د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ملتونه، ستر لیدلوري، د مثبت بدلون تنده

محمد عارف رسولي 01.09.2016 11:25

سریزه
دا مقاله په دې بحث کوي چې په ملتونو کې څنګه د مثبت بدلون لپاره شرایط او تنده راپیداکیږي. د ګډو سترو ارمانونو ټاکل او ورته کار کول د هغوی په یووالي، ویښتیا او پرمختګ کې څه اغیزه لري؟ همدارنګه، په لیکنه کې به د شته ننګونو او فرصتونو په پیژندنه، اهمیت او د دې ټولو په تړاو رڼا واچول شي.  
د افغانستان اوسنی حالت
افغانستان اوس یو بیوزله او په نورو متکي ملک دی. دولت او نظام مو ماتیدونکی دی. د ماتیدونکی کلمه هغو ملکونو ته کاریږي چې یو له پخوا بیوزله و، او بیا اوږدې شخړې او جګړې ورباندې راغلې، نظام، ملي او دولتي نهادونه، ملي صنایع، د قانون حاکمیت، ښوونیز سیستم، ملي اقتصاد، ملي ارزښتونه، ملي ویاړنې، ملي کلتور، ملي اردو او نور سیستمونه یې له منځه تللي وي. هرڅومره چې دا جګړه اوږدیږي په همغه کچه د نظام ماتیدونکی اړخ زیاتیږي.
د هرې ورځې په تیریدو سره د ټولنې د یو شمیر نورو خلکو مغزونه، کلتور او ارزښتونه سم کار پریږدي او په قوم پرستۍ، غدر او ټګۍ کې وردننه کیږي. اداري، سیاسي، او اخلاقي فساد سره له اقتصادي مافیايي نظام راج چلوي. یو شمیر کسان چې د قدرت په ګدۍ ناست وي ځان ترقانون پورته ګڼي او په هیڅ چوکاټ کې نه جوړیږي. عام ولس، وتلي روحاني شخصیتونه، روڼ اندي، ریښتیني مشران بې وسه وي او څوک یې خبره نه مني. ځینو کړیو ته ښه موکه په لاس ورشي ترڅو ملت او دولت تر خوږ ګوته ونیسي او خپلې ګروهي ګټې ورباندې ومني. دوی ته ملي ګټې او د هیواد برخلیک کوم ارزښت نه لري او یوازې د خپلو ګټو او تسلط په فکر کې وي. عام ولس ویشل شوی وي، زړه سواندې مشران شته وي خو هغوی د هیواد د سالمیت او ملي حاکمیت نازکه شیشه په غیږ کې نیولې وي او له احتیاطه کار اخلي.
زموږ د ملک اوس کټ مټ همدا حال دی. د ځینو بهرنیو او سیمه ییزو دولتونو لخوا لاسوهنه او بربنډ توهین خپل وروستي حد ته رسیدلی. هغه بله ورځ په ټولنیزو رسنیو کې ټولو ولیدل چې زموږ د هیواد د بهرنیو چارو وزیر له کوم ایراني چارواکي سره په تهران کې ناست دی په داسې حال کې چې تر شا یې یوازې د ایران بیرغ ښکاري. داکار د ټولو دیپلوماتیکو پروتوکولونو خلاف دی. یو خو خپله زموږ د وزیر په هکله زیات سوالونه راپیدا کیږي او بله دا چې، ایران دا پیام په ډاګه کوي چې افغانانو تاسو زموږ سیالان نه یاست. یو څوک ویلای شي چې څنګه یې سیال کیدای شو چې زموږ خارجه وزیر په داسې یو توهین راضي شي.
خو د مغرورو کسانو عادت وي، ستا تاریخ، عظمت، افتخارات او هویت پټوي او هغه هم چې له دوی سره د مقابلو په هکله وي. ایرانیانو د میرویس نیکه، شاه اشرف او احمد شاه بابا کارنامې نه دی هیرې، دوی ته له ګورګین او نورو سره زموږ د نیکونو چلند ښه مالوم دی، خو ورڅخه سترګې پټوي. هغوی ښه خبر دي چې د دوي د چارواکو ناموسونه چې د خپلو حریفانو تر تعرض لاندې وو، ابدالي په عزت کې وساتل. خو دوی زموږ اوسنی حالت موږ ته ځلوي او مزدوران یې هم دلته په افغانستان کې موږ د هغوی په تمدني ساحه کې بولي.
