د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طالبان او د "افغانستان دولت" سره سپیني خبری!

افغان تحرک 05.08.2016 12:16

د شخړې په مقابل د سوله ییزحل لاره مینځ ته راوړل هم د طالبان او هم د افغانستان دولت مسؤولیت دی!

هم طالبان او هم د افغانستان دولت که زړه یې غواړي او که نه، هر یو يی، د ټولو افغانانو او بلخصوص د مظلومو افغانانو په مقابل کی، د خیرخواهو افغانانو په مقابل کی، د صادقو او اګاهو افغانانو په مقابل کی د خپل کار مسوول او ځواب ورکوونکي دي!

یعنی هم طالبان او هم د افغانستان دولت باید په دقیق توګه پکښی "پوه" وی، چي مونږ په یو "مسئوليت‌ پذير عصر" کښی ژوند کوو، یعنی هم طالبان او هم د افغانستان دولت د ټولو افغانانو او بلخصوص د مظلومو افغانانو په مقابل کی دا "مسئوليت‌" لری، چي باید هم طالبان او هم د افغانستان دولت د بین الافغانی شخړو د حل له پاره یو داسې "سولییز بد یل" را مینځته وکړی چې د ټولو خیرخواهو، صادقو او اګاهو افغانانو موافقه پرې راشي.

د افغانستان دولت مسولین او هم د طالبان افراد او اشخاص په هره ځای کې چې وي، په هره دنده کې چې وي په هره اداره کې چې وي، په هره ساحه کې چې وي د عامو وګړو په مقابل کی مسوولیتونو لری!

زمونږ د افغانی فلسفی پر اساس، زمونږ د افغانی-اسلامی اخلاق پر اساس هغه "افغان" چې خپل مسوولیت نه پېژني، له "خالی کوت او پتلون" پرته بل څه نه دي او که رېښتیا شي بیخي "افغان" نه دی.

هم طالبان او هم د افغانستان دولت د ځواب ورکولو او مسوولیت منلو په برخه کې ځانګړې ژمنې لري. د دې لګښت، افغان ولس په ټول ګران افغانستان کې د "بد ورځ" د لیدلو په بدل کې او د افغانانو د ویني د ورکړې له لارې تامینوي. له همدې ځایه نو باید لطفا ژر تر ژره هم طالبان او هم د افغانستان دولت باید چمتو وي چې د خپلو پرېکړو "سولییز حساب" خپلو افغانانو ته ورکړي!

هم طالبان او هم د افغانستان دولت دا مسوولیت هم لري چې د خپلو افغانانو صادقانه خذمت او چوپړ وکړي. او له پامه نه ځی، چي، زمونږ ګران افغانان هر یو هم جلا جلا غوښتنی، هر یو جلا جلا هیلي او په ګران افغانستان کی او د زمونږ په افغانی ټولنه کی، په مختلفو ټولنیزو ساحاتو کی او د مختلفو ټولنیزو موضوعاتو سره د مینې جلا کچې لري، او مونږ ټول د بین الافغانی صلح په انتظار کی یو، تر څو بعد له بین الافغانی صلح کی خپلو غوښتنی او هیلي ته ورسوو. یعنی افغانان اقلا یو، دیرښ میلیونیزه، ولس دی او دلته یوازی د طالبان او یا هم د "افغانستان دولت" غوښتنی مطرح نه ده، بلکی د لا اقل دیرښ میلیون افغانان غوښتنی او هیلي مطرح دي!

د افغانستان دولت د بین الافغانی سولی په هکله پاکستان، امریکا، چین او نه پوهیږم بنګله دیش سره خبري کوی، مګر د بین الافغانی سولی په هکله راسا طالبانو سره، خبری کول، نا ممکنه اعلانوی، یعنی څه؟

همداسی طالبان هم د بین الافغانی سولی په هکله پاکستان، ایران، چین، روسیه او امریکا سره حاضر دی، چي خبري وکړی، مګر د بین الافغانی سولی په هکله راسا د افغانستان دولت سره، خبری کول، نا ممکنه اعلانوی، یعنی څه؟

دواړه خوا په "کارطوس ګدایی کی بوخت دي" مګر د بین الافغانی سولی په هکله، خبری کول، نا ممکنه اعلانوی، یعنی څه؟

