د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ځناورو واکمني او یرغـل خان

ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار 29.08.2016 11:41

«تاریــخ نــاول [افسانه، داستان، حکایت]  دی چی  واقــعاّ پیـښ شــوی و؛ نــاول تاریــخ دی چې ښــایــي پـــیـښ شــــــوی بــــــه وي.»(  د دوه فــرانسوي  وروڼو ایدموند او جولــز ګونکورت لیکنه: مفکورې او احساسونه،۱۸۶۶). دواړه وروڼه تکړه لیکوالان، کره کتونکي او د نولسمې پیـړۍ په پاریس کې د ټولنیز او ادبي ژوند وتلي څیرې وې
Edmond and Jules de  Goncourt, Ideas and Feelings, 1866
 یوې  برتانوي افسانه لیکونکې، ډرامه لیکونکې او شاعرې دوریس لیسینګ (۱۹۱۹تر  ۲۰۱۳) ویلي وو چې «بې له شکه افسانه د واقعیت په اړه ډیر روغ رول لوبولی شي».   
زه دلــته په يوه غـــټه سیاسي ډرامه غـږیـږم چې غټه برخه یې په یو ناول(حکایت) راڅرخیـږي- په هغه حکایت  چې واقعاَ پیــښ  شوې و، ما رالـڼـډه کړې دی ، د روغ پــو هاوي او خوند  لپاره مې پکې  پښتو نـــــومونه کــارولــی دي، او خال خال مې پکې خپل مرچ مساله هم ګـډ  کړی دي. په ډرامه کې راته ټول شعرونه  ارواښاد والي صاحب سخي احمد فـرهاد  لیکلي وو.
   
نــنــتــوځ

د دې لیکنې په مطلب هغه مهال سم پوهیدلی شئ چې بې له مخکني قضاوت نه  یې په سړه سینه له پیل نه تر پای پـورې  ولـولئ او بیا د تاریخ ساز (فکري او/یا عقیدوي) انـسان په څیرخپل ګریوان ته وګورئ چې څه مو لیدلي او اوریدلي دي. زه دلته په یو ناوَل غږیـږم چې واقیعیت یې انځورکړی دی
   انسان هغه تایخ ساز مخلوق دی چی دتاریخ د سمـندر په غاړو کې اوسـیـږي،نه د هغه  په منځ کې غوپـې وهلی شي او نه یې د څپو په اکله له خپل تصور نه ځان خـپلواکـولی شي. د دغه تاریخ ساز مخلوق مسولیت دادی چې له  خپل تاریخ نه  د خپلې سترګورتیا او خپل بـدلون الهام واخلي،په دې شرط چې په تاریخ کې د خپلې هدیرې په ډول ژوند ونکړي، بلکې خپل خلاقیت ژوندی وساتي. تاریخ ساز مخلوق (انسان) د هسک څښتن له خوا په  زمکه (کایناتو) کې ناستن (خلیفه) غوره شو ځکه چې په عقل یې ښادمن کړی و.  تاریخ ساز مخلوق (که عقیدوي انسان وي او که فکري انسان وي) باید د خپلې زمانې انسان وي او د خپلې زمانې په سویه د عقل څښتن وي. عاقـل او تاریخ ساز مخلوق باید خپل تصور د خپلې زمانې د واقعـیتونو سره پوخلا  کړي ، نه دا چې واقعیتونه د خپل تصور مزدوران کړي. د خپلې زمانې انسان باید د دې وس ولري چې خپل تصورـ که څه هم  ډیر نیک به وي ـ د خپلې زمانې د واقعیتونو په اینه کې وویني، نه دا چې اینه ماته کړي اوپه واقعیتونو پـښه را کا ږي. خو که دغـــسې و نکــړي، په زمکه کې خلیفه شوی انسان به  په خپلو ذهـني شوقـونو کې ښکیلـیـږي،  بیـخرته (محیرالعقـول)  کړاندو ته به اړکیـږي، رټلي استـبداد ته  به د مشروعیت  او سپیڅـلتیا پټکی ور په سرکوي، او له دې امله به د عــقل سره تربګــني  پالي اود ځان سره به  خپل  هـیواد او هـیوادوالان د تاریخ کندې  ته سیخوي. دلته  به  د څارویـتوب په اصولو، د ځناورو  په انقلاب ، د هغـوی په  بادي ژرنده او بیرته د انساني ټــــولنــې سره  د هغـوی د اړیکیـو  په ټینګـولو و ګړیـږم .  

 
د څـارویـتوب اصول او هوایي ژرنــده
څلور پښـیځه ښه دي او دوه پښیځه بــد

د دې لیکنې په خوند هغه څوک پوهیدلی شي چې ټول« انساني چټـیات» یې له منځه نه وی تللي او «عقـل پروف» یانې عایق العقل او دفع الفکر نه و ي. دا لیکنه د یوه حقیـقت هغه خیال دی چی د ځناورو واکمني پکې تمثیل شوې ده او ویښ فکران پکې د زورواکۍ (استبداد») ، مغزو مینځلو، تاریخ وژلو، د انساني چټـیاتو د له منځه وړلو، او په پای کی د انــسان «شـــیطانــي» مــغزو او لاســونــو ته د بیا اړکید نې پـړاونه لیدلی شي.  دلــته خــندا له ژړا نــه نـه شـرمیــ‎ږي. د د ې زړه بریـښوونکې ځناوریزې ډرامې لوبغاړي په د ې ډول دي: (۱)  محمد څرګند خان کاکا د «چـینارکـوټ» د فارم  خاونــد او ډیـر زوړ سړی و. هغه  نه پخپله څه کولی شول، نه یی خپل قــومیان پریـښودل چې  نوکې  بـد لـون راولي، ځکه څرګند خان کاکا په تــنکۍ  ځوانۍ کې  د  امان خان کاکا خـرَپ او تـرَپ لیـدلي وو. ځناورو چې  چـینـارکوټ په  خپله  ولکه کې راوست،  د  محمد څرګند خان کاکا قـومیانو ځانـونه څــڼـډې ته کړل او د نـوې  سیاسي  لوبې د  تــماشاچیـانو رول یـې ولـوبـاوه، ځکه د هغـوی غټ اکثریت  کوم ځانګړی فکري بنسسټ نه لاره.  د تـورې شـرنګ او د ټــوپک ډز د ولس په شعــور کې پاخه شوي وو. (۲) سـوربخت مکرجـن خـوګ و او  یـوه شپـه یې نورو ځـناوروته خپله  انقلابي وینا د «ځناورسـتان د ځناورو» په ترانه پای ته ورسوله . له دې نــه درې شـپـې وروسته، سوربخـت  د ځناورتوب د واکمنۍ په ارمان له ژوند نه سترګې پټــې کړې. (۳ تـر ۴) شـینا او مـاڼـو دواړه  لومــړئ درجه مــعتبر خــوګان وو. شـینا د ځناورو له انـقلاب نه وروسته، د «ځـنا ورو د فـارم» لـومړی واکمن شو. ماڼـو ډیــر سرتــمبه خــوږ و. (۵) په دوهمه درجه خوګـــانو کې ارګجــه په اســتدلال کی نـوم ویستلی و او د تــبلـیغ د چـارو مــشر شــوی و.(۶تر۷) شـډل او ټاکـو د ریـړې د راښکلو لپاره د محمد څرګندخان کاکا اسـونه وو. (۸) سوډر تـر ټـولـو زوړ څـاروی او بـدخــوی خر و.اوس نو پـیـښې شوې افسانې  ته  کلک غوږ ونیسئ

