د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سګرېټ او یا قیلون کوم یو ډېر خطرناک دی؟

عبدالتواب خپلواک 29.07.2016 13:34

ژباړه:عبدالتواب خپلواک
ممکن دا پوښتنه مو مخته راسي چي د نشه یي توکو کوم ډول یې ډېر خطرناک دي،اوپه سرطان او نورو ناروغیو د اخته کېدو چانس زیاتوي؟دلته مو دا او ورته پوښتني ځوابوو.
یادونه: دا ژباړه د یوې مرکې ده،چي تالاب مجلې د ایران د نشه یي توکو د استعمال پر ضد د مبارزې ریاست د اجرایوي مرستیال ډاکټر محمد رضا معدني سره کړې،د مرکې ټولي پوښتني نه،بلکي درې مهمي مو یې را اخیستي او ژباړلي.
خبریال:سګرېټ څه دي او ایا سګرېټ د نشه توکو له ډلې ډېر مصرف کېدونکي مواد دي؟
ډاکټر:بلې،سګریټ خطرناک وژونکي،روږدي کوونکي مواد دي چي د انسان په وسیله جوړ سوي دي،د سګريټ اصل خطر د هغه په دود کښي د موجوده کارول سوو موادو دی.او ددې خطر اصلي او مؤثره ماده نیکوتین نوم لري چي روږدي کوونکي خاصیت لري،او دا ماده د زړه او رګونو نیمګړتیاوي او د عصبي سیستم ګډوډی منځ ته راوړي.
خبریال: منظور مو له اصلي خطره څه دی؟
ډاکټر:و ګوری،د سګریټ دود دوه جریانه لری،یو دا چي په مستقیم ډول د کشولو،څکولو له لاري خولې او سږو ته داخلېږي او دوهم ډول یې داسي چي د سګرېټ دود په محیط کي خپرېږي او د تنفس په وخت کي په غیر مستقیم ډول سږو ته ځي.
دا دود د څلور زره مختلیفو انټجني،ارثی موادو کي تغیر راوستونکو،سرطان زېږونکو،او ... مادو څخه جوړ دی،همدا ډول د سګرېټ دود دوه بخشه لري چي ذرې لرونکي بخش او ګازي بخش دی.د سګرېټ دود ۸۵٪ ګازي او پاتي یې ذره لرونکې برخه ده.د ګازي ډېره سلنه یې اکسېجن،نایتروجن او کاربن مونو ډای اکساید تشکلیوي،کاربن مونو ډای اکساید د اکسېجن په نسبت د هیموګلوبین سره د یوځای کېدو ډېر میل لري،نو په دې اساس د اکسېجن پر ځای دا ګاز د هیموګلوبین سره یوځای کېږي او د بدن حجرو ته په پوره اندازه اکسېجن نه رسېږي.
د سګریټ دود ذره لرونکې برخه چي ۱۵٪ جوړوي،مهمه او ډېره برخه یې د نیکوتین ماده تشکیلوي،په عین حال کي نیکوتین د سګرېټ اصلي،موثره او روږدې کوونکي مواد دي کوم چي روږديتوب،د زړه او د رګونو سیستم نیمګړتیا او د عصبي سیستم ګډوډی منځ ته راوړي،څېړنو دا هم ښوولې چي د سګرېټ د څلور زرو جوړښتیزو موادو له ډلي یې ۴۰ ډوله سرطان زېږونکي دي،سګرېټ یواځي د سږو سرطان نه بلکي د خولې،حنجرې،سر،غاړي او نورو برخو د سرطان کېدو سبب ګرځي.
خبریال:که سګرېټ د قیلون سره پرتله کړو نو کومي پایلي ته رسېږو؟قیلون خطرناک دي او که سګرېټ؟
ډاکټر:که څه هم قیلون لږ کارول کېږي مګر د قیلون د دود حجم د سګریټ د دود په پرتله د ۱۰-۲۰ برابره زیات دی،او موږ وویل چي د نشه یي موادو خطر په هغوی کي د موجود موادو په دود کي دی نو څومره چي دود زیاتېږي په همهغه اندازه یې زیان زیاتېږي.
یو سګرېټ شاید د ۵۰۰ سي سي څخه تر یو لیتر پوري دود تولید کړي،مګر د یو درست قیلون څکول د ۱۰تر۲۰ لېټره دود تولیدولی سي،نو پر دې اساس ویلی سو چي د قیلون یو ځلي د ۷۰ سګرېټو سره برابر دی،دا چي د یوه سګرېټ دود څومره زیان لري د قیلون یو ځلي د هغه ۷۰ برابره زیان لري،او بل دا چي سګریټ په انفرادي ډول څکول کېږي خو قیلون سلګونه کسان کاروي چي له همدې سببه په اسانۍ سره وایروسونه،میکروبونه او ناروغۍ له یوه کسه بل کس ته لېږدول کېږي،او په ناروغیو د اخته کېدو چانس زیاتېږي.
 فرض کړی چي دوه کسان چي د یو ډول شرایطو درلودونکي وي یعني د عمر،جنسیت،موقیعت او ... له مخي سره ورته وي،پرتله کوو؛
که یو له دوی څخه په ورځني ډول یوه قطۍ سګرېټ څکوي او دوهم یې په ورځ کي یو ساعت قیلون څکوي،نو د تجربو او څېړنو له مخي هغه کسان چي قیلون څکوي د سګرېټیانو په په پرتله ژر له خطر سره مخ کېږي.
پایله:د سګرېټ خطر د هغه د موادو په دود کي دی او دا دود د ۴۰۰۰ ډوله موادو جوړ دي چي ۴۰ ډوله یې سرطان زېږونکي دي، قیلون د سګرېټ په نسبت ډېر خطرناک دی.ځکه یو درست سګرېټ ۰،۵-۱ لېتره دود تولیدوي خو یو درست قیلون ۱۰-۲۰ لیتره تولیدوي او یو ځلې یې د ۷۰ سګرېټو برابر دی،یو سګرېټ یو کس څکوي خو یو قیلون لسګونه حتی سلګونه کسان څکوي او یو بل ناروغۍ ته لېږدوی.