د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

چرسي زرک

امین الله عادل 23.08.2016 00:28

په لوی قفس کې اچول شوی ؤ، ښه دانه ورته اچول کېده او ښه خدمت یې کېده. کله کله به یې چې غاړې کولې نو  خاوند به یې هم په ناز سره دده غاړې تکرارولې. په دې سره به چرسي زرک ډېر د خوښۍ احساس کاوه. زرک هغه مهال ډېرې غاړې کولې چې بنګ به یې ور واچول. چرسي زرک که څه هم د خاوند لخوا په قفس کې اچول شوی ؤ  او له آزادۍ څخه محروم ؤ، خو  فکر یې کاوه چې ژوند همدا دی. خاوند یې چې ورته کښته پورته کېده نو فکر یې کاوه چې دده نوکر دی.  
چرسي زرک د خاوند لخوا ډېر تشویق کېده، ښکلي نومونه یې پرې اېښي وو، چې دې ټولو زرک ته ډېر د ویاړ او خوشالۍ احساس ورکړی ؤ او ځان ته ډېر خانتمه ؤ. هره ورځ به یې د جګړې شېبې شمېرلې او  په مختلفو حرکتونو  سره به یې خپل خاوند پوهاوه چې د جګړې ډګر ته یې ورسوي. کله به چې له بل زرک سره د مبارزې میدان ته ووت څو ځله به یې خپل وزرونه تر خپلو پښو لاندې کړل او په منډه به یې تر بل زرک چټکه دوره را ووهله.     
داسې جګړه به یې وکړه چې د ننداره چیانو های او هوی به ټوله سیمه په سر واخیسته. چرسي زرک د خپل حریف خیال نه ساته او نه یې زړه سوی درلود. هر څه به یې چې په وس پوره وو همغه یې کول ترڅو خپل حریف لر (مات) کړي او میدان ترې وګټي. په خپل خاوند يې ځکه ډېر ګران ؤ چې د جنګ  هېڅ اصول یې نه مراعاتول. په هر جنګ کې یې په خپل خاوند یو [تلی چرس] قلنګ وو او ترڅو به یې چې تلی نه ؤ وهلی له قفس څخه نه را ووت. جګړې يې ډېر مینه وال درلودل، چرسي زرک نوم درلود او هر چا به ویل چې چرسي زرک چا نه دی مات کړی.  
نن بیا له داسې زرک سره مخامخ شو، چې پخوا یې هم ډېر ځله یو له بل سره مښوکې جنګولې او د یو او بل بڼکې یې باد کړې وې، خو دا بل زرک د خپل خاوند لخوا دومره نه ناوزل کېده،  کله به یې ښه خدمت کېده او کله به بیا ډېر وخت وږی ؤ. له ډېرو جګړو ستړی شوی ؤ. دا سوال ورسره ؤ، چې دا جګړه د څه لپاره؟ څه کوو، چې په خپلو کې جګړې کوو او نور خندوو! یا زه ګټونکی او یا هغه، آخر دواړه یو زرک یو. نن هم په میدان کې چرسي زرک د تېر په څېر له خپل عادت سره سم خپل وزر تر پښه لاندې کړ او څو چرخکې یې ووهلې.  
حریف زرک په منډه کې ورته وویل سادګیه تر کله به همدا جګړې کوو؟ په خپلو کې سره وهو او پردې خلک خوشالوو...! په چرسي زرک خبره ښه ونه لګېده، غټې حملې ته یې خان جوړاوهو چرخکه یې لویه کړه او په ننداره چیانو ورکډ شو. خلکو چیغې کړې "هلئ چرسي ناکام شو، چرسي ناکام شو!" خاوند یې په ډېر قهر سره را مخ ته شو "والله چې ماتې وخوري مردار یې کړم. زما چرس او بنګ خو خوشي نه دي!"
د زرک چې دا خبره واورېده نو د خپل حریف په خبره یې سر خلاص شو او پوه شو، چې څه یې را ته وویل.  له ځان سره یې وویل: "ښه نو که میدان و نه ګټم نو چرس نه را کول کېږي! او زه باید مردار شم! ما خو په ریښتیا هم غلط فکر کړی دی...  زه د یو تلي چرسو مزدور یم... زما ارزښت یوازې همدا دی، چې له خپلو زرکانو وروڼو سره جنګ وکړم، هغوی مات کړم، ننداره چیان وخندوم او د خپل خاوند لپاره میدان وګټم!"  چرسي زرک خپل ځان ډېر پړ وګاڼه او په خپلو تېرو کړو ډېر پښېمانه شو. په تېزه منډه او لنډه لنډه الوتنه يې ځان له میدانه و ایست!  چرسي زرک د تل لپاره خپلو زرکانو ته شرمنده او خاوند یې د سیالانو د خندا شو!