(آلف) په چینارکوټ کې د ځناورو کرغیـړنه وضعه او د انقلا ب ترتیات
 
د «چینارکوټ» د فارم خاوند محمد څـرګند خان کاکا یو زوړ سړی و، د مـټو زور یې اوبه شوی و اوله دې امله چینارکوټ مخ په شړیدلو و. د هغه د فارم څاروي هم اندیښمن وو چی که څرګند خان کاکا نه وي چینارکوټ به وچ شـي او د هغوی اخور به تـش شي. محمد څـرګند خان کاکا نه پخپله څه کولی شول، نه یې خپل قــومیان پریښودل چې نوکې بــدلون راولي، ځکه هغـه په تنکۍ  ځوانۍ کې د امان خان کاکا خـرَپ او  تــرَپ لیدلي وو. سوربخت یواځینی څاروی و چی محمد څرګندخان کاکا ته له اوږدې مودې راهیسې  مـتوجه و. سوربخت مکرجن خوګ و، ډیر ځلې به په غوجل کې ځانله پروت و او له دې امله یې وخت لاره چې یو څه فکـر وکـړي. د فارم په نورو ځناورو کې هم ګونګوسی خپور شوی و چې تیره شپه سوربخت د ځناورو په اکله یو ښـــه خـوب لــیدلی دی.  د ماښام خړه چی خپره شوه ، نو څرګــندخان کاکا  له خــپل کور نه راووت او ګـوډ ګـوډ روا ن و. په لاس کی یی څراغ اخوا دیخوا ټوپونه وهل. د چرګانو کوډلې یې وتړلې او بیا نیغ د خوب کوټې ته لاړ او سـر یې د بـړسـتنې لاندې کړ. د فارم ځناور یو په بل پسې د انبار لویې کوټې ته ورننوتل. هلته سوربخت په یو لوړ ګو ټ کې په پستو وښو کې غلی پروت و. سوربخت په ډیره سختۍ سره په درې پښو ودرید، په څلورمه پښه یې  په موګي کی د ځوړندې ډیوې رڼا یو څه زیاته کړه او راپـڼـډ شوو ځناورو ته یې داسې وینا وکړه:«ماته مخامخ پـرتو ځناورو! زه په چینارکوټ فارم کی د خپلې اوږدې تجربې په برکت تاسې ته ډاډ درکوم چی د ځناورو د ژوند په اکله له هرچا ښه پوهیـږم.  زموږ ژوند په سختوکارونو ډک دی او ډیر لڼـډ دی. زموږ اصلي غلیم انسان دی او بـس! انسان یواځینی پیدایښت دی چی تولید نه کوي خو خوراک څښاک له هـر چا نه ښه کوي. انسان شیدې نه ورکوي، هګۍ نه اچوي، یوې او غاښورې نشي راښکلی، سوۍ په مـڼـډه نشي نیولی، دروند بار نشي وړلی، غوښه یی د خوراک وړ نه ده او له پوټـکي نه یې هیڅ کار نه اخیستل کیـږي.  خو بیا هم د ځناورو د زور واګـې د انسان پـه لاس کـې دي. انسان ټول څاروي په کار اچوي، تنظیموي یې، د کار د حاصل غټه برخی یې په خپل جیب کی ږدي او څارویو ته دومره څه ور پریـږدي چې ایله شپه یې پرې سباشي.  زه ستاسې لپاره یو پیغام لرم اوهغه دا چی که انسان له ډګره وباسئ، هر څه به مو سم شي. دغه هدف ته د رسیدلو لپاره انقلاب حتمي دی. د انقلاب له بریالـیتوبه وروسته دې هـیڅ ځناور په کور کی نه اوسیـږي،توشک او بـړستـن دې نه استعمالوي، جامې دې نه اغــوندي،تجارت دې نه کوي، پــیسې دې نه راغــوڼـډوي، او یو څاروی دې په بل څاروي ظلم نه کــوي  ځکه چی ټــول څـــاروي مســاوي دي. ورک دې وي انـسانان! سر لــوړی دې وي ځــناورتــوب!» سوربخت له ورایه دروند او  زړه سواندی خوګ معلومیده . هغه خپله وینا  د «ځـناورستان ځـناورو» ته په یوه ترانه پای ته ورسوله  چی د لرغونو ځناورو په راپـڼـډیـدنو کې  یــې رواج لاره
ځـــناورو په هــر ملک کې د جهـان
واورئ دا د ارمــا نـونــو ډک بــیان
د راتـــلونکي حیواني ژوندون لپاره
ګـیلم جم ګړئ په هرځای کې دانسان
خوارو زارو ځـناوروهــرې خوا کې
که بزې یاستئ که خـره او که اوښان
که پیشودی که زمری دی اوکه سپـی
په نسب او ذات کې خپل دي چارپایان
که بـړیـږي که اڼیـږي که سونګیـږي
هر چارپای د ډک اخور په ډیر ارمان

ترانې د انبار د کوټې ټول ځناور  په مستۍ راوستل او ډیر ځلې یې تکرار کړه. ساده ځناورو لکه اسونو، خرو او کچرو د ترانې یو څو ټکي زده کړل، خو د خوګانو او سپـیو غوندې هوښیارو ځناورو ټوله ترانه زده کړه.  د اسونو، خرو او کچرو لویه ځانګړتیا داوه چې هیڅکله به یې له خپلو مشرانو (خوګانو) نه پوښتنه نه کوله. درې شپې وروسته زوړ خوګ سوربخت د ځناورتوب په ارمان له ژونده سترګې پټې کړې. خو د هغه وینا او ترانې په نــورو ځناوروکې د ځناورتوب  مــفکوره (فکرولوجي) راویـښه کړې وه
خوګان د نورو ځناورو په کچه هوښیار وو او له دې امله یې د نورو ځناورو د ښوونې او روزنې چارې په لاس کې ونیولې. د ټولو خوګانو له ډلې نه  شیـنا او ماڼـو معتبر خوګان وو چې د چـینارکوټ د فارم څښتن محـمــدڅرګندخان کاکا د خرڅولو لپاره ښه ساتلي وو. شیـنا حاضرځوابی او خبرلوڅ خوګ و. په مقابل کی یې ما ڼــو سخت مزاجی ، کینه ناک او پوچ ژبی خوګ و. په دوهمه درجه خوګانو کی ارګجه مشهور و. دی لـڼـډی او څورب خوګ و. په خبرو کې تکړه و او د وینا په مهال به یې لکۍ تاووله چی نور څاروي د اغیـز لاندې راولي. د چینارکوټ د فارم په ځــناورو کې اوازه خــپره شوې وه چې ارګــجــه د خپل استدلال په مټ له تـور نه ســـپـیــن او له سپـین نه تـور جــوړولی شــي. له دې امله د ډنـډورو(تبلیغ) چارې  د ارګجه په لاس کې وې . شــینا، ماڼـو او ارګجه به د شــپې لــه خـــوا د چـینارکوټ د ګـودام په کوټــه کې پټ راپـڼـډیــدل او نورو ځـــناورو ته بــه یې د ســوربخت د ویـــنا او تـرانــې په رڼا کې  د ځـنــاورتوب اصــــول ورزده کــول
محمدڅـرګندخان کاکا د خپلې ریـړې د راښکلو لپاره دوه اسونه ساتلي وو: د یوه نوم شـډل و او دبل نوم ټـاکو.دواړه اسونه د خوګانو ډیر وفامن شاګردان وو: شـډل او ټاکو به د خوګانو هـره خبره په پټـو سترګو منله ځکه چی په خپله یــې هــیڅ فکر نه شو کولی.  څرګندخان کاکا ډیر زوړ شوی و او د فارم وضعه یې ښه نه وه.  د هغه د فارم (چینارکوټ)  ډیر پـټـي چـټــي او وحـشي وښــــــــو نـــیولــي وو او د انــبار غـټـه کــوټه یــې څـڅـوبو خـرابــه کـړې وه. د څــرګندخان کاکا نوکـرانو هــم د ځناورو د هـوسایۍ هـیڅ پــروا  نه ساتله. نور هـیوادوال هــم په دې کې پاتي راغــلل چې په خـپل چـینار کـو ټ کې د هوســا ژوند او خپــلواکۍ لپاره د کومې څـرګنـدې تګلارې ســپارښـتـنه وړانــدې کړي او خپــل نور چـیــنار کوټـیـان هــم د خپــلې تــګــلارې د هــدفــونو لـپاره  په پـرله پسې ډول تنویر او تنـظیم کــــړي. بل مهم ټکی دا و چې د چـینار کوټ په ګاوڼـډ کې یوه نوې  مفکوره پلې شوې وه  چــې د سـوربخت د ارمــان لپاره یوه نـمونه وه.  بـس، د چـینارکوټ لپاره د غټ خــوب لیــدل  د سـوربخــت  وظـيــفــه شـــوه؟!   ځـــناور به ټولــه شـپه  نیم ګیـډي ولاړ وو . د چینارکوټ فارم په مزه مزه د څرګندخان کاکا له ولکــې نه ووت، او د ځناورو حوصله ډیـره  تــنګه شــوه. ناڅــاپه يې په څرګندخان کاکا ورودانګل او هغه یې د خپلو نوکرانو سره په یو تراټ  له فارمه په تیـښته مجبور کړ، او د چینارکوټ فارم د انـقلاب له لارې د ځــناورو په مـــنګولــو کې  ولــویــد

(ب) د ځــنــاورتوب اصــول
 
      په ټولو ځــناورو کې خــوګانو هوښـیاره او لارښــوده پـټــه (قـشر) جوړه کړې وه، او بیا په ټولو خوګانــوکې د شـیـنا لــیک ښکلی و. هغه له انقلاب نه وروسته ، سم د لاسه   « د چینارکوټ د فارم » نوم په سپـین رنګ پاک کړ او پر ځای یې « د ځـناورو فارم» د لویې دړې ( دروازې) د تختې په مخ ولیکه. له دې وروسته فارم په هـمدې نــوم مــشهور شــو او د ځــناورورو واکــمني رســماً پــیل شــوه
مـاڼـو هم د شينا په څنګ کې خپله لکۍ اخوا دیخوا خوځوله او د نورو خوګانو پام یې ځان ته راګرځاوه چې د مشرتابه لیاقـت لري. شینا او ماڼو په نورو ځناورو داسې  زیرې وکړ: « موږ خوګانو په دې څو ورځو کې وکړی شول چې ستاسې د پوهـیدو لپاره د ځناورتوب ټول اصول په اووه (۷) حکمونو کې لـڼـډ او ساده کړو. دغه حکمونه به اوس د ګودام د کوټې په لوی دیوال لیکل کیـږي او له دې وروسته به هم ستاسې او هم د راتلونکو ځناورو په ژوند کې د نه بــدلــیـدونکــي اساســي قــانون حــیثیت لــري.» شـیـنا په ډیـره سـختـۍ په پــوړۍ جـګ شــو او اووه (۷) ا حـکـام یې په دې ډول ولــیکـل

