د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کشمیر د بلوچیستان د خپلواکی بدل

حکمت الله رښتین 21.08.2016 13:59

ټولو ته جوته شوی چی ګاونډی هیواد پاکستان نه یوازی افغانستان ته بلکه د سیمی او نړی هیوادونو ته د شرارتونو لابراتوار دی ٬ دا چی د سیمی او نړی هیوادونه د پاکستان په همدی دوه مخي پوهه شوي د نوموړي هیواد همدغه کړنې سبب شوې تر څو د انزوا په طرف ناخواسته وربرابر شي.

خو تر اوس مهاله پاکستان د افغانستان په چارو کی بی دریغه او بی رحمانه لاس وهنی کولی تر دی وروسته باید افغانستان د پاکستان په خلاف له هغو هیوادونو چی د پاکستاني تروریستي سیاستونو ښکار شوي او یا یی له ښکار کیدا ویره لري مرسته وغواړی.

دا معلومه خبره ده چی هر هیواد خپلی کورنی ناخوالی لری که چیری کوم هیواد د نړیوالو اصولو پر بنسټ د بل هیواد مثبتو پالیسیو ته ځواب ونه وایه کولای شي چی نوموړی هیواد د هغوی د خوږ ګوتی څخه په نیولو د همدغو پالیسیو د عملی کولو لپاره وکاروی.

څو ورځي مخکی د اګست میاشتی پر ۱۹ مه هندي صدراعظم نرندرا مودي په لمړي ځل د دغې پردی کمه څنډه ورپورته کړه.

ښاغلی مودي د خپلی وینا په یوه برخه کی وویل:- چی" د پاکستان بلوچستان صوبه او د د دغه هېواد تر واک لاندې کشمیر او ګلګلت د ځايي خلکو د غږ اوچتولو له امله د ده مننه کړې ده"

نرندرا مودي زیاته کړه ''څنګه د بلوچیستان، ګلګت او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر خلکو د ده مننه کړې داسې یې د هند د ټولو خلکو هم مننه کړې، ځکه یې دی هم منندوی دی''.

د هند صدراعظم څو ورځې مخکې هم په یوه وینا کې وویل، اوس د دې وخت دی چې پاکستان په بلوچیستان او تر واک لاندې کشمیر کې د ښکاره زور زیاتي ځواب ووايي.

 

د دی کار لپاره افغان حکومت باید پټ په پټه افغان ډپلوماسي له هندی ډیپلوماسي سره نږدی کړي ٬ افغان حکومت باید د هند هیواد و هڅوی تر څو دا خبره رسنیزه کړی چی کشمیر دې د بلوچستان په بدل کی دواړه خپلواک هیوادونه شي .

که څه هم دغه ګام به د هند هیواد لپاره د زهرو د جام څښلو حیثیت ولري خو د پاکستان جوړښت چی هر ایالت یی د قومونو پر اساس ولاړ دی. نورو قومونو ته لکه پښتنو ته دا فکر ورپه برخه کړي تر څو له هغه پاکستاني دولت څخه چی اداره یی د پنجابیانو لخوا پرمخ وړل کیږي جلا شي یا د جلا والي لپاره لاس په کار شي. دغه اقدام به وکولای شي له یوه طرفه افغانستان ته د افغانستان په ګټه ښه ګاونډیان ورنصیب کړي له بله اړخه به د هند سرخوږۍ چی پاکستان یی دلیل دې له همدغه سرخوږي به د تل لپاره خلاص شي.

که څه هم نوموړی فرضیه یو څه ایډیالیستی ده خو ناشونی هم نده . هغه ځکه که چیری د هند سره روسیه او له افغانستان سره امریکا لاس یو کړي او امریکا خپل زوړ ملګری یعنی پاکستان په نوي ملګري افغانستان بدل کړي د دی فرضیی شونیتا لاپسی ځواکمنوي او د عمل تر پولی یی نږدی کوي.

داسی ښکاري چی امریکا به بلوچانو ته د امریکا غږ بلوچي راډیویی خپرونی پیل کړي چی همدا کار د امریکا لیوالتیا له لرې په ډاګه کوي.

افغانستان هم په پټ ډول د بلوچانو خواخوږی دې هغه ځکه افغان حکومتونو تل پاکستان ته د ورورۍ  لاس ورکړې خو د دوی له طرفه  نه یوازی دا چی افغانستان یی په ملګرتوب نه دی منلی بلکه زموږ د نظام د ستنو د کمزوري کولو میکروب ګرځیدلی. همدا دلیل دی چی افغانان له بلوچانو سره خواخوږي ولري.

فکر کوم د بلوچستان د خپلواکی لپاره زمینه برابریدونکی ده. د بلوچستان په خاوره د بلوچیستان د خپلواکی لپاره خوځښتونه شتون لري. امریکا ٬ هند ٬ روسیه او افغانستان دی په ګډه لمړی خپلمنځي خواخوږي رامنځ ته او بیا دی د ملګرو ملتونو چوکاټ کی د بلوچانو د غوښتنو د څیړنو لپاره ملګرو ملتونو ته د یوه ځانګړي کمسیون وړاندیز وکړي . تر څو د بلوچیستان د خپلواکۍ عملي بهیر پیل شي.

که د هند هیواد وغواړي چی له سیمه ایز ځواک نه په نړیوال ځواک بدل شی کشمیر دی د بلوچیستان په بدل کی آزاد کړي. سمده چی هند به د خپلی خاوری هغه جغرافیه چی زرګونه سرتیری یی پکی وژل شوي ورته د خیال حیثیت ولري خو دا کار به وکولای شي تر څو په سیمه کی نه یوازې د هند منندوی هیوادونه منځ ته راشي بلکه د هند دښمن پاکستان به هم نوری سیمی پښتونستان له لاسه ورکړي چی د پاکستان د له منځه وړلو سبب به شي.

د پاکستان نشتون به هند نړیوال ځواک کړي او دغه اقدام به د افغانستان روانو ناخوالو ته چی لا تر اوسه د پاکستان د مکارو پالیسیو ښکار شوی د پای ټکې کیږي.