د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دومره حق خو لرو؛ چې په کاغذ یې ولیکو!

پتنګ انتظار 05.08.2016 11:18

فیسبوک چیان هم د بلا په لکۍ سپاره دي، آزادي راډیو ته یې څومره ښه نوم خوښ کړی
" ګلمرجانه " ګلمرجانه نو داسې خدای وهلې ده چې نه یې آوري او نه یې مني.

تر دې خو هغه بل د اشرف غني حریف
" ګلمر جان " ښه وو که یې منل نه آوریدل خو یې ښه په ورین تندي وړل، او د ګلمرجانې نورې خویندې په  غه حساب.

په رسنیو کې د خلکو غږ خپرونه په څه معنی؛
په دې معنی چې ستاسو خوښ وي هغه دې واوریدل شي او په ناخوښ دې اړیکه پرې کړل شي، څومره ښه انصاف، څومره ښه د بیان آزادي.

که څوک د تلیفون په کرښه راغئ، او په وسلوالو طالبانو یې نیوکې وکړې، هغه پیغام بیا څومره په خوند آوریدل کیږي، ځکه ستاسئ دښمن دی، ستاسو مخالف دی، ستاسو او ستاسو په څیر د نورو ناولیو ناوړه اعمال، او نارواوې درته په نښه کوي، له منځه مو وړي په دې هدف چې جامعه شفافه شي، دخلکو فکرونه له انحراف څخه وساتل شي، افغانان خو مو تباه کړل، خپل عزتونه خو مو هسې پلورلي دي، د یو څو ډالرو په مقابل کې، ولې د افغانانو بچیان په ابدي بد بختیو کې اچوئ، په څومره مهارت مو خپلې خپرونې عیارې کړي دي.

د ماشومانو د فکرونو د اضمحلال لپاره ځانګړې خپرونه په پوره مهارت، د ځوانانو لپاره بیله، د میرمنو لپاره مو دومره بې حوصله یاست چې لاره درنه ورکه ده چې اوس څنګه هغه په پرده کې نغښتې میرمن چې چایې پوندې نه وي لیدلي، څنګه یې د فحشاء ډګر ته را وباسو، په حیاء پټه هغه ښځه چې غږ یې د کورنۍ غړي لا سم نشي آوریدلای، تاسې یې په کم وخت کې داسې روږدي کړئ، چې بیا یې غږ ستاسو د لاؤډ سپیکر له لوري تر شرق او غرب رسیږي.

آیا افغانانو ته مو همدا پرمختګ راوړ، چې افغاني میرمنو ته دې په بیلا بیلو بهانو کورسونه، او مرکزونه جوړ کړل شي، تر ټولو د شرم ځایونه خو هغه نمایشي د " امن کورونه " دي چې فحشاء خورا ښه په ډاډمنه فضاء کې د پرمختګ په لور ځي.

د فیل په غوږ کې ویده هیوادوال به څه وخت په هوش کې راځي.

خبر یاست چې، رسنۍ نن ټوله ورځ په دې غورمبیږي، چې هله صیبه کلي او باڼډونه پاتې دي، څومره ژر چې وي دغه د کلي نجونې او هلکان له پرمختګ څخه پاتې دي، غم یې باید وخوړل شي؛
بیغمه شئ دلته تک سپین فوځونه پراته دي، هغه فوځ چې ستا ټولې هیلې یې درته همداسې نیمګړې پریښودې، همدوی دي چې افغانان ساتي، د همدوی ستړیاوې دي، چې د خلکو ناموس له بې ناموسه قشر څخه په امن دی.

ګلمرجانې!
په کومه معنی د هیوادوالو پیغامونه انعکاس ته سپاري؛
آیا د هیواد له هغه کلیو او او باڼډو څخه خبر یاست چې د اربکیزم د بدې پدیدې ښکار دي!

خلک مو له ډیرو ظلمونو څخه وراسته کړل، نه یې څوک غږ آوري، نه یې څوک په درد خبر دي، چیرته چې دا ناولی حکومت حاکم دی د افغانانو عزت پایمال شوی، په کومه منطقه کې چې ستا سو د عسکرو شتون دی هغه منطقه تر ټولو بدامنه سیمه وي.

خلک به ولې طالب نه ستایي، خلک به ولي د طالب په وژنه نه ځوریږي، خلک به ولې د طالب مشرانو فاتحې په اجتماعي طور نه اخلي، خلک به ولې ورسره خپله مړۍ نه نیموي.....!

ځکه خلک ساتي، خلک د اربکیانو، او نورو خونخوارو له شره څخه ژغوري.

تاسو د هغه شپونکي غږ تر کومه ځایه پورې رسولئ دي، چې د ملي اردو عسکرو يې په سینه یو خروار مرمۍ وورولې

په کومه ګناه؟
آیا همدایې ګناه وه چې د غره په لمن کې یې ولې رمه څروله!

د اربکیو د ستم له لاسه څوک له کوره نشي راوتلئ، شپون رمه نه شي څرولئ، دهقان په خپله دهقانۍ کې مجرم دی، دوکاندار په خپله دوکاندارۍ کې مجرم، د مظلوم غږ په ستوني کې وچ پاته دی او......

تاسې چې د یو افغان غږ په په مخابروي شکل نه شئ زغملئ، تاسې افغانانو ته بیا د کوم پرمختګ، کومې هوساینې په لټه کې یاست؟

همدا چې د سندرو په آمیل خپرونه کې، پردۍ پیغله پردي ځوان ته، سلامونه، پیغامونه، او سندرې ډالۍ کړي؟

آزادی رادیو نه؛ بلکې د فحشاء یو ستر مرکز!

اشنا راډیو نه؛ بلکې د افغانانو د بې لا ري توب لپاره جوړ شوی کورس!
ستاسې ټولې هڅې له ورایه ناولې ښکاري، تاسې د افغانانو لپاره د زهري مار حیثیت لرئ، ټول کړه وړه مو د غرب په خوښه تر سره کیږي، تاسې د افغانانو خواخوږي نه؛
بلکه په رسنیو کې د غربیانو له لوري کینول شوي، لانځکې یاست.

په یو ریښتینی افغان مو د اسارت کړۍ دومره راتنګه کړې ده، چې هغه خپل درد  په سپین کاغذ هم نشي انځورولئ.