له بلې خوا هم د پنجاب د لیونیو نظامیانو تنده زموږ د ملک په ورانولو او وینو څښلو نه ماتیږي. هره ورځ یوه نوې دسیسه کوي او اړم دي ترهغو خپلو چلوټو ته دوام ورکړي ترڅو د هغوی د ستراتیژیک عمق ارمان نه وي پوره شوی. خو یقیني ده چې انشا الله تعالی دا ارمان به دوی ټول ګور ته یوسي. دوی د خپل لیونتوب له مخې نه ویني چې ولې خپل ګاونډی او مسلمان هیواد یې اړ کړ چې د دوی دښمن ته لاس ورکړي.
په اوسني وخت کې زموږ هیواد د دوو لارو پر سر ولاړ دی. موږ باید انتخاب وکړو چې په کومه لاره ځو. د هیواد ورانولو، شخړو او خدای مکړه د سقوط لاره او که د نجات لاره خپلوو. که همت وکړو هغه متل به رښتیا کړو چې وایي: په کومه ویاله کې چې اوبه تیرې وي بیا هم پکې راګرزیدلای شي. خو اړینه ده چې، خپلو مسوولیتونو ته ځیر شو. د نورو ویښو ملتونو په څیر د خپل تاریخ په دې حساسه مرحله کې باید له ځانه یو څو ستراتیژیکې پوښتنې وکړو. ایادا حالت راته د منلو دی؟ ایا دوام یې د کوم چا په ګټه دی؟ که د منلو نه دی او هیچ چا ته ګټه هم نه لري، نو څه کول په کاردي؟ نورو ملتونو په ورته حالاتو کې څنګه ځانته نجات ورکړی دی او کوم کړه یې د موږ لپاره درس کیدی شي؟ څنګه له دې حالت څخه راووزو؟  داسوالونه زموږ په هر کنفرانس، هر سیمینار، هره هجره، هر مجلس او هر بنډار کې باید ښه تحلیل او شاربل شي. د مقالو لیکلو، شعرونو ویلو، هنري اثارو، فلمونو جوړولو او نورو ټولو ورته کارونو د اجندا په سرکې همدا خبره اړینه ده.
 دلته زه یوه داسې لاره وړاندیز کوم چې نړیوالو کارپوهانو ورته وده ورکړې او زیاتو ملکونو او مشرانو یې د خپلو ملکونو، ملي او دولتي ادارو او انفرادي کسانو یې ورڅخه ګټه اخیستی ده. دا لاره زموږ د ملت لپاره د ستر ګډ ملي لیدلوري، لوړو ارمانونو ټاکل، او په ګډه ورته کار کول دي.
ملي ګډ لیدلوری او ګټې یې
له پورته خواشینوونکي حالت څخه د خپل ملت د ایستلو لاره داده چې ملت په یوه ستر ملي لیدلوري (vision) او ارمانونو راټول کړو. زموږ دولت باید د هیواد له وتلو ریښتینو کارپوهانو او مشرانو سره د خپل ملت لپاره لوړ، روښانه او ګډ ملي لیدلوری او ملي ایدیالونه چې، د هر با ایمانه او ریښتینی افغان د زړه له کومی غوښتنه وي، په مشارکتي ډول وټاکي. دا د کنفرانسونو او سیمینارونو، لیکنو، مشعارو، او ګردیو میزونو له لارې ښه کیدای شي او د نړۍ زیات ملکونه له دې لارې کار اخلي. په دې پروسه او بهیر کې دولت باید دا ملي ارمانونه ښه خلکو ته روښانه کړي ترڅو ټول خلک ځان په کې وګوري. دا به په ملت کې مثبت فکر، مثبتې هیلې، د سترو کارونو د سرته رسولو لپاره د خولو تویولو او قربانۍ  ورکولو ولولې او په پای کې یوه نوښتګره انرژي رامنځته کړي.
