د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

انجنیر سید احمد شاه سادات د مخابراتو وزارت تخنیکي مرستیال وټاکل شو

سادات 23.08.2016 00:36

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

انجنیر سید احمد شاه سادات چې لوړې زده کړې یې د مخابراتو په برخه کې دماسټرۍ تر کچې په انګلستان کې پای ته رسولي،او تر څنګ یې د یوه متخصص په توګه په بېلابېلو نړیوالو، اروپایي او منځني ختیځ هیوادونو کې دندې تر سره کړي د ولمسشر غني له لوري د مخابراتو وزارت تخنیکي مرستیال وټاکل شو.
ښاغلی سادات  چې د کونړونو د ساداتو له کورنۍ څخه دی، په ۱۹۷۱ میلادي کال کې د ننګرهار ولایت د دره نور ولسوالۍ کې زیږیدلی.
په ۱۹۸۰ میلادي کال کې پېښور ته مهاجر او ثانوی تعلیمات یې په سید جمال الدین افغان لېسه کې پای ته رسولي. په ۱۹۸۸ میلادي کال کې انګلستان ته ولاړ چې د الکټرونیکي انجنیرۍ په څانګه کې یې لیسانس او بیا وروسته یې د مخابراتو په رشته کی دوه ماسټریانې د انګلستان لندن او اکسفورډ ښار په پوهنتونونو کی تر لاسه کړې.
ښاغلی سادات د مخابراتو په برخه کې یو با تجربه متخصص ده چې ۱۹ کاله په معتبرو نړیوالو ارګانونو کې مسلکي تجربه لري . ښاغلي سادات په لاندې بېلابېلو هیوادونو او شرکتونو کې د انجنیرۍ، مدیریت، مشاوریت او ریاست په پوستونو باندې دندې تر سره کړي.
۱: ناټل نیټورک، موټورولا، الکاټیل لوسینټ، نیټورک ټیلیکام، یونایټیډ یوټیلیټي نیټورک، آریانا ټیلیکام سولوشن، کنترول سولوشن او په الټران تیکنالوژی شرکتونو کې – انګلستان
۲: سویس کام - سویسزیرلنډ
۳: نارټل نیټورک - فرانسه
۴: این سي یوایس- د امریکا متحده ایالات
۵: بي ټی سپین او ټیلیفونیکا– هسپانیا
۶: ټیلیکام ایټالیا - ایټالیا
۷: جرزي تیلیکام - د جرزی دولت
۸: سعودی ارامکو او د سعودی ټیلیکام شرکت– سعودي عربستان
۹: ټیکور مخابراتی شرکت – متحده عربي امارات
۱۰:افغانن بیسیم، د اټرا اداره، د مخابراتو وزارت او د اقتصاد وزارت– افغانستان
په افغانستان کی یې له افغان بیسیم سره د تخنیکي او بین المللی رومېنګ منېجر، د مخابراتو په وزارت کی د تخنیکی مشاور، په اټرا کې د بورډ د غړي، او همدا راز یې د اقتصاد په وزارت کې د زیربنایی پروژو د هماهنګي په برخه کی د وزیر د مشاور په توګه دندې تر سره کړي.
ښاغلي سادات د یو څه مودې لپاره د کابل پوهنتون د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوجۍ انسټیټوټ کې افتخاري تدریس کړی او ځینې وختونه په بېلابېلو موضوعاتو لیکنې کوي چې په مختلفو بریښنایې پاڼو کې خپریږي.
ښاغلي سادات په انګلستان کې دنده درلوده، خو هیوادنۍ مینې او ملت ته د خدمت هیلې دې ته اړ کړ چې خپله دنده پریږدي او د ولسمشر هغې غوښتنې ته لبیک ووایي، په کومه کې چې ترې غوښتل شوي وو تر څو د مخابراتو وزارت د تخنیکي او مسلکي معینیت دروند بار په اوږو کړي. د ولسمشر له دې پریکړې داسی بریښی چې نوموړی په ټوله معنی حکومت کې وړ او مسلکي کسان په دندو ګوماري.
د ښاغلي سادات له راتګ سره  هېله څرګندیږي چې د هیواد مخابراتي سکټور به پرمختګ وکړي، د خدمتونو کیفیت لوړ او قیمتونه یی را ټیټ شي. مونژ هم نوموړي ته په خپلو چارو کې بریاوې او له لوی خدای ج څخه ورته حوصله او زغم غواړو.