د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانانو له ستونزو ډک دریځونه

محمد عارف رسولي 27.07.2016 12:58

سریزه
په دې مقاله کې زموږ د ځینو خلکو احساساتي ستونزمنو دریځونو او د هغوی ځینو لاملونو ته ګوته نیول کیږي چې په راز راز مسئلو کې چې زیاتې په نورو ملکونو پورې اړه لري څرګندیږي. دا دریځونه زموږ د خلکو قیمتي وخت ضایع کوي، زموږ کنترول ورباندې نشته او زموږ د ملي وفاق او ګټو په بیه تمامیږي. دا دریځونه زموږ د ځینو کسانو لخوا په ټولنیزو رسنیو کې بې له کره ارزونې، د علم او معلول له پلټلو پرته ترسره کیږي.
خدای د وکړي چې زموږ خلک ورځ تر بلې د حوادثو، ښکارندو او پیښو په اړه د سالم قضاوت په اساس درځ ونیسي او خپل وخت په هغو مسئلو عبث تیر نه کړي چې نه یوازې موږ ته ګټه نه لري بلکه د ټولنیزو ستونزو سبب ګرځي او ملي رشد ته مو زیان رسوي.
زموږ خلک او دریځونه یې
د راز راز لاملونو له کبله زموږ زیات خلک د ملي او نړیوالو پیښو په وړاندې بې موازنې، غیر معقول، له افراطه او یا تفریطه ډک  احساساتي او عاطفی دریځونه خپلوي. زموږ زیات خلک د بهرنیو او داخلی شخصیتونو د پرتلې، د ملي او نړیوالو پیښو او ښکارندو په هکله پرته د هغو د علت  او معلول، تاریخي پس منظر، ټولنیز او سیاسي بستر او نورو اړوندو اړیکو له سمې ارزونې، مطالعې او سم قضاوت څخه پرته د خپل نړۍ لید له مخې د حقایقو په بنسټ نه بلکه  احساساتي دریځونه نیسي. دوی دې ته فکر نه کوي چې داسې احساساتي او سرسري قضاوت زموږ د خلکو د ملي شعور، ملي وفاق او ملي تشخص لپاره نه یوازې ګټور نه دی بلکه له ستونزو ډک هم دی. په هر وخت کې په تیره بیا په اوسنیو نازکو شرایطو بې مسوولیته څرګندونې او دریځونه موږ په ټولنه کې د ګډ او ملي دریځ په ځای غلط لوري ته بیایي.  
که تاسو په ټولنیزو رسنیو کې د ترکیې د کودتا او اردوغان په وړاندې زموږ د خلکو راز راز نظریې، له افراط او تفریط څخه ډک دریځونه، ناندرۍ، یوبل ته سپک او سپور ویل وګوری نو د خپلو ځینو خلکو د دریځونو کمښتونو ته به ځیر شي. ځینې خلک د خپل فسبوک په پاڼه د اردوغان عکس ښیي، نور دې کسانو ته پردي پال وایي، او دا ناندرۍ همداسې روانې وي. زه ګومان کوم چې دا دواړه ډلې په بیلو تیروتنوکې راګیر دي. زه د اردوغان او د هغه د ګوند په کارونو، ښیګڼو، او تیروتنو دلته زیات اوږد بحث نه کوم، ځکه یو خو دا کار د دې لندې لیکنې تر حوصلې بهر کار دی او بل پوره مالومات نه لرم. اوس بیا راځم زموږ د خلکو دریځونو ته چې په دوو ډلو یې ویشلای شو.
