د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولسمشره!پوهنتونونه جدي امنیتي څار ته اړتیا لري!

برهان پکتین 30.08.2016 13:59

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

د افغان دولتي او خصوصي پوهنتونونو پر استادانو او محصلینو په تیره د لیلیې پر محصلینو له پیله بیا تر اوسه هیڅ کوم جدي څار نه دی شوی. د ګاونډیو ، سیمې او لرې هیوادونو استخباراتي کړۍ تر ټولو مخکې په تحصیلي مرکزونو نظر اچوي تر څو د افغاني ټولنې نوې علمي بهیر ته راوتلي زلمیان ښکار کړي او په غولونې سره ترینه خپله سیاسي او استخباراتي ګټه واخلي او د خپل چل او تیر ایستنې په دام کې یې راګیر کړي.
د هیوا په شمال کې د بلخ پر پوهنتون روسیه او ایران تر ټولو زیات اغیز لري ، دغه راز د هرات پوهنتون له پیله بیا تر اوسه د ایران تر جدي څار لاندې دی ، د ننګرهار پوهنتون کې بیا د تروریزم او ویره اچونې لویې ډلې فعالې او سرې سترګې ګرځي او د کابل پوهنتون خو له پیله د سیاسي ناندریو د پیل بنسټ بلل کیږي. خو تر اوسه هیچا هم په دې ستونزه غوږ ونه ګراوه او نه هم سرکارانو دې ته وخت ورکړ چې د ملي امنیت په شورا کې په ځانګړو غونډو کې دا ګواښ مطرح او د حل لپاره یې مناسبې لارې او د استادانو او محصلینو پر کړنو ، لیدنو کتنو او ... باندې جدي څار سیستم رامنځته کړي.
په کابل پوهنتون کې به د ډیرو ګاونډیو او بهرنیو سیاسي کړیو او استخباراتي شبکو مستخبرین او چوپړیان موجود وي او د کورنیو سیاسي ګوندونو او د دولت مخالفو ډلو ټپلو چوپړیان به هم په کې سرې سترګې خپل فعالیتونه تر سره کوي او محصلین به ورته جذبوي، خو تر ټولو جدي ګواښ چې تر اوسه ورنه مسؤلین ناخبره پاتې دي هغه د حزب تحریر ګواښوونکي تحریک ځانګړي استازو شتون دی. د کابل پوهنتون کې د یاد ګواښمن حزب غړي اوس د پوهنځیو یو شمیر استادان دي، چې د استادۍ پر دندو سربیره نورې د لوړ ډالري معاش دندې هم لري او داسې څرګندوي چې ګویا په خاپوړو شوې ډیموکراسۍ اصلي ملاتړي دي، خو د اصلي څیرو څخه یې تر اوسه هیڅوک نه دي خبر.
پر دې سربیره د کابل پوهنتون کې د اسلامي ثقافت یو شمیر استادان چې لوړې زده کړې یې په عربي هیوادونو لکه مصر ، لیبیا ، سعودي عربستان او ... کې بشپړې کړي دي د ټاکلي کریکولم خلاف یې تدریسي ساعتونه د واکمن نظام غیر اسلامي بللو ، د مخالفو جنګیالیو ډلو د کړنو مشروعیت او د څلورو منل شویو اصیلو مذهبونو تخریب او د وهابیت ، سلافیت او نورو نویو رامنځته شویو طریقو په پلوۍ بحثونه تر ناوخته تاوده وي. خو تر اوسه نه د پوهنتون ریاست او نه هم د لوړو زده کړو وزارت په دې تړاو کوم ګام پورته کړ او یاد استادان یې له خپلو دې ډول کړنو را ونه ګرځول او لا هم دا لړۍ روانه ده.
د افغانستان په ډیرو پوهنتونونو او ولایتونو کې د (جمعیت اصلاح) په نوم یوې نوې د مذهبونو تخریبکارې ډلې یا ټولنې په ډیر لږ وخت کې په ځوان لوستي او نا لوستي کهول کې داسې اغیز کړی چې ډیری یې افراطیت کې غرق کړي او له سني او شعیه یا حنیفي او شافعي مذهبونو خپلو ځانګړو طریقو چې وهابیت ، سلافیت او ... دي جذب کړي او یاد اوښتي ځوانان اوس په خپلو کورونو کې د مشروع او حقه مذهبونو په تخریب او د اسلام مبارک دين پیروانو د عبادت او ژوند اصولو په یو سلو اتیا درجې اړولو ته مجبور کړي دي. د جمعیت اصلاح سیمییزې نماینده ګۍ په ډیرو ولایتونو کې لیدل کیږي او کلیدي سیمییز غړي یې یا د پوهنتونونو استادان او یا هم نور د نسبي