د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افـــغانه ویښ شه

احمد شاه حقوقي 29.07.2016 13:32

افـــغانه ویښ شه دښمن وپیژنه         تک شین چمن او کفن وپیژنه
د ستا له وینو نه چې خوند اخلی        له هر افغان بچي نه ژوند اخلی
د کونړي سیند د اوبو غــل دی         ځکه یې اور په سردرو بل دی  
له تا فاسفورت او ګرافیت پټوي         د مرمر تیږه او ګرانــیت پټوي
ملي خادم په صداقت وژنـــــي          هره حوزه ستا د علمیت وژني
په منطقه کې ستا مشری نه مني       نړۍ کې شتون ستا تاريخ نه مني
ترڅوله  تا چې خپل غلام جوړنه کړي
ســــتا د بدن په غوښو ځان موړنکړی
لاس به وانــخلي له ستمه ځنــي      ته به  خلاص نه شې له دی غمه ځني
رنګ یې د سکورپه شان خو اور لري   د شيطان کورکې خاص بل کور لري
تاسوچې وژني هغه ورور نه دی      ستا درد او غــم لره ټــکور نه دی
د دوي سینه باندي ماران رادرومي      زمونږه وینو ته پرانګان رادرومي
افغانه ستا په ورورولۍ شرمــیږي     د  دوي په کور کې افغانان  کړیږي
دوي کوم لاریون صدر او تهکال کې وکړ؟
 د درې لسيـــزو په کوم کال کې یې وکړ ؟
هربهـرنۍ د افغان خاوري غل دی    افسوس په دې چې کورنی یې مل دی
راځۍ چې یوبل ته اخلاص ورکړو    غاړه په غاړه او لاس په لاس ورکړو
د هلمند سیند مو په بيا بيا بهـــیږي     د ګورګين کور کې بې بهـــا  تویږي
حق د بها ترېنه غوښتلای نه شــې     اوبه خـــپل کور کې سپمولای نه شې
په بد فرهنک ستا ښه فرهنک وژني     هم دې غیرت او هم دی ننک وژني
حقوقي تل خدمت د قــــــــــام کــوه    په معنویت د قـــــــام  ډیر پـــام کوه