لمړۍ ډله، د دې په ځای چې د ترکانو او یا نورو ملتونو له بریاوو زده کړه وکړي، لاملونه یې ښه و ارزوي، د خپل ملک له شرایطو سره سم یې وکاروي په احساساتي توګه ورڅخه ننګه کوي، د مشرانو عکسونه یې په خپلو فسبوک پاڼو کې پورته کوي او ان تر خپلو ملي مسئلو ورته زیاته وخت ورکوي. دې ټکي ته ځیر نه وي چې که زیات افغانان هر یو د خپلې خوښې په بنیاد د بیلو هیوادونو لکه ایران، سعودی او نورو ملکونو د سیاستوالو او یا مذهبي مشرانو عکسونه په خپلو فسبوک پاڼو کې پورته کړي، څه انډوخر به په هیواد کې جوړ شي. په خواشینۍ سره که په دې هکله عامه پوهاوی ونه شي همغې غلطې خواته روان یو. که عقلاني چلند و نه کړو نو بیا به د زیاتو هیوادوالو د فسبوک پاڼې د اردوغان، پوتین، نرندرامودي، خامنه اي، ملا فضلو او یا نورو بهرنیو مشرانو په عکسونو ډکې وي او یو بې خونده او بې هویته ملت به وو.  
که تاسو ترکیې یا بل هیواد ته ولاړ شی، و به مومئ چې د هغوی  ډېر کم خلک به ستا د هیواد له حاله، سیاسي او تاریخي پیښو خبر وي. ځکه چې هغوی د خپل ځان او د خپل هیواد په غم کې دي او وخت نه لري چې د نورو هیوادونو په مسئلو باندې ډېر وخت ولګوي او اړتیا یې هم نه ویني. که کله د کوم ملت خلک د نورو ملتونو په مسئلو باندې ځان خبروي نو ورڅخه زده کړه کوي، د خپلو جیوستراتیژیکو ګټو له نظره ورته ګوري.
همدارنګه، که تاسو زموږ د هیواد هغو کسانو ته چې د بهرنیو مشرانو او ګوندونو ښه کارونه یې خوښیږي او تر اړتیا زیاته لیوالیتا ورته ښيي، د پلان لرلو، ټولنیز او مدنی فعالیت، مثبت فکر، له خپلو هیوادوالو سره د ګډ کار بلنه او وړاندیز وکړی هغه بیا نورې بابولالې ولې او هیڅ ته تیار نه وي. داسې خلک تل د خپل هیواد په مسئلو کې منفي نظر څرګندوي، په اصطلاح کور خود بینای مردم، وي. تل په ځان، خپلو خلکو او خپل هیواد بې باوره وي، او داسې کوم رغنده لید لوری، او ستراتیژیکې موخې نه لري چې ورته کار وکړي، بلکه تش خیالونه او توهمات یې بیا زیات وي. بله ستونزه دا وي چې کار ورته کول خو لا پریږده  داسې خلک د لید لورو تشو خیالونو په منځ کې توپیر نه شي کولای.
د زیاتو افغانانو ستونزه داده چې د دې په ځای چې د حالاتو تر دقیقې ارزونې وروسته، د ستونزو علتونه او معلولونه راوسپړي، د ستونزو د نښو نښانو په ځای د هغوی ریښو ته څیر شي، یو څو احساساتي شعارونه ورکړی او بیا په بله خوا روان وي. که زموږ په ټولنه، سازمانونو، ګوندونو او کلتور کې د ملي ستونزو سمه علمي ارزونه کیدای، او د نورو ملکونو په څیر مو دقیق پلانونه ورته جوړ او پلي کولای موږ به سم طرف روان وای.
اردوغان او ګوند یې خامخا ستونزې او تیروتنې لري، خو که د هغوی ستراتیژیک لید لوری، احساساتي نه بلکه عقلاني او میانه رو دریځ غوره کول، عامه پوهاوی، د ټولنیزو او پرمختیایي خدمتونو وړاندې کول، له شرایطو سره د ملک پالیسي عیارول د افغانانو لپاره د زده کړو وړ څه لري. دا چې یو ګوند څنګه، د اروپا تر څنګ، په یوه سکیولر دولتي او سیاسي ملي کلتور کې، د ازادو رسنیو په شتون کې، او د راز راز داخلي او نړیوالو دوښمنانو له خنډونو پیدا کولو سره سره دومره زیات اقتصادي پرمختګ وکړي، له یوې خوا دیني ریښي، او له بلې خوا په ناتو کې غړیتوب لري، خپلې شرقي او غربي اړیکې په ستراتیژیکه توګه مدیریت کوي، نو اړینه ده چې ښه رهبري، غوره کلتور او خورا ویښ ملت باید ولري.
