د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سوله څه ته وايي؟

سپین کانوال 13.08.2016 12:14

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول


(د بهرنیو منابعو څخه ژباړه او لنډيز)

سوله ډیرتعریفونه لري. کیدای شي چې ځینو خلکو ته سوله د ډلو او دولتونو تر منځ د جګړو، شخړو او اخ او ډب د نه شتون یا په بل عبارت د ډز بندۍ په معنا ګڼي. خو که چیرې په یو هیواد کې پورته یادې شوې ستونزې شتون هم و نه لري او خلک خپلو روا حقوقو ته لاسرسی و نه لري او عدالت شتون و نه لري او په یوه ټولنه کې عدالت حاکم نه وي، نو د خلکو حقو به تروړل کیږي چې په دې صورت به خلک به بیا هم اړ شي چې د خپلو حقوق د تر لاسه کولو لپاره لومړی د قانون په چوکاټ کې خپلې غوښتنې مطرح کړي او که چیرې د قانوني لارې دا کار عملي نه شي نو د حقوقو څخه محروم خلک به په هره لاره چې وي د خپلو روا حقوقونو تر لاسه کولو لپاره بله لاره چاره غوره کوي که هغه لاره نرمه وي او یا ګرمه. داسې باور کیږي چې سوله هغه مهال شتون لري چې په ټولنه کې لاندینی حالت حاکم وي:
 - خلک، د ډار او یا تاوتریخوالي د ګواښ پرته په خوندیتوب کې ژوند کوي، یعنې د ټولنې هر غړی کولای چې په ډير ډاډ سره  د ژوند ټولې چارې له هر ډول ډار پرته سرته ورسولای شي. هیڅکله د تاوتريخوالي او ظلم هیڅ ډول په  قانون کې د منلو وړ نه وي یا هیڅ ناروا عمل د بخښنې وړ نه وي.
- قانون د ټولو پر وړاندې یو شان پلی کیږي، خلک په قضايي سيستم باندې باور لري، او د خلکو حقونه په عادلانه او اغیزمنه توګه د قصايي/عدلي او امنیتي ادارو له لورې په خوندي توګه ساتل کیږي.
- هر څوک کولای شي چې په سیاسي او سیاسي پریکړو لکه د قوانینو، مقرارتو او پالیسیو جوړولو کې ګډون وکړي.  حکومت خلکو ته حساب ورکوي او د ملت د یو خدمتګار په توګه عمل کوي نه د یو حاکم په توګه. البته په ټوټالیتر نظامونو او سیسټمونو کې حکومت هیڅ چا ته ځواب ویونکی نه وي، خو برخلاف جمهوري نظامونه د پورته یادو ځانګړنو خاوند وي.
- هر څوک بنسټیزو اړتیاو لکه خوړو، پاکو اوبو، سرپناه، ښوونې او روزنې، روغتيا پاملرنې او د ژوند سپیڅلي چاپیریال ته د جنس، قوم، ژبې، ملت، مذهب او نژاد په پام کې نیولو پرته یو شان لاسرسی لري. له شک پرته دا کار هغه مهال شونی دی چې په ټولنه یو عدلانه نظام حاکم وي. ټولې فیصلې د قانون له مخې او د خلکو له خوا مطرح شوي قانون په چوکاټ کې تر سره کیږي.
- خلک د هغوی د ځانګړي هویت په پام کې نیولو پرته د کار او ژوند، یو شان فرصتونه لري. هغوی ته د هغوی د وړتیا سره سم د کار شرایط برابریږي او د هیواد په هره برخه  یا سیمه کې يې چې  خوښه وي سکونت اختیارولای شي او د هر ډول ډول ګواښ پرته خپل عادي ژوند ته ادامه ورکولای شي.
د پورته یادو شوو حالاتو شتون د عدالت په رڼا کې شونی دی کوم چې په خپل وار د رښتوني سولې ضمانت کوي او لاره ور ته هواروي.