په ملت کې مشران یوازې لوړپوړي دولتي چارواکي نه دي. ټول هغه کسان چې په خپلو خلکو کې اغیزه او رسوخ لري، لیکوالان، ژورنالستان، مدني فعالان، روحاني شخصیتونه، د پوهنتون استادان، مسلکي او ادبي انجمنونه او بهیرونه او ټول هغه افغانان چې هیوادنیو ګټو ته ژمن وي په دې ډله کې راځي. ټول باید ځان مسوول وبولي او دملي لیدلوري په روښانولو او ملي ګټو ته د ژمنتیا په کار کې نه ستړ کیدونکې ونډه واخلي.
یو بد کلتور او ذهنیت چې په موږ کې عام شوی دی دادی چې، ځینې کسان به له پوهنتونه فارغ وي، ځان به مدني فعال بولي، په کوم ګوند، ډله او یا ټولنه کې به غړیتوب لري خو د بحث په وخت ټوله پړه په نورو اچوي او دا نه وایي چې زه خو هم مسوولیت لرم. زه نه وایم چې نیوکې د څوک نه کوي، خو نیوکه کوونکې خو باید خپله هم مثبت کار او هڅې ولري.   
د لوړ ارمان خبره یوازې په ملي کچه نه ده مطرح، بلکه دا زموږ د ملي ادارو، غیر دولتي موسسو، د سکتور خصوصي سازمانونو، سیاسي ګوندونو او ان د هر بنیادم لپاره اړینه ده. باید د لید لوري لرل او شته واقعیتونو ته تل اهمیت ورکړو، په ملي کچه، په وزارتونو، پوهنتونونو، مدني ټولنو، د ځوانانو خوځښتونو، قومي شوراګانو، شخصي کمپنیو او ترټولو مهم په شخصي ژوند کې دا کار باید وکړو. باید دا په علمي توګه په تولنیز شعور او ملي پرمختیایي پروسه کې شامل کړو. زموږ دا ټول نهادونه باید هم ملي لید لوري ته ژمن وي او هم یې باید د خپل ځان، او خپلې ادارې لپاه ولري او ورته کار وکړي.
ټولنو ته انګیزه او لوری ورکول مهم کار دی. خو ځینې تش په نامه مشران په غلطه لاره دا کار کوي. هغوي چې مثبت ارمان نه لري، سم لوری خلکو ته نه شي ورکولای، نو کرکو او تعصباتو ته لمن وهي، اوبه خړوي، کبان نیسي او په ځان پسې ډلګۍ راګاږي. دا کار اسانه دی خو هیچا ته اوږدمهاله ښې پایلې نه لري. خو ریښتیني مشران بیا هڅه کوي چې خپل ملت په سترو ګډو ایدیالونو راټول او یو موټی کړی او د بریا په لور یې رهبري کړي. دا یو څه اوږد مزل دی خو پایلې یې سمې دي.
د ملي لید لوري او ګډو ملي ارمانونو رامنځته او وده ورکولو بله ګټه به داوي چې، د منفي نظریاتو لرونکي، مفسدین، متعصبین او د کرکو خپروونکي خلک او ډلګۍ به د هغو په مرسته ډېر کښته په ډېرانونو او خس او خاشاکو کې خپل ځان او خپلې موخې وګوري. د هغوی مورال به خورا کمزوری شي او په ملت کې به لانور هم ګوښه پاته شي. داسې خلک ټیټه ځاني اجندا لري، د افغانستان شریف او وروڼه قومونه سره زړه بدي کوي، ملي ویاړمنو شعایرو ته سپکاوی کوي، اوبه خړوي او کبان نیسي، خو ځان د خلکو مدافع او اتل ښيي. خو کله چې ملت ته ستر او لوړ ملي اهداف ښکاره او یقیني شي، داسې ټول خلک به ډېر کښته په ډیران او خاورو خځلوکې پاته شي.
همدارنګه، به زموږ یو شمیر هغو خلکو ته ښه درس شي چې کیدای شي بد نیت ونه لري خو یوازېنۍ اجندا او ټوله پاملرنه یې له پیښو او ځینو سیاستونو سره عکس العمل ښودل دي. په ملي، سیاسي او ټولنیزو مسئلو کې کومه سمه لوړه او فعاله اجندا یا نه لري او یا یې سمه نه شي طرح او وړاندې کولای.
