د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د خپلواکۍ ګټل، نمانځل او ساتل یې

محمد عارف رسولي 20.08.2016 14:53

د سرخبره

له دې لیکنې موخه داده چې د محترمو لوستونکو او په تیره بیا د ځوان کهول پام د پوره او تل پاته خپلواکۍ د ګټلو، ساتلو او نمانځلو مهمو ټکو، لارو چارو، ستونزو او رازونو اهمیت ته را وګرځوو. که زموږ ملت دا پورته موخې په بریاليتوب سره ترلاسه کړي نو اوسنی او راتلونکي نسلونه به ورڅخه ګټه واخلی. دا به مرسته وکړي چې، د هیواد راتلونکي زعیمان، ملي سیاستوال، ملي مبارزین او ټول ملت په بیړنیو او ستونزمنو حالاتو کې سم ګامونه واخلي.
له دې لیکنې موخه داده چې د محترمو لوستونکو او په تیره بیا د ځوان کهول پام د پوره او تل پاته خپلواکۍ د ګټلو، ساتلو او نمانځلو مهمو ټکو، لارو چارو، ستونزو او رازونو اهمیت ته را وګرځوو. که زموږ ملت دا پورته موخې په بریاليتوب سره ترلاسه کړي نو اوسنی او راتلونکي نسلونه به ورڅخه ګټه واخلی. دا به مرسته وکړي چې، د هیواد راتلونکي زعیمان، ملي سیاستوال، ملي مبارزین او ټول ملت په بیړنیو او ستونزمنو حالاتو کې سم ګامونه واخلي.

د خپلواکۍ نمانځل، د ځینو ډلګیو دریځونه
زموږ یو کم شمیر خلک وایي چې موږ خپلواکي نلرو نو ولې یې ونمانځو. دا خلک په څو ګروپونو ویشل کیږي. لمړۍ ډله هغه کم علمه او ځوان کهول دی چې له کوم خاص ایدیولوژیکي نظر او تعبیرونو څخه پیروي کوي، دوی ته ملي بیرغ او ملي سرود خوند نه ورکوي، د ملي ورځو نمانځل ورته یا عبث کار او یا ښه نه ښکاري، حال داچې سترو اسلامي مفکرینو لکه ابن خلدون او نورو د ملت جوړونې لپاره دین او هیواد پالنه دواړه اړین بللي دي. له یوې خوا هغوی ته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردګان ښه ښکاري، خو خبر نه دي چې هغه په ډېره ځیرکتیا د اسلام او ترکیزم یو ګډ انځور له ځان سره لري چې روښانه د ترکانو لپاره ښه دی، خو له بلې خوا زموږ دا ډله بیا په خپل هیواد کې د ملت جوړونې له اړینو ښکارندو سره مخالفت کوي.
د ګوتو په شمیر ډېر کم سیاسي دلالان او تجاران چې پاپولستي خاصیتونو لري د ځینو خلک د خوشالولو لپاره، او د بهرنیو کړیو په اشاره په ملي قهرمانانو پسې کله کله سپکه خوله ښوروي او د ملي ورځو او شعایرو پروا نه لري.  
بله هغه ډله ده چې د  منفي انګیرنو، ریا او د مغلقو مسئلو د ډېر بسیط کولو په مرض اخته دي. د دې ګروپ ځینې ښه معاشونه اخلي، له دولت او یا له موسسو سره کار کوي او ارامه ژوند لري، خو د خپل منفي نړۍ لید له مخې ځان بل ډول ښيي. داډله  پیچلو مسئلو ته له یوې ډېرې ساده کړکۍ ګوري او تحلیل یې خورا کمزوری دی. هغوی داسې فکر کوي چې دا خلک چې خپلواکي نمانځي د هیواد له ستونزو نه دي خبر او یا په غلامۍ کې خوشاله دي. هلکه د دې خلکو به له تاسره ارزونه او لیدلوری ورته نه وي خو احمق او غلام یې مه بوله هغوی کیدای شي د هیواد غمیزه له بلې زاویې ویني.
