چې همدا کار تیره نیمه شپه د افغانانو د مخالفت سر سره بیا هم تر سره شو او د حبیب الله کلکاني او هغه د ملګرو د جسدونو خاورې يې به سمبولیکه توګه په همدې ځای کې ښخې کړې. د یادونې وړ ده چې د دې کار تر سره کول د نظامي او سیاسي اهدافو تر څنګ یوه بله موخه هم لري او هغه دا چې په یو ځای کې د مړو د ښخولو له لارې شخصي او دولتي ځمکې غصب کیږي چې مونږ ټول د دا ډول بیلګو شاهدان یو.   
 دا ولې؟
ځواب بیا هم د لمر په څير څرګند دی او هغه دا چې د هغه مهال د حبیب الله کلکاني او د هغه د بادار او د اوسنۍ زمانې د حبیب الله ګانو او د دوي د بادارانو تر منځ ډیر مشترک ګډ ټکي هم شته. یو دا چې د دې او هغه مهال د افغانانو د سپیڅلو او پاکو احساساتو څخه ښکیلاک او د هغه نوکران منفي او زمونږ د ملت او هیواد پر خلاف ناوړه او ناروا ګټه پورته کوي. د هغه مهال او اوس مهال ښکیلاک لپاره هماغه ښکیلاکي معیار مطرح دی چې دوستۍ موقتې او ګټې دایمي دي، نو له همدې امله استعماري موخې هم د اوږدې مودې ګټې وي چې د تر لاسه کولو لپاره يې د همدې بدنامو او غلام صفته بدنامو او پیژندل شوو څهرو او کړیو څخه کار اخستل کیږي.  بله دا چې نوکران که تر هر نوم او عنوان لاندې حرکت کوي ټول هماغه یو کار، چې د ولسونو غلامولو او د ښکیلاک خدمت دی، تر سره کوي. په دې ټوله لوبه کې چې کومه موضوع زړه پورې ده هغه دا ده چې بیا هم نوکر، نوکر دی که په چپ نامه وي او که په راست خو باید ولس لپاره د پیژندو وړ وي. د پخوانیو او اوسنیو غلامانو تر منځ توپیر یوازې همدومره دی چې پخواني د انګریز په شلخي ټوپک او اوسني بیا د او مریکا د (B-52) او قاره پیما توغندیو په مرسته د واک په ګدۍ کښینول شوي دي. که همدا اوس د (B-52) سیوري د ټولو اوسنیو واکدارانو له سره لیري شي نو بیا لا تر پخوا د ملت ځپل او لوټ تالان جاري وي او د ملت لاهو کښتې به مخ په ډوبیدو شي.
 په دې ورځو کې یوه کیسه ډيره توده روانه ده او هغه دا چې د زاړه حبیب الله کلکاني، نوي ملګري غواړي د حبیب الله کلکاني خاورې شوي هډوکي (خدای خبر چې څه شی شته او که نه) و نازوي چې د یوې خوا د حبیب الله کلکاني په نوم سیاسي سوداګري وکړي او له بله پلوه خپلو بهرنیو بادارانو ته د وفادارۍ ثبوت وړاندې کړي. د هیواد په نورو برخو کې لکه ننګرهار کې ور ته پیښې تکرار شوي او هغه دا چې د مرحوم غازي امان الله خان د آرامګاه تر څنګ يې د انصاف خلاف د بل چا جسد هم ښخ کړی دی.  
دا هم د یادونې وړ ده چې د غلامانو تر منځ توپیر د تور او سپین توپیر کول یوه ستره ملي جفا ده.
خو د دې ټولو تر څنګ د افغان ولس لپاره یو ستر تجربوې درس هم پروت دی، او هغه دا چې ملت باید خپل زاړه او نوي دښمنان سره په پرتله او ښه يې وپیژني او د هغوی په مکاریو او فریبونو او ناولو تړاونو و پوهیږي. په هر حال تاریخ تر ټولو ښه قاضي دی.

ژوندۍ دې وي ازادي او خپلواکي
مړه دې غلامي او بلواکي