سوله د  مثبت او منفی حالت په بڼه را څرګندیږي:
لکه چې پورته ورته اشاره وشو ځینې خلک په ساده باور د تاوتریخوالي او جګړې نه شتون ته سوله وايي. د سولې دې ډول ته منفي سوله وايي. منفي سوله د هغه يو نامطلوب حالت ښکارندويي کوي، چې نه واقع کیږي، لکه د بیلګې په توګه د اوربند له امله جګړه درول شوې ده، حتی که چیرې د نور تاوتريخوالي د خپریدو امکان لا تر اوسه هم شتون ولري.
کله چې د تاوتریخوالي او بې عدالتۍ هره بڼه – که هغه مستقیمه وي یا کلتوري – شتون و نه لري، نو دې حالت ته مثبته سوله وايي. د مثبتې سولې موخه د ټولنې د بیلا بیلو ډلو، لکه ښځو او نارينه وو، ځوانانو او سپين ږيرو، تر منځ او همدارنګه د ښاري او کلیوالي سیمو د خلکو ترمنځ د واک توازن رامنځته کول دي. مثبته سوله د هغې ټولنیزې سولې په معنا ده چې د ټولنې ټول غړي سرچینو ته لاسرسي و لري او و کولای شي چې خپلې لومړنۍ بشري اړتیاوې پوره کړي. سوله د هر ډول جګړې یا شخړې د بشپړ نشتون په معنا نه ده، ځکه چې جګړه یا شخړه زموږ د ژوند یوه طبیعي او اړینه برخه ده. د هغې سمه معنا دا ده چې جګړې یا شخړې، خپل ځای سوله ایزو لارو چارو ته پریږدي او له درناوي له لارې د ټولو ښکیلو وګړو روا (قانوني) اړتياوو او ګټو ته د عدالت په رڼا کې پاملرنه و شي. له همدې امله، سوله هغه بهیر ته ویل کیږي چې شخړې (جګړې) د سوله ایزو لارو له لارې د خلکو تر منځ اړیکې بیا رامنځته کړي، د خلکو دردونو ته مرهم وګرځي، پخلاینې ته پاملرنه وکړي او داسې  ټولنيز سيستمونه رامنځته کړي چې د ټول نفوس اړتياوې پوره او د شخړو د حل لپاره رغنده کار تر سره کړي. دا یو اوږد بهیر دی چې پای ته نه رسیږي.
څرنګه سوله راوستل کیږي؟
د سولې راوستل یو مفهوم دی چې په هغه کې بیلابیل بهیرونه، کړنلارې او پړاوونو چې اړ دي ویجاړونکي شخړې په پایښت لرونکو اړیکو بدلې کړي هم شامل او تلپاته و ساتي. دا اصطلاح په همدې توګه په پراخه کچه یو لړ فعالیتونو ته وايي چې د سولې د رسمي تړونونو څخه د مخه او وروسته تر سره کیږي. د دې پوهې په رڼا کې، سولې ته نه یوازې د یو پړاو يا حالت، بلکه د بهیر په سترګه کتل کیږي. سوله داسې یو بهیر دی چې باید یو څوک په کې بوخت شي، نه دا چې یو داسې موخه و ګڼل شي چې یو څوک ورته و رسیږي.
د سولې راوستل د ډیرو بیلابیلو ښکیلو اړخونو لکه حکومتونو، مذهبي سازمانونو، مدني ټولنو، دودیزو مشرانو او جوړښتونو، رسنیو، او سوداګریزو ټولنو دنده ګڼل کیږي: دا د ټولنې په ټولو، لکه علمي بنسټونه او حکومت، په ښوونځيو او سوداګریزو مرکزونو، او هر کلي او ښار کې د ټولنیزو مرکزونو په سطحو کار غواړي. د سولې راوستل د ارزښتونو، د اړیکو د مهارتونو، تحلیلي چوکاټونو، او ټولنيزو بهیرونو یوه ټولګه ده.
د سولې د راوستلو لپاره د خلکو او د هغوی د چاپیریال تر منځ د رغنده اړیکو جوړولو مهارتونو ته اړتیا لري. په داسې حال کې چې جګړې د ټولو اړیکو یوه طبیعي برخه جوړوي، خلک کولای شي هغه مهارتونو سره ځان بلد او باور پرې پیدا کړي د کومو لارو څخه په استفاده له نورو سره اړیکه جوړه کړي تر څو د ژوند په څرنګوالي کې ښه والي راولي. اړیکي او پوهاوی، پوښتنې او ځوابونه، منځګړیتوب او خبرو اترو مهارتونه د سولې د راوستلو لپاره د بهیرونو اصلي برخه جوړوي.
