د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د حکمتيار بچي ولې او د چا په اشاره لاريون وکړ؟

ميرويس افغان 06.08.2016 11:55

په پېښور او د پښتونخوا نورو شاوخوا سيمو کې د شته افغان مهاجرينو ژوند ورځ تر بلې په تريخېدو دی. د پوليسو له لورې بې عزتي او سپکاوی تر زغمه وتلی. تر دې عجيبه خو لا دا ده چې ځينو ځايونو کې آن عام خلک د پخوا په څېر نه دي پاتې. لنډه دا چې افغانان په يوه دردوونکي او ناهيلۍ په يوه قهقرايي حالت کې پراته دي.

په دغسې وخت کې چې د پختونخوا حکومتي ادارې او پوليس د افغان مهاجرينو قانوني کارتونو او پاسپورتونو ته هم درنښت نه لري، له پاکستاني چارواکو سره د خبرو اترو او د ستونزې د حل اړتيا ليدل کېږي. که څوک د لاريون تابيا کوي خو لا ښه ده، تر څو د پاکستان مرکزي حکومت او نړيوال له خپل حالت څخه خبر کړي.

په دغه ډول حالت کې د حکمتيار کشر زوی تېرو څو ورځو کې د پېښور رسنیز دفتر کې د لاريون تابيا وکړه او له مختلفو ځايونو څخه يې افغان مهاجرين ورته وبلل. افغان مهاجرين چې له ستونزو او کړاوونو سره مخ وو، دغه لاريون ته په خوشالۍ لاړل او په کې يې برخه واخيسته، خو دا لاریون هغسې نه و چې تمه يې کېده. د حکمتيار بچي له پاکستاني چارواکو دنده اخيستې وه، چې دغسې حالت کې د افغانستان د حکومت پر کړنو نيوکه وکړي او هغوی د ستونزو لاملين ښکاره کړي.

د حکمتيار بچي د دې پر ځای چې په پېښور کې له بې عزتۍ سره د مخ افغانانو د عزت د خوندي کولو غږ پورته کړي، او د شرف او عزت د ترلاسه کولو له پاره هڅې وکړي، بلکې هغه د پېښور د پوليسو ستونزې او ناوړه چلند ته اصلا اشاره ونه کړه، لکه هر څه چې سم سوتره وي. بلکې د څلور سوو ډالرو پر کمي يې پافشاري کوله او په کابل کې شته ستونزو له کبله يې نارې وهلې.

په کابل کې ستونزې کمې نه دي او نه اوسنی يا تېر حکومت ښه حکومته دي. بلکې له ستونزو او فسادونو ډک دي، خو په دغه ډول حالت کې چې د ستونزو د جاذبې نقطه په پېښور کې ده او د هغه ځای چارواکو ته بايد د پوليسو او د قانون پلي کولو له نورو ادارو شکايت وشي، هغه خپلې سياسي ببولالې او ګيلې وړاندې کړې.

اصلي خبره دا ده چې د حکمتيار بچي په خپله خوښه يا خپل ابتکار لاريون نه و کړی، بلکې هغه ته پلان ورکړل شوی و تر څو په دغه حساسه شېبه کې ترې ګټه پورته کړای شي. حکمتيار په تېرو يوه لسيزه کې خپل کوربه هېواد ته کومه ځانګړې ګټه ونه شوای رسولای، ځکه چې په سياست کې زياتي د هغه پاڼه وچه ښکاري او بلې خوا په جګړه کې پنځه کسه نه لري چې ځان تثبيت کړي. په دې وروستيو کې د کشميرخان مړينه خو بيخي د حزب د وروستۍ مرمۍ خنثا کېدل وو.

نو د حکمتيار کوربه هېواد ترې وغوښتل چې لږ تر لږه يو څه ګټه خو بايد ور ورسوي. له همدې کبله د هغه بچي ته د لاريون برنامه ورکړل شوه او هغه په خپله کنډي باغۍ لهجه د پېښور رسنيز دفتر مخې ته نارې سورې وکړې.