د یوه ښه لید لوري مثال او ورته رسیدل
دوه لسیزې وروسته افغانستان د نړیوال تجارت، ترانزیت، د انرژۍ د انتقال او اقتصاد یو مرکز او یوه څلور لاره وي، قانون حاکم او په ټولو یو ډول پلی کیږي، ښوونیز نظام او علمی مرکزونه مو په نړۍ کې معتبر ځای لري، انساني او ټولنیزه پانګه مو د پرختګ لویه سرچینه وي، خصوصي سکتور مو د اقتصادي وده رهبري کوي، له خپلو طبیعی زیرمو د خپلو ټولو خلکو لپاره پایداره ګټه اخلو، هیواد مو زرغون او چاپیریال مو خوندي وي،  ملي کتلور مو غوړیدلی، ملت مو هوسا، خپلواک، پرمختللی، یو موټی، سوله ییز او د نړۍ د شتمنو هیوادونو په کتار کې شي.  
که پورته او یا ورته لید لوري ته د یوه منظم دولتی پلان له مخې کار پيل شي، زیات بحثونه ورباندې وشي، اړین بدلون پکې راولو، لنډ مهاله او اوږد مهاله موخې، پرګرامونه او ستراتیژیک پلانونه په مشارکتي ډول ورته جوړ او په پلي کولو یې پیل وکړو. نو زموږ ملت به ځان هلته وګوري او خوشالي او په ځان اعتماد به یې څو ځلې زیاته شي. باید ووایو چې په نړۍ کې نن باب ده چې، انفرادی کسان، کاروباري خلک، سازمانونه، دولي او ملي نهادونه، نادولتی موسسې او په ملي کچه ټول لید لوری (Vision)، لنډ مهاله او اوږمهاله موخې ځانته ټاکي. د هرې کچې لپاره ستراټیژیک پلانونه او کړنلارې جوړ او پلي کوي. نو موږ هم  باید په هره کچه دا کار وکړو ترڅو ريښتینی پرمختګ وکړو.  
څوک به ووایي چې موږ او دا حالت. هو! په وروسته پاته  ټولنو اوملتونو کې ستونزه داوي چې خلک په خپلو شته فرصتونو نه پوهیږي او یا سر نه ورباندې خلاصوي. هغوی یوازې خپلو ننګونو او بې وسیو ته ګوري. دا همدا نظر او د ناهیلیو قوت د هغوی د وروسته پاته والي یو ستر او بنسټیز لامل دی. زموږ په هیواد کې د اوسنیو شته فرصتونو څخه یو هم د یوه خوځنده ځوان نسل راپورته کیدل دي چې له وطن او ملي مسئلو سره سخته مینه لري، خو دا پالل، تربیه کول، سوق کول او رهبري غواړي او هیله ده چې موږ دا کار پیل کړو. نور فرصتونه زموږ د ملک ستراتیژیک موقعیت، طبیعي زیرمې او توریالي او با استعداده خلک او نور زموږ غوره فرصتونه دي.
اوسنیو واقعیتونو ته نظر هم مهم دی
موږ پوهیږو چې یوازې د ارمانونو په هکله خبرې کول لکه خوب لیدل داسې دي او ډېره ګټه نه لري. اړینه ده تل ستر لید لوری او ارمانونه د شته اوسنیو واقعیتونو، ننګونو او شته فرصتونو سره یو ځای په نظر کې وساتو او تل یې سره پرتله کړو. همدارنګه، اوسني واقعیتونه، شته ننګونې او فرصتونه باید خلکو ته سم تشریح شي ترڅو له هغو یو روښانه تصویر ورته څرګند شي. که مو دا کار سم وکړ نو په ملت کې یوه ستره نوښتګره او خلاقه انرژي رامنځته کیږي او د سترو سترو کارونو توان مومي.
