د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د داعش پروژه ولې پاکستان ته ورکړل شوه؟

حمزه یاسر 26.08.2016 23:29

پاکستان له پیدایښت بیا تر اوسه د خپل بادار (انګریز) له روزنې او ښوونې سره سم د هر ډول ناروا کړنو لپاره د چمتووالي ټټر ډبولی دی. په همدې تیرو دوو لسیزو کې یې د لویدیځ او سعودي عربستان په غوښتنه یو شمیر پخواني جهادي مشران په خپله خاوره کې د اوسني حقاني پاتې شونو په څیر وروزل او د شوروي اتحاد له یرغل وړاندې یې د افغانستان مقتدر د سیالانو سیال نظام را پرځولو لپاره یې افغانستان ته راولیږل او د ظاهر شاه او داود خان واکمنیو پر مهال یې ورته د پښې ایښودو ځای ځایګی ځانګړی او څرګند کړ.
وروسته یې د هماغه روزل شویو مزدورانو له لارې په افغان جهاد کې د لویدیځ او عربو په مرستو تر ټولو مخکې خپل ځان له هره اړخه اکمال او په پښو ودراوه او ډیره لږه برخه یې د افغان مجاهدینو مشرانو ته ورکړه او ددې تر څنګ یې د راتلونکي لپاره په افغانستان کې د نفوذ او پلویانو موندنې هڅې پیل کړې؛ تر ټولو مخکې یې د خپلې استخباراتي ادارې مشران او نور د پاکستان حکومت ته ژمن کسان د افغان جهادي مشرانو او تبلیغیانو سره مل د افغانستان په ګوټ ګوټ کې بلد کړل او د اسلام دین خدمت په نوم یې بیا بیا د تبلیغیانو له بهیرونو مرکز ریونډ څخه د افغانستان هرې سیمې ته ولیږل او له دې لارې یې د افغان جهادي مشرانو او نورو جنګسالارانو د ضعف ټکي هم ښه کره ځانته څرګند کړل او په راتلوونکي کې د خپلې خوښې وړ نظام رامنځته کولو لپاره یې لار هواره کړه او په مکې کې د جهادي مشرانو تر قسم وروسته یې د هغوي په منځ کې د نفاق په رامنځته کولو سره افغانستان تر بل هر وخت زیات د همدې جهادیانو په لاس کنډواله کړ او وروسته یې د خپل پوځ په ملتیا د طالبانو نظام لکه د سترګو په رپ وخت کې رامنځته کړ، چې اوس هم یو شمیر پټ سترګي او ناپوهان په دې باور دي چې طالبانو سره د افغانستان په نیولو او نظام رامنځته کولو کې نعوذبالله آسماني پرښتو مرسته وکړه؛ په داسې حال کې چې د طالبانو لپاره ددوي په جامه کې د پاکستان پنجابي پوځ افغانستان ونیوه او وروسته یې د بوتل په څیر یو شپون ورته د مشر په توګه وټاکه، خو په طالبانو کې له پیله بیا تر اوسه داسې پوه مشران وو چې د پاکستان هر امر ته یې د جهادي مشرانو په څیر غاړه کینښوده په تیره کله چې د ډیورنډ کرښې رسمیت لاسلیک غوښتنه ترینه وشوه، نو د وخت طالبان پوه مشرانو د رد ځواب ورکړ او ورته یې وویل چې په دې تړاو هر ډول واک د ټول افغان ولس سره دی او دوي لږ تر لږه ددې صلاحیت هم نه لري چې ددې ننګینې کرښې په تړاو خبرې هم وکړي.
له دې لوبې وروسته پاکستان په دې ډاډه شو چې د کوټې شورا ټول مشران یې خبرې نه مني او خپلې خپلواکۍ ته هڅه کوي، نو بیا یې ورته د حقاني خونخواره او داړوونکې شبکه رامنځته کړه او له دې لارې اوس غواړي د طالبانو هر ډول افغانستان او افغان حکومت په ګټه هڅې شنډې او د هغوي مخه ونیسي؛ ځکه تر بل هر چا د حقاني شبکه د پاکستان هر امر منوونکي ده او په اصطلاح لمونځ هم د پاکستان له اجازې پرته نه کوي، چې تر اوسه ټول کړاو ددې خونخوارې شبکې له لوري هم افغان دولت او هم طالبانو ته رامخې ته شوی دی. دا شبکه په لویه پکتیا کې د داعش اعمال تر سره کوي او د ویده افغان امنیتي مسؤلینو له بې غورۍ تر لوګر او کابله رارسیدلي او د تیرې له کوتل راوروسته د فاتخاب دښتې کابل ګردیز سړک سویل لور ته د امنیتي ځواکونو لوی بیس په څو کیلومترۍ کې په څلوربرجه کلاګانو کې د نظامي چارو د سمبالونې سترې چارې تنظیموي او د لوګر ازرې په ګډون له ګڼو نورو سیمو ورته پاکستان په چورلکو کې وسلې او نور مهمات راوړي او دغه راز یې د کورمې له مته سنګر سیمې د پکتیا سرحدي سیمو له لارې د خپل پوځ په مرسته هم اکمالات ورسوي او هم د پوځ قوماندانان او پوځيان مل ورسره د طالبانو په جامه کې د افغانستان خاورې ته راننوزي.
