د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان د لوړو زده کړو موسسه، تر کاسه لاندې نیم کاسه!!

آرین ثابت 18.08.2016 00:20

څو کاله وړاندې افغان د لوړو زده کړو موسسې ډیری دولتي او غیر دولتي ادارو ته په رسمي او غیر رسمي ډول د سکالرشپ تر نامه لاندې بلنلیکونه واستول ترڅو یادې موسسې ته د لیسانس ترکچې څلور کلنو زده کړو له پاره خپل کار کوونکی په رسمي توګه ور وپېژني او په لیکلي ډول یې ژمنه کړې چې یادو محصلینو ته به د زده کړو ښه زمینه په وړیا توګه برابروي.
څه موده کېږي چې د خپلې تعهدنامې خلاف محصلینو ته په خورا جدي شکل خبرداری ورکوي چې نور له دې وروسته باید خپل فیسونه ورکړي او یا دې له دغه موسسې نه نورو پوهنتونو ته تبدیلي واخلي.
که چېرې یو سیکولر یا کوم بل ډیموکراټ او تیکنوکرات کس یا بنسټ خپل تعهد تر پښو لاندې کولای خو کومه ګیله به مو نه کولای دغه موسسه د دیني علماوو د بنسټ په توګه خپل ځان ښیي خو د اسلامي شریعت او د افغانستان د نافذه قوانینو خلاف خپل تعهد او قرارداد تر پښو لاندې کوي.
جالبه خو لا دا ده: چې د یو شمېر محصلینو د پوره ژوند په برخلیک یې لوبه وکړه؛ هغه محصلین چې انجنیرۍ، حقوق، اقتصاد پوهنځيو د لوستلو غوره وړتیاوې یې در لودې او یادې څانګې یې د خوښې وړ وې؛ خو دوی ورته سکارشپونه نه ورکول او ویل یې که چېرې شرعیات لولی په وړیا توګه دي او که د خپلې خوښې پوهنځي لولی نو فیس به ورکوی، چې په دې سره ډیری محصلینو د کمزوري اقتصاد له امله غوره وبلله چې شرعیات ولولي ځکه چې د هغه د لوستلو څلور کلنې دورې تر پایه د فیس نه اخیستلو ژمنه په لیکلي دول ورسره شوې وه اوس چې ځینې محصلین په دویم، دریم او څلورمو ټولګیو کې دي د فیس د ورکړي اجباري خبرداری ورکړل شوی دی.
که چېرې په دې اړه یاده موسسه بیا ځلې غور ونکړي نو محصلین به عدلي او قضايي ارګانونو ته خپل غږ ورسوي.

هندو ستړی خدای ناراضه
آ