اــ هرڅه چې په دوه پــښو ګــرځي، غــلیم  دی
۲ــ  هــر څـه چې په څـلور پــښو ګــرځي، خــپل دی
۳ــ هـیـڅ ځـناور به جامـې(لباس) نه اغــونــــــدي
۴ــ هـیـڅ ځــناور به پـــه توشک نــه بــیــدیــږي
۵ــ هـــیڅ ځـــناور بـــــه نـــشه نــــــــه کــــوي
۶ـــ هــیڅ ځـــناور بــــه بل ځــــناور نـــه وژنـــي
۷ــ ټــــــــــــول ځــنـــاور مــــــــــســاوي دي

د دوه املایي تیروتنو پرته، شـینا ټول احکام سم ولیکل او د نورو ځـناورو د پوهـیدو لپاره یې څو ځـلې په لــوړ غـــږ  واورول. د دې سره سم، ټولو راپڼـډ شوو ځناورو د بشپـړې موافقې په توګه خپلې لکۍ جګې کړې. خوګانو او سپـیو ټول احکام زده کړل. خو نورو  ساده ځناورو به چې یو حکم زده کړ،نو بل به ترې هیر شو. سوډر په ټولو کې زوړ ځناور او ډیر بد خوی خـر و. هغه په ټول فارم کې یواځینی څاروی و چی چا په خـندا نه و لیدلی او دلیل به یې دا وایه چې « ما په ټول ژوند کې هـیڅ شی د خـندا وړ نه دی لیدلی.» سـوډر په انقلابی پیر کې هم لکه  د پخوا غوندې په ارامۍ کارکاوه او« د خپلې خوښې کار» یې نه خوښـیده. که چیرې به ورنه یو بل ځناور پوښتنه وکــړه چې «ایا د محمدڅرګـندخان کاکا په شــړلو او د انقلاب په راتګ ډیر خــوښ نه یې؟» نـو سـوډر به په مرموز ډول  ځواب ورکاوه چې: « د خــرو عُـمر ډیر اوږد وي او تاسې تر اوسه پورې په فارم کې یو خر هم مـړ نه دی لــــیدلــی؟» زاړه سوډر د زده کړې استعداد لاره، خو هیڅکله یی سر په دې نه خوګاوه چې خپل طبیعي استعــداد پـه کارواچــوي. سوډر د انقلاب په ماهیت او له انقلابه راوروسته په فارم کې د ځناورو د ممتازې طبقې په زورواکۍ او هـر غولوونکي عمل پوهـیده، خو په دې اکله یې د هیـڅ څاروي سره خواله نه کوله. سوډر ټول کړاوونه زغــمل او سره د ټولو زغـمونو په دې بریالی شو چی په پټه خوله د ځناورو په فارم کې تر پای ژوندی پاتــي شــي. سوډر په ټول فارم کې د شـډل ډیر مخلص ملګری و. دواړه به یو ځای په مال څړ کې خوا په خوا څریدل خو د یو بل سره به نه ګړیدل. شـډل په ټول فارم کې تر ټولو غټ ځناور او خورا قوي اس و. هغه ډیر بې عقله و خو د خپل قوت له امله ورته د فارم نورو ځناورو په درنه سترګه کتل. شـډل د ځناورو په انقــلاب کې ټپــي شو او د خــوګانـو له خـوا ورتــه « دځـناورو اتل لومړی درجه نښا ن» ورکړی شو. خوګانو پـخـپله ټک کار نه کاوه خو د نورو ځــناورو په څارنـه او لارښــودنه کې ډیـر تکــړه وو. د ســوډر پر خلاف، شـــډل پـه انــقلاب ټــینګ ولاړ و‎. شـپه او ورځ به یی زیات کار کاوه او په هر مشکل کی به یې شعار ورکاوه چې: «زه به لا پسې سخت کارکــوم!» شـډل د زده کــړې په کــورسونوکی په دې بریالــی نــشو چــې د « پ» له تــوري نه زیات پــرمختګ وکــړي.کله چی به یې د «ج» توری زده کړ، نو بیا به یې د «الف» او «ب» توري له یاده وتل. ټـاکو چې د شـډل غوندې د ریـړې د راښکلو اس و، ټوله پـټۍ ( الفـبا) یې زده کړې او یاده کړې وه، خو لیکل شوي توري یې یوځای کولی او لوستلی نشول. ټاکو له انقلاب نه وروسته دې ته متوجه و چې قوانین  یا اووه (۷) احکام  د ټولواک (دیکــتاتـور) او د هــغه د کارمــندانو په ګــټه بـدلــون مـــومـــي

(پ) په انـقـلاب کـې نـوې وتلــې پــټــه او مشروعیت یې

ټـاکـو به د انــقلابي احــکامو د بـدلـون په اکله نور ځــناور پوښتل، خو خپل نظر به یې د ځان سـره سـاته او د ځناورو په فارم کی د سـوډر په شــان   تر پای ژوندی پاتــی شــو
شـینا د خوګانو د وتلې (ممتازې) پټـې په سر کی ولاړ و او د ځناورو د فارم لومړی واکمن و. د پڅ ذهنـو ځناورو د اسانـتیا په خاطر شینا مجبور شو چی اووه (۷) احکام پـه یـوه وجـیزه کې چـې « څـلور پـښـیـزه ښه دي او دوه  پـښـیـزه بـد دي» ساده اولـڼـډ کـړي. د شـینا د اعلان له مخې دې نوې وجـیزې د ځناورتوب د ټولو اصولو شمزۍ جــوړوله‎. د فارم اوسیدونکو چرګو، چرګانو، بتو، هـیلیو او نورو مرغیو شـینا ته خپله انـدیـښنه څرګنده کړه چې   الـوتونکي دوه پـښې لـري او د نوي شعار مطابق دوه پـښیـزه رټل شو ي دي! شـینا الوتونکو ته ډاډګیرنه ورکړه چې اندیـښنه یې په ځای نه ده: «مرغان په خپلو څانګونو(وزرو) کې هیڅ شی نـشي نیولی بلکې یواځې یې د الوتنـې لپاره استعمالوي. موږ د الوتونکو څانګـونو ته د پښو په سترګه ګورو. د انسان او ځناور ترمنځ د توپير غـټه نښه د انسان لاسونه دي او د دغې شیطاني وسیلې په لرلو سـره انسان تل د دې وس لري چې له شیطلانۍ او ورانکارۍ نه ډک کارونه تر سره کړي.» د شــینا له وینا څخه وروسته ، پــڅ ذهنه ځناور د وجیزې په یادولو بوخت شول، او  نــوې وجــیزه د ګودام په دیوال د اووه(۷)احکامودپاسه په غـټـو تورو ولیکل شوه. ډیروځـناورو په یادو زده کــړه چی «څلورپـښیځ  ښه دي او دوه  پـښیځ بد دي». میـږې (ګـډې) یواځینی څـاروي وو چی په رمـباړو کــې د دغه شعار په تکرار نه ستړي کید لې، خاصتاَ هغه مهال چی په څرځای کی به راپـڼـډې شوې وې. په شینا پسې دوهم معتبرخوګ ماڼو و. ده د شـینا په ځـای ځان د مشرۍ وړ ګاڼـه
له انقلاب نه راوروسته، شینا د لویانو ځناورو زده کړې او روزنې ته ډیر ارزښت ورکاوه.  دوه سـپۍ لنګـې شوې او نـهه (۹) څاربه کوکري یې وزیـږول. دغه کوکري چی لږ لوی غوندې شول، نو مـاڼـو سم د لاسه په یو پـټ ځای کې پـخپله د روزنې لاندې ونیول. د اتوار په ورځ شـینا په خـپله انقلابي وینا کې نورو ځناورورته داسې ډاډګـیرنه ورکړه:« که انسانان پیچلي ماغزه لري او لاسونه یې په هرڅه کی چلیـږي، نو په مقابل کی یې موږ څـاروي څلور غټې پښې، درانه سومونه،پـیـړ ورمیـږونه، اوږده شوڼـډکونه، تیره غاښونه،اوږدې لکۍ او کړۍ کړۍ ښکرونه لرو. که د انسان کمال د هغه په شیطانی مغزو اولاسونو کی پروت دی، نو په مقابل کی یې د ځــناورو هر غـــړی له زور نه ډک دی. زمـــوږ انقلاب د دغــه زور څرګــندوی دی. هـــغه انقلاب چی دټولو انساني چـټـیاتو ګیلم یې جم کړ او پــر ځای یې د ځـــناورتوب روحــیه ټـــیــنګه کړه.... په وړاندې د ډیر کــار پــه لـــــوري!» او داســې نــور
خوګان د څــرګــندخان کاکا په پخــوانی کور کې برنـد شول او نور څــاروي په خپلو پخوانـیو غــوجــلو کــې پــریــوتل. ډیـر ژر د هګـیــو او شـیدو ټـول پـیداوار د خــوګانــو خوراک شول او لــه دې امـــله نور ځــناور  ډیــر اندیــښمـن شول. خوګانو له خپل مینځه  خبرلوڅ ارګجـه  وګــوماره چې نور ســاده ځناور د شیـدو او هګیــو د پــیـداوار  د خـوړلو په اســـرار پــوه کـړي. ارګجــه کــړیکه وویــستله، ځــناور یــې راپـڼـډ کړل او داسې اســتـدلال یـــــې ورته واوراوه: موږ خوګان ستاسې  ټولو ډیر خواخو ږي یو. د فارم د ادارې او تنظیم  دروند بار زموږ په اوږو پروت دی. موږ خوګان  ستاسې د ښیګـڼې لپاره هګۍ او شـدې او د دوی پیداوار خورو. که ویې نه خورو، نو ناروغـیـږو او چی ناروغه شو، نو بیا خو ستاسې خـدمت نــه شــــو کـــولی. که موږ د ځناوروخدمت  و نکړو، نو بیا خو ناکامـیـږو. که موږ ناکام شو، نو بیا خو محمد څـرګـندخان کاکا  چې د انسانانو ټولـنې ته تـښـتید لی دی بیــرته راځـي. بیا درته وایم چی که موږ شـیدې او هګۍ او د دوی پـیداوار ونه خــورو، نو څــرګــند خان کاکا بیا راځي. په موږ کې داسې هیڅوک نشته چې د څرګندخان کاکا بیا راتګ دې وغواړي!» ارګجه د استدلال خاوند و