یوه بله ډله هم شته چې تر ټولو پورته یادو ډلو ډېره مضره ده او دا د ګوتو په شمار هغه خلک دي چې د قوم او سمت پالنې د کرکو په خاطر یې سترګې ړندې دي. هغوی د افغانستان شریفو خلکو ته تل په ملي ضد اوتو بوتو اخته دي. موږ ګورو چې ځینې دا ړانده کسان لمر په دوو ګوتو پټوي او هغه منل شوی ملي قهرمانان، د افغانستان نوم، او ملي شعایر نه مني. هغه ملي قهرمان چې د هیواد د خپلواکۍ معرکه یې رهبري کړې غندي. د دې کسانو په ډله کې داسې خلک شته چې، د شوروي د اشغال په وخت یې په مطبوعاتو کې د مشر ژورنالست په توګه کار کاوه. اړینه ده چې دوی به په هغه وخت کې د نړۍ د پرولتاریا په ګټه او د تنګ نظره ناسیونالیزم او قوم پالنې په ضد زیات شعارونه ورکړي وي. په هغه وخت کې د اماني دورې او امان الله خان زیاته یادونه کیده خو له امان الله خان سره د دوستۍ په خاطر نه بلکه د دې لپاره چې ځان ملي وښيي. که نه ټولو ته مالومه ده چې د شوروي د اشغال په وخت کې د یوه مشر په وینا ښه افغان یوازې سویتیست و اوبس. یقین لرم چې دې ډلې ژورنالستانو او لیکوالانو به هم د شوروي د اشغال په وخت د امان الله خان غازي صفت له اخلاصه نه بلکه په منافقت سره کړي وي. له دې کسانو اوس داسې ړانده کرکجن او متعصب انسانان جوړ دي چې د نړۍ پرولتاریا خو څه کوې د خپل وطن ګوندي ملګري او یا خواریکښ کارګر او بزګر که د بل قوم وي ورته سم انسانان نه ښکاري. دا د دې کسانو مریض ذهن ښيي چې پرون یې څه کول او نن څه کوي.  
ولې د ملي خپلواکۍ ورځ ونمانځو؟
له ځانه باید وپوښتو چې ایا سمه ده چې هیڅ د استقلال د بیرته اخیستو معرکه یاده نکړو او ورباندې ونه ویاړو او که ووایو چې هیڅ خبره نشته موږ پوره استقلال لرو او هرڅه سم دي. سم قضاوت به داوي چې موږ منځنۍ او معقوله لاره غوره کړو.
 په کار ده د خپلواکۍ د ګټلو، ساتلو، پیاوړتیا، څرنګوالی او په پوره ماهیت او مفهوم باندې ځان پوره پوه کړو. دا پروسه د استقلال د تکمیل او تلپاتې کیدو لپاره اړینه ده، ترڅو ځوان نسل وروزل شي، له خپله تاریخه، د ازادۍ له معرکو، سوبو، ملي قهرمانانو، ستونزو، تیروتنو او لاسته راوړنو ځان خبر کړی. پوهیږو چې، موږ د خپلو شهیدانو او ملي قهرمانانو پوروړي یو نو لږ تر لږه خو یې په کال کې یو وار یاد کړو، روح ته یې دعا واستوو او په نیکو یې یاد کړو.