ترکانو د ابن خلدون او نورو تاریخ پوهانو هغه اصل په کلکه منلی او ورباندې ستراتيژیکه پانګونه یې کړې چې وایي د سترو ملتونو په جوړونه کې د هغوی د دین او هیواد پالنې (ملي روحیې او ملي هویت) مولفو ته د دولتونو لخوا وفاداري د بریا راز لري. اردوغان که له یوې خوا خلکو ته اسلام پال ښکاري خو د ترکیزم ایدیالونو ته هم پوره وفادار دی او په خورا ستراتیژیکه توګه یې پالي. ولې دا دواړه مولفې اړینې دي؟ ځواب دادی چې د زیاتو هیوادونو په شرایطو کې راز خلک له راز راز لیدلوریو سره پکې اوسیږی، او هم په تیر تاریخ کې دا جوته شوې ده چې یوازې په یوه مفکوره ممکنه نه ده چې د ټول هیواد خلک راټول شي. انسانان د فطرت له نظره له د دیني او روحاني تندې تر څنګ د هیواد پالنې او خپل هیواد سره د مینې روحیه هم لری او که سم او بیله افراط او تفریط څخه وپالل شي او سم سره ترکیب شي یو د بل تکمیلوونکي دي.
زموږ ډلې او ګوندونه یا دین هیروی، یا وطني ګټو او ملي روحیې ته اړینه پاملرنه نه کوي. کیدای شي دوی ورباندې پوه نه شي خو دا یو حقیقت دی او په عمل کې همداسې وه او تراوسه موږ له دې کمښتونو رنځیږو. له همدې کبله زموږ ډلې او ګوندونه نه شي کولای او په تیرو لسیزو کې یې و نه شو کولای چې د خپل ملت زیاتې پرګنې په ځان راټول کړی.  
زموږ خلک او ډلې د دې په ځای چې د اردوغان او د هغه له ګونده، او یا د بل هیواد له ورته پيښو، سیاسي پروسو، تیروتنو او لاسته راوړنو یې زده کړي خالي احساسات ښکاره کوي. زموږ نژدې ټول سیاسي سازمانونه او سیاسي شخصیتونه  هیڅ کومه مدونه، په مشارکتي او علمي توګه تیاره شوې پالیسي او تګلاره نه لري.
ستونزه داده چې، د دې کار بلکل کوم فرهنګ په موږ کې نه شته، که د کوم سازمان رهبري هیئت ته دا کمښت په ګوته کړې په غالب ګومان به فکر وکړي چې دا سړی تخریب کوي، یا د ډېرو په اصطلاح د افغانستان له حالاتو خبر نه دی، ځکه زموږ سیاسیون تر ډېره داسې انګیري چې له څو نړیوالو پوهنتونونو یې دوکتوراوې اخیستې، او یا ېې ملک له ستونزو خلاص کړی دی.
که زموږ ډلې کومه زړه او له وخته تیره د کمو کسانو په لاس جوړه نیمګړې تګلاره لري هغه ته وفادار نه دي، نه یې پلې کوي، ارزونه یې نه کوي، کمښتونه یې نه په ګوته کوي، اصلاحات پکې نه راولي، او کم غړي یې ورباندې خبر دي. هغوی ټولنې ته کوم خدمتونه نه وړاندې کوي. دوی ویني چې، د نړۍ له لیرې لیرې ځایونو د ښو او بدو موخو د ترلاسه کولو لپاره خلک راځي او افغانانو ته خدمتونه وړاندې کوي او زموږ د ډلو عکس العمل یا ورسره منفي دی، یا ورڅخه بې خبره دي او که کومه عاجله، شخصی او یا ګوندي ګټه ورڅخه تر لاسه کوي تایید یې کوي.   
