د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

چک برېښنا کوټ او په رغولو کې یې ستونزې

توریالی ملیار 09.08.2016 22:26

تېرو پينځلسو کلونو کې د چک برېښنا کوټ او بند د بیا رغونې لپاره ولس په لسګونو ځله د ارګ، برېښنا وزارت ولسي جرګې او نورو اړوندو ادارو دروازې وټکولې، ولسمشر حامد کرزي یو وخت د خلکو دغې غوښتنې ته په ټوکو ځواب ورکړ چې ګواکې برېښنا څه کوئ کابینه کې مې وزیران درته مقرر کړي همغه مو بس دي، بیا د وردګو هزاره ګانو ولسمشر ته وړاندیز وکړ چې دغې فابریکې ته پام وکړي، مګر د چا یې ونه منله، ورپسې د جي ټي زیډ او زمنس اوازې شوې چې ګواکې فابریکه رغوي.

په 2006 کال د دغې موضوع د روښانتیا لپاره د اوبو او برېښنا وزیر محمد اسماعیل خان ته ورغلم چې د دغه برېښنا کوټ د بیا رغونې په اړه ورسره مرکه او خبرې وکړم، په خبرو کې هغه داسې وعدې راکړې چې ما فکر کاوه زه څو کلي ته ځم هلته به د بریښنا کوټ د رغولو کار نیمايي ته رسېدلی وي، ویل یې 6 لکه یورو ورته منظور شوي ورسره به هر څه په پښو ودریږي، د بند پاکول، د کانال پاکول د تروبینونو ترمیم، د شبکې نوي کول او... څه وخت وروسته اسماعیل خان یو بلډوزر را ولېږه او د کانال ته اړم و چې پاکه یې کړي څو ورځې یې خرپلکې وکړې بله ورځ یې ټېلر کې بار او کابل کې یې کوز کړ، بیا نه د کار درک ولګید او نه د 6 لکه یورو.

څو میاشتې وروسته امیر صاحب د وزارت په یوه غونډه کې دغه فابریکه یوه پخوانۍ ژرنده وبلله چې کار کول پرې د وخت او پیسو ضایع ده.

د ولسمشر غني په راتلو کله چې د اوبو بندونو جوړولو پروګرامونه جدي ونیول شول نو یو ځل بیا یوه ډله مشران غني ته ورغلل چې که د دغه بند جوړولو لپاره امکانات برابر کړي. غونډه کې ولسمشر لومړی د دغه برېښنا کوټ په جوړښت، بند، ویالې، برېښنا د تولید او... خبرې وکړې په اساسي ستونزو یې هم رڼا واچوله او بیا یې خلکو ته وویل چې ستاسې له راتګ مخکې د دغې فابریکي جوړول په پام کې نیول شوي چې د مراحلو تر پوره کېدو ورسته به یې کارونه په اساسي ډول پیل او بشپړ شي.

له وعدې او پروګرام سره سم دا دی د ۱۳ نیم میلیون ډالرو په لګښت د دغه برېښنا کوټ د جوړولو تړون لاسلیک شو چې د نادرخان له پاچاهۍ را هیسې وردګو کې یوه ستره پروژه بلل کېدای شي.

خو د ۱۳۹۵ د پسرلي له پیله کله چې د دغه برېښناکوټ د جوړلو خبرې تودې شوې هلته د نا امنۍ ګواښونه ډېر شوي، د ملي اردو پر عسکرو بریدونه، د ماینونو د چاودنو پېښې، د وسله والو له خوا خلکو ته خبرداري او د دوی د خوځښتونو ډېرېدل هغه څه دي چې د نا امنۍ او بې باورۍ فضا ته زمینه برابرولی شي او په دې کې د کورنیو چورسالارنو او پردیو لاسونو شتون دغه ګواښ لا پیاوړی کړی.

د یادونې ده چې د دغه بند یوه برخه د ګچ هغو درنو موټرو درځ درځ کړې چې د ولایتي شورا ځیني چارواکي یې قرارددونه لري، دغو موټرو د چک هغه سړک هم چیت پیت کړ چې دولس په بودیجه جوړ شوی و که ولسي خلکو هر څو شکایتونه وکړل چون ګچ د چور سالارانو پروژه ده نو د شکایت غږ بېرته دوی ته رسیږي اوخلک له غله نه غله ته شکایت کوي.

دغه دیارلس میلیوني پروژه، ولایت کې د چور سالارانو لپاره یوه غوړه مړۍ ده او دوی به د تېر په څېر کوښښ وکړي په پروژه کې د ډالرو خپله ونډه وغواړي او که مخه یې ډب شوه نو هلته د نا امنیو پېښې لا ډېرېدلی او پیاوې کېدلی شي.

په ولایت کې د نامنیو په اړه د حکومتي او دولتي اسبابو ځینې بېلګې هم لرو لکه له وسله والو سره د پخواني جمعیتي فاشیست، قوم پال او سمت پال امنیه قوماندان اړیکې، د ګچ په ناقانونه استخراج کې د ولایتي شورا د غړیو ونډه، د سړکونو په تړونونو کې د ځايي چارواکو د پیسو برخې او په ملکي پروژو کې د نظامي حکامو دروند لاس هغه څه دي چې ولس یې بې باره کړی. ځکه که له وسله والو سره د دوی اړیکې په دومره لویه کچه وي نو بیا هلته په اسانه د دغې پروژې امنیت ګواښل کیدلی شي، چې بیا به یاد شرکت مجبور وي له لسګونو، زورورو سره د پیسو ونډه تقسیم کړي او که نه پروژه به په ټپه ودریږي.

وړاندیزونه:

• د برېښنا کوټ او اوبو د بند خواوشا دې امنیتي پوستې ډېرې او سرتیري زیات شي، سیمه کې دې د امنیتي ګزمو بهیر چټک او له ولس سره دې د امنیتي ادراو اړیکې غښتلې شي تر څو نا امني د دغه کار خنډ نشي.

• هلته تر ټولو ستره ننګونه په ولایت کې د زور واکو شتون دی چې هم په دولت کې خپلې څوکۍ خوندي ساتي او هم له وسله والو طالبانو سره اړیکي لري او دغسې حالت خطرناک شرایط رامنځ ته کولی شي، نو په ولایت او ولسوالۍ کې شته فرهنګي او ویښ ځوانان، مدني ټولنه، قومي مشران او دیني عالمان دې په پوره ایماندارۍ د دغې پرژې څارنه وکړي او د ستونزو پر مهال دې اړوندې ادارې خبرې کړي.

• مرکزي اړوندې ادارې دې له نږدې او په جدیت د دغې پروژې څارنه وکړي او د هغو کسانو مخه دې ونیسي چې د ځان د ګټې لپاره غواړي د دغې عام المنفعه پروژې بهیر ټکنی کړي.

• که پخواني توربینونه لیرې او نوي لګول کیږي نو دغه توربینونه دې د تاریخي اثارو په بڼه هملته په برېښنا کوټ کې د افغانستان او آلمان د تاریخي اړیکو او زمېنس شرکت د پیاوړې ټکنالوژۍ د سمبول په بڼه خوندي وساتل شي.