د نوښتګر فشار چوکاټ
د نوښتګر فشار چوکاټ
غوښتل شوې پایلې
(لیدلوری)
غوښتل شوې پایلې
(لیدلوری)

نوښتګره فشار
نوښتګره فشار
 
اوسني واقعیتونه
اوسني واقعیتونه


ترڅو په خپلواکۍ کوم ملت ونه ویاړی، ملي ورځې ونه نمانځي، له ملی تاریخي کارنامو او خامیو یې ځان خبر نکړي، لیکنې او پروګرامونه ورباندې ونلري د هغه ملت له ځوانانو به څنګه د خپلواکۍ د ساتلو هیله ولرو؟ وینه به ورکوي او سرښندنه به کوي خو د پردو په شیطاني لومه کې په پریوزي. څنګه به هغوي نوو ننګونو، باریکیو، سیاسي، نظامي، دیني، داخلي او بهرنیو ستونزو ته ځواب وایي او په راتلونکي کې به څنګه په ملي کچه عقلانی چلند او پریکړې وکړي. دوی به سر ورکوي خو، د سیاست، مذاکراتو، دیپلوماتیکو تړونونو، نظام جوړونې، کلتوري ودې، اقتصادي پرمختیا او د رښتیني استقلال د ساتلو په لاره کې به پاته راځي.
ملګري ملتونه او نور هیوادونه کله چې د ځینو مسئلو لکه د مور، ماشوم، بشري حقونو، اوبو، چاپیریال ساتنې، ښوونکيو، لیک او لوست، له ښځو سره د تاوتریخوالي او نورو په نامه نړیوالې ورځې ټاکی او هرکال یې نمانځي؛ موخه یې داوي چې هرکال په هغو مهمو موضوع ګانو باندې فکر وکړي، د هغو په اړوند علمی  ارزونې وکړي، سیمینارونه، کنفرانسونه، او علمی بحثونه راوبولي او  راز راز اړخونه او ستونزې یې رابرسیره او فرصتونو ته ګوته ونیسي ترڅو عامه پوهاوی زیات شي.
همدارنګه، نور ملکونه هم ساده ګان نه دي چې د خپلواکۍ ورځې نمانځي. د هغوی زیات د ملت جوړونې او ملي وحدت خوندیتوب زیاته تجربه لري که یې ګټه نه وای نو ولې خپلې مالي زیرمې ورباندې لګوي. ګته یې داده چې هغوی خپل نسلونه تل د خپلواک ژوند لپاره تیاروي او دا کار هر کال د خپلواکۍ د کلیزې په ورځو کې تکراروي.
د ملي تاریخي ورځو نمانځل، د خپلو پلرونو له سرښندنو، د پخوانیو ملي مشرانو له تدبیرونو، لیدلوریو او لاسته راوړنو خپل خلک او ځوان کهول خبرول او دا امانت راتلونکو نسلونو ته سم سپارل د ویښو ملتونو کاردی. د خپلواکۍ د کلیزې د نمانځلو اصلی موخه یوازې د خوشالي کولو په مانا نه ده بلکه اصلي موخه یې د تاریخي ملي ویاړونو او لاسته راوړنو د یادونو تازه ساتل، د اوسنیو او راتلونکو ننګونو په وخت پیژندل او په دې هکله عامه پوهاوی دی. نو ځکه موږ ته اړتیا ده چې د خپلواکۍ کلیزه هرکال و نمانځو.
ولې زموږ خپلواکي تل ګواښل کیږي؟
۹۷ کاله مخکې د استقلال په جګړه کې او تر هغه وړاندې افغانانو وینې ورکړې، سرښندنې یې وکړې او پوره ازادي یې واخیسته خو په خواشینۍ سره د بهرنیو دسیسو ښکار شول، ملک مو په رښتینې توګه په ټولو سیاسي، اقتصادي، کلتوري، ښوونیزو او د حکومتولۍ په چارو کې پخپلو پښو و نه درید. کمزوري پاته شو او بیا بیا زموږ په ازادۍ تیری وشو، روسانو زموږ ملک اشغال کړ، بیا مو ډېر زیات شهیدان ورکړل، هیواد مو وران شو. هغه مو وشړل خو د روسانو د شړلو په وخت موږ د نورو مکارو سیمه ییزو دښمنانو د دسیسو ښکارشوو او په سادګۍ مو ورباندې تکیه وکړه. هغوی هم د روسانو تروتو وروسته د یوه قصدي ناکام فرمول له مخې حکومت راته  جوړ کړ، زموږ اردو یې ړنګ کړ، نه یې یو او سبا بل افغانۍ ګروپ په غیږ کې ونیو او د خپل بادار وویشه او کنترول کړه له غدر څخه یې کار واخیسته او بیا موږ ونه توانیدو چې نظام جوړ کړو او دادی غمیزه تر ننه روانه ده.
