د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د تابعيت د تذکرو په برخه کې د نويو پرېکړو په اړه

افغان تحرک 04.08.2016 12:15

د افغان ملي غورځنګ اعلاميه:

"له ارګ څخه د ترلاسه شویو مالوماتو له مخې د ولسمشر ټیم د خپلو ټولو کړو ژمنو خلاف غواړي د تابعیت په تذکرو یا برېښنایي پیژندپاڼو کې د افغاني هویت له څرګندولو ډډه وکړي او پدې توګه د اساسي قانون ۴ ماده تر پښو لاندې کړي.

ارګ داسې تصمیم نیولی چې د برېښنایي پېژندپاڼو تر څنګ به هر چا ته ضمیمه کتابچه هم ورکول کېږي، چې پدې کتابچو کې به بیا د ډېرو نورو مشخصاتو تر څنګ د افغانیت ذکر هم راځي. پدې مانا چې په برېښنایي پېژندپاڼو
کې چې د کارت په بڼه دي، د ملي هویت له څرګندولو او د افغانیت له ذکر څخه ډډه کېږي.
یا په بل عبارت دوی غواړي، چې د حکومت په څېر تذکرې هم پخپلو کې سره ووېشي، چې کتابچه به یې
د ولسمشر اشرف غني تذکره وي او کارت به د ډاکتر عبدالله وي.

افغان ملي غورځنګ یو ځل بیا په ډېر وضاحت خپل دریځ څرګندوي او په برېښنایي پېژندپاڼو کې په څرګند ډول د
افغان کلمې ذکر غواړي. له دې پرته هر ډول طرحه باطله ده او موږ به په ټول ځواک د هغې پر وړاندې ودرېږو.
د یادونې وړ ده، چې زموږ د پخوانیو اعتراضونو او لاریونونو پر وړاندې یو ځل پخپله ولسمشر په ډېرو واضحو
الفاظو ژمنه کړې، چې نه یوازې د افغان کلمه به په تذکرو کې راځي، بلکې د تذکرو د وېش لپاره به مستقله اداره
جوړوي او د تذکرو د چاپ اوسنی تړون به هم لغوه کوي؛ او دویم ځل د ولسمشر باصلاحیته استازو ژمنه وکړه،
چې یا به د افغان کلمه په تذکرو کې ذکر کېږي او یا به دوی له خپلو دندو استعفا کوي. د همدغو ژمنو له مخې موږ خپل اعتراضونه تر اوسه درولي وو.

موږ د ملي وحدت؟ حکومت ته خبرداری ورکوو، چې که چېرې د پخوانیو ژمنو خلاف هر ډول داسې طرحه
وړاندې شي، چې د پېژندپاڼو په اصلي کارت کې د افغان کلمه له پامه وغورځوي، موږ به په ټول ځواک د هغې
مخالفت وکړو او په ټول هېواد کې به پراخ اعتراضونه پیل کړو.
هغه حکومت چې ملي هویت او اساسي قانون ته ژمن نه وي، لکه څنګه چې د اعتبار موده یې په پوره کېدو ده،
نور به زموږ لپاره هم اعتبار ونه لري او موږ به یې په کلکه د استعفا غوښتنه وکړو.

موږ د ملي وحدت؟ حکومت ته دا خبرداری هم ورکوو، چې که زموږ د سوله ییزو اعتراضونو په ترڅ کې
لاریونوالو ته هر ډول زیان ورسېد، مسوولیت به یې د دوی پر غاړه وي. موږ چمتو یو، چې د خپلې وینې په بیه له
خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو دفاع وکړو.

موږ پر ټولو سیاسي ډلو، مدني ټولنو، قومي شوراګانو، ټولنیزو سازمانونو او پر ټول افغان ولس غږ کوو، چې د تېر په څېر له خپل اسلامي او ملي هویت څخه د دفاع لپاره تیار اوسي. که چېرې حکومت د کړیو ژمنو خلاف کومه طرحه پلې کوله، موږ به ډېر ژر له نورو همغږو ډلو او ټولنو سره د یوه سراسري پاڅون تیاری پیل کړو او له تاسو سره به یې ټول مالومات شریک کړو.

په ډېر درنښت
د افغان ملي غورځنګ مشرتابه جرګه"

---------------------------------------------

د بین الافغانی صلح، امنیت، ثبات، ټولنیز عدالت، قانونیت، ترقی او رفاه په هیله