دا هم جوته ده چې ملي ګټو، د خاورې تمامیت، ملي ګډو ارمانونو ته تهدید، د پردو تیری او بې شرمانه لاسوهنه ملي او ټولنیز شعور او د بدلون انګیرنه زیاتوي او که له دې فرصت څخه سمه ګټه واخیستل شي، نو ملت بسیج کولای شي، په ملت کې ستره انرژي رامنځته کیږي او ملت خپله لاره ایستلای شي.
 دا هم جوته ده چې ملي ګټو، د خاورې تمامیت او ملي ګډو ارمانونو ته تهدید، د پردو تیری او بې شرمانه لاسوهنه ملي او ټولنیز شعور او د مثبت بدلون تنده زیاتوي. که له دې فرصت څخه سمه ګټه واخیستل شي، نو ملت بسیج کولای شي، په ملت کې ستره انرژي رامنځته کیږي او خپله لاره ایستلای شي. دا هم جوته ده چې ملي سترو ګټو ته تهدید، د پردو تیری او بې شرمانه لاسوهنه ملي او ټولنیز شعور او د بدلون انګیزه زیاتوي او که له دې فرصت څخه سمه ګټه واخیستل شي، نو ملت بسیج  او یو موټی او د پردو د تیري مخه نیولای شي.
اړینې کړنلارې او تګلارې
اوږدو شخړو، بیوزلیو، ټولنیزو ناخوالو او ناهیلیو زموږ په ټولنه کې زیاتې ټولنیزې عقدې راټوکولې چې ورته لاره موندل عقلاني چلند، تدبیر، صبر او زغم غواړي. په دې کې به د بهرنیو کړیو لاس وي خو اصلي ستونزه داخلي ده. د نلسن مندلا په قول که موږ یوازې ځان خرڅ نه کړو هر څه به سم وي.
دا ستونزې په بې ځایه، احساساتي او توندو انقلابي بیانونو نه سمیږي او لا خرابیږي. ځینې حساس اوملي ارزښتونه لکه ملي هویت، ملي یووالی، ملي او دیني شعایر، او نور چې دملت او ټولنې دښمنان په لوی لاس غواړي په هغو باندې بحث تر زیاتو کم عقلو کسانو او ډېرو ټیټو معیارونو پورې راکښته کړي، توند موافق او مخالف نظرونه ورباندې ورکړل شي، او عقده من کسان لا نور سپین سترګي شي. په دې توګه، د ملت او ټولنې کمزوره ټکي رابرسیره او په خورا حساسو ملي موضوعاتو کې د حیا او احتیاط پرده لیرې شي.
موږ باید د خپلو ملي ګټو سرې کرښې رامنځته او ښې روښانه کړو، ورباندې عامه پوهاوی زیات او هغه عقلاني کړنلاره هم په فعالانه توګه سمه روښانه کړو چې د ملي نوامیسو له دې سرو کرښو څخه د تیریدونکو سره باید څه وکړو. دلته بیا هم باید له زغم، تدبیر او عقلانیت څخه کار واخیستل شي او ستراټیژیک او نه احساساتي کار وشي.
که عامو افغانانو ته د سترو ایدیالونو  د درک او لمس کولو موکه ورکړه شي، ښه ورته تشریح او تولنیز شعور ته یې لوړ شی، په پوره یقین سره به ورته تعهد ولري او ملاتړ به یې وکړي. خو هغه افغانان چې دې کار ته ژمن دي، ورباندې فکر او کار کوي اړ دي چې اخلاقي لوړوالی، لوړ تمدني او انساني ارزښتونه په فعالانه توګه له ځانه وښيي. هغه خلک چې منفي فکرونه لري، راتلونکي ته ېې هیلې نه وي، له کینو او کرکو ډک وي دا کار نه شي کولای. که چا پیاز خوړلی وي، له خولې یې د خام پیاز بد بوی راځي، نو نورو خلکو ته به څنګه د خام پیاز نه خوړلو نصیحت کوي.