د انګرایزنو او روسانو د تیریو  په وړاندې د خپل ملت سرښندنو او د هغوی پایلو ته په عقلاني او علمي توګه نظر وکړو او له ځانه په رښتیا وپوښتو چې ولې مو د دواړو ښکیلاکګرو تر ماتې وروسته سمې پایلې نه درلودې. ولې اوس هم په یوه نامعلوم او ناهیلي کوونکي حالت کې واقع یو؟ د دې تر څنګ که د نورو ملتونو تاریخ او مثالونو ته هم وګورو چې د هغوی د بریا او پاته راتلو رازونه څه دي او څنګه یې خپلې ازادۍ خوندي کړې دي نو سمو پایلو ته رسیږو. بیا به راته ثابته شي چې، د قربانیو ترڅنګ وړ ملي زعامت، په ملت او کدرونو کې سیاسي پوهه، له تاریخ څخه زده کړه، اقتصادي، ټولنیزه او سیاسي وده او نور د قربانیو ترڅنګ اړین بریښي او بیله دې څوک خپله پوره خپلواکي نه شي ساتلای. موږ په علمی توګه خپلې بریاوې، تیروتنې او لاملونه یې نه ارزوو او د خپلو راتلونکو کړو وړو او تګلارو د ټاکلو لپاره یې نه کاروو. پایله داشي چې موږ تاریخی تیروتنې بیا بیا تکراروو او خپلواکي مو تر څو لسیزو بیا تر سوال لاندې راشي.
څنګه د خپلواکۍ کلیزه ونمانځو؟
د خپلواکۍ د ګټور او له مانا ډک نمانځلو لپاره د ملت هره ډله باید خپل مسوولیت ادا کړي. ملي مشران باید د خپلواکۍ د ایدیالونو د ساتلو، ښې رهبرۍ ښودلو، رښتینولۍ، زغم، ښه تدبیر او عالي اخلاقو ملت ته راپور ورکړي او ښه نمونه شي. ځوانان د کلتوري میلې او جشنونه وکړي، لیکوالان ګټورې لیکنې چې ځوان نسل د خپلواکۍ په اصلي مفهوم او د ساتلو په ټولو رازونو پوه شي، شاعران ترانې او کمپوزران د آهنګونه ولیکي او هنرمندان یې د په مینه اجرا کړي. سینما ګران د مستند او هنري فلمونه ورباندې جوړ کړي، سپورتي ټیمونه د خپلواکۍ په مناسبت باید تورنمتونه ولري او په ملي کچه د آزادۍ په ویاړ لوبې وکړي، په ښوونځیو او پوهنتونونو کې اړینه ده کنفرانسونه راوبلل شي او مقالې ولوستل شي او د پوهانو خبرو ته غوږ ونیسي. همدارنګه، ملي پانګوال د مالي مرستې وکړي، مدني ټولنې او سیاسي ګوندونه د غونډې راوبولي او د ځوان کهول مسوولیتونه د په ګوته کړي او عامه پوهاوی د رامنځته او لوړ کړي. که موږ د خپلواکۍ جشنونه داسې شول نو خپلواکي غوښتل، لاسته راوړل او ساتل به یې زموږ په کلتور کې لوړ ځای ومومي او په یوه پاخه نهاد به بدل شي.   
باید هڅه وکړو چې د په مهمو تاریخي پیښو، د بهرنیو ښکیلاک ګرو په وړاندې  د جګړو، لاسته راوړنو، او تیروتنو څیړل، ارزول داسې وکړو چې زموږ د ملت سیاسي او ټولنیز شعور لوړ کړي. باید دهغوی هیواد پالنه او له خپلو ملي قهرمانانو سره یې مینه پیدا او د ځان لپاره یې الګو او مثال وګرزوي.    ټول ویښ ملتونه د ملت جوړونې، ملي هویت او ملي یووالي د ټینګښت لپاره همدا وسیلې کاروي.
