د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کډوالو ! د خدای په خاطر کډې مو رابار کړئ

خوشحال آصفي 25.07.2016 13:28

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، پاکستاني حکومت په دې هېواد افغان سوداګرو ته ګواښ کړی، چې د ۶ میاشتو په اوږدو کې خپل کورونه او مارکېټونه خالي کړي. پاکستاني دولت ۱۲۰۰ هغو افغان سوداګرو ته چې له شاوخوا ۳۰ کلونو راهیسې د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې پانګونې کړې دي، شپږ مياشتې ضرب الاجل ټاکلی دی او ويلي دي، چې ژر تر ژره دې خپله پانګونه، له مارکېټونو او هټیو ټوله کړي او له دې هېواده دې ووځي. یادو سوداګرو ته ویل شوي، چې شناخت کارټونه یې جعلي او ملکیتونه یې د پاکستانیانو په نومونو دي. دا لومړی ځل نه دی، بلکې له دې مخکې هم افغان سوداګر په پاکستان کې په بېلابېلو پلمو ګواښل شوي دي آن تر دې چې څو ـ څو کرته پاکستاني پولیسو په ناقانونه توګه افغان سوداګر ځورولي او پیسې يې ترې اخيستې دي.
له سوداګرو هاخوا افغان ډيپلوماتان او په پاکستان کې نور میشت عام افغانان هم د پاکستاني حکومت لخوا د ټولو نړيوالو ډيپلوماټيکو اصولو خلاف ځورول شوي او لا هم دا لړۍ روانه ده. په پاکستان کې ميشت افغان کډوال تل شکایت کوي چې د پاکستان حکومت ورته په یوه او بله پلمه ستونزي جوړوي او د کاروبار او تګ راتګ مخه يي نیسي. معولاً له افغان حکومت سره د پاکستان د سیاسی اړیکو د خرابیدو پر مهال؛ پاکستاني پوليس پدغه هیواد میشتو افغان کډوالو ته ستونزي جوړوي او ددوي پروړاندې له زور زیاتي څخه کار اخلي.
که څه هم پاکستان تل هلته ميشت کډوال ځورولي دي خو اوس په وروستيو کې د تورخم له شخړې وروسته پر له پسې ځورول کېږي. له دغې شخړې وروسته پاکستاني پولیس هره ورځ په لسګونو افغانان نيسي او د بيلابيلو جرمونو ټاپه پرې لګوي. همدا تيره جمعې ورځ هم د پېښور پولیسو ۷۴ افغانان د غیر قانوني وسلو او مخدره موادو د ساتلو په تور نیولي دي. د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې، پاکستاني پولیس وايي، چې یاد کسان په ځانګړو عملیاتو کې نیول شوي دي.
اوس په تازه کې په پیښور کې د افغانستان جنرال قونسل ښاغلی عبدالله پویان وايي چې دوي د افغان مهاجرینو سره د محلی پولیسو د ناروا چلند په اړه د پاکستاني مقاماتو سره پرله پسې ملاقاتونه کړیدي، ژمنې ورسره شویدي، خو بیا هم د پولیسو په سلوک کې بدلون نه دی راغلی. پویان ویلي چې دی د پاکستاني مقاماتو د ژمنو نه مایوسه شویدی او داسې ښکاري چې دوی په رضاکارانه او ابرومندانه توگه د افغانانو د بیرته ستنیدو په قول کې صادق نه دي.
د حکومت مسوليت څه دی؟
۱ــ کلونه کيږي چې افغان کډوال د پاکستان په شمول د نړۍ په بيلابيلو هيوادونو کې له ستونزو سره لاس او ګريوان دي، سپک ورته کتل کيږي آن تر دې چې په ښوونځيو کې يې افغان ماشومان د زده کړو حق نه لري خو د افغانستان د کډوالو او راستنيدونکو چارو وزارت يې د ستونزو د حل لپاره هيڅ د پام وړ کار نه دی کړی. آن دا وزرات تش د سمبول په شکل شتون لري او فضول د حکومت بوديجه مصرفوي. لومړی خو بايد د کډوالو چارو وزرات کې لازم اصلاحات رامنځته شي او که اصلاحات ناشوني وي نو بيا دې وزارت لغوه اعلان شي او پر ځای دې یې د کډوالو مسوليت اړوندو سفارتونو ته وسپارل شي.
۲ــ حکومت ته په کار ده چې نور د پاکستان له مجبوريته ځان راخلاص کړي او د هغو کډوالو لپاره چې په هلته ميشت دي؛ دلته په افغانستان کې ورته د سرپناه ځايونه جوړ کړي.
۳ــ حکومت بايد د هغو سوداګرو لپاره په کور دننه د فعاليت او پانګونې ټولې آسانتياوې برابرې کړي چې په پاکستان او نورو هيوادونو کې يې په ميلياردونو پيسو پانګونه کړې ده.
۴ــ حکومت بايد په زيربنايي پروژو کار وکړي څو په کور دننه هم خلک بوخت او شي او په بهر کې ميشتو کډوالو ته هم د کار د نه شتون پلمه ورکه شي.
د کډوالو مسوليت څه دی؟
افغان کډوال باید خپل وجدان راويښ کړي او قاطع پريکړه وکړي چې نور په پاکستان کې د بې عزتۍ شپې نه سبا کوي. دوی بايد د خپل شخصي عزت د ساتلو تر څنګ د افغانستان عزت وساتي او هغه بې عزتي چې په ايران او پاکستان کې ورته کيږي؛ دا د دوی شخصي بي عزتي نه بلکې د ټول افغان ولس او د افغانستان بې عزتي ده. دا د افغانيت بې عزتي ده او دوی بايد د خپل وجداني مسوليت له مخې افغانستان ته په راتګ د خپل هيواد عزت وساتي. همدا ډول هغه پانګوال چې په پاکستان کې يې پانګونه کړې ده؛ دوی هم بايد ځانونه د خپل ولس په مقابل کې مسول وګڼي او هغه پانګونه چې يې هلته کړې ده؛ دلته راوړي او خپل هيواد په ابادۍ کې خپل مسوليت ادا کړي.