د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زمونږکلي اوبانډې

سميع الدين افغاني 18.08.2016 18:21

اومه برخه

سیاسي کړۍاوګوندي فعالیتونه

لکه ځنګه چې مخکې مویادونه وکړه د روښان عالي لیسه زمونږدکلو اوبانډوڅخه شپږ - اوه میله لرې موقعیت لري اوزمونږد سیمې هلکان به هرسهارښوونځۍ ته پلي روان وه ځکه چې د ترانسپورت امکانات ټولوته میسرنه وه اوکله چې به دښوونځۍ څخه رخصت شول بیا به هم ډلې ، ډلې دخپل کلي اوګاونډ دکلو،بانډوشاګردانو سره دکورپه لورروان شول اوپه لاره کې به یې دیني،علمي، سیاسي اواجتماعي بحثونه کول۰

یوه ډله شاګردانوبه دخپلودرسي ستونزودحل په برخه کې یو دبل سره مرسته کوله ،دلوړو ټولګیولکه دیوولسم اودولسم ټولګیوزده کوونکو به داوم اواتم تولګیو دزده کوونکوسره د درسي مشکلاتو په حلولو کې موثره رول لوباوه ۰
ددرسې ستونزو دحلولو ترڅنګ به شاګردانو به په دیني ،اجتماعي او سیاسي مسایلوکې هم بحثونه درلودل اوپه هیواد کې به یې دفقر اوبی عدالتیو په اړه خپل نظر او اندونه شریکول ۰

بلې ډلې به علمي،فلسفي اوسیاسي بحثونه کول اودمشخصې ایدیالوزۍ یاموضوعګیرۍ لپاره یې کار کاوه،هغو به دکلو ،بانډو،ولایاتو ، مملکت او په سیمه کې دخلکو،حکومتونواوسیاستونوپه اړه خپل نظر څرګنداوه ،چې اکثرا دابحثونه به دهیواد اونړۍ په کچه دفقر او بیعدالتۍ په مدار څرخیدل ۰
یوې ډلې به دیوې سیاسي ایډولوژي څخه اوبلې به بیا دبل سیاسي دریزونو او موضوع ګیریو څخه دفاع کوله۰ ددې حالت څخه داسې مالومیده چې مختلفو پارټیو او ګوندونو د ځوانانوپه مینځ کې دخپلو صفوفودتـقویې په موخه تبلیغاتي کار شروع کړی وه۰

دا بحثونه په زړه پورې په دې وه چې هر ډلې به په هیواد کې دبدبختیو عوامل په مختلفو نظرونو، تحلیلونو او لید لورو کې څیړل او ځوانان یې په هیواد کې دیوې عادلانه ټولنې دمینځ ته راتګ په موخه مبارزې ته رابلل اوپه همدې ډول به یې دخپلوعلاقې وړپارټۍ او تنظیمونوکې تنظیمول۰

ځینو بیا داسلام مقدس دین ته د خدمت په منظور او په وطن کې د اسلامی اصولو دتدبیق په مقصد ځوانان جهاد ته را بلل اوپه هیواد کې ددې ټولو بدبختیواصلي لامل یـې اسلامي اصولودنه مراعت کیدودلیل باله اوخلک یې ددې مقدس هدف دعملي کولوپه مقصدپه اسلامي لیکو کې تنظیمول او کفرسره یې دجهاد نارې پورته کړې وې۰

ځینو نورو بیا د مارکس اوانګلز د ایډولوژۍ طرفداران وه چې هغوی ددې بدبختیو اصلي لاملونه په وطن کې د طبقاتي ژوند موجودیت باله او داسې یې تحلیل کاوه چې مونږ باید زیربنا یا اساس ته تغیر ورکړو، اوپه وطن کې دعادلا نه اوانساني ټولنې د راوستلو لپاره کار وکړو او دهمدې هدف لپاره یې ځوانان طبقاتي مبارزې ته دصلح امیزه لارې رابلل۰