(ت) « د غـواو د څـپـــرجګـړه»، نوی لارښود او د بادي ژرنــدې پروژه

وروسته له ډیرو هلوځلو محمد څرګندخان کاکا په دې بریالی شو چې د نورو انسانانو په ملاتړ یوځلې د ځناورو په فارم برید وکــړي. د غـواو د څپر په خوا کې ځناورو انسانانو ته کلکه ماتې ورکړه او څرګندخان کاکا بیرته د انسانانو ټـولــنې ته وتـښتیــده. ټول ځناور په ګودام کی  راپـڼـډ شول، لــکـــۍ یې جګې کړې او د لکـــیو په اتـفاق یې دغه جــــګـړه « دغــواو د څـپــر جګــړه» ونــــوموله. د بشر د حــقوقو اعلامیه اوس د ځناورو لپاره د سیالــــۍ وړ بــریــښیـد له. د دغـې اعــلامیې په څیر ځناورو هم د ځـــان لــ‎‎‎ـپاره  « د  ځـناورو د حـقوقـو رمـ‎ــباړه» جـــګـه کـــــړه. یواځې ناشکن ځناور د دې وړ وو چی د ځناورو د حقوقو په رمباړه کی برخه واخلي. ناشکن هغه ځناور وو چــې : (۱) عـــقل پروف  یانې عایـــق العقل او دفــع الــــفکر وو، او (۲)  د غواو د څپر په جګـــــړه کی یې د ځــناورتوب مـــــیـړانه ښــــود لــــــــــې وه
شینا چی په ټولو خوګانو کی تیزفکرې ځناور و، د بادي ژرندې دجوړولو په غم کی شو. د بادي ژرندې نظر یې د  محمد څرګندخان کاکا د کتابتون په یو زاړه کتاب کی لوستلی و. شینا به نورو ځناورو ته ویل چی د بادي ژرندې له جوړولو نه وروسته به ځناور لـږ او اسان کارکوي او هوسا ژوند به لري. د خوګانو له مینځه ماڼـو ډیر سر تمبه و، او  په هیڅ شی کی یی چاته تن نه ورکاوه . مـاڼـو په لومړئ ورځ د شـینا سره په بادي ژرنده ټکر وکړ. د ماڼـو په اند، د بادي ژرندې په ځای د ځناورو د اخور ډکول مهم و. د فارم ټول ځناور د دوه و(۲) شعارونو په اساس په دوه ډلو و ویشل شول: (۱) « که څوک غواړي چی د بادي ژرندې د جوړولو له لارې یې کار لـڼـډ او اسان  شي او ژوند یې هوسا شي، نو شـینا ته دې رای ورکړي»، خو(۲) «که څوک غواړي چې اخور یې ډک وي،نو ماڼو ته دې رای ورکړي». ځناورو ته د دواړو خوګانو وړاندیزونه قوي ښکاریدل، خو په ټول فارم کې سـوډر يواځینی څـاروی و چې د شـینا او مـاڼو په چلونو نه غولیـده. سوډر به پټ پټ د ځان سره ویل چې« که بادي ژرنده وي یا نه وي، په دواړو حالتونو کې به د ځناورو کرغـیـړن ژونـد د پــخوا په شــان دوام ولــري.»  زوړ او بد خــوی   ســوډر ډیــر شکـمن خر و.
ما ڼـو چې خورا کینه ناک خوګ و، یو ماښام پټ د غـواو څپر ته ورننوت او د شیـنا د بادي ژرندې په نـقشه یې خـــپلې  سترګې  ونښــلولې ، وچـولی یــې تریــو کړ، شاته کـیــڼه پـښه یې جګه کړه او د بادي ژرندې په نقــشه یـې مـیـتــیازې وکــړې. بــلــه ورځ ارګجـه د شـــینا په امــر ټــول څاروي د ګــودام پــه کــوټه کــې د دې لــپــاره راپـڼـډ کړل چی د بادي ژرندې په اکله پریکړه وکړي . شـینا د خپلې خبرلوڅۍ په برکت ګڼ شمیر ځناور د بادي ژرندې په ښــیګـڼو قانع کــړل. مـاڼـو غــوږونه څــوړ کــړل او ناڅاپه یې کړیکه وویستله. یوه شــیـبـه وروســته نــهه (۹) غټ سپي، چې د خطرناکو لیوانو غوندې معلومیدل، په یو تراټ راورسیدل او سم د لاسه یې په شـینا ورودانګل. شیـنا خپله لکۍ د سپـیو له تیرو داړو نه راخلاصه کړه، څلور پښې یې  خپلې کړې او څلور یې پردۍ کړې  او د تل لپاره د ځناورو له فارم نه وتـښتـیده. په دې ډول ډګـر مـاڼـو ته تش پاتي شو.  ډاریدلي او هیبت وهلي ځناور سوکه سوکه ( ورو ورو) په دې پوه شول چې دغه خطرناکه ســپي هغه کوکري وو چې مـاڼـو په یو ځانله ځــای کې پخـپله  روزلی وو. مـاڼو ځان لارښود اعلان کړ او سم د لاسه یې د ځناورو عمومي راپـڼـیدنې له مینـځه ویوړې. مـاڼـو چې په خوا کی یې نهه سپي تیارسۍ ولاړ وو، نورو ځناورو ته وویل: «لـه دې وروستـه به موږ خــوګان ځانـله راپـڼـډیـږو. زه به د دغــو پـڼـډیدنــو مشــر یـم او  او پــریکـړې به تاسې ته د ارګجـه پــه واسطه ابـــلاغــوم. بـیخي بیغمـه اوسئ. له دې وروسته په هـیڅ موضوع بحث مه کــوئ!»  زاړه او تــریــخ مزاجي خر ســــوډر چې ستــرګو یې چخــې نیـــولې وې خـــپل شــوڼـډک په  تـش اخــور ومـښـه او په زړه کې یــــې  دې شـــعـــر ټــوپـــونـــه ووهـــــــل
سپک مې مه ګـڼـه تقـریر دې راته مه کړه       زه په خپله خـر ګرۍ کې غټ بـابـا یـم              
کـه اخور مې له وښـو او توبرې ډک شـي       وایم تاته چی له تا به ډیـر دانا  یـم

ځناور د شیـنا په شــړلو او د ماڼـو په نــوي سیاست اندیــښمــن شــول ، خــو د دې په ضــد یــې هــیڅ لــه لاســـه پو ره نـــشــول. که چیرې د فارم ځناور له مخکې نه په اسـتدلال  اموخته شوي وای،  ښایي د مـاڼـو د سیاست او خـپل سرۍ  په ضد به راپـورته شوي وای. ارګجـه چی اوس د مـاڼـو په څــنګ کې دوهـم  مهم خوګ و، نورو ځــناورو ته وویل: « زه ډاډه یم چې د فارم ټــول ځـناور د ســتر لارښود مـاڼـو له  سرښندنې نه د زړه له کومي  منـنه کـوي ځکه چې نور درانه او اضافي کارونه یې هم په  خپلو مبارکو اوږو  واخیستل. مشرتوب د ساعت تیرۍ شی نه دی، بلکې ډیر دروند مسولیت دی چې منل یې اطاعت لازموي.» د مـاڼـو په زورواکۍ کې  ارګــجـه درې غــټې وظــیفې لــرلــې
۱ــ شړل شوی شـینا باید نورو ځناورو ته  د خـا یـن په صفت  ور وپــیـژني
۲ــ د نورو ځــناورو په ذهـن کې کښـینوي چې مـاڼـو « ستــر لارښــود» دی
۳ــ ځناور په دې اخته (معتاد) کړي چې فارم ستر لارښود ته اړتیا لري او
پخپله سـتر لارښود  د نورو ځناورو چورلټ (مطلق) اطاعت ته اړ دی