د سولې راوستل په جګړه ځپلو هیوادونو کې د پایښت لرونکي بشري امنيت او عادلانه پرمختګ د رامنځته کولو بنسټ ګڼل کیږي.
د سولې د راوستلو بهیرونه:
- د تاوتریخوالي پرته د شخړو سمبالول: د داسې یو ملاتړ اړتيا شته چې د يوې ډلې د ځواک د زياتولو له لارې د هغوی ستونزو د حل لاره پیدا شي، او د اړینو شرایطو له لارې اړیکو ته بدلون ور کړل شي.
- د مستقیم تاوتريخوالي کمول: هڅې بايد و شي ترڅو مستقیم تاوتريخوالي لږ شي. دا کار بايد عدالت ته د سرغړونکو (عاملينو) د را کش کولو، قربانيانو ته د هوساینې برابرولو او تاوتريخوالي د مخنیوي، او د سولې د راوستلو فعالیتونو ته یو خوندي چاپیریال برابرولو، کوم چې د تاوتريخوالي اصلي لاملونه ګڼل کیږي، د پام کولو له لارې تر سره شي.  
- په اړیکو کې بدلون راوستل: داسې هڅو ته اړتیا ده چې موخه یې د داسې بهیرونو رامنځته کول وي چې دردونو ته درمل وګرځي، شخړو ته د پاې ټکی کیږدي او عدالت رامنځته کړي، تر څو د خلکو او هغوی په اړیکو کې بدلون راولي. دا بهیرونه خلکو ته فرصتونه ورکوي چې د اوږدې مودې لپاره، پایښت لرونکې حل لارې رامنځته او د هغوی اړتياوو ته پاملرنه وکړي.
- د وړتیا لوړول: هغه فعالیتونه، چې موخه يې يوازې د داسې جوړښتونو رامنځته کول وي چې د سولې د یوه پایښت لرونکي کلتور مخکښ جوړ شي، بايد پلان يې جوړ او پلي شي. نو دا بیا پر دې سربيره د خلکو لپاره ممکنه ده چې د اوږد مهالې سولې راوستلو د هڅو په اړه فکر و کړي تر څو اړتیاوو او حقونو ته ځواب و وايی، د ښوونې او روزنې، پرمختګ، پوځي بدلون او تحول، څیړنې او ارزونې له لارې د تاوتريخوالي د مخنيوي شته وړتیا لوړې کړي.  
د سولې د راوستلو لپاره غوره او بنسټيز اصول:
- ارزښتونو ته پام کول: رواني، شخصي او سازماني غبرګون ته پام کول چې د سولې د راوستلو پروګرامونه د هغوی د ارزښتونو سره څه ډول تړاو لري.
- بنسټيزو اړتیاوو او حقونو ته پام کول: د سولې راوستل د خلکو سره مرسته کوي تر څو هغوی لومړنیو اړتیاوو او حقوقو ته لاسرسی ولري په داسې حال کې چې د نورو اړتیا او حقونه هم ومني.
- د جګړې او تاوتريخوالي شننه (تحلیل): د جګړې او تاوتريخوالي د لاملونو او ريښو دوامداره تحلیل ته اړتیا ده، تر څو د سولې لپاره مناسبې لارې چارې او منابع په ګوته شي.
د اوږده مهال پلان جوړول: د سولې راوستل کیدای شي د لنډې مودې د پلانونو او یا فعالیتونو له لارې تر سره شي، خو ټولنيز بدلون راوستل ښايي کلونو او لسیزې ونیسي.
- د ټولو سيسټمونو بدلون: د سولې راوستل د شخصي، اړیکو، کلتوري، او جوړښتیزو سطحو او د نظام او سیسټم بڼې ته ته بدلون ورکوي.
- د همغږۍ کړنلارې او ښکیل اړخونه: بیلابیل ښکیل اړخونه بايد خپلې کړنلارې د خپل مسئولیت، حساب ورکولو، د مقابل لورې معقولو او روا غوښتنو، ځان تیریدنې او انعطاف او هر اخیز ګډون له پلوه د سولې د راوستلو په لار کې همغږي کړي.
- پیژندل او د ځواک جوړول: خلک باید د نورو سره د د ګډو هلو ځلو او همکاریو پر بنسټ د خپلو انساني اړتیاوو د پوره کولو لپاره د نه تاوتریخوالي خپل ځواک څخه ښه پوهاوی و لري.
- ښکیلو اړخونو او خلکو ته مناسب واک ور کول: د سولې راوستل باید په مشارکت او خپل ځاني ټینګ هوډ ولاړې وي چې کولای شي پياوړې او پراخه شي او نورې مناسبې هڅې باید تر سره شي چې د نورو د نظر پر اوریدلو او  ځواکمن کولو پر بنسټ ولاړې وي.