په عین حال کی چي طالبان پر خپل غیږ کی "سرتمبه افراد ترانسپورتوی"، او هم په عین حال کی چي د افغانستان دولت پر خپل غیږ کی "مفسد اداری افراد ترانسپورتوی" ، بلی هو، په یو داسی حالت او وضعیت کی، مثلا، زمونږ یو صادق او اګاه افغان (ښاغلی محمد انور ولید)، تقریبا لس میاشتی قبل، دلته د "سوله یْیز کلتور" تر عنوان، په دیره صادقانه او افغانی توګه داسی لیکلی و:

"ټولنیز وګړي او د هغوی کلتور (روا دودونه رواجونه ) د یوې ټولنې د شخړو، تاوتریخوالي، جګړو او سولې د ټول تصویر، تحرک او پایلو ښوونه کوي. که د یوې ټو لنې تصویر موږ ته دارا په ګوته کړي چې په نوموړې ټولنه کې د تاو تریخوالي، تشدد او جګړو عناصر د ودې په حالت کې وي، نو دغه وضعیت موږ ته دا را ښیي چې په نوموړې ټولنه کې د تاو تریخوالي، زور زیاتي او جګړوعناصر د اعتبار او امتیاز پیدا کولو په حالت کې دي.
په دغه حالت کې اړینه ده چې د سولې سر چینې او عناصر سره و پېژنو، او د اعتبار، امتیاز او فعالې پیاوړتیا له پاره یې مناسب ګامونه واخلو. ترڅو دغه اقدامات د سولې سر چینې او عناصر له وچېدو څخه وژغوري. خو د سولې اصلي سرچینې د ټولنې خلک، د هغوی باورونه، اخلاقي او فرهنګي ارزښتونه دي چې باید درناوی یې وشي.
لکه چې په پورته توګه یادونه وشوه د سولې د کلتور ډېره مهمه سرچینه ( منبع ) خپله د ټولنې خلک دي. همدغه خلک او د هغوی ذهنیتونه اوکړنې سوله ییزې اړیکې او جوړښټونه را مینځته کوي. سوله ییزې زده کړې د سوله ییزو ذهنیتونو په پراختیا او وده کې مهم رول لري. سوله ییزې زده کړې په دې ټینګار کوي چې په ټولنه کې اوسېدونکي خلک له یو بل سره په سوله ییزه توګه ګډ ژوند سره وکړي. د سوله ییزو زده کړو په پایله کې داسې خلک را وړاندې کېږي چې د سولې ریښتینی استازیتوب به کوي. ځکه هغوی په دې باندې پوهېږي چې څنګه سوله ییزو اړیکو ته پراختیا ورکړي. او څنګه د تاو تریخوالي او جګړو څخه د خلاصون په لارو موندلوکې ښکېل اړخونه له یو بل سره په ګډه سره صا د قا نه کارکولو ته وهڅوي.
سوله ییزو زده کړو د علم، پوهې او تعهد پر بنست منفي مهارتونه، ذهنیتونه او عادتونه له شرم،کرکې او ګواښونو سره مخ کړي. هغه ذهنیتونه، عادتونه او رواجونه چې خلک تاو تریخوالي او جګړوته هڅوي، لومړی اصلاح او وروسته یې په سوله ییزو ذهنیتونو، عادتونو او رواجونو باندې بدلوي. سوله ییزې زده کړې د شخړو او تاو تریخوالي د رېښو را سپړلو او د نویو حل لارو او بد لونونو په پیدا کولوکې مرسته کوي. سوله ییزې زده کړې د یوې سوله ییزې ټولنې د را مینځته کولو له پاره په داسې توګه په هڅه او هاند کې وي ترڅو په نوموړې ټولنه کې تعصب، زور زیاتی او تاو تریخوالی په همغږۍ( یوه خوله )، یو والي، سولې او عدالت سره بد لون ومومي.
ددې له پاره چې د کلتوري ودې په برخه کې پرمختګ وکړو، لازمه ده چې د سولې د فرهنګي بنسټونو د پیاوړتیا له پاره نوې مجموعې، سر چینې او زېرمې را مینځته او په ټو لنه کې یې تیت او خپرې کړو.
د بېلګې په توګه :

د شخړې د سوله ییزحل له پاره د نویو داسې مفکورو مینځ ته راوړل چې مقابل لوری په باوري توګه په ریښتینې سوله کې عملي ګام پورته کړي.
د شخړو د حل له پاره دداسې بد یلونو را مینځته کول چې د ذ ید خلو اړخونو موافقه پرې راشي.
د موافقو د را مینځته کولو او د هغو د تطبیق له پاره د باور را مینځته کول.
د نویو سوله ییزو اړیکو جوړول او د اهدافو رڼه ( سپېڅلې ) تشرېح.
د سولې را وستو له پاره مخکې له مخکې ټولنیزوعام فهمه مصلحینوته ښوونه او روزنه ورکول،....او داسې نور.

