د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ښاغلی محترم ډاکتر م. ع. تره کی هیله او د استیناف محکمه

افغان تحرک 02.09.2016 12:20

ښاغلی محترم ډاکتر م. ع. تره کی د "د انس حقاني د اعدام حکم بیا قاضیان د مرګ تر ګواښ لاندې راوړي"
تر عنوان لاندی لیکی:

"په تیرو پنخه لس کلونو کې د امریکا ګن شمیرې جنګي عملیات د مخالفینو نه د غچې اخیستنې په مقصد ترسره شوې ده : په هلمند کې د طالبانو په زندان کې د وروستي بمباري چه په کې لسګونه تنه حکومتی سربازان ژوبل او ووژل شول انګیزه دا وو چه مقاومت ته د حکومتي سربازانو د تسلیمیدو پروسه چه په تولو جبهاتو کې په چتکي راروانه وه مخه ونیسي. د تسلیم شوې سربازانو نه غچ واخلي. او نهایټآ د جګړې د کمیدو مخه دب کړي.

پرون د کابل ابتدائیه محکمې د پخواني جهادي قومندان مولوي جلال الدین حقاني زوی انس حقاني په اعدام محکوم کړ. دغه حکم په امریکایي پوهنتون باندې د برید نه چه تر اوسه پورې مسئولیت یې هیچا نده منلی ، څو ورځی وروسته اعلانیږي. د دواړو پیښو زماني نږدیوالې او د افغانستان په جګړه کې د امریکا د مخکنی کړنو نه داسې
مالومیږي چه امریکا د پوهنتون د پیښې پړه په وسله وال مقاومت باندې اچوي او په اصطلاح د «حقانې شبکې» نه د غچ اخیستنې په لته کې ده.

* * *

حافظ عبدالرشید او انس حقاني د ۲۰۱۴ کال د اکتوبر په ١٢ مه په بحرین کې امریکایانو توقیف بیا یې اماراتواو له هغه ځایه یې په افغانستان کې ملي امنیت ته سپارلي وو. حافظ عبدالرشید د خپل ورور د لیدلو لپار قطر ته تللیو. انس حقاني د جلال الدین حقاني کشر زوی، زده کونکی اوغیرسیاسي سړی دی.

٢٠١١م. کال د نوامبر په ١٢ مه نېټه په ګوانتانامو کې د افغان بندیانو د خوشې کیدو په مقصد د امریکا د حکومت له خوا یوه طرحه « مطلوب شرطونه ، قیودات او اطمینان » تر نامه لاندې قطر امارت ته وړاندې شو. په م کال کې د طرح د چوکات د ننه د امریکا او قطر د حکومتونو تر منځ په « دوحه » کې د ګوانتانامو د بندیانو د ساتلو په موخه همغږي رامنځته شوه.
دا طرحه په ۲۰۱۴ م. کال د طالبانو قطر دفترته وسپارله شوه.

په موافقت لیک کې راغلي « : د قطر دولت کولی شي د بندیانو د کورنیو غړیو ته په قطر کې داستوګنې اجازه ورکړي. آزاد شوي بندیان به د خپلې کورنۍ د هرغړي په باره کې مخکې له مخکې د قطر له دولت سره مشوره کوي او د قطر دولت به د اوسیدلو قانوني سندونه ورکوي.»(لسمه ماده).
د موافقت لیک په بنست د آزاد شوېو بندیانو کورنیو غړېو ، نه یوازې د بندیانو سره کتلي شي بلکې په قطر کي د هستوګنې حق لري.

د توافق په اجرا کولو کې امریکا او د قطر حکومتونه د دواړه مسئولیت په ګوته شوې وو. د یاده ونباسو چه توقیف شوي طالبان د بل چا په ګناه نیول شوي وو. په واقعیت کې دوی د وسله والو طالبانو په منځ کې ملکیان کڼل کیږي. دلته د بشر د حقونو د نړیوالې اعلامیې او د امریکا ، قطر او افغانستان د اساسي قوانینو نه چه په کې د جرم شخصي توپ په ګوته شوې ښکاره تیري شوې وو. بلې خوآ په توافق لیک کې قطر پخپله خاوره کې امریکا ته د مشکوکو طالبانو د نیولو اجازه نده ورکړي. امریکا د قطر په ملي واکمني باندې په تیري تورنه ده.

نړیوال قوانین د ملي واکمنې په نشتوالې او د اشغالګرو په وړاندې د جګړې په شته والې هغه کسان چه د جګړې
په بهیر کې د جګړې د اړخونو له خوآ توقیف کیږي د جنګي اسیرانو په توګه پیږني . د ژنو کانوانسیونونه ( دریم او څلورم کانوانسیون – د اګست ١٢- ١٩٤٩ کال ) جنګی اسیر تر حقوقي پوښښ لاندې راوړي او د ده اعدام د جنایت په حیث پیږني.

په امریکایي پوهنتون باندې برید د هرچا له خوآ چه شوې وي یو جنګي جنایت دي . د هغه په بدل د یو سیاسي
زنداني او جنګی اسیر اعدامول بل جنایت ګنل کیږي. دیرش کاله جنګي تجربه موږ ته ښودلې چه یو جنایت د بل
جنایت مخه نیولي نشي.

انس حقانی د ابتدائیه محکمې له طرفه م
حکوم شوې. دا هیله شته چه د افغانستان د بیړنیو حالاتو په نظر نیولو
سره د استیناف محکمه په دوسیه باندې له سره کتنه وکړي او پرینږدي چه بیګناه قاضیان د امریکا د سیاسي لوبو
قرباني شي.
پای
٣٠ - ٠٨-٢٠١٦
ډاکتر م ، ع ، تره کی"

-----------------------------------------------------------


به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و هر چه دقیقتر در راۀ مبارزه با فساد اداری!

به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و دقیقتر با ایران محوری ها و پاکستان محوری های مخرب در افغانستان عزیز!

به امید دقت به کوچکترین واحد های کاری در هر ساحۀ کاری ما!

به امید اتحاد و وحدت هر چه بیشتر اقوام شریف افغانستان!

به امید صلح، ثبات، عدالت اجتماعی، قانونیت، ترقی و رفاه برای مردم رنجدیدۀ ما