د نورو پڅ ذهنو ځناورو د اسانتیا لپاره ارګجه په خپل ابتکار ټول مطالب داسې ساده او لـڼـډ کړل چې « پخوا هـرڅه خراب وو او اوس هـر څه ښه دي.» ډیرو ځناورو د ارګجه په خبرو چې  خبرلوڅ خوګ وباور کاوه. د دې باور علت دا و  چې د ځناورو له حافظې نه پخپله محمد څرکنـد خان کاکا  او د هغه د دورې هر څه وتلي وو او ټول «انساني چټـیات» د ځناورو له مغزو نه مینځل شوي وو. پخپله مـاڼـو چې د  شـینا د بادي ژرندې  په نقشه یې میتـیازې کړې وې، اوس د دغــې ژرندې جــوړول حــتمي ګڼــل
د عادت سره سم چی ځناور به د امرونو د اخیستلو لپاره راپـڼـډ شول، مـاڼـو ورته دا ابلاغیه واوروله: «ما د یوې نوې پالیسۍ پـریکړه کړې ده. زه د بادي ژرندې د جوړولو لپاره څرخونو، سـیمټو، او د وسپنې میلو ته  اړتیا لرم او د دغې اړتیا د پوره کولو لپاره لازمه ګڼم چې د انسانانو سره د سوداګرۍ اړیکې ټینګې کړم.   زه  باید په انسانانو  د چرګوهګۍ خرڅې کړم د دې لپاره چې پیسې لاسته راوړم او بیا پرې له انسانانو نه  د بادي ژرندې د جوړولو ضروریات راونیسم.  زموږځناورو بادي ژرنده د چرګو غټې سرښـندنې ته  اړتیا لري.  چرګې باید   ډیرې او غټې هګۍ واچوي. پام کوۍ چې یوه هګۍ نه ماته شي او نه خوسا!» چرګې نه یواځې د نوې پټې  (خوګانو) د خوراک لپاره مهمې وې ، بلکې د نوي  ستر لارښود مـاڼـو د بادي ژرندې لپاره هم مهمې شوې

(ټ) د انسانانو سره تجارتي اړیکې او د زیارکښو ځناورو انـد یښنې

بادي ژرنده  د ستر لارښود مـاڼـو  صنعتـي پروژه شـوه. دغې پروژې د ځان سره ځینې بدلونونه راوړل چې د زیارکښو ځناورو سرونه پرې نه خلاصیدل. ځینې ځناور اندیښمن او یو څه نارام شول او له دې کبله یې له یوبل نه پوښتنې پیل کړې: « ایا د  محمد څـرګندخان کاکا له شـړلو نه وروسته، په لـومـړئ پرتـمینه غـوڼـډه کې پریکړه ونه شوه چی ځناور به د انسانانو سره هیڅ ډول اړیکې نه ټـینګوي، تجارت به نه کوي او پیسې به نه استعمالوي؟» د دې سـره سـم، شـډل چې خورا قوي اس و غاړه تازه کړه او په څنګ کې له ناست بانګي  نه یې هیله وکړه چې «ما هـر سهار یوه ګیـڼـټه مخکې ویښوه، ځکه زه غواړم چې لا پسې سخت کار وکړم.»  د ستر لارښود ماڼـو په پـښو کې پراته سپې وغـریدل او ماڼو ته مخامخ پرتو ګـډو(میـږو) هم د عاد ت سره سم رمبـاړې پیل کړې چې  « څلور پـښـیځه ښه دي او دوه پـښیځه بد دي!» د دې لپاره چی د نورو ځناورو اندېـښنه تـم کړي، مـاڼـو ورته ډاډګیرنه ورکړه چې : «تاسـې بیخـي بیـغـمه اوسئ. زه غواړم چې د انسانانو سره د راشې درشې د چارو ټول بار په  خپلو اوږو واخلم او تاسې له دې ناوړه عمـل نه وژغـورم چې په انسانانو مو سترګې ولګي.» سـتړي  ستـومانه څاروي بیا هم نه پوهیـدل چی څه ښه دي او څه بد. د کار د فشار او د واکمنانو د تښتیدلو له امله، له ډیرو ځناورو نه ډیــر احــکام هــیر شــوي وو ،او د شعــور پرمختـګ  او ابتکار ته یې پاټکونه  اچول شوی  وو.
ځناورو په ډیرو خواریو بادي ژرنده جوړه کړه. خو مخکې له دې چې په کار یې وغورځوي ، سخت ژمي او جاکـړ له بـیخه ړنګه کړه. ستر لارښود خوګ مـاڼـو او دهغه ډڼـډورچي ارګجه به نور ځناورو په دې بوختول چې شړل شوی خوګ شـینا لوی غدار او د باد ي ژرندې د ړنګولو واقعي مسـول دی. د مـاڼو په امر د بادي ژرندې ودانول بیا پیل شول او ځناورو به د شـــډل (اس) له قــوت او د هــغه له دې چغړبـې (شعار) نه چې « زه به لا پسې سخت کــارکــوم» ډیر الهام اخیست.ارګجه د ماڼو په امر ټول څاروي داسې تلـقـینول چې د فارم داخلي غدارانو د بهـرني غلیمانو سره لاسونه یو کړي دي د دې لپاره چې د ځناورو نظام او بادي ژرنده رانسکور کړي.  د فارم په ځناورو کې بدګومانۍ زیاتې شوې او ډار ور ته  ورځنی ژوند وګرځیده. د پخوانیو «انساني چـټـیاتو» د مـینځلو په پلمه، ډیر ځناور د غـواو په څپـر کې غرغره شول. له شـډل نه وروسته، ټـاکو دوهمه درجه قوي اس و. د ټـاکـو فکر د فـارم د اووه (۷) اصولو یا احکامو په تیره د شـپـږم (۶ )حکم  په اکله چی «هیڅ ځناور  به بل ځناور نه وژني» ډیـر ګډوډ شوی و. هغه له  زوړ خر(سوډر) نه هیله وکړه چې که شـپـږم حکم ورته ولولي. خو زوړ سوډر چی د خوګانو د ممتازې ډلې په هر چل ول پوهیده، دیته یې پام و چې ارګجه د شـپې له خوا د مـاڼو په ګټه د اووه (۷) احکامو په  ډکون  (متن) کې ګوتې وهي. ده د ټاکو هیله ونه منله او په خپل  بغـن اوز کې یې ورته  یواځې دومره وویل  چې « د خرو عُـمـر ډیـر اوږد وي.» ټاکو نومې آس یوه شیبه وروسته چیلۍ(بزه) ولیدله او له ورمـیـږ نه یې  ټـینګه ونیوله چې شـپـږم حکم ورته ولولي. هغې ورته شــپـږم حکم داسې ولوست:« هیڅ ځناور به بل ځناور نه وژني، خو په علت سره.» د ټاکو په سر کې کړس راپـیدا شو او چیلۍ یې اخوا ټـیله کړه.  له چیلۍ نه متیازې وڅـڅید لې او د ســـترګـــو په رپ کــې تــريتـم شـــــوه
ځناورو فکر کاوه چې شاید د دغه حکم وروستـنئ برخه به یې له یاده وتلې وي.  د شـپـږم حکم په اوریدلو،د ځناورو سرونه په دې خلاص شول چې ستر لارښود ماڼو دغه حکم نه دی مات کړی، بلکې په «علت» سره یې «غـداران» غرغره کړي دي. د انسانانو سره د تجارتي اړیکیو په اوږدو کې، د ځناورو په فارم کې داسې ګونګوسی پیل شو چې خوګان د محمد څـرګندخان کاکا په پخواني کور کې اوسـیـږي او پخپله مـاڼـو د شړل شوي څـــرګندخان کا کا په لوی کټ او پاسـته توشک باندې  بــیدیـږي
نارام او سرګردان  ټاکو خپله لکۍ ګړندۍ ګړندۍ وخوځوله . یو څه وپـرشـیده، خپل شو ڼـډ ک یې د سـوډر په شونډک ومښه او په غوږ کې وروپسیده چې څلورم حکم یانې په توشک او کټ بانــدې د بـیدیـدلو فیصله یې نوکې په یاد ده. خو زاړه خره سوډر بیا ځان ړوند او کوڼ ونیوه. ټاکــو بیا چیلۍ (بزه) له پښې راونیوله چې دا ځل ورته څلورم حکم ولولي. چـیلۍ زر زر  پچې وکړې او څلورم حکم یې ورته داسې ولوست: «هیڅ ځناور به په توشک نه بـیدیـږي چې څادر پرې غوړیدلی وي.» ټاکو چې نسبتاَ قوي اس و، د «څادر» د ټـکي  په اوریدلو سره یې  په مــــغــزو کې شنګار پیل شو. چیلۍ یې له نرئ  ږيرې راونیوله او د هغه جګ  سیرلي په پـیـړو ښکرو کې یې  وروټومبله چې  کوناټـوره ږیـره یې لرله. چیلۍ په خپلو کجو لینګو کږه وږه روانه شوه، سیرلی پرې وربرګ شو او په مرموز ډول یې د خپلې کوناټورې  ږ یـري په خوځولو سره پوه کړه چې « نه کار، هلته څه کار!» چیلۍ د  خپل ځان سره ګوریـدله:« مجبوریت بـد شی دی!»   په دوړو کې لړلې چیلۍ  په توبو توبو  د سترګو په رپ کې خــپل شپــول تــه وتـښتـیــدله
وروســته لـــه دې  ټاکــو نوکې  ارام شــو او فکــر یې وکـړ چی شایــد په تــوشک بانــدی د څــادر شــرط به یې لــه یــاده وتــلی وي. ښایـسـته ښه شیـبه  وروســــته، ارګجه چې  ډ ڼـډورچي خوګ و د دریو غـټو سـپـیو سره  غوجل ته راغی او د توشک د څادر په موضوع یې نورو ځناورو ته داسې رڼـا واچوله: «که په غوجل کې پاسته واښـه پراته وي او په دغو وښو باندې ځناور بـیـدیـږي، نو دیته هم توشک ویلی شو. توشک نه، بلکې د توشک څادر د انسـان ایجاد دی، او ماته ښه په یاد دي چې څلورم حکم د توشک په ضد نه، بلکې په توشک باندې د څادر د خــورولو په ضــد شـوی و. مــوږ خــوګانو د دغه حکم د روحــیې سره ســم،  له ټــولو توشــکـونو نــه څادرونه لــرې کــړي دي.» ســـوډر به د دغې وینا په مهال، په خپله کـیـڼه سترګه د ټاکو نارامۍ ته کتل او په خپل ښي غوږ به یې د ارګــجه وینـــا اوریـــد لــــــه
 بادي ژرنده د ځناورو د پرلپسې زیار په برکت بیا جوړه شوه. ستر لارښود خوګ مـاڼـو د بادي ژرندې په وینا کې نورو ځناورو ته مبارکي ورکړه اوپه  په خپل امر یې دغه ژرنده « د مــاڼــو ژرنــده» ونوله. په فارم کې به چی هرڅه خراب شول، نو خوګانو او سپـیو به دې ډڼـډورې ته زور ورکړ چې شړل شوی شـینا ( د ځناورو د فارم لومړی مشر) د انسانانو په ټولنه کې اوسیـږي او په پټ ډول د فارم ټولو شتمنیو ته زیان اړوي. ماڼو به تل د انسانانو په منځ کی له تجارتي سیالـیو نه ګټه پورته کوله. کله به یې د یوه تا جــر صفــت کـــاوه او کلــه بــه  یـــې د بــل په صــفتونو خــــپل شـوڼـډک شلاوه.  یوه تاجــر د خپــلو نوکــرانو سره غــــبرګ د ځنــاورو پــه فـــارم بــــرید وکـــړ.  ځناورو جګړه وګټله او انسانان یې تیښتې  ته اړ کړل. خو ژرنده یې له بیخه ویجاړه شوه.  په جګړه کې ډیر ځناور مـړه شول او شـډل چې خورا قوي اس و سخت ټـپـی شو. د جګړې د ګټلو په مناسبت ځناورو د خپل ستر لارښود ماڼو د مبارکۍ وینا واوریدله او پوره دوه ورځـې یې د « ستــر بــري» جشن ونمانـځه. د جـشن پــه پــای کې چیـلۍ بــزه د  اووه (۷)  « احکــامو دیـوال» ته مخامــخ ودریــده او ډیر ژر ورته څرګنده شوه چې ځناور پــه یو بــل حُکم هــم «غــلط» پوه شــوي وو. هـغوی پنــځم حُکم داسې زده کړی و چې « هــیڅ ځــناور به نـــشه نـه کــــــوي.»  خــــو اوس دغه حُکم د ګــودام په لــوی دیوال داسې لیکل شوی و:« هـيڅ ځناور به له حــده زیــاته نـشـه نـه کوي.» پــه «خـــپــله» ټــوله واکمنۍ کې، د ځنـاورو رمـې نــه په خيـټه مـړې شـوې او نــه یــې د دې چانــس ومـینــد چې خپل فکر ته وده  ورکړي او دخپل زیار محصول پخپله تنظیم کړي. د دغې غـټې نیمګړتیا د پوره کولو لپاره نوښتګرمـاڼـــو  یوه بــله پـــروژه راووېـستـله