زموږ د ملت دوهمه ډله، چې ځان تر نورو په وطن او ملي شعایرو ټینګ بولي سم د لاسه پورته لمړي ګروپ ته پردي پال وایي او هغوی بیا په دې تیروتي دي چې، د دې په ځای چې د خپلو خلکو په ناخوالو، کمښتونو او تاریخي لاملونو یې ځان پوه کړي ورته د پردي پال خطاب کوي. هلکه، له عقلاني چلند څخه کار واخله، ستا دملک زیات ځوانان د خپل ملک له ناخوالو ناهیلې شوې، ځینې کله پوتین او نور بیا کله اردوغان او یا نریندرامودي او یا کوم بل څوک خوښوي ځکه دوی انګیري چې هغه زموږ د هیواد لږ ترلږه د اوس لپاره دوښمن نه دی. له ځینو سره زموږ خلک ګډ دیني تاریخ او ارزښتونه هم لري نو بیا زر په خلکو ټاپه مه وهه. کیدای شي دا احساساتي ځوان به کومه ورانه اجندا ونه لری او ممکن تر ما او تا له خپل هیواد، تاریخ او ملي ارزښتونو سره زیاته مینه ولري. هغه کیدای شي د خپل هیواد د حالاتوڅخه ناهیلی وي، چې په یقین سره یې یو کمښت دی، خو خپل لاملونه لري، او په وړاندې یې عکس العمل ښيي. نو د پوهې خاوندانو افغانانو ته ښايي، چې د تهمتونو او یا توهین په ځای د لیکنو، ټولنیزو او مدنی فعالیتونو،  او د عامه پوهاوي له لارې د خپلو خلکو په بیدارۍ کې برخه واخلي، د خپل هیواد د ملي هویت او ملي روحیې په ټینګښت کې ځان الګو او نمونه کړي او خپل خلک وژغوري.   
ولې زموږ ځینې خلک سم دریځونه نه لري؟
زموږ په ټولنه کې د خلکو په دریځونو کې دستونزو به راز راز لاملونه وي. د دې قلم په اند ځینې لاملونه یې دا دي چې، زموږ ملت له یوې خاصې تاریخي دورې تیریږي. جنګونو، زورواکانو، ظلمونو، بیوزلیو، د سواد کمښت، د ښوونیز نظام شړیدل، د قانون نه پلي کیدلو، د ښې حکومتولۍ نه شتون، پردو ته احتیاج او لاسوهنو او نورو له موږ څخه د سم قضاوت کولو توان اخیستی. ناخوالو زموږ د سالم او مثبت فکر کولو، د وخت پیژندلو او سمو پریکړو کولو کلتور ټکنی کړی او زموږ له زیاتو ډلو، سیاسیونو او عامه خلکو څخه سمه لاره ورکه ده.
 زموږ زیات خلک او ان سیاسي څیرې د لمړیتوبونو د نه ټاکلو په ناروغۍ اخته دي. هغوی نه پوهیږي چې، په خپل شخصي، سیاسي او ټولنیز ژوند کې څه شی او په څه وخت کې تر سره کړي. زموږ ټول خلک زیات وختونه په هغو څیزونو تیروي چې په حقیقت کې په هغه ټاکلي وخت کې تر هغه څیز بل څه ته زیاته اړتیا لري.
دا ځکه چې زموږ په ټولنیز او سیاسي کلتور او ژوند کې، زموږ د ګوندونو او ډول ډول سازمانونو په منځ کې پلان جوړول او ورباندې عمل او ورڅخه زده کړه رواج نه لري. هغوی په ګډه او مشارکتي شکل د اړوندو کسانو سره د ستونزو ارزول، د لمړیتوبونو ټاکل، په ګډه ورته د پلي کولو لپاره تګلاره او پلان جوړول او پلي کول یې ځای نه لري.
 زموږ زیات خلک له تیرو ترخو تجربو او تیر تاریخه زده کړه نه کوي او ورڅخه کومه ګټه نشي اخیستلای. پایله داشي چې، زموږ د زیاتو ډلو، ګوندونو او او زیاتو دولتي ادارو پریکړې د یوه او یا څو کسانو له ماغزو راوزي، نور ورسره نا اشنا او یا زړه تنګي وي او مثبتې پایلې هم نه لري.