که په هیواد، خپلو دیني او ملي نوامیسو مینو افغانانو لوړ، مثبت او انسانی لیدلوري خپل کړ، کرکجن، متعصب او ځان غوښتونکي عناصر به ډېر ټیټ په خاورو او خځلو کې له خپل ملت څخه ګوښه پریږدي. خو که وطني ګټو ته ژمن کسان له ملي ګټو د دفاع په سنګر کې له هر ټیټ او خرڅ شوي کس سره په عکس العملي توګه لګیا وي، د همغه ټیټې کچې ته به راکښته کیږی او هغوی ته به شخصیت ورکوي. هوښیار، ریښتیني او په وطن مین افغانان اړ دي ځان غوښتونکي پریږدي پخپلو کینو کې وسوځي. پریږدی چې، هغوی دخپل جهالت په ډېر کښته کندو کې لګیا وي. زموږ ژمن کدرونه باید ملت ته د یووالي او لوړو ایدیالونو د ریښتیني سبا هیلې، سیاسي شعور، له نورو ملتونو سره د سیال کیدلو اصلي لارې چارې وښیي او نجات ورکړي.  
دا یو حقیقت دی چې زموږ د ستونزو اصلي لاملونه داخلي دي. ټولنه لکه د انسان بدن داسې ده، کله چې کمزورې شي، راز راز مکروبونه ورباندې حمله کوي او ناروغ شي. که غواړو د پردو له ظلمونو او لاس وهنو خلاص شو، لمړی باید خپل ځان اصلاح او بیا خپله ټولنه او ملت  وروزو. له حقایقو، خپلو تیروتنو او کمښتونو څخه باید غافله نه شو، ورڅخه ځان خبراو زده کړه وکړو. دا یو منل شوی قانون دی چې کله چېرې تشه رامنځته شي، نو ډکول غواړي، خو زیات وختونه شر غوښتونکي دا تشه ډکوي. هره کورنۍ چې بیوزله، احتیاج او نالوستې پاته شوه، نوخامخا به یې څوک د ځان د ګټو لپاره کاروي. د ټولنو او ملتونو کیسه هم همداسې ده. انسان او ټولنه اشتباه کوي خو هوښیار خلک هغه دي چې خپلو کمښتونو ته ځیر شي او ځان سم کړي. زموږ  وروسته پاته والي یو نښه داده چې هیڅوک د خپلو تیروتنو مسوولیت نه مني. په هغه متل ښه تطبیق کیږي چې وایی: قاضي ملامتولم خو زه نه ملاتیدم.
دا هم جوته ده چې ملي ګټو، د خاورې تمامیت، ملي ګډو ارمانونو ته تهدید، د پردو تیری او بې شرمانه لاسوهنه ملي او ټولنیز شعور او د مثبت بدلو تنده زیاتوي. دا ننګونې موږ باید په فرصت واړوو، ورڅخه سمه ګټه واخلو، ترڅو ملت ورباندې بسیج کړو، تر څو په ملت کې ستره انرژي رامنځته کړو او ملت خپله لاره ایستلای شي.
د ځاني او ملي ارمانونو د لاسته راوړلو د دیسیپلین ځینې اصول:
(۱) لیدلوری به لوړ او د زړه له کومي ملي غوښتنې وي، (۲) د اوسني واقعیت به هم یو روښانه تصویر هروخت په ذهن کې لرو او له خپل لیدلوري سره به یې پرتله کوو، (۳) حقیقتونو ته به ژمن وو، ځان به نه دوکه کوو، خپل کمښتونه به منو، (۴) دا به کومه پیښه نه وي، بلکه یوه تلپاته او پای نه لرونکې پروسه به وي، (۵) دابه د چا په اختیار کې نه وی بلکه تل به ورپسې هڅه کیږي، لکه پرمختیا پخپله یوه نه خلاصیدونکې پروسه ده او هیڅ وخت هیڅ پرمختللې ټولنه نه شي ویلای چې هغوی نور د پرمختیایی پروسې لپاره اړتیا نه لري، (۶) د لیدلوري او اوسني واقعیت پرتله په تل روانه ساتو ترڅونوښتګر فشار هروخت موجود وي، (۷) دا دیسيپلین هیڅ کله له اوسني واقعیت څخه کرکه نه لري، پوهیږی چې که ننګونې شته خو زیات فرصتونه هم شته، نوښتګر فشار او خلاقه انرژي موږته راښيي چې د ننګونو مقابله وکړو او له فرصتونو ګټه پورته کړو.