ځینونورو بیا دمارکسیستي سیاست په تایدولو سره د قهرامیزسیاست ترفدار وچې دمائوستانوپه نامه یادیدل،بلې ډلې بیا ددې ټولو بدبختیو عامل دافغانانو په عدم اتحاد کې څرګنداوه اود ټول افغان ملت یووالی اودیو موټي افـغانستان د جوړولو ادعا یې کوله او خلک یې اتحاد او اتفاق ته رابلل۰
پـه همدې ترتیب هرسبا اوماسپښین د ښوونځۍ په لاره کې مونږ دداسې بحثونو سره سر اوکاردرلود چې کله کله به دابحثونو دومره مصروف ساتلوچې داشپږ-اوه میله منزل به راته ډیرذغرده شواوستړیابه مو لږه احساسوله۰

په همدې ډول په لغمان اودهیواد په نورو ولایاتو کې دخلکو د پاکواو سپیڅلو،ملي ،وطني،اسلامي اوانساني احساساتونه په ګټه اخستلو سره دسیاسـي پارټیو صفوف ورځ په ورځ تقویه اوپه هیواد کې دډلو ،ټپلو، تنظیمـونواوګوندونولپاره تهداب ایښودل کیده چې دیو واحد وطن ، دیـن او ایین خلک یې په مختلفو ګروپونو پارټیو او تنظیمونو تقـسیم اودنفاق اوبدبختي کندې ته ګذارکړل،چې ورسته بیاددې فعالیتونونتیجه زمونږ هیواد والودسرپه سترګو ولیده او احساس یې کړه۰
رښتینې څوک دئ ؟
که چیري دبشریت اوانساني نړۍپس منظر ته ځیرشو انسانانو د ابتدا څخه بیا تر یویشتمې پېړۍ پوري د انسا ني ژوند دبقا لپاره ډیري هلې ځلې ترسره کړي اودغیر مترقبه او طبعي حوادثو په مقابل کې د طبیعت سره لاس اوګرېبان او دډیروقربانیوتر څنګ لازمې بریاوې هم تر لاسه کړي او پدې برخه کي دډیرو اکتشافاتو شاهدان دي ٠
بشر وکولای شودګرمۍاویخنۍ له مختلفوافتونو اوامراضو سره مبارزه وکړي دخوراک پوښاک،سرپنا او نورحیاتي اړتیاو دلاسته راوړلو لپاره زحمت وګالي ۰خو اساسي پوښتنه داده چې ولې پدې عصر اوزمان کې هم انسانان د ولګې ،بدبختۍ او ناخوالوسره مخ دئ؟ ایا ددې مشکلاتو اساسي عوامل به په څه کي وي ؟ایا لامل به یې داوي چې بشریت ددې نیمګړتیا په له مینځه وړلو کې پاته راغلی اوندی توانېدلی چې داوږد انساني ژوند په جریان کې دا ناخوالې له مینځه وېسي ؟ او که علت په خپله انسانانو کې دئ ؟
دا هغه پوښتنې دي چې که چیرې په رښتینې اودقیقه توګه وڅېړل شي اوددې مرض اساسي عوامل تشخیص اودحل نسخه ورته پیداشي دابه یوسترګام وي په بشري ټولنه کې دیوعادلانه اوانساني ژوندداحیا په لار کې۰ددې اونوروپوښتنو دځواب لپاره لازمه ده چې لاندې موضوع ګانو ته دهیوادوالوپام راوګرځوم٠
لمړی ؛دبشري ټولنې د ژوند د تفاوتنو اصلي عوامل په څه کې دئ ولې یوشمیرزیات وګړي په فقراوبې عدالتیو کې ژوند کوي اویوشمیر نوربیا دهرډول هوسااولازم انساني ژونددمزایا اوامکاناتوڅخه برخه مند دي ؟
دمثال په توګه که افریقا،اسیا اوپه مجموع کې مخ په انکشافه یادریمې نړۍ هیوادو ته پام شو د فقر بدبختیواومحرومیتونو کچه یې ډېره جګه اوبرخلاف دیوشمېرهیوادونودژوندسطحه لوړه اودقوي اقتصاد خاوندان ګرځېدلي دي ٠