همدارنګه، باید اشتباهات او ملي خیانتونه هم هیر نه کړو. که د انسانانو په توګه دې ملي شخصیتونو تیروتنې کړې وي بیله دې چې د دې ملي قهرمانانو شخصیت او ملي حیثیت ته سپکاوی وشي د وړتیا لرونکو تاریخ پوهانو په مرسته باید روښانه شي چې اوسنیو او رتلونکو ملي مشرانو ته د زده کړو څه ولري.  همدارنګه، هغه چا چې له هیواد او ملي ګټو سره خیانت او غداري کړې هم د خلکو مخې ته باید راشي ترڅو د نورو د عبرت سبب شي. که دا دواړه اړخه سم په امانتدارۍ سره ونه څیړل شي نو ملت به په تیاره کې ساتل کیږي، ملي خادمان او ملي خاینان به نه سره بیلیږي او څوک به یې نه پیژني. دا به یوه تراژیدي وي، ځکه د اوسنیو خلکو او راتلونکو نسلونو لپاره به د سرښندنو انګیرنه او یا له خیانت څخه ویره او د مسوولیت احساس کم وي.  که څه هم تاریخ تل سم قضاوت کوي. زما په یاد دي څو لسیزې د امان الله خان نوم د هیواد د خپلواکۍ د ګټونکي په توګه په رسمي ناستو کې نه یادیده خو دا څو لسیزې هغه خپل تاریخي ځای او مقام بیا وموند. د تاریخ او سیاسي علومو پوهان وایي چې یوازې هغه مشران د تل لپاره د ملي قهرمانانو په څیر ملتونه مني چې لمړی رښتنیولي ولري او دوهم د ټول ملت د یووالي او مساوات تږي وي او یو ګروپ په بل باندې لوړ ونه ګڼي. نو ملي قهرمانان دشرایطو په اساس په ملتونو نه تپل کیږي او ملتونه یې باید د زړه له کومي ومني. غازي امان الله خان دا دواړه صفتونه لرل. هغه زیات عادل انسان وو او د ملت د ټولو پرګنو مساوات او پرمختګ یې غوښت. که هغه عادل نه وای، د ملت ټولو قشرونو ته یې په درنه سترګه نه وای کتلې، د غلامۍ روحیه یې نه وای ځپلې نو نومیالي مورخ کاتب هزاره به دومره زیات حقایق د اماني دورې او له هغو راوروسته د سقاو د زوی کلکاني په دوره کې نه وای لیکلي.
زموږ د خپلواکۍ نمانځل باید یوازې د میلو او جشنونو، مارشونو او خوشالیو په کولو کې خلاصه نه شي. په کار ده چې، د تیرو لاسته راوړنو، تجربو، او تیروتنو په رڼا کې د رښتینې خپلواکۍ په ماهیت، شرایطو، کلتور او ملي مسوولیتونو  ځان پوه کړو.  همدارنګه، اړینه ده چې، د هغو کمښتونو په هکله علمی څیړنې او بحثونه وکړو چې زموږ د خپلواک ژوند، او په بهرنیو ملکونو د زیات او مضر تړاو لاملونه وپیژنو او غمه یې وخورو.
 باید د عامه پوهاوي او لیکنو له لارو هغو کسانو ته قناعت ورکړو چې د ازادۍ په نمانځلو باور نه لري. ورته ووایو چې د ازادۍ د رښتینې معرکې د غازیانو، شهیدانو او ملي قهرمانانو درناوی په موږ لازم دی. باید روح ته یې دعا وکړو، یاد یې ژوندی وساتو.    
