د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ټولنیزو اړیکو له پاره ځینې لنډې؛ خو اړینې تګلارې

غلام مصطفی اکبرزی 08.08.2016 13:06

لا1- ښه ملګرتیا او د ښه ملګرو پیدا کول تل آسان کار ندی، دا کار زموږ له اخلاقو او ټولنیزې رویې سره نېغه اړیکه لري، موږ ټول په ځانګړې توګه ځوانان باید په خپل نفس باور ولرو او دا اعتماد او باور لا پسې پیاوړی کړو، ځکه همدا اعتماد کولی شي موږ ته د پرمختګ لار پرانیزي، که موږ په خپل نفس اعتماد ونلرو او تل ځان له نورو کم وګڼو نو هیڅ وخت به پرمختګ ونکړو د لوړو زدکړو سره سره به د شا تګ په حال کې وو.
موږ باید ټولنیز انسان واوسو دا په دې مانا نه چې له هر چا سره چې په ټولنه کې ژوند کوي راشه درشو ولرو، موږ باید هغه خلک د خپل ملګري په توګه وټاکو چې د زده کړې په کاڼه سمبال وي، اخلاق یې سم وي، له خلکو سره یې رویه مثبت وي او په ځانګړې توګه زموږ د کورنۍ، او ملګرتیا له پاره ویاړ وي، نه داسې چې له هر لوچک او بې کاره سره په دې بهانه ملګرتیا وکړو چې زه یو ټولنیز انسان یم!
2- که کوم مجلس ته ننوتي نو له هر نفر سره بیل روغبړ وکړه او لومړی له هغه چا سره خبرې پیل کړه چې تاسو ته نوی ښکاري، له داسې کسانو سره ډېر په نرمۍ او درناوی خبري کولی شي د هغه په زړه کې ستاسو له پاره مینه او محبت پیدا کړي.

3- تل مثبت فکر وکړئ:
کله چې سهار له خوب څخه پاڅیزې؛ نو په دې پوه شه چې الله پاک تاسو ته د نیکو عملونو او کړنو له پاره بل چانس او ورځ درکړې، هره ورځ زموږ د عمل په واسطه ښه او یا خرابیږي؛ ځکه الله پاک موږ ته ډېر نعتونه راکړي؛ خو دا موږ یو چې د الله نافرماني کوو او په لوی لاس مو خوږ ژوند په ځان تریخ کړئ.

4- له ملګرو سره په ځای او ادبي ټوکې ټکالې
موږ باید له ملګرو او هغه وکړو سره چې بلد یو ځینې وخت ټوکې ټکالې وکړو؛ ځکه چې د خلکو او ملګرو سره موسکا او یا نورو ته موسکا ورکول، د مینې تار لا ټینګوي او مینه ډېریږي، دا په یاد ولرئ که ټوکې مو له ادبي چوکات څخه بهر وي نو ډېر ژر به مو اړیکې خرابې او د خلکو په زړونو کې به نفرت درته پیدا شي؛ ځکه بې ځایه او بې وخته ټوکې کولی شي خلک له تاسو لیري کړي.
5- اړیکو ته حد وټاکئ:
له ملګرو سره په خپلو اړیکو کې صادقانه چلند وکړئ او ملګرو ته مو د ملګرتیا اصول او حد معلوم کړئ تر څو ستاسو په شخصي حریم تیری ونکړي، که ستاسو د وینا سربیره یې بیا د انسانیت له حد څخه واوښت نو اړیکه پرې کړه، ځکه هیڅ اړیکه ستاسو د نفس تر عزت مهمه نده.
6- موسکا او خبرې
تر حده زیار وباسه چې له خلکو سره د لېدو په وخت په شونډو مسکا ولري او داسې خبرې وکړئ چې ټول په مینه غوږ درته کیږدي، کېدی شي نور خلک ستاسو د موسکا او ژبې د فصاحت تر اغیز لاندې راشي او اړیکه درسره جوړه کړي، موسکا او خوږې خبرې ډېر آسان کار دی خو له هر چا یې تمه مه کوئ.
هڅه وکړئ د ډېر خبرو پر ځای ډېر غوږ ونیسئ او مقابل لوري ته د سر غوځولو په ځای په شونډو مسکا ولرئ.

7- د افکارو تبادله:
8- تل هڅه وکړئ له خلکو او ملګرو سره خپل مثبت فکرونه شریک کړئ، ځکه همدا مثبت فکر کولی شي چې ډېر بندې دروازې زموږ په مخ پرانیزي .

9- د خلکو عیبونه مه پلټئ:
که تاسو په بې عیب ملګرو پسې ګرځي؛ نو د تل له پاره به یوازې پاتي شي؛ ځکه پرته له الله پاک څخه بل هیڅوک بې عیبه ندي، هر څوک بیلابیل عیبونه لري؛ ظاهري ښکلا اړینه نده بلکې ښکلی باطن اړین دی. که موږ تل د خلکو په عیبونو پسي وګرځو نو ژوند به راباندی تیر وي او خوند به مو نه وي تر اخستی.

10- له مشرانو سره خبرې:
د ټولنیزه انسان له ټولو ښه بېلګه دا ده چې د هر سن له خاوند سره د هغه د سن مطابق بحث او خبرې کوي؛ نو که چیرې له کوم مشر یا بو‌‌ډا سره مخ شوئ له هغه سره داسې روغبړ او خبرې وکړئ چې هم له خبرو خوند واخلي او هم مو د مقابل لوري درناوی کړی وي.
که له ماشومانو او همزولو سره کیناستې نو د دوی د فکر په اندازه خبرې کوه، که ماشوم وي یو شی به درنه زده کړي او که همزولی دي وي؛ نو دا فکر ونکړي چې له تاسو کم دی.

11- د ځان او نورو درناوی:
موږ باید لومړی د ځان درناوی زده کړو که موږ په خپله د ځان درناوی ونشو کړئ نو له نورو څخه یی هم تمه مه لرئ، کله چې موږ د ځان درناوی زده کړ هغه وخت کولی شو د نورو کسانو درناوی وکړو.
تل په یاد ولرئ چې د نورو خلکو درناوی وکړې؛ خو دا مو هیر نشي چې هر څه یو حد لري که درناوی له حد ډېر شي نو کېدای شي خلک فکر وکړي چې تاسو غوړه مالي کوئ.
12- د وخت درناوی
تل په خپلو اړیکو او ژوند کې د وخت درناوی وکړئ او ارزښت ورکړئ او په ځای ګټه ترې واخلئ، که له چا سره مو د لیدو یا مجلس ژمنه کړې وي په خپل وخت هلته ځان ورسوه.