نفوذ درلودوونکي کسان دي چې د خپلې تګلارې له مخې په ډیره نرمه تبلیغي ژبه لوستي او نا لوستي د اسلام له اصیلو طریقو اړوي او د طریقت پیروان ، د سنتو پالوونکي او په بشپړ د اسلامي ژوند اصولو سمبال مشرکین بولي او له خپلو ځانونو یې سپین چرګان او له پاکستان څخه د صادراتي ځانمرګو بریدګرو په څیر جنتیان بولي، خو ددې ډلې ټولې کړنې او په ټولنه کې د وایروس په څير چټک نفوذ او د افراطیت پایله یې افغان حکومت په خپلو سترګو وینې خو غوږونه یې پرې کاڼه اچولي دي.
د لوړو زده کړو مرکزونو لړۍ کې ننګرهار پوهنتون د روانې یوې نیمې لسیزې راهیسې افغانانو او ټولې نړۍ ته ښه کره څرګند شوي دی. په دې پوهنتون کې په شواهدو ثبوت شوي دي چې د وسله والو مخالفینو بیلابیلو ډلو استازي ، د ګاونډي هیواد پاکستان استخباراتي ادارې او پاکستاني طالبانو لکه لشکر طیبه ، لشکر جنګوي استازي ، د هند او ایران استخباراتو اجیر څارګر ، د حزب تحریر او نورو نړیوالو تروریستي شبکو لکه داعش ځانګړي استازي او ... پراخ نفوذ او شتون لري، چې دا عناصر د پوهنتون محصلین او یوه برخه د پوهنتون نوي او پخواني استادان دي. زه ځکه دلته د مستندو بیلګو له راوړلو ډډه کوم چې د لیکنې لمن اوږدیږي او د اوریدلو او لیدلو راوړل به یې د لوستوونکو حوصله را لنډه کړي. خو که چیرې د یاد پوهنتون زما د یادو کړیو بیلګو یادونه د پوهنتون له فارغو او په زده کړه بوختو محصلینو مخ ته کیښودل شي، نو ټول به یې د هو ځواب ورکړي.
د ننګرهار ، هرات ، کابل او بلخ پوهنتونونو څخه فارغ شوي ډیری ځوانان د شته ستونزو څخه د عیني شاهدانو په توګه څرګندې او مستندې بیلګې لري او تر ټولو د اندیښنې وړ دا ده چې په دوهمه او دریمه درجه ولایتونو کې د نویو دولتي او خصوصي پوهنتونو استادان چې د ننګرهار ، هرات ، کابل او بلخ پوهنتونونو څخه فارغ او د ځانګړو ډلو او لوریو له نظریاتو اغیزمن شوي ددې نظریاتو پراختیا ته نوره هم دوام ورکوي او د نویو محصلینو سپیڅلي اذهان مینځي او د خپلې طریقې او تګلارې پیروان کوي یې او د زده کړو په لړ کې د خپل بادار دنده تر سره کوي او نویو محصلینو ته ځانګړي شوي نظریات ور تزریق کوي.
ددې ډول ډلو ټپلو افراطیت او هر ډول د نظام او مذهبونو ضد نظریاتي خوځون او پراختیا د سپکو او درنو وسلو له مخامخ جګړې څخه زیاته هیواد ته ګواښمنه ده او تر ټولو مخکې باید له رامنځته شویو پیښو عبرت واخیستل شي او د هیواد ورانولو ، دیني او مذهبي کثرتګرایۍ او په ډلو ټپلو د ویش مخه ونیول شي. که یو څوک دا دلیل راوړي چې په روزنیزو مرکزونو کې د امنیتي څار چاره د قانون خلاف ده او یاد مرکزونه د زده کړو لپاره ځانګړي شوي دي، نو دوي ته باید دا وویل شي چې : ((هر چه ګندد ، زنندش نمک ـــــ وای بر آن روزیکه بګندد نمک)) نو اوس د سر په سترګو وینو او منطق مو دا مني چې مالګې کې د خوسا او ورستیدو لړۍ پیل شوې چې باید پاکه شي او وروسته له پاکیدو په خوسا کیدوونکو توکو ووهل شي.
ګرانه ولسمشره! د ټولو ستړیاوو او لالهاندیو سره سره باید پورته یادې شوې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړې او د ټول هیواد عصري او دیني زده کړو لویو او وړو مرکزونو باندې څار پیل ؛ د ښوونځيو او لوړو زده کړو په نصاب او درسي کریکولم او استادانو کې بدلون راولې او ددې ټولو څار لاندې ساتلو لپاره یوه ځانګړې اداره رامنځته کړې، ځکه دې ډول پاملرنې ته په جګړې او د جګړې حالت کې راښکیل افغانستان جدي اړتیا لري.