همدارنګه، د خپلواکۍ د کلیزې په ورځو کې هرکال باید په ملي کچه، په هر مجلس او لیکنه کې له ځانه وپوښتو چې ولې تل زموږ د ملت د خپلواکۍ ګټلو هڅې او بیشمیره تاریخي قربانۍ تلپاتې پایلې نه لري؟ موږ سیاسي خپلواکي واخلو، خو د نورو له احتیاجه، لاسوهنو او ستونزو څخه نه خلاصیږو. ولې زموږ د خپلواکۍ ټول اړخونه لکه اقتصادي، کلتوري او نور نه تکمیلیږي؟ ولې د نورو لاس نه شو ورلنډولای؟ ایا اصلي لامل دادی چې موږ پوره تورزن نه یو، ښه جنګ نه شو کولای او که د خپلواکي ساتلو لپاره د سواد، غوره ښوونیز نظام، پوهې، غوره اقتصاد، عقلانیت، ښه تدبیر اوسیاست، ښه مدیریت او ښو کدرونو څخه محروم یو؟ ټوله نړۍ مني چې افغانان باتور خلک دي، نو ولې موږ د نړۍ ترټولو پستو او غلامو خلکو ته محتاج یو؟ راځي له احساساتو تیر شو او له مهمو ملي مسئلو سره علمی او عقلانی چلند وکړو!!
ولې بیا بیا زموږ په خپلواکۍ باندې تیری کیږي، خلک مو وژل کیږي او ملک مو  ورانیږي. د تل په څیر زموږ ځینې خلک به ملامتي زموږ په جغرافیایي موقعیت، د لویو طاقتونو د ستراتیژیکو ګټو په تقاطع کې واقع کیدل، ګاونډیان او نور لاملونه کاري وبولي. دا به هر یو په خپل ځای کې رول لري خو زموږ ملي مسولیتونه نه شي لیرې کولای.  
لکه څنګه چې تر دوهم نړیوال جنګ وروسته جاپاني نخبه ګانو پریکړه وکړه چې هغه څه چې نورو ورباندې کړي اوس د هغوی د بحث موضوع نه ده. دوی پریکړه وکړه چې هغه څه او تیروتنې چې هغوي له ځانه سره کړي باید ددوی ملي اجندا جوړه او ورڅخه زده کړه وکړي. کارپوهان مني چې د جاپانیانو دا تصمیم د هغوي د وروستیو بریاوو لامل و. له بده مرغه زموږ د ستونزو هم زیات هغه بهرني لاملونه دي چې کنترول یې د موږ په لاس کې نه دی. سمه او کره خبره داده چې موږ باید په هغو خپلو داخلي لاملونو او ستونزو چې د پاته راتلو سبب مو کیږي او لامل یې خپله موږ یو فکر وکړو او غم یې وخورو. باید له عقلانیت، هوښیارۍ، کلک ملي هوډ او نه ستړي کیدونکو ګډو ملي هڅو کار واخلو نو هغه سمولای شو. که مو دا کار سم وکړ د بهرنیانو لاس سمدلاسه ورلنډیږي. دلته تپوس دادی چې موږ څومره دې خبرو ته په خپل تیر تاریخ او اوسني وخت کې پاملرنه کړې؟ په دې ټکو سم ځان پوه کول او په سړه سینه ورڅخه کار اخیستل د ملتونو راتلونکی سرنوشت او د تاریخ ټاکنه کوي.