(ث)  «د انقلاب د تکامل پـړاو» اود وفامـن شـډل درملـنـه
 
د ســتر بریالـیتــوب د پرتمینــې نمانځــنې  په ســبا، ستــر لارښــود ماڼــو نـــورو ځــناوروو تــه د بــادي ژرنــدې د بــیـاجــوړولو امـر ورکړ. سره له دې چې قوي اس شـډل د خپلې زخمي پښې سره په غټ کړاواخته شوی و، نورو ځــناورو ته به یې ویل چې « زه په  ژوند کې یو ارمان لرم: مخکې له دې چې تـقاعد واخلم، با یــد بادي ژرنـده جوړه شوې وویــنـم .» يو څه وخت وروسـته مـاڼـو پریکړه وکړه چې نورو ځناورو ته « د  انقلاب د تکامل پـړاو» اعلان کړي. هغه په ګودام خونـه  کې را پـڼـډ شوو ځناورو ته په ډیر ویاړ وویل چې: « اوس د ځناورو فارم جمهوریت او ولـسمشر ته اړتیا لري. زه نن دا فارم   ًد ځناورو جمهوریت ً  ګڼم او ستاسې د خدمت لپاره ځان د ولسـمشرۍ د یواځیني نوماند [کاندیدیت] په حیث اعلانـوم.» خوګانو په سونګار او سـپـیو په غپا د مـاڼو نوماند کیدل تائید کړل. نورځناور د رایو په ورکولو نه پوهـیدل. په دغه راپـڼـډیـدنې کې مـاڼو د رایو په اتـفاق ســـره د ولــسمشر په حــیث غــــــوره شـــــــو
د زاړه اس شـډل پخــوانی زور اوبه شــوی و او زخــم یې هم نه جوړیــده. ارګجه خوګ د خپل ســتر لارښــود ماڼــو اندیـښنه نورو ځناورو ته څرګــنده کړه: «زموږ زړه سواندي مشر ماڼو پریکړه کړی ده چې خپل وفامن خدمتګار شـډل د ګړندئ درملنې لپاره د انسانانو یو روغتون ته ولـیـږي.» د ځناورو د جمهوریت په ګاوڼـډ کې، «زرغــون ښـــار» د انسانانو یوه پرمخــتللې ټولــنه وه چی د ځناورو د ولسـمشر مـاڼو  تجارتي اړیکې ورســره ښـــې وې. له زرغون ښار نه یوه سرپـټه ګـاډۍ چې دوه غټو او چابکو اسونو راښکله د ځناورو جمهوریت ته راننوتله او د غوجل په خوا کې تم شوه . ګـاډیـوان راښکته شو، خولۍ یی په سر سمه کړه، بـ‎ډې یې ووهلې، ملا یې کــلکه وتــړله او د زاړه او زخمي اس په لټه کې شو. ګـړبـیدلی شـډل له غوجلې نه راووت او په ډیره سختۍ ګـاډۍ ته وروخـــوت. په دغه سـرپــټه  ګاډۍ لیکل شوي وو: « هـلا کو: د اسونو قصاب ــ د پوټـکو، هـډوکو او غـوښوغــټ سـوداګـر ــ زرغون ښـار». پـڅ ذهنه ځناورو د شـډل سـره مخه ښه وکړه. خو زوړ سوډر چې د شـډل سره به یوځای څر یـده ژړه غـونی شو: زوړ او بدخوي خر سوډر په دې پوه و چې ساده او وفامن خدمتګار شـډل د خپل ژوند په وروستني پـړاو کې د زرغون ښار په لوي قصاب (هـلاکـــو) خرڅ شو. ګـاډيـوان زر زر د هــغې دړه کــلکه وتړله. سوډر د خپل یار د درناوي لپاره په کراچۍ پسې روا ن شو.  کــراچۍ لا  د ځنــا ورو  د فـارم له پــولې نه تـــیره شــوې نه وه چــې ناڅـاپـه پکې درب دروب پـــیل شـــــــو، د شـډل زویرګي غلي شول، او د سـوډر له ستړو سترګو نه وښکې راروانې شوې  
یوه ورځ وروسته، ډڼـډورچي خوګ (ارګـجه)  په ژړه غـوني اواز نور ځناور په دې خبر کړ ل چې شـډل د زرغون ښــار په روغـتــون کې مـړ شو او زمــوږ زړه ســوانـدې ولــسمشـر ماڼـو خــوګ لــه دې امــله « ډیـر خواشینی شوی دی». ارګجه په ډیر مکر سره په دې ټـینګار وکــړ چې لــه خــد متګار شـډل نه یې  د ځنکـد ن په مهال یو ډیره مهــمه سـپارښـتنه  او ریدلې وه: «زه ډیر خواشینی یم چې د بادي ژرندې له جوړیدلو نه مخکې مـرم. تل دې وي د ځناورو نظام! ژوندی دې وي ستر لارښود مــاڼــو! ستر لارښود ماڼـو تل رښـتیا وایي!»  کلونه تیر شول او د فارم د ځناور ژوند مخ په کرغـړن کیدلو شو. د فارم لـــــږعُـمره ځناور څه له لوږې او تندې مـړه شول، څه په جنګونو کې ووژل شول، او څه یې اعـدام شول
پــــرته لــــه یو شـمیر ځـــناورو، د فــارم نـــوي نسل ته لــه انــــقلاب نـــه وړانــدې «انساني چـټـیات» هـیـڅ نه وو پــه یــاد. شـینا خوګ او شـډل اس  یواځیني ځناور وو چې نوي نسل پـیژندل.  چیلۍ بـزه هم چې په زږو ډبرو کې به په یوه شوړه وښو پسې لالـهنـده وه، د پـښو د بندونو په درد اخته وه. سترګو به یې چـخې نیولې وې، پچې او متیازې به یې نه شــــوې ټـنګولې، او د تــقاعـد له عُـمر نه یې دوه کلونه تیر شوي وو. لا تر اوسه  یوه ځناور هم  تـقاعــــد نه و اخـیستی. د خوګانو او سپـیو شمیـر ګـڼ شـوی و. د ځـناورو د جمهـوریت خـونـدور پـیداوار لکـه
هګیو، شیدو، او مڼـو د خوګانو او سپـیو د ممتازې پـټـې(قشر) د خوراک لپاره بسوالی نه کاوه. د خوګانو کار د نورو ځناورو په  تنـظیمولو او مشري کولو را څر خیده، او د سـپـیو کار د ځناورو ډارول(امنیت) و. د ځناورو نوي نسل داسې معیار نه لاره چې په مرسته یې پخوانی ژوند د اوسني سره په تــله کــړي.
نوی نسل د ارګجه په واسطه داسې تلــقـین شوی و چې د خــوګانو په ســیاست به هــيځکله نیوکــه نه کوي. په خــپله خوګانو به د انسانانو څـیــرې پیــښې کــــــولې: د محمدڅـرګـند خان کاکا د پخوانئ ماڼۍ په غولي کې به پـه دوه پـښو ګرځـیدل، د هـغه پخوانئ جامې به بې اغــوستــلې،په مـجلــو او ورځـــپاڼو کې به یــې ګـډون کاوه، او د انـــسانانو ســره یې خـپلـه راشــه درشــه زیــاته کـــړې وه. « د ځــناورســتان ځــناورو» تـــرانه لــه منځه تــللې وه. د شـړل شوي خوګ شــینا  د دورې اووه (۷) احــکام چې د ګـودام په لـوي دیــوال لیکل شوي وو، په یــوه حُـکم کې داسې رالـڼـډ  شـول: «ټـول ځـناور مسـاوي دي، خوځــینې ځــناور لــه نـــــورو نه ډیــر مــساوي دي.» هـرڅــه په بــدلـون کې وو ، خـو د ځـناورو رمې پـــرې نـه پـوهـــیدلـــې
(ج)  د یرغل خان په  پـړپـړه( دسیسه)  چـیـنارکـوټ  بـدل شـو