د سوله ییزکلتورد نویو ټولګو، سرچینواوزېرمو د را مینځته کېد و او په ټولنه کې د هغود تیتېد و اوخپرېد و سره به د شخړو د حل سوله ییزکلتورهم پراختیا ومومي، او ترڅنګ به یې پرمټ د شخړود بد لون له پاره رغنده کلتوري بنسټونه را مینځته شي. د سولې د رغنده کلتوري بنسټونو پیاوړتیا به د دوامداره سولې د تأمین له پاره شرایْط برابرکړي. د سوله ییزو رغنده کلتوري جوړښتونو موجودیت به په ټولنه کې د اختلافاتو او شخړو په وړاندې په سوله ییزه توګه عملي سولې ته لاره هواره کړي. د سوله ییز کلتورپه را تګ سره به په سوله ییزمتن کې ریښتیا، عدالت، زړه سوی، مسؤولیت، خپله ملامتیا منل، مرسته کول، خواخوږي، صبراستقامت، بښنه، انساني کرامت ته درناوی،.... وده او پراختیا راشي.
زموږ په هېواد کې سولې او فرهنګ ته وده او پراختیا ورکول د سولې د اوږدې مودې یو( ستراتیژیک ) هدف دﺉ. دلیل یې دادﺉ چې د سولې د دوامدار تأمین له پاره باید زموږ د ټولنې د وګړو په زړونوکې د یو لړ ارزښتونو لکه ؛ ایمانداري، ریښتینولي، تعهد او ژمنتیا، تحمل، اعتماد... او نورله کینې، نفرت، انتقام (کسات اخیستو) او وېرو څخه د خلاصون احساس... پیاوړی شي، په ماغزوکې عقل او پوهه، د اړوندو مسا یْلو تحلیل او غورچاڼ، د ستونزو په وړاندې د حل لارو موندلو له پاره له ابتکار، معقولو او منطقي روېښونوڅخه د تمهید په شکل کاراخیستل... ترڅو د باوري توافق له پاره استدلال پرې پیاوړی شي، د افهام او تفهیم له پاره په نرمه اوپسته ژبه او سړه سینه معقولې او اغېزناکې خبرې او په عزت اووقارسره د یوبل خبرو ته غوږ نیول، خواخوږي، زړه خواله، له یو بل سره ملګرتیا، په ژبه اولاسونو سره پرته له ضرر رسولوڅخه د ګټې رسولو فکري سیستمونه پرې ورغول شي. سوله ییز فرهنګ د یو لړ انساني او اسلامي ارزښتونو او سالمو سوله ییزو کړنو مجموعه ده چې په انساني اړیکوکې سره را ټولېږي، وده او پراختیا مومي، او په پایله کې انسانان له وېرو او ضرر رسولو څخه پرې خلاصون مومي. سوله ییز فرهنګ د سوله ییزو زده کړو، ټولنیزې اقتصادي ودې، د انساني حقونو د درناوي، انساني برابریو، متخصص او صادق مشارکت او برخه اخیستل، تحمل او ملاتړ، او د انساني او ټولنیز امنیت د پیاړتیا څخه مینځته راځي.
د سوله ییزاوجګړه ییزکلتورځانګړتیاوې:
سوله ییزکلتور جګړه ییز کلتور
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دانسان وقار او ګټو ته درناوی + خپلو ګټو ته درناوی ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ+ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پرپوهولو، پوهېدلو، خبرو او سوله تکیه کول په زر، زور، تهدید او تزویرباندې تکیه کول
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ+ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پرتحمل، صبر او یووالي ټینګارکول په دښمنیو جوړولو او بېلتون باندې تکیه کول ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ+ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پربرابریواوهمغږۍ باندې ټینګارکول په بر ترۍ او خود خواهۍ باندې ټینګار ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ+ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
له طبیعي منابعو څخه د ټولو په ګټه کاراخیستل له طبیعي منابعو څخه شخصي ګټه اخیستنه"