دوم ؛ کوم هغه مصارفات چي نن سبا د بشر د نابودۍ لپاره پکارول کیږي پدې مانا هغه کارخانې چې د ټوپکو ، ټانکونو، جنګي طیارو او دټولنیزو وژنو سلا ګانودتولیدلپاره جوړې شوي اویا دجوړېدو په حال کې دي چې دبشریت اوځمکي دنابودۍ لپاره پکارول شوي اوپکاریږي که چیرې دغه مصارف د انسانانودخیراو فلاح لپاره ترې استفاده شوې وای او وشي،مکاتب،روغتنونه او نورعام المنفعه تاسیسات جوړشوي وای او یاجوړ شي اوس به په نړۍ کې د انساني تراژدیو ته دپای ټکی ایښودل شوی وای دهرانسان لپاره به دیوارام ، مرفعه او انساني ژوند زمینه برابره وای ٠
ایا په یو ټانک به څومر مکاتب او په یوې جنګي طیارې به څومره روغتنونه او همدا رنګه په یوې اتومي سرګلولې به څومره عام المنفعه تاسیسات جوړ وای چې په دقیقه توګه به په افریقا اونورو هیوادوکي ماشومان په سوی تغذیه نه وه مصاب اونه به جنګونو د میلونهاو انسانانو ژوند د نابودۍسره مخامخ کړی وای٠
که په دقیقه توګه ددې ناخوالو او پرابلمونو لاملونه وڅېړل شي دې نتجې ته رسیږو چې ددې بې عدالتیو ، ظلم اواستبداد عامل یو انسان دبل انسان ، یوه ټولنه دبلې ټولنې او همدا رنګه یوملک د بل ملک د اتباعو په حقوقو تېری دی اودنورو دبدبختیو عاملین ګرځېدلي دي اود ټوپک اوماشینګنوپه زوریې دنورو ژوند دخطر سره مواجه کړی او د خلکو په وینو یې لاسونه سره او نن د ارګاه او بارګاه خاوندان دي چې ژوندي مثالونه یې زمونږ هیوادوالوپه هیوادکې ددرې لسیزوڅخه زیاد تپل شوي جګړې په جریان کې په سر سترګو ولیدل او اوس هم هره ورځ د نویو تراژیدیوشاهدان دي٠
استعماردنوردهستیودغصب لپاره ددووتکتیکو او روشونو نه استفاده کړې چې هغه د فزیکي ګرمې جګړې اوسړې جګړې طرزونه دي اوپه همدو روشونو یې پردې ملکون ولجه اودمنطقې دخلکوهستي یې تاراج او وګړي یې خپل غلامان ګرځولي دي ٠
دتودې جګړې مثال هغه مستقیم اشغالګره تجاوزونه دي چې دتاریخ په اوږدو کي قوي هیوادونوپه ضعیفه هیوادونوترسره کړي او بل ملک یې د خپلې مستقیمي سلطې لاندې راوستی او د هغوی هستي او دارایي یې لوټ کړې او هغه ملک یې خپله مستعمره ګرځولی ده ٠
بل تکتیک یې ساړه یا تبلیغاتي جنګونه دي چې دهغه په وسیله یې د منطقې یا د بل ملک خلک خطا باستلي اوخپلوشومواهدافودعملي کیدو په خاطر یې دخلکو ذهنیتو نو ته د خپل په ګټه تغیرورکړی دی چې په دغسې مواردوکې دانسانانو د پاکواوسپیڅلو دیني ،اجتماعي او انساني احساساتو نه ګټه پورته شوې ده ٠
که په مشخصه توګه په افغانستان کي دیوشمیر ګوندو،تنظیونو،پارټیو ،ډلواوټپلوته ځیرشوچې اکثرا د پردوله خوا تمویل،حمایه اوسازماندهي کیږي چې د خلکو په خاصه توګه دځوانانو د پاکو وطني ،ملي،منطقو اوژبنیزو احساتونه دخپل ځان په ګټه کاراخستل شوی دی ۰که په دقیقه توګه ددغوتنظمونوډلواو ټپلو دمینه والو سره په تماس کې شو اکثریت یې په دین اوهیواد مین خلک دي چې په خواشنۍ سره دیوشمیر خاینو رهبرانوترتاثیرلاندې راغلي اوخپله هستي اوژوندیې ددې خاینورهبرانو لپاره په ډېرصداقت اوایمانداري قرباني کړې ده اودوئ یې د مرفعه او مستعد ژوندخاوندان ګرځولي دي چې ژوندی بیلګه یې چاداسلام مقدس دین په لاره کي قرباني ورکړه ؟ اوڅوک دي چې ددې شهیدانو دوینوپه بیه ځانله لوړشیشه اي قصرونه جوړاوپه خارجي بانکوکې د میلیونونو ډالرو خاوندان ګرځیدلي دي ؟