یوه اونۍ وروسته، شـپـږ تنه مـعـتبر انسانان د ځناورو جمهوریت ته راغلل او د شپـږو نامـتو خوګانو سره یوځای د مـــیز په غاړه کـښـیناستل. خو ګانو د خپلو کرسیو په  سـیـټونو کې  د خپلو لکـیـو د پـڼـډ والي په انـدازه سوري جوړکړي وو ــ د دې لــپاره چې په کــــرسـیو بانـدې  د کښیناستلو په مهال پکې خپلې لکۍ ور نـنباسي او د انسانـانو ســره په ارام خبــرې وکــړي. مـاڼـو د  میـز په سر کې ناست و. یوه انسان د ټولو میلمنو په اسـتازولۍ له «ښاغلو خـوګانو» نه مننه وکړه، بادي ژرنده  یې وسـتایـله او زیاته یې کړه چې پــه راتلونکی کې به د « درنو خوګانو» او انسانانو تر منځ  اړیکې لاپسې ښې شي. مـاڼـو په شـاته پـښو ودریـده، خپله لکۍ یې په خــپلو لـیـنګیو کی پـټه کړه او میلمنو ته یې  داسې وینا وکړه: « درنو میلمنو! موږ خوګان په دې خوښ یو چې  زمــوږ او ستاسې انسانانو تر مینځ ټولې پخوانئ بدګومانۍ له منځه تللې دي. د خوګانو په مشرۍ به د ځناورو او انسانانو تر منځ اړیکې او متقابل اعتماد لاپسې کلکـیـږي. زه یو ځل بیا، ستاسې ټولو انسانانو د خبرتیا لــپاره اعــلانـوم  چې  « د ځــناورو فــارم» او « دځـناورو جـمــهوریت» نــومونه له منځه تــللــي دي، او اوس  زمــــوږځـاې بـیــرته هــغه   ً چـیـنارکـوټ ً   نومـیـږي چې زموږ د ځای لرغونی نوم د ی.» د ما ڼـو وینا انسانان اریان کړل او په دې فکر کې یې ډوب کـړل چـې که  له کومې لارې  چـینارکوټ په رسمیت وپـیـژني
پـڅ ذهـنو ځـــناورو به کــله انــسانانو او کلــه خــوګانو ته کــتل راکــتل او هک پک اریــان ووچــې څـــه لوبـــې پـــرې وشـــوې. ساده ځناورو خپل پـیـژاند (هـویت) له لاسه ورکړی و  او اوس ورته د خوګ او انسان تر منځ  توپــیـر کول ډیر ګران شـوی و، ځکه خوګان او  سپي یې ولیدل چې د انـسان شـیـطاني مــغـــزو او لاسـونــو تــه  په  ګـوڼـډه شـوي  وو. ټاکو او سـوډر چې د چـینارکوټ نوم واورید، نو شوڼـډکونه یې په یو بل ومښل او غوجـل ته د پـخوا په شان غـــبرګ روان شول.  دواړو ته په لار  کې د محمد څـــرګـنـد خـان کـاکـا د ګل بـڼ خـیال ورپــه زړه شــو او پـه تـشــه ګــیـډه پـــه غـــوجـل کـــــې پـریـوتـل
محمد څــرګــد خان کاکا چې د ځـناورو د انقـلاب له امله انـساني ټولـنې ته کـډوال شـوی و، ډیـربـوډا شوی و او په چينارکـوټ کې د خـپلې واکمنـۍ پـخواني ارمانونه یــې شـړ شـوي وو. د انسانانو شـپـږ کسـیـز هیـأت د ځناورو د مشر مـاڼـو دې پیغام ته پام شو چې «د ځناورو فارم» او « د ځــناورو جــمهوریت» خـــپل ځــای خــپل  اصلي نــوم « چـینارکوټ» ته پریـښـی دی. د چینارکوټ نوم انسانانو ته د محمد څرګنـد خان کاکا نوم ور په زړه کړ چې د خوګانو له انـقلاب نه وړاندې هـلته واکـمن و. د انساني ټولنې قــدرتمنـد مشـر  چې یـرغل خان نومـیده،  محمد څـرګـند خان کاکا  ته وویل  چې  خپل چیـنار کوټ تــه به یـې د « درونـد مـشـر» په څـیر سـتـون کـړي  او د ځناورو سره به  یې پوخلا کړي. څـرګـند خــان کا کا له خـــوښـۍ په جــامو کې نه ځـــایـده او کـړشـوپـه خوله یې ګــوړې ګــوړې شــوه. د دې لپاره چې څرګندخان کاکا ډیـر خوښ وساتي، مکرجـن یـــرغل خان داسې ورزیاته کړه: « په چـینارکوټ کې به  زما سـرټـيـټي نوکران  قره قـل خان، پـاګل خان، شیطان خان،اسلام فروش خان، وطنـفـروش خان،چـټي خان، قاچاق خان، پیـسه ګل خان، جنایت خان، ګـیلم جـم خان، او تـالان خانِ خـودمخـتار سـتاسې ښـه  راغـلاسـت ته چـمـتو وي.» د عُـمـر خوړلي محمد څـر ګـند خـان کـاکا زړه په ټـوپــونو شو، په جامـو کې نه ځایـیــده، لاسونه یې ومښل او پـه خــپل زړه کې  به یــې دځان سـره ویــل چـــې « څـرګند خان بچـیـم لا تری ات بر آمـده!» خو کله چې محمد څـرګـند خان کا کا خپل پخواني چیـنارکـوټ ته ورسـتون شو، په ځــان پـوه شـو چــې  « تـش مـشــر» (فـیګـرهـیـډ) دی او په انساني ټولـنه کې د کـډوالۍ په مهال یې ټـول ارمانونه اوس پـنچـر شوي دي. په چینارکوټ کې د محمد څرګند خان کاکا د ولس وضعه هم د یرغل خان د نوکرانو له لاسه ډیره کرغیـړنه شوی وه. څرګند خان کاکا په خپلوکې  پردی شوی و او خوګانو هم ورته په سپکه سترګه کتل.  ځناور هم نور نه پوهـیدل چې پخپله دوی څوک دي او څه غـــواړي. بـس د یــرغـل خان پـــه مــــټ، پــاګـل خان، شـــیطا ن خان، اســـلام فروش خان، وطـنـفـروش خان، چـټـــي خان، قـــاچـــاق خان، پــــیــسه ګـــل خان، جـــنایـت خان، ګیلم جـم خان، اوتـــالان خانِ خود مخــتار  پـه دې بریــالي شول چې د محمـــد څرګـند خان کاکا له پخواني چـیــنار کـوټ نه خـپــل «چــور ابــا د» جــوړ کــړي. محمد څرګند خان کاکا چې د یرغل خان او چورابادیانو په رمز پـوه شو، په  زړه کې به  یې دا متل ګرځیده: خر ته ور مکې نوکان...چې پـرې وګـریـي ځان
یـرغل خان چې د چینارکوټ د یوه ګاوڼډي سره یې د فشار د لوښي په څیر ښې اړیکې پالـلې، د ځناورو سره د ملاقات په مهال دیته متوجه شو چې د ځناورو مشران د انسانانو سره د مخامخ کیدنې په مهال، د خپلو لکیـو د پټ ساتلو په کړاو اخته وو. له دې  امله یې د ځناورو مشرانو ته وویل چې لکۍ به یې بـې له درده غـوڅې کړي او بیا به  په اسانۍ سره په کرسیـو کښیناستلی شي او په دې ډول به یې د نورو ځناورو سره توپیـر وشي! خوګان په دې وړاندیز ډیـر خوښ شول او د یرغل خان په ملګرتیا ډاډمن شول. یرغل خان د خوګانو ( د ځناورو د مشرانو) سره په بیلابیلو غرونو وګرځیـد او ویې لیــدل چې هـرغـر ځانګړې ډبــرې  او کاڼي لـرل: شنه، سره، زیـړ... او اسماني رنګه.  یرغل خان په دې پوهیده چې ځناور د خوراک،څښاک، خوب او خپل قـدرت  سـره علاقه لري، نه د ګلالـیو ډبرو او کاڼـو سره.
 یرغل خان د ځناورو د مشرانو پام دیته راوګرځاوه چې د محمد څرګند خان کاکا فارم او سیبونه زاړه شوي او جنګونو او زولونو وهلي دي، او له دې امله د ځناور د امنیت لپاره مناسب نه دي. یرغل خان په پوره مهارت سره د ځناورو د مشرانو په زړونو کې د اندیـښنې زړي وکرل. سم د لاسه یې د ځناورو مشرانو ته وویل چې د دوستانو ( ځناورو) لپاره به په هر غـر کې سمڅه جوړه کړي او د ځناورو هره ډله (سپي، خره، غویان، ګډې، بزې... او خوګان) به خپله بیله  بیله سمڅه ولري، او په دې ډول به په اوړي کې له لمر نه او په ژمي کې له واورو نه په امان په خپلو سمڅـو کې ژوند کوي. چیلۍ په خپل زړه کې د یـرغل خان وینا ته  د زړه  له کومي هـرکلی ووایه ځکه چې د خودمختارۍ زیری یې ورکاوه. له خوښۍ نه یې خپلې پچـې نه شوې تـم کولی. یرغل خان  هـم د چـیلـۍ مخبرۍ ته اړتیا لرله. يرغل خان پـه  دې خبر و چې چـیلۍ له پخـوا راهیسې د چینار کوټ په شمال کې د «ســورخـیلـو » د مشرانو سره هـم  ژمـنه لـرله او د خپلې ګټې لپاره بـه دهـر چا پـه لوښي کې  لکه اوبه بـدلـیـدله.
 د یـرغـل خان زړه سوانـدتـیا ځناور هـک پک کړل. هـغـه ځناورو ته پـه داګه کړه چې د ځناورو د ښیګڼې لپاره به د دوی سره هـر شل کالونه نوی دفاعي تړون کوي. د دې تړون له مخې به، د یرغل خان یـو څوزره وسله والې قواوې د ځناورو سیمه ساتي او د نورو په مقابل کې به د دوی دفاع کوي.  د دې خـدمت په مقابل کې د ځـناور مشرانو ډیره خوښي څرګنده کړه او شعار یې ورکړ چې «موږ د یرغل خان چـوپـړ ته چمتو یُـو!» یرغل خان ورتـه وروسته له مننې وویل چې که ځناور هغه کاڼي او ډبرې چې د دوی له غـرونو نه راویستل شوي دي او د سمڅو مخه یې  نـیـولې ده، په ریـړو کې د سیند په غاړه کې ولاړو  بیـړیـو ته ورسوي، په یرغل خان به یې ډیر احسان اړولی وي. دوه آسونه (شـډل او ټاکو) او زوړ خر(سوډر) خوښ شول چې نور ځناور به هم د یرغل خان ریـړې راکاږي.  د دې لپاره چې د خوګانو د دفاع لګښت پوره کړي، یرغل خان دوهم شرط هم  څرګند کړ: د ځناورو د غـرونو په مینځ کې  په  پرته زمکه  کې به  یـرغل خان  د یوې ګرانې (قـیمـتي) مـیوې زړي کـري. پـیداوار به یي په مساوي ډول ویشل کیـږي. د دغې میوې د غـوټیـو بې خونده او توربـخنه خټـه به د یـرغــل خـــان وي، او د غـوټـیـو دنـنه دانــې دانې وچـه شـوې میــــوه به د یـرغـل خان د دوسـتـانـو( خوګانو) برخه وي. د یرغــل خان عـدالــت، ځـناور- دوستۍ ،اوسخــاوت بې عـقـــله ځنـاور ډیـر حــیـران کـړي وو.