پر دې ټولو نارواوو سربیره پاکستان د افغانستان په ختیځ کې د لومړي ځل لپاره د داعش په نوم د خپل پوځ مشران او نور پوځیان ځای پر ځای کړل او دا چې پر پاکستان د هر زبرځواک دا پوره باور دی چې د پیسو په بدل کې خپله مور،خور او میرمن هم د بل چوپړ او مخ کې ږدي، نو د داعش پروژه چې له هر لوري رامنځته شوي وي د اصلي ډونر لخوا د افغانستان لپاره پاکستان ته ورکړل شوه تر څو یې ددوي د خوښې مطابق پلې کړي. په افغانستان کې د داعش موخې د نړۍ نورو هیوادونو په پرتله څرګند فرق کوي دا چې ددې ډلې جنګیالي د پاکستان پوځیان دي او د حقاني په څير د افغانستان ورانولو لپاره ځانګړې زده کړې د پاکستان لخوا نه دي ورکړل شوي نو ځکه خو افغان امنیتي ځواک په دې بریالی شو چې پر داعش برلاسی شي او له خاورو سره یې خاورې کړي. کیدای شي د داعش اصلي رامنځته کوونکي موخه یوازې د لنډ مهال لپاره د داعش پروژې آزمویل په افغانستان کې وه او په لږ لګښت یې دا پروژه پاکستان ته ورکړې او پاکستان هم د هماغه پیسو په کچه ورته کار وکړ، نو دا ټکی هم په افغانستان کې د داعش ماتې یو لامل کیدای شي او دا چې اصلي ډونر ددې لپاره چې پاکستان د حقاني او نورو ډلو روزلو په چاره کې بوخت دی، نو ځکه به یې خپلې مرستې او د پروژې پیسې پرې بندې کړي وي، خو په دې ټولو ټکو سربیره داعش ځکه په افغانستان کې نه شي بریالی کیداي ، چې پر افغان حکومت سربیره طالبان هم ددې ډلې او کړنو مخالف دي او د داعش کړنو پر وړاندې د عادي افغانانو را ولاړیدو هم ددې ډلې ملا ورماته او د پاکستان شومې موخې یې سستې او په اوبو لاهو کړي.
خو دا چې زما د لیکنې موضوع  پاکستان ته د داعش پروژې ورکول د اصلي ډونر لخوا وه نو په دې تړاو د پورته دلایلو پایله دا راوړم چې ؛ د ټولې نړۍ دا باور دی چې پاکستان په کم لګښت د هر ډول ناروا تر سره کولو ته چمتو دی او دا چې اوس د هر بل وخت په پرتله زیات له اقتصادي ستونزو او د نړیوالو نیوکو سره مخ دی او حالت یې هغه اوبو وړي ته رسیدلی چې ځګ ته هم لاس اچوي، نو ځکه خو د کمو مادیاتو په بدل کې د هر ډول نارواوو او حتا د ځان او کوزې پښتونخوا پښتنو پلورلو ته هم تیار شوی دی، ځکه له همدوي څخه یې په تیره یوه نیمه لسیزه کې د حقاني شبکې په چوکاټ کې د ځانمرګو بریدونو او نورو وحشیانه کړنو تر سره کولو کې زیات کار واخیست او اوس هم د خپل پوځ هغه مشران او نور عادي پوځيان چې پښتانه او یا هم د پنجاب وي د پیسو په بدل کې د داعش پروژې عملي کولو لپاره افغانستان ته د داعشیانو په نوم لیږي تر څو له یوې خوا د داعش پروژې له اصلي ډونر څخه پنډ یا پیسې تر لاسه کړي او بل لور ته په خپلو وګړو او سیاسیونو کې دا وحشت خپور کړي ، چې له نظام څخه د هر ډول سرغړونې په صورت کې به یې له منځه یوسي؛ ځکه له هر لوري پرې د تمویل سرچینې بندې شوي دي او یوازې د داعش پروژه ورته پاتې ده، چې هغه هم په افغانستان کې د ناکامۍ وروستۍ سلګۍ وهي.