اوس که مثلا د ښاغلی محترم ولید دا لیکنی ته په پوره دقت وګورو، هغهلته یو جهان معنویت او معقولی خبری پکښی پراته دی. ایا بهتره دا ده چي زمونږ دولت او یا زمونږ طالبان د داسی اګاه او صادق افغانان پر خبری غوږ نیسی او یا اوری، او یا دا چي زمونږ دولت او یا زمونږ طالبان له چین او روسیه نیولی تر ایران، پاکستان، امریکا او بنګله دیش پوری د جهانیانو توجه پر خپل "بدبخت حالت" جلب او جذب کړی؟


ایا دا د شرم او خجالتی ځای نسته چي د افغانستان دولت په عین حال کی چي لوی لوی اداری مفسدین په خپل غیږ کی ساتی او په عین حال له امریکی تر روسیی او له پاکستان تر ایران په دروازو کی خپل مسولین د توپک او د پیسی د ګدایی په خاطر پلانونه جوړوی، تر څو، یو څو "پریشان حال او سرتنبه افغانان" مطیع کړی؟

او همداسی ایا دا د شرم او خجالتی ځای نسته چي طالبان له پاکستان او ایران نیولی نو بیا تر امریکی، چین، روسیی او سعودی عربستان پسی ګرځی، تر څو کوم "شی" په لاس راوړی؟

ایا زمونږ افغانان یو داسی حالت او وضعیت منی؟
دلته ځواب منفی ده!

اوس چي د افغان غیور ولس یو لږ سپینی خبری افغانستان دولت او هم طالبان ته ورسېد، نو مهمه ده چې د افغان غیور ولس دا دول شکایتونه غم یې وخوری.
- که د افغانانو د شکایت ژبه یا لحن په دی ساحاتو کی لږ تند وی، له دی کبله دی چي افغان غیور ولس د "ایوب صبر" ورو، ورو په ختمیدو دی!
- که چېرې د افغانانو شکایت په دی ساحاتو کی سم و، دلته باید هم طالبان او هم د افغانستان دولت په روښانه ټکو کې افغان غیور ولس ته دا ووایی او افغان غیور ولس ته وښایی چې دوی د بین الافغانی صلح په اړه به یې څه کوې؟

- که چېرې د افغان غیور ولس شکایت په دی ساحاتو کی ناسم وي یا مو په نظرونو کې معقول توپیر وي، نو بیا باید د افغانستان دولت او هم طالبان دا افغان غیور ولس ته ووایی او افغان غیور ولس ته وښایی چې ولې فکر کوې حق د افغانستان دولت پر خوا دی، او یا هم حق د طالبان پر خوا دی!

یعنی:
١. د افغانستان دولت څه حق لری، چي له یوه خوا "لوی لوی او معلوملحاله اداری مفسدین پر خپل غیږ کی وساتی" او له بلی خوا فقط په "کبیسه کلونو کی" چي کوم بین المللی کنفرانس سره هم سمون ولری، یو لږ د "اداری فساد مبارزی" چیغی و وهی او بس؟

٢. ولی د افغانستان دولت په مینځ کی د بین الافغانی صلح پروسه په لاره کی دقیق او صادقانه ګامونه نه لیدل کیږی؟

٣. طالبان ولی حاضر دی چي پاکستانیان، ایرانیان حتی روسانو سره خبری اتری ولری، خپل ارتباط او یا هم خپل عمیق ارتباط ایجاد کړی، په عین حال چي خپل افغانانو سره، حاضر نه دی چي د سولی یو دقیق او عملی پلان ایجاد کړی؟


په خاتمه کی وایو چي هم طالبان او هم د افغانستان دولت باید په ځیر سره دې دول شکایتونه ته غور وکړی، که چیرته دوی سولییزه لاری پیدا نکړی کېدای شي چې د افغان غیور ولس شکایت نور هم زور واخلي، او "بد رقم زور اخلی" !



د بین الافغانی صلح، امنیت، ثبات، ټولنیز عدالت، قانونیت، ترقی او رفاه په هیله