مـنلو لوستونکـو
د  دې لیکنې له  لوستلو نه وروسته، لطفا لاندې پوښتـنو او نظــریو ته  خپل فکر زما سره شریک  کړئ: (۱) په دې لیکنه کې  د افغانستان  د کومو دولتونوځانګړنې تمثیل شوې دي؟  (۲) ولې نورو څارویو د خوګانو په  واکمنۍ پسې  پاڅون ونکـړ؟  (۳)  په ټـولنه کې  مساوات  او عدالت راوستل، دهیوادوالانو(اتباعو)مسئولیت دی که دواکمنانو؟ (۴) ایا تاسې به  خپـل زوزات، زده  کوونکو، او هیووادوالانو  ته سپارښتنه وکړئ چې  په پټــو سترګــو  دې د چا  اطاعـت نکـــوي؟  (۵)  که یو واکمن د خپل ولس په فکـر او کړاو نه وي خبـــر، څنګه به  د  ولــس په دردونـو وپـوهـیـږي او غـم به یې وخوري؟ (۶) که زور او تبلیغات(ډڼډورې) د یوې ډلې یا یوه شخص په لاس کې  وي، د  ولــس معــلومات، شعـور، او قضاوت  به په کومه سویه وي؟ (۷) ایا  معلومات، پوهه او   ذکاوت  د انحصار  له لارې غښتلی کیدلی شي، که د ازادو  بحثونو او مطبوعاتو لــه لارې؟ (۸)  څوک  چې  ډیـرقـدرتمند وي، باید ډیـر مسولیت ولـري  یا لــږ؟ (۹) خوګانو  په کوم دلیل د ځان لپاره  امتیازونه ټاکلي وو، او  د نورو  څـارویو لپاره زیـارونـه؟
 که د افسانې د خـونـد او پـنــد د غښتلي کولو لپاره  ما ته  کوم وړانـدیـز راولیـږئ، پـه  ما بــه مــو ډیــر احسسان کــړی وي.

یــــادونــــــــه
زما دا لیکنه یو راپورټ دی چې لوستونکي پکې د بشـپـړو خوبونو د پلي کولو ترخې صحنې ویني. ما د دې لیکنې یوه غټه برخه په ۱۹۸۰کالونو کې د محَمد حسن ولسمل «مجاهد ولس» تـه او د محّمد طارق بـزګر«دعـوت» اخبارونو ته  د خپرولو لپاره ليــږلې وه. سریزه او ننتـوځ یې نوي دي. دغه شان د لیکنې وروستنئ یعنې «ج» برخه( د یـرغل خان پـړپـړه) هم نوې ده او د ۲۰۰۱  په اکتوبر کې په افغانستان باندې د امریکې په بربـڼـډ  یرغل مې  را څرخولې ده.
  ز ما دا راپورټ اصـلا د انګریز لیکوال جــورج  اورویـل په حکایت ( د ځناورو فارم، ۱۹۴۵زیـیز) راڅرخـي ـــ په هغه حکایت چې واقـعاً  پـیـښ شوی و او بیا لـږ و ډیـر په افغانستان کې کوپي شوی و. ماپه دغه راپورټ کې خال خال  د افغانستان د  اته دیـرش (۳۸)  کلنو اوښــتـنو او کرغیــړنې وضعې په اړه خپل ُمـرچ مساله ورزیات کړي دي او پښتو نومونه مې پکې کارولي دي. دا کتاب د جورج اوروېـل لــومړی ناول و چې د دوهــمې نــړۍ والې جګـــړې پــورې یـې د سـټا لیـنيــزم تــرهه ګــري پکــې  انــځور کــــړې وه. پــخپله  جورج  اوروېـل د  دمـوکـراتیک سـوشـلـیزم  پلـوي و. د هسپانیې په داخلي جنګ  (۱۹۳۶ تر ۱۹۳۹) کې یې  د جنرال فرانکو په ضـد او د جـمهوریت په پلويـتـوب کوانده  برخه اخیستې وه او پکې ټـپــي شوی هم و. نازي جرمني او فاشـيستي ایټـا لیه  د جنرال فرانکـو په ملاتړ کې ولاړ وو. اوروېل ته د هسپانیې  د ولس سـاده او سمـسـمکي ژوند خوند ورکاوه. کله چې په دغه پاڅون کې د پخواني شوروي اتحاد د  مشر (سټالین) نـفـوذ زیات شو، جورج اورویل له هسپانيې نه ووت او «د ځناورو فـارم» یې ولیکـه
George Orwell, Animal Farm, 1945