د وخت اهمیت زموږ په زیاتو دیني نصوصو، معاصرو علومو او اوسني ژوند کې خورا زیات څرګند دی او زیات ارزښت لری خو زموږ ډېری خلکو ته وخت پوره اهمیت نه لري او یا ورڅخه د ګټې اخیستو او د وخت په سم مدیریت سم نه پوهیږي. ځکه دا زموږ یوه کلتوري ستونزه ده. زموږ ډلې ټپلې، ګوندونه، زیاتې سیاسي څیرې، او عام افراد مو کوم سم پروګرام نه لري چې ورباندې عمل وکړي، د وخت مدیریت زموږ په ټولنه او خلکو کې په نشت حساب دی او خلک مو  خپل قیمتي وخت په مجلسونو او ټولنیزو رسنیو کې په دوهمه او دریمه درجه او د نورو ملکونو په خبرو پرته له دې چې ورڅخه ګټه پورته کړي او ورڅخه درس زده کړي تیروي.
بل لامل یې دا کیدای شي چې، موږ په نړیوالو کشالو کې ګیر پاته یو، زموږ د هیواد کشاله اوس نړیوال رنګ لري او ان زموږ رول پکې کم رنګه کیږي، په خواشینۍ سره مهم لوبغاړي یې بهرنیان دي او زموږ ځینې خلک یوازې کتونکي او ځینې نور بیا پکې د سون مواد دي. زموږ په هیواد کې د ډېرو بهرنیو هیوادونو او قدرتونو ګټې، فعال حضور، د ایدیالوژيکو، جیوستراټیژیکو او جیوپولیټوکو موخو د پاللو لپاره هغوی زموږ په چارو کې لاسوهنه کوي او ځکه موږ او هغوی د یو بل له پیښو سره تر یوې کچې تړاو لرو. خو بیا هم د هغوی عام خلک په پوره یقین سره زما اوستا د ملک  حالات که څاري هم نو د خپلو ګټو له عینکو یې ګوري.
په هره کچه چې موږ پرمختګ وکړو، په دیني‎، کلتوري، سیاسي، نظامي، اقتصادي او نورو مسئلو کې مو په ځان اتکا زیاته شي په همغه کچه به مو د خلکو دریځونه هم پاخه او د خپل هیواد، ملي نوامیسو، ملي ګټو، ملي کلتور او ملي ارزښتونو په ګټه به وي. که همدا حال وي، نو اړینه ده چې د ډول ډول تړاوونو له مخې به خلک قضاوت کوي او دریځونه به خپلوي.
دا سمه ده چې مسلمانان باید هم په انفرادی او هم په ټولنیزه توګه یو د بل په حال خبر وي، یو د بل او ان د هر انسان او الله تعالی مخلوق خیر وغواړي، یو له بله او ټول انسانیت څخه ننګه وکړي، په غم یې غمجن شي او په خوښۍ یې خوښ. خو لمړیتوب به داوي چې هر څوک باید هڅه وکړي چې لمړی په خپلو پښو ودریږي چې ګټور واقع شي، د نورو بار په خپلو اوږو یوسې نه چې د نورو د اوږو پیټی شي. که موږ تر اړتیا زیات د نورو ملتونو په مسئلو کې ښکیل پاته شو، خپل قیمتي وخت پرې ضایع کړو پرته له دې چې له خپلو هیوادوالو سره مو یې په خپلو اړیکو غور کړی وي مناسبه به نه وي.
که موږ په هر څه کې نورو ته اړ یو، خو تل د نورو په مسئلو کې زیات ښکیل وو، داسې به ښکارو لکه په کوم کلي کې چې کوم سړی خپله کورنۍ نه شي اداره کولای، وروڼه، وریرونه، زامن او نور یې تل په خپل منځي شخړو کې اخته وي، په نس ماړه نه وي، او دوی نن د دې خان او سبا د هغه ملک د کلي او کور په مسئلو کې دلچسپي ښيي، د دې ننګه کوي او دهغه غیبت کوي. بېله شکه چې خلک په یې جدي نه نیسي، توهینیږي به او له رواني او نورو راز راز ستونزو سره به مخامخ وي.