د خپلواکۍ د نمانځلو په ورځو کې باید تل و ارزوو چې زموږ علمي او کلتوري لیکنې د رښتینې خپلواکۍ د پاللو لپاره کوم ګټور څيزونه او کوم کمښتونه لري او څنګه له فرصتونو ګټه پورته کړو، تهدیدونه ورک او تشې ډکې کړو. څنګه د هیواد د لوړو زده کړو او په ټول ښوونیز نظام کې په تیره بیا د تاریخ،  سیاسي علومو، ادبیاتو، ژورنالیزم، تعلیم او تربیې او نورو پوهنځیو په کوریکولم کې د خپلواکۍ د ټولو کلتوري، اقتصادي او سیاسي اړخونو خوندیتوب تضمین کړو؟ زموږ د علمومو اکادیمي په دې هکله څه ډول علمی کره څیړنې او لیکنې وکړي چې د راتلونکو لیکوالانو او څیړونکو لپاره ورڅخه د اخځایونو په توګه کار واخیستل شي او علمي او تاریخي پانګه مو هم غني شي. که موږ د خپلواکۍ ساتلو ټولې غوښتنې او ښکارندې د علومو، هنر، ادبیاتو، هنري اثارو، کلتوري فعالیتونو او نورو په مرسته د ملت ټولنیز شعور ته ور داخل کړل نو بیا به زموږ ملي خپلواکي په ټوله مانا خوندي وي ځکه خلک به مو د رښتیني خپلواک ژوند په ټولو غوښتنو پوره پوه وي. هغوی به بیا د خپلواکۍ  په عقلانی توګه، په هوش او نه په جوش او یوازې احساساتو ننګه کوي او په ټولو ساحو کې به پښو ولاړ وي.
د خپلواکۍ ترګټلو وروسته د هغې د خوندیتوب، پیاوړتیا، د خلکو په زړونو کې دهغه په هکله مینه راپیدا کول، د ژوند په ټولو اړخونو لکه ښوونه او روزنه، اقتصاد، کلتور، ښه حکومتولۍ او نورو کې پوره پرمختګ کول خورا مهم دي. همدارنګه، هغه ننګونې، ښکیلاک ګر او دهغوي لاسپوڅي او نورې هغه ستونزې پیژندل چې خپلواکي ګواښي هم خورا اړین دي. له دې وراخوا هغه لید لوری، پوهه، پلان، کړنلاره، وسیلې او انساني کدرونه د کومو په مټ چې یو ملت د خپلې خپلواکۍ څخه ننګه کولای شي هم باید زموږ په اجندا کې خورا مهم ځای ولري. باید د خپلې خپلواکۍ د خوندیتوب لپاره اړینه ده د جوش په ځای هوش ته، د احساساتو په ځای عقلانیت ته، د تشو خبرو به ځای عمل او اخلاص ته موږ لمړیتوب ورکړو.  
پایله
په پای کې دهیواد د خپلواکۍ د کلیزې د نمانځلو څخه هر کال باید ګټه پورته شي ترڅو د خپل ملت د  استقلال د ګټلو او نورو معرکو ته بیا بیا ښه ځیر شو، له لاسته راوړنو، له پاته راتلو او نورو زده کړه وکړو.
باید له ملي ورځو څخه د ځوان نسل او عامه پوهاوي لپاره ګټه پورته شي ترڅو د هیواد د استقلال سره مینه ولري، په ارزښت او ګتو یې پوه شي. که خدای مکړه د خپلواکۍ د خوندي کولو او تل پاتې کیدو لپاره کومې ننګونې شتون ولري، نو څنګه او په  کومه تګلاره او څه ډول به یې مقابله وکړي.  
باید ومنو چې که د ازادۍ د ګټلو په وخت دهغې ساتل، د ملک ابادي، د ملي وحدت ټینګښت، ملي پرمختګ، ملي شتمنۍ، ملي اقتصاد او ملي نهادونه له پامه ونه غورځوو. ځکه د ملي نهادنو ورانول اسانه خو بیا جوړول یې خورا ستونزمن کاردی او تاریخ به مو ونه بښي.    
باید زموږ سیاسي قشر، مدني فعالان، دولت او نور هر یو او په ګډه له خپلو او نړیوالو تجربو زده کړه وکړي، د نوو علمي برنامو په پلي کولو سره ملک او ملت له دي حالت څخه راوباسي او د تلپاتې خپلواکۍ او استقلال د خوندیتوب او پرمختګ لپار شرایط برابر کړي.
د هغې ورځې په هیله چې د افغانستان خپلواکۍ او یووالي ته ګواښونه د تل لپاره ورک شي.