که ددې لیکنې اصلي مطلب ته راشو تاریخ دا ښودلې اوهرچاته د منلو وړ ده چې په وطن کي هیڅکله یوې ډلې ، یوتنظیم ، ګوند یا یو قوم په تنهائي سره د حاکمیت چارې په بریالیتوب سره پر مخ ندي بېولې نولازمه ده چې دوطن په بیا رغونه کې دافغانستان ټول ولسونه اوخلک په ګډه برخه واخلي ،زما په اندصرف یووالی او ورورګلوي کولی شي چې دوطن خلک ددې بدبختیوڅخه نجات ورکړي اوبس ، دا چې څنګه دایووالی مینځ ته راځي اوڅوک یې راوستلی شي اوکوم علمي وړاندیز ددې معضلې اساسي نسخه ده ؟دا د وطن دبادردو وطنپالو او خداپرسته علماوو،مشرانو اوټولو سیاست والو دنده ده چې پدې برخه کې ګټوري هلې ځلې وکړي ،د افغانستان او د بشریت دخیرلپاره کار وکړي ، داسي طرحې وړاندي کړي چې ټولوته دمنلووړوي،ترڅودافغاناستان هروګړی ته دامیدوارۍ اوهوسا ژوندکولو زمینه برابره کړای شي٠
باید په هیواد کې دبې باوریواو اختلافو نو دمینځه وړلولپاره مشترک عملي او بنیادي ګامونه واخستل شي ٠
زماپه اند د افغانستان خلک دمختلفو نظرو ترڅنګ په وطن مین خلک دي دهریو په زړه کې دوطن دابادۍ مینه شته چې پدې لارکې د هیواد والو ریښتنې مبارزه د قدروړ ده زمونږ خلکود وطن ، ازادۍ اود خدای په لاره کې خپل ژوند اوهستي هرڅه قربان کړل چې په خواشنۍ سره باید وویل شي ددې قربانیو څخه نا اهلو اوخرڅ شوو ليډرانو دځان او خپلومافیایي انډیوالانوپه نفعه ګټه پورته کړه دوطن،خاورې ،اسلامیت ترشعارنولاندې یې ځانونه دشیشه یي قصرونو اومیلونونوډالروخاوندان وګرځول٠
د وطن با درده سیاستوالو ! ! !
په هر تنظیم کې چې یاست په هر لیډرچې مو باوردئ داستاسوشخصي کاردئ که مونږ دخپلي لاري حقانیت بل ته کوواودنوروڅخه غواړوچې د ده په لاردې لاړشي او د هغوی رهبردې ومني دا به عملي ګام نه وي ښه به داوي چې د یوه شعارلاندې د اسلام په خاطردافغانیت په خاطر د انسانیت په خاطرد هغه پاکوشهیدانودسپیڅلووینوپه خاطردهغه کونډو یتیمانوپه خاطرکوم چې دیوې مړۍ ډوډۍ لپاره د محنت شپې اوورځې تېروي نوردې بې باوریو ، تعصب ، ډلو او ټپلوته خاتمه ورکړو اودیو افغان ،هموطن اومسلمان ترنامه یوبل ته دورورۍ لاس ورکړو، صرف همدا دبدبختیو دنجات لارده صرف همدا په مختلفو ډلواوتنظیونوتقسیم کړل شوي خلکو یووالی دی چې دوطن دټولواقشاروخلکو اوولسونوپه صادقانه همکارۍ د وطن مشکلات حل او یو بل ته دورورۍ لاسونه ور کړو اودنیاوالو ته وښیوچې افغانان دا استعدادلري اوکولای شي چې په شریکه دا وطن جوړ او خپلو خلکو ته د نجات الا هیه وګرځي ٠
داده هغه ریښتنې لارچې کولای شي زمونږهیوادوال دناخوالواو تراژدیو څخه وژغوري اوپه ګران هیواد افغانستان کې د خلکودخیراوفلاح لپاره اسلامي وطني اوانساني ګامونه اوچت کړای شي ٠
واعتصمو بحبل الله جمیعا ولا تفرقو۰
ترجمه : د خدای په رسۍ منګولې ولګوۍ او مه جدا کیږۍ٠
ومن الله توفیق
سميع الدين افغاني

------------------
نور بیا